پنجشنبه, ۰۴ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د نرښځیو د خوندیتوب قانون پر اسلام او د اسلامي کورنۍ پر ارزښتونو برید دی؛ د پاکستان واکمنان د غرب غلامان دي او غواړي زموږ نوی نسل تباه کړي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

سناتور مشتاق احمد د ۲۰۲۲م کال، د سپټمبر په ۵مه د سنا د بشر حقونو دایمي کمېټې ته د ټرانسجنډر (نرښځو) د ملاتړ قانون د اصلاحاتو لایحه وړاندې کړه. مشتاق احمد په دې غونډه کې وویل: «ټرانسجنډر یوه امریکايي اصطلاح ده چې په اسلام کې هېڅ ځای نه لري. په ټرانسجنډر ټولنه پورې اړوند قوانین د قرآن او سنتو خلاف دي، چې د همجنسپالنې د ترويج لامل کېږي.» موږ غواړو واقعیت روښانه کړو او بحث داسې پای ته ورسوو چې الله سبحانه وتعالی راضي شي.
غرب خپل تمدن په دې مفهوم رامنځته کړی چې انسان الهي لارښوونو ته اړ نه دی؛ د دغه يو اړخ شخصي ازادي ده. په دې وروستیو کې، د ښځو د آزادۍ مفهوم په اړه غرب دې پایلې ته رسیدلی چې د یوې ښځې جنسیت د هغې د بیولوژیکي واقعیت له مخې نه ټاکل کېږي. ښځې کولای شي د خپلې آزادې ارادې او له ځان څخه د خپل درک پر بنسټ د یوې ښځې په توګه د ځان پیژندلو پرېکړه وکړي. ټولنه پر دوی دا هویت نه شي تپلی، ځکه دا د ازادۍ د بنسټیز مفهوم خلاف کار دی. همدا مفهوم د غرب له لوري د نارینه‌وو په اړه هم وړاندې شوی دی. نو له آزادۍ څخه غربي درک انسان ته اجازه ورکوي چې د خپلې آزادې ارادې له مخې پریکړه وکړي؛ هغه که نارینه دي که ښځینه او که د نارینه او ښځینه‌وو ترکیب یا بل څوک. دغه مفهوم دی چې د ټرانسجنډر کس مفهوم یې راپورته کړی.
د مسلمانانو حکام چې د غرب په غلامۍ کې له یو بل سره سیالي کوي، د دې ویجاړوونکې مفکورې پر بنسټ یې د ټرانسجنډر د ساتنې قانون نافذ کړی او اوس پکې تعدیلات راوړي. قانون ټینګار کوي چې د جنسیت پیژندل د زیږون په واسطه نه ټاکل کېږي، بلکې د رواني او ټولنیزو عواملو له لوري اغیزمنېږي او د همدغو عواملو تر اغیز لاندې بدلون مومي. دا قانون ټاکي چې د ځان په اړه د یو کس احساس چې هغه ښځه ده یو احساس دی چې ورته د درناوی تر څنګ باید قانوني خوندیتوب ورکړل شي. په دغه قانون کې د ټرانسجنډر شخص په تعریف کې هر هغه څوک شامل دی چې د خپل ځان په اړه د داسې جنسیت احساس لري چې د ده له هغه جنسیتي هویت سره توپیر ولري چې د بیولوژیکي واقعیتونو له لارې د زیږون پرمهال ورته ټاکل شوی وي. يعنې هر څوک کولای شي په هر وخت کې د خپل ځان د احساس په څرګندولو سره په قانوني توګه د نارينه او ښځينه يا د نر او ښځې د يو ځای کېدو او يا له دوی پرته بل هويت غوره کړي. په دغو شرایطو کې، د دغه شخص هېڅ ډول روغتیایي یا رواني معاینه نه شي ترسره کېدی.
د ټرانسجنډر د خوندیتوب قانون له مخې، کله چې یو سړی د خپل ځان احساس څرګندوي او په قانوني توګه ځان ښځه کوي، هغه د ښځو ټول حقوق ترلاسه کولی شي؛ لکه د ښځو خونو ته لاسرسی، د ښځو د تشنابونو کارول، د نجونو په ښوونځیو کې داخله او له سړي سره د واده کولو حق. همدا ډول کله چې ښځه خپل ځان نارینه وګڼي، د ميراث په مسايلو کې به د نارينه‌وو د ميراث اصول ورته پلي کيږي او له هرې ښځې سره واده کولی شي. د دغه قانون پلي کېدل د دې ثبوت دی چې زموږ حکام د غرب په غلامۍ کې له ټولو پولو تېر شوي او د دې لپاره فعالیت کوي چې مسلمانان له خپل دین څخه کاږه او پردي کړي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الْأَنْعَامِ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا﴾ [نسأ: ۱۱۹]
ژباړه: هغوی ګمراه کوم! او په هیلو کې یې مصروفوم! او دوی ته امر کوم چې (خرافاتي اعمال وکړي او) د څارویو غوږونه سوري کړي او پاک خدایي خلقت بدل کړي! او څوک چې د خدای پر ځای شیطان خپل ولي ونیسي، ښکاره زیان یې کړی دی.

ترمذي په دې اړه روایت کوي:

«لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ الْمُتَشَبِّهَاتِ بِالرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْمُتَشَبِّهِينَ بِالنِّسَاءِ مِنَ الرِّجَالِ» (ترمذي)
ژباړه: رسول صلی الله علیه وسلم پر هغو ښځو لعنت ویلی چې د سړیو په بڼه ځان جوړوي او پر هغو نارینه‌وو یې هم لعنت ویلی چې د ښځو په بڼه ځان جوړوي.‎

اې د پاکستان مسلمانانو! د ټرانسجنډر (نرښځو) د خوندیتوب قانون د ما انز الله خلاف حکم دی. دا طاغوت دی چې باید رد شي. دا قانون به زموږ ټولنیز ارزښتونه تر پښو لاندې کړي او زموږ د کورنۍ جوړښت به له منځه یوسي. د یوه سړي لپاره له بل سړي سره د واده کولو او د یوې ښځې لپاره له بلې ښځې سره د واده کولو لپاره د شرعي حکم په وړاندې کولو سره، دا قانون د هغې ګناه توجیه ده چې له امله یې د لوط علیه السلام قوم مجازات شوی دی. د دغه ناروا قانون پر حقایقو له پوهېدو وروسته دا زموږ دنده ده چې دا قانون رد کړو؛ کټ مټ لکه زموږ دا دنده چې باید د خپل دین د بشپړ تطبیق لپاره مبارزه وکړو.
د نرښځو د خوندیتوب قانون د احکامو پرخلاف، په اسلام کې یوازې دوه قانوني جنیسیتونه دي؛ نارینه او ښځینه. جنسیت د بیولوژیکي اساساتو له مخې ټاکل کېږي. بیولوژيکي اساساتو ته له کتو پرته، د خپل درک پر بنسټ د جنسیت بیا ټاکل جواز نه لري. که د چا په جنسیت کې شک وي، نو که له بيولوژيکي اړخه پر هغوی ښځينه فکټورونه غالب وي، باید ښځه ثابته شي او که نارينه فکتورونه غالب وي، نارينه ټاکل کېږي. که پر دې سربېره بیا هم شک وي، طبي متخصصین د اړوندو کسانو رواني او طبي معاینه کوي او دا تشخیصوي چې کس نر دی که ښځینه.
یوازې د نبوت پر منهج خلافت د الله سبحانه وتعالی له لوري نازل شوی دین تطبیقوي او د غربي تمدن له لوري رامنځته شوي ناروا او له شر څخه ډک اعمال له منځه وړي. خلافت دولت به ټول خلک د نورو له پیروۍ به يې خلاص کړي، د الله سبحانه وتعالی پیروۍ ته به یې راوبولي او نړۍ ته به د هدایت لاره روښانه کړي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلاً مَا تَذَكَّرُونَ​﴾ [اعراف: ۳]
ژباړه: د هغه څه پيروي وکړئ چې د خپل رب له لوري درته رانازل شوي او له خپل رب پرته د نورو ولیانو پيروي مه کوئ، خو تاسو تذکر او نصحیت ډېر لږ منئ.


د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د کينيا ولسمشريزې ټاکنې

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

«د کينيا اپوزيسيون مشر، اوډينګا، دوشنبه د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۲۲مه سترې محکمې ته د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو په اړه - چې مرستيال ولسمشر ويليم ريتو ګټلې - رسمي عریضه وکړه. د اسوشيټيد پرېس د راپور له مخې، اوډينګا نن سهار سترې محکمې ته خپله عریضه وسپارله او د قانون له مخې بايد د ۱۴ ورځو په جریان کې ځواب ورکړل شي» (انادولو خبري اژانس، ۲۲/۸/۲۰۲۲). د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۱۵مه اعلان وکړ چې ويليم ريتو خپل سيال اوډينګا ته په ولسمشريزو ټاکنو کې په لږ توپير سره ماتې ورکړې ده. يادې ټاکنې د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۹مه وشوې... په دغه ټاکنیز کمپاین کې څرګنده شوه چې مخکينی ولسمشر، کينياتا د خپل مرستيال ويليم ريتو مخالف دی او د هغه له سيال او د مخالف ګوند مشر، اوډينګا سره یې تر پخلاينې وروسته د ده ملاتړ پیل کړ. له اوډینګا څخه ملاتړ او د خپل مرستیال مخالفت ايا د خپل مرستیال د بري ډاډمنولو لپاره د کينياتا لوبه نه وه؟ د کينيا پر وړاندې د امريکا پټ اقدام څه دی؟ ايا د امريکا او برېتانيې ترمنځ لانجه شته؟

ځواب:

د دې لپاره چې د پورته پوښتنو لپاره ځواب پيدا کړو، د موضوع په تړاو لاندې ټکي تشريح کوو:

۱- د کينيا په اړه زموږ لېوالتيا له دې امله ده چې دا د افريقا د ښاخ سیمې یوه داسې برخه ده چې د يوې سټراټېژيکې او اقتصادي اسلامي سيمې په سترګه ورته کتل کېږي. د دې سيمې ډېری خلک مسلمانان دي او چارې يې د اسلام پر اساس مخ ته وړل کېدې. د افریقا د ښاخ هېوادونه يو له بل سره تړاو لري او ډېری يې تر برېتانوي استعمار لاندې وو. کينيا د مسلمان سلطان، زنګبار تر حاکميت لاندې وه او د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې د برېتانوي استعمار تر حاکميت لاندې راغله. که څه هم د ۱۹۶۳م کال په پای کې کينيا خپلواکي ترلاسه کړه، خو دا خپلواکي تشريفاتي وه، ځکه برېتانيا اوس هم کينيا د خپلو مزدورانو په توګه اداره کوي. تر خپلواکۍ وروسته، په ۱۹۷۸ کې د جومو کينياتا له واکمنۍ پيل، تر ۲۰۰۲ کال پورې د دنيېل ارپ موی تر واکمنۍ، تر ۲۰۱۳ پورې د ماوي کيبکي په واکمنۍ کې او د پخواني ولسمشر جومو کینیاتا د زوی، اوهورو کينياتا تر واکمنۍ پورې کينيا د بريتانيې د مزدورانو له لوري اداره کېده. اوهورو کينياتا د ۲۰۱۷ کال ټاکنې بيا ځلې وګټلې. برېتاینا له پلرونو نيولې تر زامنو خپل مزدوران او لاسپوڅی جوړوي؛ دا لاسپوڅي هغه چا ته واک نه سپاري چې د دوی په څېر غلام او استعمار ته وفادار نه وي.

۲- امريکا وکولی شول چې په اپوزيسيون کې ځان ته مزدوران پيدا کړي؛ په ځانګړي ډول اوډينګا چې له قومي اړخه په هېواد کې له دريېم لوی قوم څخه دی. له همدې امله دا هېواد د قبیلوي کرکټرونو د سياسي استعماري شخړې شاهد و. د ياد هېواد ګوندونه قبيلوي دي او په عمومي ډول د خپلو پلويانو ملاتړ له همدې لارې ترلاسه کوي. قومي تړاو د يوه ګوند د غړو ترمنځ اساس دی. کله چې ټاکنې ترسره کېدې، د ټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته لاريونونه کېدل او د قوم په پلوۍ وينې پکې تویېدې. ويليم ريتو چې له کلينجين قبيلې څخه دی؛ په وروستيو ټاکنو کې یې خپل بری اعلان کړ. مخکيني ولسمشر، ډانيل ارپ هم له همدې قبيلې څخه و. ريتو په دې وياړي چې د مخکيني ولسمشر شاګرد او له ۱۹۹۲ کال راهیسې د هغه د ګوند غړی دی.

۳- د ټاکنو رسمي پايلې اعلان شوې چې ريتو يې په لږ توپير سره ۵۰.۵٪ رايي ګټلي وې. په داسې حال کې چې اوډينګا ۴۸.۸٪ رايي خپلې کړې وې. د يادونې وړ ده چې د ټاکنو لوی کميسيون کې اختلاف شته. د ټاکنو د کميسيون مشر وفولا چيبوکتي وويل: «موږ د کينيايانو لپاره ازاد، عادلانه او باوري ټاکنې ډاډمنوو او دا يوه اسانه لار نه ده»، په داسې حال کې چې د نوموړي مرستيال جوليانا چيرا وويل، «موږ هغه پايلې نه شو منلی چې وروسته به اعلان شي؛ ځکه د عمومي ټاکنو د وروستي پړاو ماهيت تت و» (بي بي سي، ۱۵/۸/۲۰۲۲). د ټاکنو د کميسيون له اوو څخه څلورو غړو د ټاکنو پايلې ونه منلې او د فساد ادعاوې يې وکړې. د پايلو په اعتراض کې لاریونونه وشول. اوډينګا وويل: «د شک د لرې کولو په موخه، غواړم تکرار کړم چې موږ هغه پايلې چې پرون د چيبوکتي له لوري اعلان شوې، په بشپړه توګه ردوو.» (انادولو، ۱۶/۸/۲۰۲۲). نوموړي سترې محکمې ته رسمي شکايت وکړ. د امريکايي خبري اژانس، اسوشيټيد پرېس د خبر له مخې «اوډينګا نن سهار، د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۲۲مه خپلې اعتراض‌پاڼې سترې محکمې ته وړاندې کړې، چې د قانون له مخې بايد په ۱۴ ورځو کې ځواب شي». که محکمه ياد وړانديز ومني، د قانون له مخې به په ۶۰ ورځو کې ټاکنې بيا ځلې وشي او د اپوزیسیون د غلي کولو لپاره د دې احتمال شته؛ ځکه د دواړو ګوندونو ترمنځ تفاوت ډېر کم دی او د ټاکنو کمېسیون وېشل شوی دی؛ د دې لپاره تاوتريخوالی او ګډوډي هم نه رامنځته کېږي. دویم پړاو ته د ټاکنو تګ اپوزيسيون ته د ګټلو يوه هيله ورکوي؛ يا دا چې د دواړو ګوندونو ترمنځ اوډينګا ته صدر اعظمۍ ورکولو پر سر جوړجاړی وشي.

۴- له معمول سره سم، بایلونکی اپوزيسيون ادعا کوي چې په ټاکنو کې لاسوهنه شوې؛ په ځانګړي ډول په کینیا کې چې اپوزيسيون امريکايي پلوی وي او ګټوونکی برېتانوي پلوی وي. په نورو هيوادونو کې چې د امريکا مزدوران واکمن وي، خبره برعکس وي. ځکه هره ډله غواړي له هرې ممکنې لارې ګټوونکې شي او د خپلې واکمنۍ پر وخت خپل نفوذ وکاروي. په ۲۰۰۷ ټاکنو کې هر لوري د ټاکنو د ګټلو ادعاوې کولې. د دواړو لورو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې چې په ترڅ کې یې وينه توی شوه؛ ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او د قبيلوي بريدونو له امله سلګونو زره خلک له خپلو مېنو بې ځايه شول. په اوسنۍ سناريو کې برېتانيې د اپوزيسيون د غلي کولو لپاره له چالاکۍ کار واخيست. بريتانيې داسې لومه په پام کې لرله: اوډينګا دې صدر اعظم شي، کيباکي دې د دولت رییس وي او ټول واک دې ورسره وي؛ د لومړي وزير د صلاحيتونو پر وړاندې به خنډونه راولاړېږي. خو کينياتا چې د ۲۰۱۳ ټاکنې وګټلې، د صدر اعظمۍ مقام يې منحل او ټول واک يې ځان ته محدود کړ.

د ۲۰۱۷م کال په ټاکنو کې، اپوزيسيون په ټاکنو کې د فساد اعاوې کولې او له سترې محکمې څخه يې د ټاکنو د بياځلي ترسره کولو غوښتنه کوله. ټاکنې د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر کې بیا وشوې، اپوزيسيون تحريم کړې او کينياتا او مرستيال يې، ويليم ريتو ګټوونکي اعلان شول. دې ته په کتو سره، د امريکا ولسمشر، بارک اوباما هغه وخت منځګړيتوب وکړ؛ ځکه هغه هم کينيايي اصلیت لري! نوموړي د ارامۍ او د ټاکنو د پايلو د منلو غوښتنه وکړه، ځکه هغه پوهېده چې که ټاکنې بیا وشي نو د برېتانيې مزدوران يې ګټي. ځکه چې دوی هغه وخت هم دولت اداره کاوه. اوباما د کينيا له واکمنانو وغوښتل چې خبره یې ومني او پر کینیا د امریکا نفوذ زیات شي. دغه راز یې له فشارونو کار واخيست چې د کينيا راتلونکي واکمنان د امریکا مزدوران وي. برېتانيې په دوامداره توګه په کينيا کې د خپل له ګواښ سره مخ نفوذ ساتلو په موخه سياسي لوبې کوي. د برېتانيې مزدور کينياتا د امريکا له مزدور، اوډينګا سره د دوستۍ لوبه پيل کړه او له بل لوري يې ريتو پرېښود چې ټاکنې وګټي.

۵- دا پنځم ځل دی چې ريلا اوډينګا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ځان نوماندوي، مبارزه کوي او ټاکنې بايلي. نوموړی مخکې څلور ځله په ۱۹۹۷، ۲۰۰۷، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کې نوماند و؛ خو د انګليس مزدوران چې د کينيا د سياسي صحنې واک ورسره دی، نوموړي ته اجازه نه ورکوي چې ټاکنې وګټي. نوموړي هيله لرله چې د اوهورو کينياتا ځاینایستی شي، ځکه هغه دوې دورې بشپړي کړې وې او د اساسي قانون له مخې یې درېيم ځل ځان نه شوی نوماندولای. اوډينګا او صالح کينياتا د ۲۰۱۸م کال د مارچ په ۹مه، د خپلو پلويانو تر څو مياشتیني خونړي تاوتريخوالي وروسته ايتلاف وکړ. ځکه مخکې اوډينګا د کينياتا بری په رسميت نه پېژانده او ځان يې د کينيا ولسمشر اعلان کړی و. دواړو لورو د لاس په ورکولو اختلافونه ختم کړل کينياتا يې د ولسمشر په توګه په رسيمت وپېژانده. اوډينګا ځکه کينياتا وستايه چې په وينا يې «نوموړی يو هېوادپال شخص دی او د پخلاينې لپاره يې لاره هواره کړه». ځينو فکر کاوه چې هغوی يوې موافقې ته رسېدلي دي چې په ترڅ کې به یې اوډينګا د کينياتا ځایناستی شي، يا په بل عبارت اوډينګا د بريتانيې مزدور شوی دی! خو کينياتا او د بريتانيې نور مزدوران په رامنځته شوې پخلاينه نه تېر وځي، بلکې ګټه ترې اخلي. کينياتا د ټاکنيز کمپاین په ترڅ کې يوه لوبه وکړه چې ځان د اوډينګا ملاتړی وښيي. نوموړي وویل: «ريتو حق نه لري او بايد په هېواد کې لوړ مقام ترلاسه نه کړي». ريتو یې په ځواب کې وویل چې کينياتا غواړي اوډينګا يې ځایناستی شي؛ ځکه هغه يو مزدور ولسمشر غواړي. (بي بي سي، ۱۶/۸/۲۰۲۲).

۶- د ريتو ګوند په ۲۰۱۲ کې تر توافق وروسته د کينياتا له ګوند سره يوځای شو. واکمن ګوند، جوبيلي د ۲۰۱۶م کال د سپټمبر په ۸مه له ۱۱ نورو ګوندونو سره د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې برخه واخيسته او مشري یې کينياتا کوله. دا ایتلاف په ۲۰۱۳م کال کې په ټاکنو کې د کینیاتا د ملاتړ لپاره جوړ شوی و. ريتو په دواړو دورو کې متحد او مرستيال و او نوموړی د انګليس د پخواني مزدور، دنيېال ارف مای ملاتړی و. نوموړي ځوانان د هغه د ملاتړ لپاره هڅول، نو ځکه يې د پخواني ولسمشر دنيېال ارف مای ملاتړ راخپل کړ او په حکومتي اډانه کې يې لوړو بستونو ته ترفيع وکړه. نوموړي په دې ډول د کورنيو چارو، کرهڼې او لوړو زده کړو وزير په توګه کار کړی. دی او کينياتا د جرمونو نړيوالې محکمې له لوري په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په جرمونو متهم شوي وو، خو د اروپا تنظيموونکې محکمې له لوري دواړه مبرا شول. کينياتا په ۲۰۱۴ او ريتو په ۲۰۱۶ کې، د ۲۰۱۷ ټاکنو کې نوماند کېدو په موخه د محکمې له لوري برائت واخيست او په ټاکنو کې یې بريا ترلاسه کړه. کينياتا ولسمشر او ريتو يې مرستيال شو. له همدې امله ريتو د انګليس له متعهدو مزدورانو څخه دی، د تړون له مخې، نوموړی په اسانۍ سره له واکه نه شي ليرې کېدای او د امريکا مزدور اوډينګا يې نه شي ځایناستی کېدی؛ دا د انګليس چالاکي ښيي!

۷- کينياتا په ۲۶-۲۹/۷/۲۰۲۱ نېټه برېتانيې ته لاړ او د دغه هېواد له لومړي وزير، بوريس جانسن سره يې وکتل. ده وویل چې د لیدنې موخه یې د «کينيا او بريتانيې ترمنځ د سټراټيژيک مشارکت پياوړتيا ده». دواړو لورو د نوې دفاعي همکارۍ تړون لاسليک کړ. نوموړي اعلان وکړ چې د تړون موخه «د دواړو هيوادونو ترمنځ په ختيځه افريقا کې د ګډو امنيتي ګواښونو پر وړاندې د همکارۍ پياوړتيا ده.» (بي بي سي). کينياتا چې امریکا ته لاړ، هلته پرې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو او فساد کې د ښکېلتيا تورونه ولګيدل او د ده په اړه پندروما اسناد افشا شول؛ په داسې حال کې چې برېتانيې ته د سفر پر وخت هېڅ کوم تور پرې ونه لګېد؛ دا ځکه چې دی د برېتانيې وفادار مزدور دی! د يادونې وړ ده چې برېتانيه په کينيا کې د يوه تړون له مخې دوې نظامي اډې لري، چې يوه يې د کينيا پلازمېنې نايروبي ته څېرمه پرته ده او دنده يې په کينيا کې د بريتانيې نفوذ ساتلو په موخه د کينيا له سياسي ثبات سره مرسته کول دي او د دغه نفوذ ساتلو په موخه د يادې اډې پوځيان تل د تیارۍ په حال کې وي. بله اډه يې د کينيا په شمال کې پرته ده چې دنده يې د بريتانوي ځواکونو روزنه ده چې په صحرايي او نيمه صحرايي سيمو کې یې جګړې ته چمتو کړي. بريتانوي ځواکونو په يو داسې سيمه کې په ریښتینو وسلو ریښتیې جګړې ته ورته پوځي مانورونه ترسره کړل چې په خپل هېواد کې یې د پوځیانو لخوا کارېدونکې سیمې څلور برابره ده. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې جنګېدونکو برېتانیوي سرتېرو ته په همدغه اډه کې روزنه ورکول کېده. د بريتانوي اډو د شتون له امله، امريکا کينيا ته ارزښت ورکوي او هڅه کوي چې دا اډې بندي کړي.

۸- داسې ښکاري چې بريتانيې له کينياتا څخه غوښتي چې امريکا ته د دې لپاره يو سفر وکړي چې له اوډينګا سره خپله پخلاينه تاييد کړي، ترڅو امريکا په راتلونکو ټاکنو کې تحريموونکي اقدامات ونه کړي.

له همدې امله، د پلان له مخې کينياتا له بريتانيې څخه تر ليدنې دوې مياشتې وروسته امريکا ته لاړ. په ۱۴/۱۰/۲۰۲۱ نېټه د امريکا ولسمشر، جو بايډن د کينيا له ولسمشر، اوهورو کينياتا سره وکتل. نوموړی لومړنی افريقايي ولسمشر و چې له سپينې ماڼۍ يې ليدنه وکړه. د سپينې ماڼې وياندې جن ساکي وويل چې دواړه ولسمشران به «د امريکا-کينيا د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او اړتيا په موخه په کورني او بهرني مالي سيستم کې روڼتيا او حساب ورکونه رامنځته کړي».

نړيوالو څېړونکو ژورنالستانو د «پندورا په اسنادو» د کينياتا نوم ذکر کړی دی، چې پکې راغلي دي چې کينياتا د فساد پر وړاندې مبارزه کې خپله ژمنتيا نه ده ښودلې. دی او د کورنۍ شپږ غړي یې په پټه د ۱۱ کارخونو څښتنان دي؛ يو یې ان د ۳۰ مېليونو ډالرو ونډه پکې لري. د دې معلوماتو په ځواب کې جن ساکي زياته کړه، «ولسمشر په پراخه کچه په نړيوال مالي سيستم کې دغه بې نظمۍ (د پېسو ناوړه کارونه) غندي. د دې مانا دا ده چې موږ به له هغو خلکو سره نه کېنو چې له موږ سره توافق نه لري. يو شمېر مسايل شته چې موږ يې د کار کولو په تړاو لېواله یو او هغه به د دوو ولسمشرانو ترمنځ اصلي هدف وي. دواړه ولسمشران به له ډيموکراسۍ او بشري حقوقو څخه د دفاع، د سولې او امنيت ټینګښت، اقتصادي ودې غوړېدو او اقليمي بدلون پر هڅو باندې متمرکز وي» (فرانس پرېس، ۱۴/۱۰/۲۰۲۱). امريکا پر کينياتا له فشارونو څخه کار اخلي چې نوموړی د اوډينګا له نوماندۍ ملاتړ وکړي؛ نوموړي همداسې وکړل او ظاهراً ښکاري چې هغه د اوډينګا پلوی دی، خو دغه ملاتړ جدي نه دی، له منافقته ډک دی او موخه یې دا ده چې خپله رسوايي پټه کړي او امريکا يې پر وړاندې پاروونکي اقدامات ونه کړي او بدنام نه شي. د نوموړي لپاره ستونزمنه ده چې د درېيم ځل لپاره په ټاکنو کې نوماند شي. امريکا له دې خبرې سره خپل مخالفت وښود ... د امريکا بهرنيو چارو وزير، انتوني بلينکين په ۱۷/۱۱/۲۰۲۱ نېټه د افريقا د سفر په ترڅ کې کينيا، نايجريا او سينګال ته په اووه ورځني سفر لاړ. نوموړي د نايجريا په پلازمېنه کې وويل: «حکومتونه لږ راڼه دي. موږ په افريقا کې دغه شی وينو، مشران خپلې ټاکنيزي دورې له پامه غورځوي، په ټاکنو کې لاسوهنه کېږي يا يې ځنډوي، د قدرت لاسته راوړلو او ساتلو په موخه له ټولنيزو شيکايتونو څخه په خپله ګټه کار اخلي، مخالفې څېرې نیسي، رسنۍ ځپي او امنيتي ځواکونو ته امر کوي چې د کرونا ناروغۍ محدوديتونه په زور او جبر پلي کړي. (شرق الاوسط، ۲۱/۱۱/۲۰۲۱)

په ورته وخت کې، د کينياتا ګوند د ريتو د ملاتړ په موخه لاريونونه کول، د ګوند دننه د برېتانيې مزدوران په لوبه پوهېدل او پر مخالفت سربېره يې بیا هم ريتو وټاکه.

۹- په افريقا کې د کينيا او سينګال په ګډون - چې د اروپا تر اغېز لاندې دي- ګڼ هېوادونه هڅه کوي چې د امريکا پر وړاندې له چين سره اړيکې پياوړي کړي. چين غواړي هلته خپل نفوذ پراخ کړي. سينګال چې د فرانسې تر نفوذ لاندې دی، له چين سره خپلې اړيکې پياوړي کوي. دا هېواد په ۲۹-۳۰/۱۱/۲۰۲۱ نېټه د چين-افريقا د همکارۍ غونډې کوربه و. د سينګال د بهرنيو چارو مرستیال وزير وويل: «موږ غښتلې ديپلوماسي لرو چې هېڅوک نه شو ترې بهر کولی». په داسې حال کې چې د بريتانيې او فرانسې په پرتله د امريکا نفوذ محدود دی، دا هېواد هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو خپل نفوذ زیات کړي او هڅه کوي چې د چين له اقتصادي نفوذ سره سيالي وکړي؛ هغه اقتصادي نفوذ چې په مټ يې برېتانيا او فرانسه غواړي په افريقا کې خپل مزدوران ځواکمن کړي. په دې وروستيو کې، د چين بهرنيو چارو وزير، وانګ يي په ۶/۱/۲۰۲۲ نېټه کينيا ته لاړ او هلته یې له ولسمشر کينياتا سره وکتل. کينياتا وويل: «چين يوازې د کينيا ريښتنی ملګری نه، بلکې د نیږدې همکارۍ يو پرمختللی همکار دی... د کينيا پراختيايي لاسته راوړنې به د چين له پياوړي ملاتړ پرته نه وای ترلاسه شوې... کينيا کلک هوډ لري چې د عامه پرمختګ په موخه له چين سره دوه اړخيزه سوداګريزه همکاري لا زياته کړي.» د چين د بهرنيو چارو وزير، وانګ يي وويل: «چين کلک هوډ لري چې له کينيا سره هر اړخيزه همکاري پياوړې کړي، ترڅو کينيا په نړيوالو او ګډ مليتي چارو کې خپلې انکشافي وړتياوې لوړې کړي، صنعت پراخ کړي او پيوستون او همږغۍ ته وده ورکړي». وانګ د «افريقا لپاره سوله‌ايز پراختايي پلان» وړاندې کړ. کينياتا وويل چې دا پلان د افريقايي هيوادونو مهمې اړتياوې پوره کوي او نوموړي په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. (شينهوا، ۶/۱/۲۰۲۲). امريکا چې په افريقا کې د اروپا د اغېز د له منځه وړلو او همدا رنګه د چين مخ پر زياتېدونکي ځواک محدودولو په موخه کار کوي، پورتنیو خبرو نهيلې کړې ده.

۱۰- په پايله کې ويلای شو: په کينيا کې د برېتانيې نفوذ ډېر دی او ګڼ شمېر سياسي لوبغاړي يې مزدوران دي. برېتانيا ده چې دا کسان اړتیا ته په کتو سره یو ځای کوي یا یې بېلوي. که د بريتانيې د مزدورانو او د امريکا د مزدورانو ترمنځ د تړون  اړتيا وي، نو کله چې يې مزدوران قدرت ته رسېږي بيا واک د امريکا له مزدورانو سره شريکوي، په دې صورت کې هغه خپلو مزدورانو ته لارښوونه کوي چې د امريکا له مزدورانو سره يو ځای شي او په دې برخه کې تړون ورسره وکړي. که هغه (بريتانيا) د دې توان لري چې خپل مزدور، ريتو واک ته ورسوي او اپوزيسيون غلی کړي، نو له خپلو مزدورانو څخه د واک شريکولو غوښتنه نه کوي؛ ځکه مزدوران د هغې په ولکه کې دي او  د امریکا د مزدورانو پشان يوازې صلاحيت غواړي. دا په هر هېواد کې د مزدورانو فطرت دی. امريکا به ياد هېواد پرې نه ږدي او هڅه به وکړي چې په کینیا کې خپل نفوذ پياوړی کړي. دوی په کينيا او نورو افريقايي هيوادونو کې د وینې تویېدنې، ګډوډۍ او ناارامۍ په اړه اندېښنه نه لري؛ له بېلا بېلو لارو کار اخلي، هغه که اقتصادي وي او که سياسي، امنيتي يا پوځي. امریکا هڅه کوي چې په دوو برخو کې؛ امنيتي پانګونې او د پوځ او امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د مرستې تر نامه لاندې مزدوران پيدا کړي. وروسته کار کوي او کودتاوو لپاره چمتووالی نيسي؛ لکه په مالي کې یې چې وکړه. يا لکه په چاد کې یې چې خلک پاڅون ته وهڅول او د دې پاڅون په پايله کې د فرانسې مزدور، ادرس ديبي ومړ.

ځکه نو ياد هيوادونه او ډېری اسلامي هيوادونه د امريکا، بريتانيې او فرانسې له لوري د نړيوالو شخړو په ډګر اوښتي دي. د کينيا لپاره هيڅ هيله نشته چې له هغه استعماري شخړې څخه چې د ياد هيواد د وروسته پاتې والي لامل شوې ده، ځان وژغوري او یو شتمن هېواد دې شي. دا کار یوازې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر منهج د خلافت له بیا تاسیس کولو سره کېدای شي. رسول الله صلی الله عليه وسلم یې د بیا تاسیس کېدو په اړه زېری راکوي چې:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي» [احمد]

 

د مطلب ادامه...

حزب التحریر- ولایه ترکيه «موږ ختیځ ترکستان یوازې نه پرېږدو» تر عنوان لاندې لاریون وکړ

  • خپور شوی په سیاسي

د چین وحشي رژیم په ختیځ ترکستان کې د لسیزو راپدېخوا اشغال شوي ترکستان کې له ځنډ پرته خپلو وژنو او وحشت ته دوام ورکوي. د چین حکومت میلیونونه اېغوري مسلمانان هغوی ته د زده کړو ورکولو په بهانه په کمپونو کې بندیان کړي او پر وړاندې یې له شکنجو څخه د وسلو په توګه ګټه اخلي او غواړي چې د ختیځ ترکستان مسلمانان له خپل اسلامي هویت څخه واړوي.

د مسلمانانو د اوسنیو واکمنانو چوپ پاتې کېدل او حتی د ځینو بشپړ ملاتړ د دې لامل شوی چې د مسلمانانو پر وړاندې د ظالمو کمونستانو تېری نور هم ډېر شي. د چین ظالم حکومت د ساري ناروغۍ په پلمه د اېغور د مسلمانانو پر وړاندې ستر بشري جنایتونه ترسره کوي.

په ختیځ ترکستان او په ځانګړي ډول «غلجه» ښار کې اېغوریان په میاشتو میاشتو د تړلو دروازو تر شاه په خپلو کورنو کې بندیان شوي دي. هغه ویډیو چې له یادې سیمې خپره شوې، ښيي چې ډېری هغه مسلمانان چې د خپلو لومړنیو اړتیاو په ځانګړي ډول خوراکي توکو او درملو د تر لاسه کولو اجازه نه لري، له سختې لوږې سره مخ دي. همدارنګه ځینې نور هغه کمزوري اېغوري ماشومان چې د ډوډۍ له کمښت سره مخ دي، په خپلو کورونو کې مړه کېږي.

حزب التحریر-ولایه ترکيه د استانبول او انقرې په ښارونو کې د محمد الفاتح او حاجي بایرام مسجدونو مخې ته دوه لاریونونه ترسره کړل، ترڅو د چین د ظالم حکومت د جرمونو پر وړاندې په ختیځ ترکستان کې د خپلو مسلمانو وروڼو ننګه او ملاتړ وکړي. د یادو لاریونونو بله موخه د ترکیې او په ځانګړي ډول د نورو اسلامي هېوادونو پر واکمنانو باندې غږ کول و، ترڅو د اېغور د مسلمانانو پر وړاندې پر روان ظلم خپله چوپتیا ماته او د ختیځ ترکستان له مسلمانانو څخه ملاتړ اعلان کړي.

د مطلب ادامه...

د مسلمانانو یو شمېر دروغجن، مزدور، منافق او خاین حاکمان د خلافت له ړنګونکې برېتانیا سره د ملکې پر مړینه غم شریکي کوي

د ۱۹۲۲ کال د نومبر په ۲۰مه نېټه د برېتانيا د بهرنیو چارو وزیر جورج کرزن د لوزان په کنفرانس کې د ترکیې د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو لپاره خپل هېواد ته څلور شرطونه چې د خلافت بشپړ له منځه وړل، د خلیفه شړل، د هغه د شتمنۍ تصرف او د سیکولر دولت اعلان وو، وټاکل. دا هغه مهم شرطونه دي، چې تر اوسه د کافر اشغالګر غرب له لوري په اسلامي خاورو کې د هر ډول حکومتي نظام د په رسمیت پېژندلو لپاره پلي کيږي. له بل لوري په اسلامي خاورو داسې غلام چارواکي حاکم دي، چې هر کله غرب د دغو خاورو د لاندې کولو لپاره ګام پورته کوي، نو دوی ورته له ورایه دروازې پرانیزي او هر کله چې مسلمانان د غرب پر وړاندې ودریږي، نو د همدغو حاکمانو لخوا د پوځي زور په مټ له منځه وړل کیږي.
همدا لامل دی چې مسلمانو حاکمانو د دویمې ملکې الیزابت پر مړینه خواشیني وښوده! دغو حاکمانو ملکه په داسې بېلابېلو صفتونو لکه محترمه، رهبره او د درناوي وړ یاده کړه، چې ګوندې مور یې ده او دوی یې زېږولي دي! تر دې پورې چې ځینو د هغې مړینه لوی ماتم وباله او پر ویر یې خپل بیرغونه نیمه ځوړندکړل. دا په داسې حال کې دي چې پخواني لومړي وزیر بوریس جانسون د انګلستان په ولسي جرګه کې د ملکې د ویر په غونډه کې دا یادونه وکړه چې ده او ملکې په ۲۰۱۲ کال کې څه ډول انګلستان ته د نږدې یو عرب حاکم پر حماقت ملنډې ووهلې، چې په مجلس کې ناست ټول کسان يې وخندول.
اې مسلمانانو! دا حاکمان نه رهبران دي او نه کوم صلاحیت لري، بلکې یوازې هغه بې وجدانه غلامان دي، چې د غربي کافر اشغالګر له خوا ټاکل شوي دي. دوی هغه کورني موږک ته ورته دي، چې د خپل بادار په جیب کې ویده وي او د خپل بې غیرته وجدان په تله کې ورته له حکومتولۍ څخه موخه د غرب له ګټو څخه د اسلامي خاورو قرباني کول ښکاري او هغه وخت چې مسلمانان ژوند ته د اسلام د بیا راګرځولو هڅه وکړي، نو هغوی یې له منځه وړي. تر هغه به زموږ له خاورو څخه د استعمار لاسونه لنډ نه شي، چې خلافت نه وي راګرځېدلی. هغه وخت حاکمیت پر تاسو پورې تړل کیږي، د اسلام دین خپل شان او شوکت ترلاسه کوي او ستاسو خاورې به خوندي کړي. دا چاره په دې پورې تړلې ده، چې د قدرت څښتنان په ځانګړي ډول لښکرې د خلافت د بیا تأسیس دعوت ته پرېکنده ځواب ووایي. په همدې خاطر باید دوی غلامو حاکمانو ته له خدمت کولو څخه لرې او د خلافت بیا تأسیس ته یې اړباسي، ځکه دوی په هېواد کې د حکومت اصلي ستنې دي.
اې د قدرت او نصرت څښتنانو! د انګلیستان نوي پادشاه خپل تاج او تخت ته په پام سره لوړه وکړه، چې د دین د ساتونکي په توګه د مسیحي پروټستانټ دین ساتنې ته ژمن دی، خو تاسو د هغو حاکمانو پر وړاندې چې په ښکاره توګه یې ثابته کړې، چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې په جګړه کې له غرب سره همکارۍ ته ژمن دي، غلي یاست؟ په دې اړه ستاسو دریځ څه دی؟ د دغو خاینانو په له منځه وړلو، د اسلام د دین په ساتنه، د هغه د حاکمیت په خوندیتوب او د مسلمانانو د چارو او ګټو په سمبالولو کې د ځنډ لپاره کومه بهانه لرئ؟
ایا د دې په تمه یاست چې الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه غوره خلک ستاسو ځایناستي کړي!؟ په دې صورت کې به مو خپل عمر د څو تنو مزدر او غلام حاکمانو لپاره د الله او د هغه د رسول پر وړاندې په جګړه کې تېر کړی وي!
الله سبحانه وتعالی فرمایي:


﴿وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُم﴾
[محمد:٣٨]
ژباړه: او که تاسو مخ وګرځوئ، نو الله سبحانه وتعالی به بله ډله ستاسو پر ځای وټاکي او دوی به ستاسو په څېر نه وي.
انجنیر صلاح الدین عضاضه
د حزب‌التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

د مطلب ادامه...

په دنیا کې داسې اوسه لکه نااشنا يا لاروی چې يې

عَنْ مُجَاهِدٍ عَنْ ابْنِ عُمَرَ قَالَ أَخَذَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِبَعْضِ جَسَدِي فَقَالَ "كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ وَعُدَّ نَفْسَكَ فِي أَهْلِ الْقُبُورِ" فَقَالَ لِي ابْنُ عُمَرَ إِذَا أَصْبَحْتَ فَلَا تُحَدِّثْ نَفْسَكَ بِالْمَسَاءِ وَإِذَا أَمْسَيْتَ فَلَا تُحَدِّثْ نَفْسَكَ بِالصَّبَاحِ وَخُذْ مِنْ صِحَّتِكَ قَبْلَ سَقَمِكَ وَمِنْ حَيَاتِكَ قَبْلَ مَوْتِكَ فَإِنَّكَ لَا تَدْرِي يَا عَبْدَ اللَّهِ مَا اسْمُكَ غَدًا (رواه الترمذي)
مجاهد له ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت کوي، چې هغه وويل: رسول الله صلی‌الله علیه وسلم مې د بدن یوه برخه ونیوله او ویې فرمایل: «په دنیا کې داسې اوسه لکه نااشنا (نابلده) یا په لاره تېرېدونکی (مسافر) او خپل ځان په مړو کې حساب کړه.» مجاهد وايي چې ابن عمر راته وویل؛ که درباندې سهار شو، د ماښام په اړه فکر مه کوه او که درباندې ماښام شو، د سهار په اړه چورت مه وهه. له روغتیا څخه دې تر ناروغۍ او له ژوند څخه دې تر مرګ مخکې ګټه واخله، ځکه اې د الله بنده! ته نه پوهېږې چې سبا به دې نوم څه وي؟ (مړ که ژوندی، يا نېکمرغه که بدمرغه)

دغه حدیث موږ دنيا ته له ميلان او په هغې پورې له زړه تړلو وېروي. باید تل په یاد ولرو چې په دنیا کې زموږ حال هغه غلام ته ورته دی چې بادار یې د یوې اړتیا لپاره بل وطن لېږي، هغه د پردي وطن په هېڅ شي پورې زړه نه تړي، بلکې خپل بادار او اصلي ځای ته د بېرته راګرځېدو په لټه کې وي.
نو په دنیا کې زموږ پاتې کېدل که اوږده هم وي، سرنوشت یې زوال دی او موږ با الاخره د رحمن ذات پر وړاندې درېږو او هغه به راڅخه پوښتنه کوي چې په دغه سفر کې مو څه تقدیم کړي دي...
یا الله په دې دنیا کې زموږ ژوند ستا له طاعته ډک کړې او موږ جنت ته بوځه آمین آمین.

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر د شبابو پر وړاندې له بې عدالتۍ ډکې سزاګانې ترهګري او ظلم دی Featured

  • خپور شوی په اردن

د تجدید نظر محکمې د دولتي امنیتي محکمې هغه پرېکړه تایید کړه چې د حزب التحریر دوه کسان یې په نوموړي حزب کې د غړیتوب او د رژیم پر وړاندې د تحریک په تور هر یو په څلور کاله زندان محکوم کړی وو، د دوی په کورونو کې یې د حزب نشراتي پاڼې او کتابونو ترلاسه کړي وو. غواړو په دې اړه وضاحت ورکړو:
د یو سیاسي حزب په توګه د حزب التحریر تاسیس د اسلامي ژوند د بیا احیاء لپاره یو شرعي مکلفیت دی چې الله تعالی پرې امر کړی دی. د اردن د نظام او محکمو په قوانینو کې هېڅ داسې ټکی نشته، ځکه چې اساساً د باطل پر بنسټ ولاړ دي. سربېره پر دې، حزب التحریر د سیاسي او فکري مبارزې لپاره دعوت کوي او هېڅ ډول مادي کړنو لکه وسلوالو فعالیتونو کې یې ګډون نه دی کړی. د خلافت دولت یوازې په اردن پورې نه، بلکې ټولو اسلامي خاورو پورې اړه لري. اردن خپله ادعا کوي چې د حزب التحریر دعوت د دوی حاکم نظام کمزوری کوي، په داسې حال کې چې حزب په ښکاره توګه په ډېری اسلامي خاورو کې سیاسي فعالیت کوي او هغه رژيمونه یې د خپلې واکمنۍ د کمزوري کولو پروړاندې خنډ نه ګڼي؟!
د حزب التحریر پر شبابو د زندان دغه ظالمانه سزا، یوازې په دې دلیل چې په یو سیاسي حزب پورې تړاو لري او د اسلام پر اساس د ژوند د بیا احیاء غوښتنه کوي، د دولت د امنیتي محکمې له لوري یو ترهګریز عمل دی او د هغو کسانو ځپل دي چې د امت د ژغورلو لپاره سیاسي مبارزه کوي، تر څو د ښکېلاکګرو له سیاسي او اقتصادي واکمنۍ څخه ځان خلاص کړي. همدا رژیم د عصري کولو او سیاسي تعدیلاتو ادعا کوي چې غواړي سیاسي احزاب رامنځ ته کړي، خو په عمل کې دروغ وايي. لکه څنګه چې موږ په تېرو ویناوو کې وویل، هغه احزاب چې رژيم یې غواړي باید د دوی له سیاسي پرېکړو سره موافق وي، ترڅو خپل هېواد او خلک ذلیل کړي او هېواد یې د ښکېلاکګرو په واک کې ورکړي. خپل هېواد یې ښکېلاکګرو کفارو ته د پوځي اډې په وړاندیز سره خلاص کړ او اردو یې د دوی په چوپړ کې ورکړه.
اې مسلمانانو:
د اسلامي ژوند د بیا احیاء او د خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره کار نه یوازې پر حزب التحریر، بلکې پر تاسو ټولو کفايي فرض دی. دا کار د خلافت تر تاسيس پورې ستاسو پر غاړه فرض پاتې دی او د حزب التحرير د شبابو پر وړاندې دغه ناحقه او تبعيضي احکام د اسلام لپاره د مبارزې د بندولو يوه برخه ده، چې هڅه کوي ستاسو په زړونو کې وېره واچوي او پر دې لویه لاره ستاسو د تګ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، چې د الله سبحانه وتعالی له لوري پر موږ وضع شوې ده.
حزب التحریر له ۱۹۵۳م کال راهیسي د اسلامي ژوند د بیا احیاء لپاره کار کوي او پر امت غږ کوي چې خلافت بیا تاسیس کړي. حزب التحرير یو سیاسي حزب دی چې اصل یې اسلام دی او کړنې یې ټولو ته ښکاره دي، چې په څلوېښتو هېوادونو کې حضور لري او د هغو قاضیانو له نیولو، ظلم او غیر عادلانه حکمونو څخه وېره نه لري، چې خپل اخروي ژوند یې پلورلی دی. د دوی د واکمنانو نړۍ کمزوري او لړزانده رژيمونه لري چې د الله سبحانه و تعالی له بلنې او د احکامو له پلي کولو یې زړونه لړزېږي.


[...وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ]
ژباړه: «...الله تعالی په خپله چاره کې غالب او برلاسی دی، خو ډېری خلک نه پوهېږي» [یوسف: ۲۱]
د حزب التحریرـ ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

جهاد او صدقات

عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال‏:‏ ‏"‏ليأتين على الناس زمان يطوف الرجل فيه بالصدقة من الذهب، فلا يجد أحداً يأخذها منه، ويرى الرجل الواحد يتبعه أربعون امرأة يلذن به من قلة الرجال وكثرة النساء‏"‏ ‏‏رواه مسلم‏.‏‏

ژباړه: له ابوموسی اشعري رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: «پر خلکو به خامخا داسې وخت راشي چې يو سړی به د سرو زرو له زکات سره ګرځي راګرځي، خو داسې څوک به نه شي موندلی چې له ده څخه زکات واخلي او په دغه وخت کې به د سړيو د کمښت او ښځو د ډېروالي له امله څلوېښت ښځې په يوه سړي پسې وي او پر هغه به يې تکيه کړې وي.»

دا حديث موږ ته د داسې څه په اړه معلومات راکوي چې تر اوسه نه دې پېښ شوي او زموږ په وخت کې نه دي راغلي. دا پر دې د لالت کوي چې وختونه بدلېږي او تغير پکې راځي. پر موږ او بشريت به داسې وخت راشي چې خلک به پکې ډېر شتمن وي او زکاتونه به دومره ډېر وي چې داسې څوک به نه پيدا کېږي چې وړ يې وي او وايې خلي. پر دې سربېره دا حديث پر دې هم دلالت کوي چې د دغه امت شتمني چې کفارو او د هغوی ملاتړو او مزدورانو ترې اخيستې، بېرته به امت ته راوګرځي، تر دې چې د شتمنۍ له امله او د اسلام تر حاکميت لاندې د عزتمن ژوند له امله به داسې څوک نه پیدا کېږي چې کوم څه ته اړ وي، ان داسې حالت به راشي چې اواز کوونکی به اواز کوي چې ايا څوک شته چې زکات غواړي؟ نو هېڅوک به ځواب نه ورکوي، ځکه هېڅوک به ورته اړ نه وي.
يو بل شی چې د دې زېری ورکوي چې اسلام به حاکميت تر لاسه کړي، هغه د سرو زرو يادونه ده، ځکه د اسلام مالي نظام يوازينی نظام دی چې په راکړه ورکړه کې پر سرو او سپينو زرو ولاړ دی او له څه وخته چې پر سرو او سپينو زرو تکيه پرېښودل شوې، اقتصاد فاسد شوی دی.
دغه راز په حديث کې بله نکته دا ده چې موږ ته د الله تعالی په لار کې د جهاد او قتال او فتوحاتو زېری راکوي؛ هغه څه چې نږدې يوه پېړۍ ترې بې برخې يو. دا نکته د حديث په دې توصيف کې ده چې ښځې به سړي نه شي موندلی. دا له دې امله چې سړي به ډېر وژل کېږي، نه دا چې ګوندې ښځې به زياتې وي، ځکه دلته د سړيو کمښت د جهاد او قتال په سبب رامنځته کېږي چې په دغه وخت کې به ډېر زور واخلي.
دا پېښې تر اوسه نه دي رامنځته شوې، خو ان‌شاء الله په نږدې راتلونکې کې پېښېدونکې دي او موږ هيله لرو چې موږ به هم په دغه زمانه کې يو. ګڼ شمېر شواهد شته چې د دغه وخت پر نږدېوالي دلالت کوي چې د اسلام اقتصادي نظام به پکې راوګرځي او د اسلام د نشر لپاره به ځوانان د جهاد لپاره بيړه کوي.
پر دغه اساس د شک کوونکو او هغو کسانو لپاره چې په زړونو کې يې کمزوري ده، هېڅ مجال نه شته چې له دغو حتمي پېښېدونکو حقايقو څخه انکار وکړي. کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوې معينې پېښې او وخت صفت بيانوي، دا په دې معنا ده چې دغه حالت به ژر راڅرګند شي.
څرنګه چې الله سبحانه و تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په دې توګه صبر ورکاوه چې هغه او امت به يې لوړ مقام، عزت او لوړوالي ته ورسېږي، دلته رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته د عزت او لوړ مقام زېری راکوي. نو کوم څه پر موږ لازم دي، دا دي چې د رسول الله د لارې پيروي وکړو، تر څو امن او سلامتۍ ته ورسېږو او له ګناهونو خلاصون ومومو.
اې الله! له تا څخه غواړو چې موږ دغې زمانې ته ورسوه چې زړونه به پکې يخ شي، چارې به خپل اصلي حالت ته راوګرځي او ټولې ځمکې او بنده ګانو ته به خير ورسېږي. اللهم آمين.

د مطلب ادامه...

د لوڼو ساتنه او پالنه

  • خپور شوی په مقالې

عن عائشة رضي الله عنها، قالت: "دخلتْ امرأةٌ معها ابنتانِ لها تسأَل، فلم تجدْ عندي شيئًا غيرَ تمرةٍ، فأَعطيتُهَا إيَّاها، فَقَسَمَتْهَا بينَ ابنتيْها ولم تأكُلْ منها، ثم قامتْ فخرجتْ، فدخلَ النبيُّ، صلى الله عليه وسلم، علينا فأخبرته، فقال: "من ابْتُلِي من هذهِ البناتِ بشيٍء كُنَّ لهُ سِترًا من النار" رواه البخاري.

ژباړه: له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، هغه وايي: «يوه ښځه چې دوې لوڼې يې ورسره وې او سوال يې کاوه (زما کور ته) راغله. له ما سره له يوې خرما پرته بل څه نه وو، نو هغه مې ورکړه، هغه يې پر دواړو لوڼو ووېشله او خپله يې څه ترې ونه خوړل، بيا پاڅېده او لاړه. کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی، له دې پېښې مې خبر کړ، نو ويې فرمايل: «څوک چې په لوڼو ابتلاء شي (او له هغوی سره ښه وکړي) نو لوڼې به يې د ده لپاره اور ته د تګ څخه مانع وي.»
 
 په پورته حديث کې د «من ابْتُلِي من هذهِ البناتِ بشيٍء» په مفهوم کې اختلاف دی، چې ايا پخپله د لوڼو شتون د ابتلاء لامل دی او که هغه کارونه چې له لوڼو څخه کېږي او والدين پرې ابتلاء کېږي.
کېدای شي په دغه ځای کې د ابتلاء موخه ازمايښت وي، يعنې که څوک پر لوڼو باندې و ازمويل شي، نو کتل کېږي چې څه ورسره کوي، ښه که بد.  
نووي رحمه الله وايي: دلته د لوڼو لپاره ځکه د ابتلاء لفظ کارول شوی، چې خلک لوڼې نه خوښوي، نو شريعت د خلکو دا کار ناوړه ګڼي، د لوڼو پايښت او د هغوی د وژلو ترک ته يې هڅوي او څوک چې له لوڼو سره نېکي کوي او صبر ورباندې کوي، د هغوی لپاره يې ثواب او غوره بدل ذکر کړی دی.
  
په دې حديث کې د لوڼو د حق پر رعايت او د هغوی پر پالنه او ساتنه ټینګار شوی، ځکه دوی کمزورې دي او د کمزورۍ له امله نه شي کولی چې پخپله د خپلو مصالحو لپاره ګام پورته کړي. د نارينه‌وو برعکس، ځکه هغوی په بدني لحاظ پياوړي دي او په ډېری حالاتو کې د دې وړتيا لري چې خپلې چارې پخپله سمبال کړي.
 
اسلام راغلی، ترڅو د ښځې ساتنه وکړي او د ژوند په هره مرحله کې يې رعايت وکړي، نو اسلام امر کوي چې د هغې رعايت او ساتنه وشي، نفقه ورکړل شي، د خپلوۍ اړېکه ورسره وپالل شي او نېکي ورسره وشي. ښځه لور ده، خور ده، مور ده، ترور ده، انا ده...
نو د الله تعالی د دغه لوی فضل شکر اداء کوو او د هغه حمد وايو.

د مطلب ادامه...

اې اردوغانه! ايا له قران او سنتو پرته اسلام شته؟

خبر
ولسمشر رجب طیب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند په غوڼده کې وویل: «له الله، محمد او علي پرته علوېزم نشته» (علویان یوه مذهبي ډله ده چې په ترکیه او سوریه کې پلویان لري). او هغه ډلې چې د ګمراه کوونکو تبلغاتو پر اساس رامنځته شوې وي، د انسانیت تمه نه ترې کیږي» (یني شفق ورځپاڼه، ۲۰۲۲م کال، د سپټمبر ۳مه)
تبصره
اردوغان چې په ۲۰۰۲ کال کې واک ته رسېدلی؛ تر اوسه یې د قران او سنتو پراساس حکومت نه دی کړی او له اسلام او مسلمانۍ څخه یو صوفیانه او عرفاني درک لري. نوموړی د اقتصاد، ادارې، ښوونې، روزنې او د ټولنیز ژوند په نورو برخو کې د ترکیې پر خلکو د پانګوالۍ ایډیولوژۍ پر بنسټ حکومت کوي او اسلام او مسلماني یې یوازې تر عبادت او اخلاقو پورې محدوده کړې ده. په بل عبارت؛ د اردوغان په اند، اسلام یو عرفاني او تصوفي دین دی چې د خالق او بنده ترمنځ اړیکه تنظیموي او د انسانانو تر منځ پر اړیکو هېڅ نفوذ نه لري. دی که څه هم دا خبرې په خوله نه کوي، خو کړنې یې همدا ثابتوي.
موږ پوښتو چې: «که له الله، محمد او علي پرته علوېزم نه وي» نو ایا له قران او سنتو پرته اسلام شته؟ ایا اسلام دا دی چې اقتصاد، اداره، سیاست، بهرنی سیاست، قوانین او نظامونه له لوېدیځ څخه راغلې پانګوالۍ ايډیولوژۍ څخه واخلې او عبادت له قران او سنتو څخه؟ ایا اسلام دې ته وايي چې پانګوال سیکولر افکار ومنئ، ویې لېږدوئ، پلي يې کړئ او په څنګ کې ورسره یو څه اسلامي احساسات ولرئ؟
اسلام د یهودیت او مسیحیت په څېر نه دی، ځکه چې دا دواړه دینونه د ژوند د ټولو چارو د تنظیم لپاره قانون او مقررات نه لري؛ یوازې تر معنويت پورې محدود دی. اسلام داسې دین نه دی. اسلام د پانګوالۍ او کمونیزم په څېر یوه ايډیولوژي ده او له عبادت څخه نیولې تر اقتصاد، ادارې، زدکړې او بهرني سیاست پورې د ژوند د ټولو چارو لپاره مقررات لري. لنډه دا چې اسلام یو سیاسي دین دی. که چېرته موږ هم د عیسویت په څېر اسلام يوازې تر معنوي اړخ پورې محدود کړو او سیاسي برخه ترې لرې کړو؛ نو دا په دې معنی ده چې موږ د کفارو ګټې خوندي کوو، د دوی غلامي کوو او غلام يې پاتې کېږو. اسلام خالص عرفاني او تصوفي فکر نه دی، بلکې تر دې ډېر لوړ دی. له اسلام څخه دا ډول درک استعمارګر کافر غرب د مسلمانانو په مغزو کې پیچکاري کړی او د دې لپاره چې خپله سلطه او واکمني وساتي، پر مسلمانانو یې خپل ګوډاګیان حاکم کړي. الله سبحانه وتعالې د دغه ډول خلکو په اړه فرمایي.

(اَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍۚ)
ژباړه: «ایا تاسو د دغه كتاب پر ځينو برخو (حكمونو) ايمان راوړئ او پر ځينو يې كافر كېږئ؟» [بقره: ۸۵]

د دې ایت مطابق؛ ایا د اسلامي نړۍ اوسني سیاستوال چې د عبادت په برخه کې د قران او سنتو مطابق عمل کوي، خو د اقتصاد، ادارې او جزایي نظام په برخو کې د قرآن پرځای د پانګوالې ايډیولوژۍ پیروي کوي او غرب یې د قبلې په توګه منلی؛ د الله سبحانه وتعالې له ځینو آیتونو څخه انکار نه کوي؟ که څه هم دوی د مسلمانانو د عامه فکر له وېرې له دغو ایتونو په ژبه انکار نه کوي، خو عملونه او کړنې یې هر څه ښيي.
په قرآن او سنتو کې د پېرلو، سوداګرۍ، بهرني سیاست، عقوباتو، ټولنیز نظام او همدارنګه د عبادت په اړه احکام راغلي. په داسې حال کې چې په ترکیه کې په پراخه کچه سودي معاملې کېږي؛ په اسلام کې سود په صریح نص سره حرام شوی. اردوغان وایي چې پر الله باور او توکل لري، خو پر هغه څه حکم نه کوي چې الله سبحانه وتعالې نازل کړي. مذهبي ځوانانو ته وایي چې شراب حرام دي، خو تر واکمنۍ لاندې یې د شرابو فابریکو ته اجازه ورکوي او د تولید مخنیوی یې نه کوي. په حقیقت کې دا ټول تبلیغات یوازې د عامه افکارو د غولولو لپاره کوي. له دغه ډول شعارونو څخه د سیاسي ګټې او استثمار لپاره کار اخلي او د پانګوالۍ ایډیولوژۍ او غرب غلامي کوي.
د مسلمان خبره او عمل یو شی وي. خو که موږ په خپلو هیوادونو کې د غرب او پانګوالۍ د غلامو حکامو خبرو او عملونو ته وګورو، ډېر توپیر پکې وینو. د دې غوره بېلګې لکه پورته چې یادې شوې؛ سود، شراب او ... دي. پیغمبر صلی الله علیه وسلام د دغو کسانو په اړه فرمایي:


«يقرأون القرآن لا يجاوز حناجرهم»
ژباړه: «دوی قران لولي؛ خو له مرۍ نه یې نه ښکته کېږي.» (ترمذي)

د حزب التحریر مرکزي‌ مطبوعاتي دفتر ته
اېرجان تېکینباش
ژباړه: محمد هارون رؤفي

 

د مطلب ادامه...

د هند هندوتوا رژیم د مسلمانانو قاتلان او پر هغوی جنسي تیری کوونکي وبښل Featured

 

د هند حکومت د اګسټ په ۱۵مه، په ګوجرات ایالت کې ۱۱ تنه هغه هندوان ازاد کړل چې په ۲۰۰۲م کال کې  د دولت له لوري د مسلمانانو نسل وژنې په ترڅ کې پر یوې مسلمانې ښځې، بلقیس بانو د ډله ییز جنسي تېري او د هغې د درې کلنې لور په ګډون د هغې د کورنۍ د څو غړو د وژلو په جرم په عمري بند محکوم شوي وو. بلقیس د پنځو میاشتو امېندواره وه چې دغو کسانو برید پرې وکړ؛ لور یې د دې په مخ کې پر سر په ډبره وویشته او ځای پرځای یې ووژله. دا تېری کوونکي له ازادېدو وروسته د بلقیس د اوسني استوګنځي نیږدې کلیو ته راغلل او د ازادۍ په خوښۍ کې یې خواږه ووېشل؛ د بلقیس بانو د ژوند او د هغې د کورنۍ د خوندیتوب وېره پر ځای پاتې شوه.  

د ګوجرات حکومت چې د لومړي وزیر نریندرا مودي هندو ملتپاله او مسلمان ضد (BJP) ګوند له لوري رهبري کېږي، دا کسان یې د هند د خپلواکۍ د ۷۵مې کلیزې په مناسبت ازاد کړل؛ دا په داسې حال کې ده چې مودي د همدې خپلواکۍ لمانځلو په غونډه کې له هندیانو وغوښتل چې د ښځو کرامت ته درناوی وکړي. په دې ورځ د هندو جنسي تېری کوونکو ازادول ښیي چې د هند دولت له لوري مسلمانې ښځې له خوندیتوب څخه مستثنی دي او د همدې حکومت تر چتر لاندې د مسلمانانو د قاتلانو او پر دوی د تېري کوونکو بښل د هند د مسلمانانو راتلونکی دی. په حقیقت کې، د هندوانو بېلابېلو مذهبي مشرانو او د هندوتوا مشرانو په عامه توګه د مسلمانانو پر وړاندې د نسل وژنې غږ پورته کړی دی. د روان کال په اپرېل کې، په اتراپردېش ایالت د خیراباد سیمې د یوه جومات په مخ کې د خبرو پر مهال د هندوانو یوه مشر پر مسلمانو ښځو د جنسي تېري او د هغوی د اختطاف ګواښ وکړ.

دا د هندوتوا انصاف دی، چې د مسلمانانو قاتلانو او پر هغوی جنسي تېری کوونکو ته ازادي ډالۍ کوي او هغو کسانو ته په ښکاره د تفرقې او تاوتریخوالي زیاتولو اجازه ورکوي چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې کرکه خپروي. نن ورځ، په هند کې مسلمانې ښځې او نجونې د دوی پر ځان او عزت د برید په وېره کې ژوند کوي، ځکه دوی پوهېږي چې د دې جرمونو ترسره کوونکو ته د اتلانو په سترګه کتل کېږي؛ هېڅ داسې اداره نشته چې له دوی څخه دفاع وکړي او د اسلام دښمنان د هغوی د وحشتناکو جنایتونو له امله د عدالت مېز ته راکش کړي. سربېره پر دې، غربي دولتونه چې په ډېره چالاکۍ په اسلامي احکامو او شریعت پورې درواغ تړي، اسلام پر ښځو په ظلم او د هغوی د حقونو په تر پښو لاندې کولو تورنوي؛ د مالي ګټو لپاره په ښکاره د مودي او د هغه رژيم ته غېږه پرانېزي او د بلقيس په څېر ښځو پر وړاندې د عدالت پلي کولو په اړه چوپه خوله دي. له دې څخه ښکاري چې د مسلمانو ښځو د هوساینې په اړه دوی هېڅ اندیښنه نه لري او د ښځو د حقونو ټولې خبرې یوازې یوه وسیله ده چې د مسلمانو ټولنو په منځ کې د دوی د سیکولار، اسلام ضد اجنډا د دود کولو لپاره کار ترې اخیستل کېږي.

اسلام ته د مسلمانې ښځې د عزت ارزښت، بې مثاله دی. د دې ارزښت لپاره زموږ ګران رسول صلی الله علیه وسلم یوه یهودي قبیله- بنو قینقاع چې په مدینه کې یې د یوې مسلمانې سپکاوی کړی و- له مدینې څخه وشړله. د دې ارزښت لپاره د خلافت تر چتر لاندې مسلمانو مشرانو جګړې کولې او د دغه ارزښت د ساتنې او دفاع لپار یې هېوادونه فتح کول؛ په ۸مه پېړۍ کې خلیفه ولید بن عبدالملک د مسلمان جنرال، محمد بن قاسم په مشرۍ یو لوی لښکر جوړ کړ چې د هند د ظالم هندو پاچا، راجا دایر له لوري زنداني شوې ښځې وژغوري. په نهمه پېړۍ کې خلیفه معتصم باالله د ترکیې عموریې ښار ته یو لوی لښکر واستاوه، چې د رومیانو لخوا د یوې نیول شوې او ځورول شوې مسلمانې ښځې غچ واخلي. په حقيقت کې د دې امت د ميندو او لوڼو لپاره عدالت، خوندیتوب او پالنه د نبوت پر منهج د راشده خلافت دولت له راګرځېدو پرته هېڅکله نه رامنځته کېږي. خلافت په ریښتيني ډول د دوی د ګټو او دين دفاع کوي، هوساینې ته یې پام کوي او عدالت ورته ټينګوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْؤُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: «امام (خلیفه) ساتونکی دی او د خپل رعیت مسؤلیت لري»

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریرـ ښځو برخې د مطبوعاتي دفتر مشره

 

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې