هجری قمری نېټه : 22 محرم 1447
میلادی نېټه : پنج شنبه, 17 جولای 2025 م
مطبوعاتي دفتر
له څو ورځو خونړیو او سختو جګړو وروسته، چې په ترڅ کې یې زموږ سلګونه وروڼه شهیدان شول، د چهارشنبې په ورځ، د سوریې د دفاع وزارت ناڅاپي، حیرانوونکی او د تمې خلاف، له سویداء ښار څخه د سوریې د پوځ د شاتګ اعلان وکړ. دغه اقدام وروسته له هغه وشو، چې امریکا د دولتي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه او د یهودي رژیم الوتکو هم چهارشنبه، د ۲۰۲۵م کال، د جولای په ۱۶مه، پر دمشق سخت هوايي بریدونه وکړل. دغه بریدونو د لوی درستیز، د دفاع وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا سیمې په نښه کړې؛ په داسې حال کې چې له دې وړاندې هم د دمشق، درعا او سویداء شاوخوا ګڼې سیمې هدف ګرځېدلې وې، په کوم ځای کې چې د پوځ او عامه امنیتي ځواکونو کتارونه د سویداء پر لور روان وو. دغو بریدونو ګڼ شمېر کسان شهیدان او ټپیان کړل.
نن چې انقلاب له خورا ستونزمنو او برخلیک ټاکونکو شرایطو سره مخ دی او د تښتېدلي جنایتکار بشار پر وړاندې له بریا وروسته، لازمه ده چې له ځان سره رښتیني محاسبه وکړو او پر تېر شوي مسیر زړوره بیاکتنه وکړو؛ ځکه د هغو تېروتنو تکرار، چې د انقلاب هیبت یې کمزوری کړ او هغه سترې لاسته راوړنې یې له منځه یووړې، چې مجاهدینو د خپلو وینو په بیه ترلاسه کړې وې، اړینه ده چې انقلابي مسیر سم او د الله سبحانه وتعالی شریعت ته بېرته راستانه شو.
د «لاړ شئ، تاسو ازاد شوي یئ!» تر شعار لاندې د عمومي عفوې اعلان یوه خطرناکه د عطف نقطه وه؛ ځکه دغه پرېکړه نه د انقلاب له اهل سره له سلا مشورې وروسته وشوه او نه هم د هغو مجاهدینو نظر پکې په پام کې ونیول شو چې ځمکه یې فتح کړې وه او سترې قربانۍ یې ورکړې وې. دغه کار د جګړې د پای ته رسولو فرصت له لاسه ورکړ او د ګډوډۍ دروازې یې خلاصې کړې. دا یواځې د امتیاز ورکولو د لړۍ پیل و، چې تر ټولو لوی امتیاز یې دا و، چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت د نه تطبیق له لارې د هغه سبحانه وتعالی قهر راوپارول شو او دا هر څه د امریکا او غرب له ویرې ترسره شول؛ په داسې حال کې چې دغه ځواکونه د انقلاب له پیله تر اوسه د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او د شام د انقلاب دښمنان پاتې شوي دي.
د ساحل په پېښو کې د مجاهدینو له خوا د امن د پراخېدو مخنیوی یو لوی خیانت و، چې نورو ته یې دا لاره پرانیستله، تر څو پراخ شي او پر مجاهدینو جسارت وکړي. همداراز د دروزیانو له دوسیو سره کمزوری او سرسري چلند د نوې رهبرۍ له خوا یو خطرناک سطحیتوب څرګند کړ؛ ځکه هلته د ادارې استازی وشړل شو، د نړیوال ملاتړ غوښتنه وشوه او له یهودي رژیم سره اړیکه ونیول شوه، چې له شک پرته دا یو ښکاره خیانت دی.
د دغو پېښو پر وړاندې غبرګونونه ډېر کمزوري او مایوسوونکي وو، چې ان داسې تعبیر شول لکه د هغو خواوو پر وړاندې تسلیمېدل، چې تر ټولو لږه خبره یې دا ده، چې د یهودي رژیم سره په اړیکو او همغږۍ کې د لوی خیانت مرتکب شوي دي.
سیاسي خپلواک تصمیم نهلرل او سیاسي پرېکړې د امریکا د لارښوونو، پلانونو او ګټو تابع کول، د دې لامل شول چې نوې اداره ونه شي کولای د حاکمیت او خپلواکۍ اړوند مهمو مسایلو کې قاطع او برخلیک ټاکونکي پرېکړې وکړي. دغه حالت د ساحل د پاتې جنګیالیو له جګړو وروسته او په ښکاره ډول د دروزیانو د دوسیو په مدیریت کې څرګند شو؛ هغه څه چې مجاهدین یې یوازې پرېښودل او د دوی قربانۍ یې له خپلو هدفونو وړاندې هدر شوې.
باید په یقین سره وپوهېږو، چې د نړیوالو د دوکې منل او د امریکا د ژمنو باور په دنیا او آخرت کې موږ ته یوازې ښکاره زیانونه راوړي، او دا دی، چې اوس موږ د یهودو لپاره یو اسانه ښکار ګرځېدلي یو، څو زموږ سلګونه مجاهد وروڼه ووژني، حال دا چې موږ لا هم «د ځواب حق» خوندي ساتلی دی! د سویداء شاوخوا صحرايي او بانډهچيان قبایل، له وسلهوال کېدو وروسته، د غچاخیستنې پر وړاندې بېملاتړه پرېښودل شول.
زموږ عقیدې له یهودي رژیم سره د اړیکو ډول روښانه کړی؛ هغه رژیم چې زموږ مقدسات یې غصب کړي او زموږ پر خلکو یې په غزه او ټول فلسطین کې وحشیانه جنایتونه کړي دي. دغه اړیکه د بقا جګړه ده او دا جګړه د امت د صادقو زامنو او یهودو تر منځ حتمي ده. نو له هغوی سره عادي اړیکې، یا داسې تړونونه چې د مسلمانانو د خاورو، ان د یوې ذرې پر وړاندې د هغوی سیادت ومني، هیڅکله جایز نه دي.
له یهودي رژیم سره جګړه حتمي ده او په دې کې ځنډ کول یوازې د لا زیاتو تلفاتو او امکاناتو ضایع سبب کېږي. له همدې امله، باید ځانونه ورته چمتو کړو او په هره مانا ځانونه مجهز کړو.
د بریا پر لور لومړی ګام، له شک پرته د امریکا یا نورو د رضایت لپاره نه، بلکې د الله سبحانه وتعالی د رضا او نصرت لپاره د شریعت د پليکولو ریښتینې ژمنتیا اعلانول دي. پرته له دې، موږ هیڅکله نه شو راپورته کېدای او زموږ د خاورو لپاره به نه امنیت وي، نه ثابت حاکمیت. باید د انقلاب پر ولسي بنسټونو او د هغوی پر صادقو کسانو تکیه وکړو، ځکه د سختیو او ستونزو پر مهال د الله سبحانه وتعالی تر تکیې وروسته، هغوی زموږ اصلي تکیهګاه دي.
﴿وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ، قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً﴾ [طلاق: ۳]
ژباړه: «څوک چې پر الله تعالی توکل وکړي، د هغه لپاره الله کافي دی. الله تعالی د خپل کار پوره کوونکی دی. په یقيني توګه، الله تعالی د هر شي لپاره یوه اندازه ټاکلې ده.»
د حزب التحريرـ ولایه سوريه مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د محرم ۲۲مه
۲۰۲۵م کال، د جولای ۱۷مه
د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/ ۰۲
ژباړن: اسرار تکل