زموږ وسله وال ځواکونه له مخلصو، زړورو او وړ سرتېرو څخه ډک دي. له دوی هر یو سره وګورئ، چې د غزې د ملاتړ لپاره د بسيج پر وړاندې ټول خنډونه له منځه یوسي!
- خپور شوی په پاکستان
(ژباړه)
د جګړې شغلو اسمانونه رڼا کړي او موضوع لکه شپه او ورځ روښانه ده. د غزې او فلسطین د مسلمانانو ملاتړ تر هغه وخت پورې نه شي کېدی چې څو د مسلمانو پوځونو د جنګ ماشین په حرکت رانه شي. زموږ وسله وال ځواکونه له دغې وړتیا برخمن دي. نو اې مسلمانانو، ولې موږ له هغو افسرانو سره چې شخصاً یې پېژنو، نه وینو او له هر یوه سره یې خبرې نه کوو؟ ولې موږ د دغو افسرانو خپلوانو ته نه ورځو او له هغوی څخه نه غواړو چې ژر اقدام وکړي؟ امت باید له خپلو پوځونو څخه وغواړي چې هر هغه دیوال او هر خنډ له منځه یوسي چې د دوی او د یهودي اشغال د له منځه وړلو تر منځ واقع دی.
دغه پوځي افسران نه په تیاره ځنګلونو کې ژوند کوي او نه د لوړو غرونو په څوکو کې. دوی زموږ په منځ کې، زموږ په ټولنه کې او زموږ په کورونو، کورنیو او ټولنو کې اوسېږي. هغوی هم زموږ په څېر اسلامي احساسات لري. هغوی هم دغه درد احساسوي، ښايي ان له موږ څخه زیات. په دوی کې داسې اتلان شته چې د دغې جګړې حالت بدلولی شي. په دوی کې د علي، خالد بن ولید او صلاح الدین زامن شته. په دوی کې د سعد بن معاذ او اسید بن حضیر رضی الله تعالی عنهم د فکر خلک شته.
نو ایا موږ خپلې ټولې هڅې کړي دي، چې له وسله والو ځواکونو سره اړیکې ونیسو؟ ایا موږ خپله پوره هڅه کړې چې افسرانو ته ورشو؟ ایا موږ هغوی ته د ثواب تر لاسه کولو لپاره ویلي او یا مو هغوی ته د غفلت د ګناه احساس ورکړی؟ ایا الله سبحانه و تعالی به له موږ څخه پوښتنه ونه کړي چې تاسو خو پوهېدئ چې د پوځونو د بسیج اړتیا ده نو تاسو ولې ګامونه نه پورته کول؟ ایا موږ هر هغه پوځي افسر ته چې پېژنو یې، ورغلي یو چې شرعي مکلفیت یې ورورسوو؟ یا په کور ناست وو او داسې مو انګېرله چې له مخلصو افسرانو سره لیدنې ته اړتیا نه لرو او اړ نه یو چې د بسیج کېدو غوښتنه ترې وکړو؟ ایا موږ پخپله پرېکړه وکړه چې بایکاټ کافي دی، په داسې حال کې چې بایکاټ د غزې د خلکو له سره بم څه چې یوه مرمۍ هم نه کوي؟
که څه هم د اسلامي نړۍ د ډېری بنسټونو مشري د غرب د لاسپوڅو او اجنټانو په لاس کې ده، د دغو ټولو بنسټونو دننه د امت مخلص زامن شته. دا مخلص زامن د سیاست جوړونې او ستراتیژیکې قوماندې له لارې د دغو استازو له خوا مهار کېږي. د غزې په حالت کې، امت ته داسې پوځي قوماندانان پکار دي چې د رهبرۍ خنډونه، استعماري ملي پولې او هغه امریکایي نړیوال نظم رد کړي چې پر دوی ولاړ دی.
هغوی به له یهودو سره جګړه وکړي او دغه قضیه به خپلې حتمي پایلې ته ورسوي. په حقیقت کې یهودي دولت ان د مسلمانانو د یوه پوځ پر وړاندې د درېدو وړتیا هم نه لري؛ ان د یوه پوځ یوه برخه هم دوی ته لوی خطر دی.
موږ د یوه امت په توګه باید په بشپړه توګه ځواب ورکړو؛ زموږ جنګي کښتۍ د دوی پر وړاندې، زموږ ټانګونه د دوی د ټانګونو پر وړاندې، زموږ جنګي الوتکې د دوی د جنګي الوتکو پر وړاندې او زموږ پوځونه د دوی د پوځونو پر وړاندې. د یهودي دولت پای حتمي دی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم له یهودو سره د جګړې زېری ورکړی دی. وروسته له دې چې د جګړې پیل وشي، له جګړې څخه شاتګ حرام دی. نو څوک به د نهی عن المنکر مکلیفت ترسره کړي؟ څوک به زموږ پوځونه د غزې د ملاتړ لپاره بسیج کېدو ته راوبولي؟
اې علماوو، د دعوت فعالانو، خبریالانو، ټلویزیوني ویاندویانو، پوډکاسټرانو، ښوونکو، وکیلانو، د سوداګرۍ خونو استازو، بانفوذه خلکو او په ټوله کې مسلمانانو! د جګړې لمبې بلې شوې او د نړۍ کفار زموږ پر وړاندې سره یو موټی شوي. خو د مسلمانانو حکامو د غزې د ملاتړ لپاره د پوځونو له بسیج کولو څخه انکار کړی دی. پر ځای یې دوی په ښکاره توګه د کفر او کفارو ملاتړ کوي. نو موږ باید راوړاندې شو او له خپلو پوځونو څخه وغواړو چې دغه حکام له خې لرې کړي. موږ باید له خپلو وسله والو ځواکونو څخه وغواړو چې د نصرت له لارې د خلافت د تاسیس لپاره د حزب التحریر ملاتړ وکړي؛ هغه خلافت چې د مظلومانو چیغو ته به ځواب ووايي، ټولې اشغال شوې خاورې به ازادې کړي او د ټولو دښمنانو زړونه به له وېرې ولړزوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
«أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤُمِنِينَ * قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ» [توبه: ۱۳-۱۴]
ژباړه: «ایا له هغوی (دښمنانو) وېرېږئ او جګړې ته نه وردانګئ؟ اړتیا ده چې له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شئ او د الله سبحانه وتعالی له نافرمانۍ څخه ډډه وکړئ، که په رښتیا ایمان لرئ او رښتیني مومنان یاست. له دوی سره وجنګېږئ، چې الله ستاسې په لاسونو عذاب ورکړي او رسوا يې کړي او تاسې پرې بريالي کړي او (په دې جګړې) د مومنانو زړونه يخ کړي.»
د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۶هـ.ق کال، د جمادي الاول ۱۱مه
۲۰۲۴م کال، د نومبر ۱۳مه
ژباړن: اسرار تکل