جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سعودي-ايران پخلاینه
بسم الله الرحمن الرحيم
د سعودي-ايران پخلاینه

د پوښتنې ځواب

(ژباړه)

پوښتنه:

د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۰مه، د سعودي او ايران د اړيکو بيا پيلولو او په دوو مياشتو کې د خپلو سفارتونو پرانيستلو په تړاو د سعودي، ايران او چين ګډه اعلاميه خپره شوه. د دغه تړون د تاييد لپاره د سعودي پاچا د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۹مه، د ايران ولسمشر ته بلنه ورکړه چې سعودي ته سفر وکړي. دغه خبرې اترې د چين په کوربه‌توب او ملاتړ ترسره شوې. په دې تړاو د امريکا دریځ مثبت و او د مذاکراتو هرکلی يې وکړ. بلخوا يهودي ادارې د یادو مذاکراتو په تړاو غوسه څرګنده کړه. ولې چين ياد رول لوبوي، څوک يې هڅوي او په دې تړاو د پام وړ ټکي څه دي؟ ولې امريکا پخپله دغه رول ونه لوباوه؛ ايا دا د امريکا د ګټو پر ضد او که د امريکا د ګټو لپاره دی؟ ولې يهودي اداره له دغه تړون څخه ځورېږي؟ جزاک الله خیرا. 

ځواب:

د ځواب روښانه کولو لپاره دغه موضوعات څېړو:

۱- د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۰مه، د سعودي خبري اژانس (SPA) د سعودي او ايران ترمنځ ګډه اعلاميه خپره کړه؛ په یاده اعلامیه کې ويل شوي وو: «دواړو لورو هوکړه کړې چې په دوو میاشتو کې ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیلوي او سفارتونه او استازولۍ بیا پرانیزي». هغوی هوکړه کړې چې «د دولتونو حاکميت ته درناوی کوي، يو د بل په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، د ۲۰۰۱ کال د امنيتي همکارۍ تړون را ژوندی کوي او د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، ټېکنالوژۍ، ساينس، کلتور، سپورټ او ځوانانو په برخه کې د ۱۹۸۸ د عمومي همکارۍ تړون فعالوي. په دغه تړون کې د سعودي او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته شامله ده چې له مخې يې يادې چارې ترسره کېږي، سفيران تبادله کېږي او د دواړو لورو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا پر لارو چارو بحث کېږي».  

ياده اعلاميه همدارنګه صراحت لري چې «سعودي عربستان او ايران په ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو کې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو کوربه توب په تړاو له عراق او عمان څخه مننه کوي». د دې لپاره چې دغه تړون پياوړی او مستند کړي، د ايران د ولسمشر سياسي مرستيال محمد جمشيدي د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۹مه پر خپله ټويټر پاڼه، ابراهيم رييسي ته د سعودي د پاچا ليک خپور کړ... په ليک کې راغلي چې د سعودي پاچا د دوو وړونو هيوادونو ترمنځ د تړون هرکلی کوي او نوموړي ته بلنه ورکوي چې ریاض ته سفر وکړي». د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين عبدالهيان وويل، «د تېرو لسو ورځو په ترڅ کې، موږ د سويس هيواد له لارې پيغامونه تبادله کړل؛ يو پيغام دا و چې ايران د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه يوې ناستې ته چمتو دی او د دغې ناستې لپاره يې درې ځايونه وړانديز کړي». ده تړون ته د رسېدو لارې ته په اشارې وويل، «تهران او رياض پینځه پړاوه خبرې د عراق په پلازمېنه، بغداد او درې پړاوه خبرې د عمان په پلازمېنه، مسقط کې کړې دي». وروسته د چین ولسمشر پرېکړه وکړه چې د يوه پلان له مخې ياده پروسه مخ ته يوسي او پايله يې موږ وينو. له نوموړي څخه د يمن په تړاو پوښتنه وشوه، هغه وويل، «موږ دا د يمن د خلکو موضوع بولو. البته، د ايران او رياض ترمنځ د شوي تړون يوه برخه په سيمه کې سوله ده.» (ايرنا تسنيم خبري اژانس، ۱۹/۳/۲۰۲۳). خو والسټريټ ژورنال د امريکايي او سعودي چارواکو په حواله وويل، «ايران هوکړه کړې چې په يمن کې به خپلو متحدينو، حوثيانو ته د پټو وسلو لېږد بندوي او د چين په منځګړيتوب تړون د يوې برخې په توګه له سعودي سره ډيپلوماټيکې اړيکې بيا ځلي پيلوي» (بي بي سي، ۱۹/۳/۲۰۲۳). د ايران رسمي خبري اژانس (ايرنا) د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۹مه وويل چې، «دغه پخلاینه به په يمن کې اوربند چټک کړي او د ملي ديالوګ په پيل او د ټولګډونه ملي حکومت په تشکیل کې به مرسته وکړي». وروسته د يمن د بهرنيو چارو وزير، احمد عواد بن مبارک وويل، « موږ هيله لرو چې د سعودي او ايران ترمنځ تړون به په سيمه کې د اړيکو يو جدي پړاو رامنځته کړي چې په پايله کې به د سيمې هيوادونو په کورنيو چارو کې د تهران لاسوهنه پای ته ورسوي.» (د يمن بهرنيو چارو وزارت وېبپاڼه، ۱۷/۳/۲۰۲۳). نو دا په ډاګه شوه چې خبرې په ۲۰۲۱ -۲۰۲۲ کلونو کې په عراق او عمان کې بشپړې شوې، خو لاسليک يې د دغو هيوادونو پرځای په بيجينګ کې وشو!

۲- دغه راز، دا ګډه اعلاميه صراحت لري چې د سعودي او ايراني پلاوو ترمنځ بحثونه د مارچ له  ۶مې تر ۱۰مې په بيجينګ کې وشول، «شاهي کورنۍ د چين ولسمشر، ښاغلي شي جين پېنګ د پلان هرکلی کوي. شاهي کورنۍ د ثابتې او دوامدارې تګلارې پر بنسټ؛ د ښه ګاونډيتوب اصول په پام کې نیسي، هر هغه ګام اخلي چې په سيمه او نړۍ کې امنيت او ثبات ته وده ورکوي او د اختلافاتو حلولو لپاره د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ اصولو منلو ته ژمنه ده». چين؛ سعودي او ايران دواړه خپل سوداګريز شريکان ګڼي، له دواړو هيوادونو سره يې هر اړخيز سټراټېژيک شراکت رامنځته کړ، د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې یې له سعودي سره دا ډول يو تړون لاسليک کړ او دغه راز په ۲۰۲۰ کې يې له ايران سره د ۲۵ کلنې سوداګريزې او سټراټېژيکې همکارۍ تړون وکړ.

دې ته په کتو يو څوک داسې انګېرلی شي چې چين پر دواړو هيوادونو نفوذ لري او پر هغوی تړون تپلای شي. خو موضوع داسې نه ده، په منځني ختيځ کې د چين نفوذ او ځواک نشته؛ په دغه سیمه کې مخینه نه لري؛ په نړيوال منځګړيتوب کې يې هم شاليد نه تر سترګو کېږي او په لومړي ځل په منځني ختيځ کې د دوو هيوادونو ترمنځ منځګړيتوب کوي. له دغې بيانيې ښکاري چې سعودي او ايران خپله له چين څخه غوښتي چې د دواړو هيوادونو ترمنځ منځګړيتوب وکړي (د هغوی په دې غوښتنه کې چې اختلافات د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې حلوي)، په یاده بيانيه کې دغه موضوع ښکاره ده! دا خبرې اترې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ۲۰۲۱م کال له اپريل راهيسې، په تېرو دوو کالو کې وده کړې ده. عراق د لومړي وزير، مصطفی الکاظمي په دوره کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د لومړي پړاو خبرو اترو کوربه‌توب کاوه، نوموړي له دواړو لورو سره ښې اړيکې لرلې او د امریکا کس و. وروسته د خبرو اترو نور پړاوونه په عمان کې وشول؛ د دې امکان و چې تړون په عراق يا عمان کې اعلان شي؛ خو دا کار په چین کې وشو!

۳- دا چې تړون ولې په چين کې اعلان شو، داسې ښکاري چې امريکا د فريب له لارې چين ته د پخلاینې بشپړولو رول ورکړ او تړون يې وروسته تر هغه اعلان کړ چې په بغداد او مسقط کې خبرې وشوې؛ د دې لپاره لاندې دلايل شته:

الف: امريکا له ايران سره ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري او همدا رنګه نه غواړي په ډاګه کړي چې ګواکي له ايران سره یې اړيکې ښې دي؛ بلکې غواړي وښي چې دښمني ورسره لري. امريکا د دې په ډاګه کول نه غواړي چې ايران يې پر محور را څرخي او تګلارې يې پلي کوي؛ ايراني چارواکي پخپله هم دا خبره مني.

ب: امريکا غواړي له چين سره د یوه نړيوال اقدام په کولو کې مرسته وکړي ترڅو له دې لارې له هغه لار ورکه کړي او فکر وکړي چې په نړۍ کې ابرځواکه شوی، وروسته يې د ځينو ماموريتونو په سپارلو سره تېرباسي؛ لکه روسيه يې چې د سوريې او نورو مسایلو باندې تېر ايستله.

ج: امريکا چين پوهوي چې که غواړي نړيوال اغېزناک هيواد شي؛ بايد له روسیې سره نه، بلکې له امريکا سره همکاري وکړي. امريکا دا لمڅونه د چين پر وړاندې د يوې وسلې په توګه کاروي، که يې له تګلارو سرغړونه کوي، له نړيوال نفوذ څخه يې بې برخې کوي او په لومه کې یې ښکېلوي؛ لکه روسيه يې چې کړه.

د: امريکا؛ سعودي او ايران وهڅول چې د چين د ملاتړ غوښتنه وکړي او تړون هلته لاسليک شي، ترڅو ښکاره نه شي چې امريکا د تړون په کېدو کې مستقیم رول درلود؛ بلکې غواړي وښيي چې د تړون تر شا چين دی. داسې امریکا په يوه غشي دوه ښکاره ولي چې په لاندې ډول دي:

لومړی: امريکا غواړي هغه پلان شنډ کړي چې يهودي اداره له سعودي سره اړيکې عادي کوي او پر ايران بريد کوي؛ په داسې حال کې چې امريکا د روسيې- اوکراین په جګړه کې بوخته ده، غواړي د امريکايي يهودو ملاتړو ډلو ملاتړ هم له ځان سره ولري.

دوهم: امريکا غواړي وښیي چې چين د دغه تړون ملاتړی دی، نه امريکا. له دې لارې غواړي راتلونکی کال امريکايي يهودي ملاتړې ډلې د بايډن پر وړاندې ونه درېږي؛ په ځانګړي ډول دا چې دغه تړون د يهودي ادارې لپاره يو سخت ګذار دی او هغه يې په غوسه کړې. امريکا غواړي وښیي چې د دغه تړون ترشا د چين لاس دی، نه د امريکا! دا چاره په امريکا کې مېشتو يهودو ته دا دليل ورکوي چې د بايډن پر ضد اغېزناکو  يا لږ تر لږه پيکه  ټاکنيزو اقدماتو ته لار هواره نه کړي.  

۴- داچې يهودي اداره ولې دغه تړون ته اندېښمنه ده؛ دا ځکه چې د هغې پلان يې ور شنډ کړ. کله چې د يهودي ادارې لومړی وزير، نتنياهو ایټالیې ته پر سفر و او له سعودي سره يې د اړيکو عادي کول زیاتول؛ د سعودي-ايران د اړيکو عادي کولو حيران کړ. نتنیاهو هک پک شو او د دغه تړون په تړاو یې اعلاميه ور نه کړای شوه. دا د يهودي ادارې پر مخ يوه کلکه څپېړه ده. د اسرايلو بهرنيو چارو وزير پر تړون له تبصره کولو څخه ډډه وکړه ... يهودي تحليلګران د سعودي-ايران پخلاینه د اسراييلو لپاره يوه څپېړه او ګوزار ګڼي او وایي چې دا د يهودي ادارې او سعودي ترمنځ د اړيکو عادي کولو کې يو خنډ دی او دغه راز اسرایلو ته یو پیغام دی چې پر ايران باندې له بريد څخه پر شا شي.

اسرايلي ورځپاڼو او رسنيو د سعودي-ايران ترمنځ تړون د اسرايلو لپاره يو ګوزار ګڼي او دا د نتنياهو د هغه اعلان په تړاو چې د عادي کولو دایره به پراخوي، يو خنډ دی ... د تړون رسمي اعلان د چين په منځګړيتوب د رياض او تهران ترمنځ د اړيکو بياځلي پيلولو ته لاره هواروي، تر دغه اعلان وړاندې نتنياهو د ايټاليا له پلازمېنې، روم څخه بيانونه خپاره کړل، نوموړي وویل چې د حجاز رېل پټلۍ په بيا جوړېدو به د اردن له لارې د حيفا او سعودي په نښلول کېدو سره د تل ابيب او رياض ترمنځ د اړيکو عادي کولو په تړاو د خپل حکومت د موخو ترلاسه کولو هڅو ته دوام ورکړي. (الجزيره، ۱۳/۳/۲۰۲۳).

د نتنياهو حکومت له سعودي سره د اړيکو عادي کولو په موخه د ايران پر ضد د دښمنۍ پاللو شرط اېښی و، چې له ايران سره ښکېلېږي او پر ايران بريد کوي، خو امريکا دا ټول رد کړل. له يهودي ادارې څخه د امريکايي چارواکو وروستۍ ليدنې په همدې موخه وشوې. د ډيموکراټانو په مشرۍ امريکايي ادارې د نتنياهو حکومت ته د يوه باغي حکومت په سترګه ګوري. نتنياهو له سعودي سره د اړيکو عادي کول د خپل ځان او خپل حکومت لپاره يوه ستره بريا ګڼله؛ ځکه دغه عاي کول به د هغه څه پر وړاندې د سعودي پټه خوله تایید وي چې دوی یې په فلسطین کې او د ایران پر وړاندې کوي. موږ د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۰مه تر «يهودي ادارې څخه د امريکايي جګپوړي نظامي پلاوي ليدنه» سرلیک لاندې پوښتنه او ځواب کې په دې تړاو پوره وضاحت ورکړی.

دغه تړون نتنياهو نا ارامه کړ او د خپلې ادارې لپاره یې یو بد خبر ګڼي [په يهودي پارلمان کې د بهرنيو چارو او امنيتي کمېټې مشر، يولي ايديلسټين وويل: «ايران او سعودي اوسمهال هوکړه کړې چې خپل منځي اړيکې بيا پيلوي او دا چاره د اسرايلو او ټولې ازادې نړۍ لپاره بده ده» (الجزيره، ۱۱/۳/۲۰۲۳)]. نتنياهو پوهېږي چې د دغه تړون تر شا د امريکا لاس دی، نوموړی همدا رنګه پوهېږي چې اداره يې د خلکو له رسۍ (مرستې) پرته دوام نه شي کولی او دا رسۍ په امريکا کې ده، ځکه نو غلی دی!

نوموړي غوښتل چې پر يادو موضوعاتو د بحث لپاره واشنګټن ته يو سفر وکړي، خو سفر یې رد شو! د راپورونو له مخې نتنياهو د امريکا د ولسمشر شاوخوا کسانو باندې فشار راوړ چې سپينې ماڼۍ ته د سفر لاره ورته هواره کړي، خو ولسمشر بايډن يې د سفر مخه ونيوله. نتنياهو پرله پسې واشنګټن ته د سفر غوښتنې وکړې، خو رد شوې. [بينيامين نتنياهو له اوونيو راهيسې هڅې کولې چې واشنګټن ته يو سفر تنظیم کړي ترڅو په سپينه ماڼۍ کې ميلمه شي؛ خو پرله پسې غوښتنې یې رد شوې (المصري اليوم، ۱۵/۳/۲۰۲۳)]. د قضايي تعديلاتو په تړاو د بايډن تر نيوکو وروسته، ان د اسراييلو يوه وزير خپل زغم له لاسه ورکړ او ويې ويل: «موږ د امريکا په بيرغ کې يو بل ستوری نه يو». د نتنياهو دفتر تبصره وکړه: [د اسرايلو د لومړي وزير دفتر راپور ورکړ چې بينيامين نتنياهو د خپل حکومت وزيرانو ته لارښوونه وکړه چې د امريکا ولسمشر بايډن پر هغو بيانونو له تبصرې ډډه وکړي چې د قضايي تعديلاتو د بندېدو غوښتنه یې کړې ... نتنياهو تایید کړه چې له امريکا سره د اسرايلو ايتلاف ټينګ او ثابت دی (الجزيره، ۲۹/۳/۲۰۲۳)].

نو دا روښانه کېږي يهوديان ولې د سعودي-ايران د تړون په تړاو ناخوښه وو او دا چې د بایډن لخوا د نتیاهو د سفر د رد په اړه د یهودي ادارې د چوپتیا سبب څه دی.

۵- امريکا د ياد تړون هرکلی وکړ. د سپينې ماڼۍ وياندې کرين جين پيري وويل: «امريکا له هغو راپورونو خبره ده چې ايران او سعودي ډيپلوماټيکې اړيکې رغولې دي، خو ډېر جزیات یې سعودیانو ته راجع کړل»، په ټوله کې، «موږ د هرې هغې هڅې هرکلی کوو چې په يمن کې جګړه پای ته رسوي او په منځني ختيځ  کې تاوتريخوالی کموي. هغې زياه کړه، له همدې امله، ولسمشر بايډن تېر دوبی د خبرو لپاره سيمې ته سفر وکړ.» «د تاوتريخوالي کموالی، ډيپلوماسي او مخنيوی د هغې پاليسۍ مهم ارکان دي چې ولسمشر بايډن تېره جولای سيمې ته د خپل سفر په ترڅ کې وضع کړې وه. له همدې امله، په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي کموالی يو لومړيتوب دی او نوموړی يې هرکلی کوي» (سي ان ان، ۱۱/۳/۲۰۲۳).

د امريکا د ملي امنيت شورا د اړیکو همغږي کوونکي، جان کربي وويل، «سعودي موږ ته د خپلو خبرو په تړاو معلومات راکړل؛ لکه موږ چې د خپلو تعاملاتو په تړاو هغوی خبر کړل؛ خو موږ مستقيماً په دغو خبرو کې ښکېل نه وو». هغه زياته کړه چې خلک په تړون کې د چين د منځګړيتوب په تړاو بې طرفه دي، په ځانګړي ډول دا چې دغه منځګړيتوب د يوه بحران په هکله دی او دا د واشينګټن له غوښتنې سره، چې ارام منځنی ختيځ غواړي، سم دی. (الخليج انلاين، الجزيره، ۱۱/۳/۲۰۲۳). د دغه امريکايي چارواکي خبره چې ګواکي امريکا په تړون کې رول نه درلود؛ له هغې خبرې سره په ټکر کې وه چې امريکا له سعودي سره په اړیکه کې وه او د وضعيت اراموالي په موخه د چين رول د امريکا له غوښتنې سره سم و! نوموړي غوښتل چې د امريکا رول پټ کړي، خو په متناقضو خبرو کې یې دا رول افشا شو.

د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۴مه، د امريکا د ملي امنيت سلاکار، جک سيليوان ومنله چې (سعوديان «له ايران سره د خبرو او تړون په ترڅ کې» د بايډن له ادارې سره په دوامداره اړیکه کې وو او زياته یې کړه چې  «واشينګټن دغه يوه مثبته هوکړه ګڼي چې له مخې يې په سيمه کې تاوتريخوالی پای ته رسېږي، دا تړون ځکه د چين په منځګړيتوب وشو چې د امريکا-ايران اړيکې په داسې وضعیت کې نه دي چې امريکا ته د شخړې حلولو په موخه د منځګړيتوب اجازه ورکړي» (الخليج انلاین، ۱۶/۳/۲۰۲۳). همدا رنګه، د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۶مه، سعودي العربيه چینل د سعودي چارواکي په حواله وويل: «د سعودي شاهي کورنۍ له ايران سره د تړون تر لاسليکولو وړاندې د امريکا په ګډون خپل متحدين په جريان کې کړي وو». سربېره پردې، الخليج انلاین د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۱۷مه، د امريکايي چارواکو بيانونه خپاره کړل، «د عراقي سياست تر شا مذاکرات ترسره کېږي او امريکا هغه هيواد دی چې رياض يې د تړون د چارو چټکولو ته وهڅاوه».

له شک پرته، ځینې ايراني سياستوال پوره خبر دي او د چارو داسې شنونکي شته چې پر لوبه پوهېږي. د ايران منځني ختيځ وېبپاڼه د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۲۱مه د ايران له فرارو وېبپاڼې نقل قول کوي چې د سياسيي علومو استاد او د بهرنۍ پاليسي په برخه کې متخصص، مهدي مطهر په یوه مرکه کې وويل: «د سعودي او ايران ترمنځ د منځګړيتوب په چوکاټ کې د چين وروستي اقدامات د نړۍ د قدرتونو له ناستې سره تړاو لري ... د يوه تحليلګر په توګه، زه دا نظر نه شم منلی چې چين دې د نړيوالو قدرتونو د فعالو غړو له همږغۍ پرته د ايران او سعودي ترمنځ د تاوتريخوالي په کمولو کې داسې يو ګام واخلي». له فعالو غړو څخه د نوموړي موخه امريکا ده، چې په نړيوال ډګر کې لومړی فعال لوبغاړی او په منځني ختيځ کې لوی اغېزناک هيواد دی.

له دغو ټولو ښکاري چې امريکا د دغه تړون غوښتنه کوله او غوښتل يې چې چين پکې منځګړی وي. د سعودي او ايران تر شا امريکا وه چې له چين څخه د دغه تړون د ملاتړ او لاسليک غوښتنه وکړي.

۶- نو، د سيمې هيوادونه د امريکا لخوا وضع شوې تګلارې تعقيبوي، ترڅو په واک کې پاتې شي. کله چې امريکا له خپلو پيروانو – که یې مزدوران وي او که یې پر محور را څرخېدونکي -  غواړي چې پوهاوي ته سره ورسېږي او په خپل منځ کې ستونزې حل کړي، د خبرو اترو لار نیسي. که امريکا ترې وغواړي چې د لانجې او تاوتريخوالي له لارې مخالفت وکړي، همداسې کوي او د دې لپاره دلایل راټولوي. که داسې نه وی، امریکا په سیمه کې هېڅ نه شو کولی. حللاره دا ده چې دغه لاسپوڅي رژيمونه راوپرځول شي او وروسته د خلافت تاسيس لپاره هڅې وشي، چې الله سبحانه وتعالی، د هغه رسول صلی الله عليه وسلم او مومنان پرې خوشاله کېږي. خلافت، مسلمانان په يوه واحد دولت کې سره یو کوي. الله سبحانه وتعالی د نبوت پر منهج د خلافت دولت ژمنه کړې ده:

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ

ژباړه: «الله سبحانه وتعالی له هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، وعده كړې چې هرو مرو به هغوی ته په ځمكه كې خلافت وركوي؛ لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى څخه مخكې وو.» [النور:۵۵]

دغه راز رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

«وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي، بیا چپ شو» (امام احمد)

۱۴۴۴هـ.ق د رمضان ۱۰مه

۲۰۲۳م کال، د اپريل ۱

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې