جمعه, ۱۱ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
ای ټرمپه! یهودي رژیم د اسلامي خاورو لپاره او ملاتړي یې د نړۍ لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده

(ژباړه)

رسنیو د غزې  په هکله د  امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې خپرې کړې چې وایې: «غزه د اسراییلو او منځني ختیځ لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده»، خو په دې هکله مو د اسلامي خاورو د لاسپوڅو او ناکاره حکامو له لوري هیڅ داسي غبرګون وا نه ورېد چې هغه ته ووایي غاصب یهودي رژیم زموږ د خاورو لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده او تاسو چې د دغه غاصب او جنایتکار رژیم پوځي، سیاسي او اقتصادي ملاتړ کوئ، د نړۍ لپاره تر ټولو لویه ستونزه یئ. ستاسو کپیټلېسټي ایډیالوژۍ نړۍ ته بدمرغي راوړلې؛ تاسو د مسلمانانو خاورې په کوچنیو او کمزورو ټوټو وېشلې او د خپل ځان تابع او تر امر لاندې «ادارې» مو ترې جوړې کړې.

که متکبر ټرمپ د اسلامي خاورو په حکامو کې داسې کس لیدلای چې د ده پر وړاندې یې غبرګون ښودلی شوای، د یهودي رژیم د جرړو ایستلو لپاره یې پوځونه خوځولای شوای او دغه بیعقل انسان یې متوجه کړی وای چې یهودي رژیم د مسلمانانو پاکه خاوره غصب کړې، پر خلکو تر ټولو ناوړه ظلمونه او وحشتونه کوي او د وحشتونو لړۍ یې خاونډیو او ان لرې پرتو خاورو ته رسېدلې، نو هېڅکله به یې دا ډول څرګندونې نه وی کړې.

د اسلامي نړۍ ستونزه هغه مهال پیل شوه چې په ۱۹۲۴م کې خلافت دولت ړنګ کړای شو، اسلامي خاورې په کوچنیو او کمزورو ټوټو ووېشل شوې او هره ټوټه یې د کفري استعمار تر ولکې لاندې راغله. وروسته بیا فلسطین غصب شو او د برېتانیې په مرسته، د امریکا په ملګرتیا او ملګرتیا او د اسلامي خاورو د حکامو د خیانت په پایله کې یې یهودي رژیم تاسیس کړ؛ بیا یې خوندي کړ او د فلسطین د ازادولو لپاره یې د مسلمانانو  مخه ونیوله.

زموږ پر خاورو د دغو حاکمو ناکاره او «رُوَيْبِضَة» حکامو حالت داسې دی چې ځینې یې د یهودي  رژیم ساتنه کوي؛ ځیني  یې په ښکاره تړونونه ورسره کوي او ډیپلماټیکې اړیکي  ور سره ټنیګوي؛ ځیني  یې د پردې تر شا اړیکي  ورسره ساتي؛ ځیني یې بیا یوازې هغه وخت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي چې سلطه او حاکمیت یې د یهودي رژیم د الوتکو تر برید لاندي راشي؛ ځیني یې د یهودي رژيم پر وړاندې د فلسطین د خلکو مقاومت غندي؛ ځیني یې ان د غزې د خلکو د خلکو په محاصره کې له یهودو سره مرسته کوي او ځینو نورو بیا له یهودي رژيم سره ابراهیمي تړونونه وکړل. ټولو یې خپل پوځونه په بېسونو او اډو کې بندیان کړي چې د فلسطین له ازادولو یې راوګرځوي؛ ولس خو ان دې ته نه پرېږدي چې په غزه کې روان ټولوژنه وغندي او رد کړي. دا حکام څومره ناوړه عملونه کوي!

موږ، د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر، ټرمپ او د جنایتکار او وحشي یهودي رژیم مشرانو ته دا ښه خبر رسوو چې دا حالت به دوام نه کوي. تاسو  په غزه کي د یهودي رژیم د جرمونونو پر وړاندي په نړیواله کچه د عامه رایې او فکر بدلون ولید. اسلامي امت د دې واقعیت اسباب او دلایل پیژندلي او په چټکۍ د خپل دولت، یعنې هغه خلافت د تاسیس پر لور ګامونه اخلي چې ستاسو زړونه یې له وېرې رېږدي. هغه وخت به د خلیفه لخوا ځواب په خبرو نه، بلکې په یوه ستر لښکر وګورئ چې سر به یې ستاسو مخې ته او پای به یې له هغه سره وي. حزب التحریر د دغې مخې د ترلاسه کولو لپاره په ګړندیو ګامونو امت رهبري کوي؛ نو هغه پای ته مو په تمه اوسئ چې سخت به مو خپه کړي. د دغه سهار رڼا هغو کسانو ته نیږدې ده چې ورته په تمه دي او ویني یې.

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق، د ربیع الاول ۱۸مه

۲۰۲۵م کال، د سپټمبر ۱۰مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۰۰۹

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې