جمعه, ۱۱ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 ربیع الاول 1447

میلادی نېټه :     جمعه, 19 سپټمبر 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۷/۰۸


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
شهید قیسي او په منځني ختیځ کې د انقلاب څپې

(ژباړه)

سره له دې چې په اردن کې حاکم رژیم له یهودي رژيم څخه امنیتي او نظامي ملاتړ کوي؛ د اردن یو تبعه، اتل شهید عبد المطلب القیسي د ۲۰۲۵ م کال د سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نیټه د پنجشنبې په ورځ د کرامه دروازې له لارې د یهودي رژیم پر لوري ودانګل او په بشپړه مېړانه یې د دښمن دوه عسکر ووژل او د شهیدانو له کاروان  سره یو ځای شو؛ موږ یې په اړه همدا وایو او نور الله سبحانه و تعالی ته پرېږدو. د شهید ماهر الجازي د اتلولۍ –چې د دښمن درې عسکر یې هلاک کړل- د یوه کال د پوره کېدو په درشل کې د سرښندنې او راسخ عزم دا پیښه زموږ لپاره د تأمل وړ ده.

دا کړنې په غزه کې د روانې نسل‌وژني، جنایتونو او د غزې د ویجاړولو پر وړاندې د امت د سختې غوسې څرګندونه کوي. د امت په رګونو کې وینه په جوش راغلې او په غزه او فلسطین کې د خپلو ورڼو د مرستې او نصرت لپاره د خپل رب د حکم پر ځای کولو ته چمتو کېږي؛ الله سبحانه و تعالی فرمایې:

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ[انفال: ۷۲]

ژباړه: «که چېرې (مؤمناند نورو د ظلم او ځور له لاسه) د خپل دین په سبب له تاسو مرسته او نصرت وغوښت، نو د هغوی مرسته او نصرت پر تاسو واجب دی.»

نن ورځ اسلامي امت د دې قضیې حللاره یوازې له یهودو سره جهاد او قتال او له اشغال شویو خاورو د هغوی شړل بولي.

که څه هم امت هېڅکله د صحابه رضوان الله علیهم په څېر سرښندونکو اتلانو څخه نه خالي کېږي؛ خو د قدرت څښتنانو او او هغو پوځونو لپاره چې یهودي رژیم یې محاصره کړی، هېڅ پلمه نشته چې وړاندې شي، د دغه مسخ او ډارن رژیم وحشیتوبونه ختم کړي او یوازې په څو ساعتونو کې یې له منځه یوسي. اوس د دې وخت دی چې د ماهر الجازي، حسام، عامر او همدغه اتل، عبد المطلب اتلولۍ په تاسو کې د رښتینو مېړنیو مېړانه راویښه کړي.

که یهوري رژیم او عسکر یې دغې وحشیانه جګړې او د انسان او ډبرو له منځه وړلو ته دوام ورکوي؛ اصلاً ځانته په خپلو لاسونو قبر کیندي. هغه وخت به امریکا په خپلو تجهیزاتو، تکبر او په اسلامي خاورو کې د خپلو لنډغرو په وسیله د دوی ملاتړ ونه شي کړی. اوس هم که د عربي حکامو خیانت نه وی، وضعیت به داسې نه و. دوی ښه پوهېږي چې ژر به امت د دوی پر وړاندې راپورته شي. ځکه همدا حکام دي چې د امت په لاسونو د یهودي رژيم د خښولو مخه نیسي. د یهودو پر وړاندې به د مسلمانانو جګړه هماغسې وي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې زیری ورکړی دی.

امت ته ثابته شوې چې حکام یې د یهودو او امریکا له دومره چاپلوسۍ او اطاعت سره سره، د هغوی پر وړاندې د یوه ذره ارزښت هم نه لري. یوه یې د دوحې  په شرموونکي کنفرانس کې وویل: «هغوی خبر نه، بلکې عمل غواړي»، دا یوازې درواغ، بهتان او تظاهر دی. اتل قیسې اوس ډېر ښه ورته وښودل چې «عمل» څنګه وي! او یهودو یوازې د داسې عمل په ژبه پوهېږی! که د حکامو خبرې تش تظاهر او درواغ نه وي، نو ولې یې د بهرنیو چارو وزرات دا ډول اتلولۍ –چې د اردن د خلکو په زړه او د هغوی د تایید وړ دي- غندي!؟ ځکه ادعا کوي چې دا عملیات «د عزې خلکو ته په مرستو رسولو کولو کې د اردن رول د زیانمنېدو له خطر سره مخ کوي.» (دا خبره د یادو عملیاتو په اړه د اردن د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلې)! دا ناوړه ادعا د دغو حکامو له نورو ګناهونو هم بده ده!

په پای کې، ای د اردن خلکو او ای مسلمانانو! غزه او د غزې خلک د غضب شویو (یهودو) او امریکا –چې په ټول توان د یهودي رژيم ملاتړ کوي- لخوا د بشپړې نابودۍ له خطر سره مخ دي. دا له خیانته ډکې او د تسلیمۍ حللارې لکه د دوو-دولتونو جوړول، د نړیوال نظم له غوښتنو سره همغږي، او هغه «فلسطیني دولت» چې اروپايي هیوادونه یې د «په رسمیت پېژندنې» نیت لري، یوازې دوکه، فرېب او سراب دی. تاسو ولیدل چې امریکا د یهودي رژیم له متحدانو او له هغوی سره د اړیکو عادي کوونکو سره څه وکړل! د خپلو څوکیو د ساتلو لپاره مو د امریکايي، یهودو، اروپايي او ملګرو ملتونو د چارواکو پر وړاندې د هغوی چاپلوسي او عجز او ذلت ولید! دا هر څه په داسې حال کې کوي چې د امت ګټې او شتمنۍ لوټېږي او خلک یې له منځه وړل کېږي.

ایا هغه وخت نه دی را رسېدلی چې د امت او د امت د پوځونو په منځ کې د ایمان لرونکو کسانو په زړونو او ذهنونو کې د مېړانې، ملاتړ، عزت او کرامت حس په خوځښت راشي!؟ ایا خپل امت او خاورې نه ژغورئ او خپل وروڼه او خویندې د دغه ظالم دښمن له ظلمه نه خلاصوئ!؟

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ﴾ [التوبة: ۱۲۳]

ژباړه: «ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، د هغو کافرانو پر وړاندې وجنګېږئ چې تاسو ته نیږدې دي (او تاسو ګواښوي)؛ هغوی باید په تاسو کې سختي (او ځواک) وویني؛ او پوه شئ چې الله له متقیانو سره دی.»

د حزب التحریر –ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷هـ.ق، د ربیع الاول ۲۷مه

۲۰۲۵م کال، د سپټمبر ۱۹مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۰۸

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې