- مطابق
(ژباړه)
یهودي رژیم د غزې د خلکو پر وړاندې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي، چې په پایله کې یې په ورځني ډول لسګونه کسان په شهادت رسیږي. دغه راز لکه څنګه چې د غزې محاصرې ته دوام ورکوي، چې په پایله کې یې خلک له لوږې مړه کیږي، له خوراک، څښاک، دوا او سرپنا پرته شپې تیروي، د مرستې رسولو له هڅو سره سره په سلګونو زره کسان دومره وږي دي، چې د خپلې لوږې او یا د خپلو ماشومانو د لوږې د مړولو په موخه هیڅ نه لري، د دوی د سترګو پر وړاندې او د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې مړه کیږي؛ بې له دې چې څوک يې مرسته او ملاتړ وکړي.
موږ د نړۍ ډیری ولسونه ولیدل، چې د غزې د جګړې د پای ته رسولو او د غزې له خلکو څخه د بندیز لیرې کولو او د خوراک او څښاک رسولو غوښتنې یې وکړې؛ مګر یادو هڅو د هغوی د حکومتونو له زیاتې رسوايۍ او شرمندګۍ پرته کومه پایله ورنه کړه . ځینو حکومتونو په خورا احتیاط سره د عادي بې وسه خلکو په شان د غرې د محاصرې د ختمولو غوښتنه وکړه، لکه دوی چې د سیاسي پریکړې اهل نه وي.
د اسلامي هیوادونو د ناوړه حالت په اړه چې څومره وغږېږو؛ بیا هم کمه ده، په ځانګړې ډول د فلسطین ګاونډي هیوادونه، چې رویبضه (نااهله) او خاین چارواکي یې هیڅ څیز غزې ته نه پریږدي؛ سره له دې چې د یادو هیوادونو وګړي د الله تعالی په لاره کې د جهاد او د غزې له مظلومو خلکو سره د مرستې تږي دي.
د یادو هیوادونو پوځونه د دې پر ځای چې خپل شرعي مکلفیت (له یهودي رژیم سره قتال او د غزې د خلکو د کړاوونو پای ته رسول) ترسره کړي؛ ځینې چارواکي غزې ته د مسلمانانو د ورتګ او له خلکو سره یې د مرستې مخه نیسي! ته به وایې چې د یهودي رژیم ساتنې او دفاع ته ګومارل شوي دي.
اوس پوښتنه داده، چې آیا مسلمانان او د هغوی پوځونه لا هم له دغو خاینو او نا اهلو حکامو څخه تمه لري؟! آیا دوی تمه لري، چې په هغوی کې دې د معتصم غیرت راویښ شي؟! ځواب د الله تعالی په دې قول کې دی:
﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ﴾ [الرعد: ١١]
ژباړه: بیشکه الله تعالی د هغه قوم حالت نه بدلوي؛ ترڅو چې هغوی خپل حالت بدل نه کړي.
اصلي ستونزه داده، چې پر مسلمانانو خاين نظامونه مسلط دي؛ کوم چې مسلمانان د الله تعالی له دین څخه لیرې کوي، تر منځ یې ورورولي پرې کوي، د وطن پالنې حرام احساسات پکې خپروي، او هغه وژنې، ویجاړۍ، محاصره او لوږه چې په غزه کې جریان لري؛ داسې بولي لکه د مسلمانانو په وطن کې چې نه وي او لکه د دوی د مسلمانو وروڼو پر وړاندې چې نه ترسره کیږي!
ای مسلمانانو! ای د اسلامي خاورو پوځونو!
اوس د دې وخت رارسیدلی، چې هوډ وکړئ، خپله پریکړه پخپله وکړئ، له هغو حکامو پرته، چې پر تاسې یې اشغالګر کافران مسلط کړي دي، هیڅ خپلولي او ژمنې ته متعهد نه دي، هغوی ته ستاسې د چارو سرپرستي، ستاسې د مصالحو ساتنه، ستاسې او د مظلومې غزې مرسته مهمه نده، پر تاسې فرض ده چې له دوی ځانونه خلاص کړئ، له خلیفه سره بیعت وکړئ، چې د الله تعالی د کتاب او د رسول الله د سنتو پر اساس حکم وکړي او پوځونه د مسلمانانو د مرستې او کومک لپاره وخوځوي او ستاسې تللی عزت بیا راوګرځوي.
حزب التحریر ته ـ چې مسلمانانو ته هیڅکه دروغ نه وایي او ستاسې د نهضت او رهبرۍ لپاره د اسلام پر بنسټ د برنامې درلودونکی دی ـ نصرت ورکړئ، د الله تعالی د دين نصرت وکړئ، الله تعالی به ستاسو نصرت وکړي او قدمونه به مو ټینګ او ثابت کړي.
د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷هـ ق کال د صفر ۱۳مه
2025 م کال د اګسټ ۷مه
د صدور ګڼه:: ۱۴۴۷هـ / ۰۰۷
ژباړن: ابوحمزه