یکشنبه, ۲۹ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د امير د دفتر د غړي استاذ احمد بکر (ابو اسامه) د مړينې خبر

(ژباړه)

﴿مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾ [احزاب: ۲۳]

ژباړه: «په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره پر کړې ژمنه صادق او رښتیني ولاړ دي. ځینو خپلې ژمنې پوره کړې (شهیدان شول) او یو شمېر نور په تمه دي او (خپله ژمنه یې) هېڅ وخت تغیر او تبدیل نه کړه.»

د حزب التحرير امير، د امير د دفتر غړي، دیوان المظالم (د شکایتونو اورېدو دیوان)، مرکزي مطبوعاتي دفتر او په ټوله کې حزب التحرير له اسلامي امت سره ژوره خواخوږي څرګندوي او د امير د دفتر د غړي، استاذ احمد بکر (ابو اسامه) د مړينې خبر ورکوي چې د ۱۴۴۷هـ.ق کال، د ربيع الاول په ۲۲مه نېټه، چې د ۲۰۲۵م د سپتمبر له ۱۴مې سره سمون خوري، د ۸۷ کلونو په عمر وفات شو.

ابو اسامه د حزب التحرير له لومړي نسل څخه و، چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره یې دعوت کاوه تر څو د نبوت پر منهج راشده خلافت د تاسیس له لارې اسلامي ژوند بیا احیا شي. هغه تر مرګ پورې پر حق ثابت‌قدمه پاتې شو او دعوت يې پر مخ يووړ. نوموړی د حافظ او بشار الاسد پشان طاغوتي رژيمونو له ظلمونو او د هغوی له وېروونکو زندانونو، چې کلونه کلونه پکې بندي و، و نه وېرېد! کله چې له زندان څخه ازاد شو، بې له کوم غفلت او سستوالي یې بېرته د الله سبحانه وتعالی په لار کې دعوت ته دوام ورکړ. د هغه سترګې د خلافت د لمر ختو ته تږې وې او د اسلامي عقيدې او نظام د پلي کېدو ارمان يې درلود... خو رحمان او رحیم رب په خپل اذن، د هغه لپاره تر دې لا ستر او لوړ څه غوره کړل، سبحانه وتعالی.

﴿فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِيكٍ مُقْتَدِرٍ﴾ [قمر: ۵۵]

ژباړه: «(دا جنت) د ډېر مقتدر پاچا (الله تعالی) پر وړاندې د رښتيني عزت ځای دی

الله تعالی خو دې پر ابو اسامه ورحمېږي؛ بېلتون یې خپه او غمجن کړو؛ خو یوازې هغه څه ویلی شو چې الله سبحانه و تعالی پرې راضي کېږی:

﴿الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾ [بقره: ۱۵۶]

ژباړه: «هغه کسان چې کله کوم مصیبت پرې راشي، نو ووايي: بېشکه چې موږ د الله سبحانه و تعالی یو او هغه سبحانه و تعالی ته ورګرځېدونکي یو.»

انا لله وانا الیه راجعون.

ستاسو ورور، عطأ بن خلیل ابوالرشته

او په ټوله کې د حزب التحرير ټول غړي

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د ربیع الاول ۲۲مه

۲۰۲۵م کال، د سپټمبر ۱۴مه

د صدور ګڼه: ۰۱/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې