دوشنبه, ۲۱ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۱۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
ای بزدلو حکامو! امت پرېږدئ چې پخپله پرېکړه وکړي

(ژباړه)

د ټول اسلامي امت په څېر، موږ هم د غزې د له منځه وړلو لپاره د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له طرحې څخه د مسلمانانو د حکامو له هرکلي حیران نه شو؛ ځکه چې زموږ د مسایلو پر سر جوړجاړي او خیانت سره یې عادت کړي یو. ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۳مه نېټه، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له یو شمېر دغو حکامو سره وکتل. هغوی د ټرمپ ستاینه وکړه او ویې ویل چې د غزې د جګړې د ختمولو په اړه پر هغه حساب کوي. کله چې ټرمپ خپل استعماري پلان افشا کړ، دوی یې له ځنډ پرته هرکلی وکړ؛ له دې پرته یې بل څه کولی نه شوی، ځکه چې ځینې یې ان د مخالفت جرات هم نه لري او خپل د نرتوب غیرت او شرافت یې بایللی.

اې مسلمانانو! ښه درته واضح شوې چې ټرمپ په غزه او لوېدیځه غاړه کې د یهودي رژیم د جنایتونو اصلي ملاتړی دی؛ له پيسو او وسلو نیولې تر استخباراتي معلوماتو پورې هر څه ورکوي او په نړیوالو غونډو کې رسنیز او سیاسي پوښښ ورته برابروي. تاسو په وار وار د یهودي رژیم د جنایتونو د ملاتړ، اشغال شویو سیمو، غزې او په غزه کې د اقتصادي پلانونو پلي کولو ته یې د «عزم» لرلو په اړه د هغه څرګندونې اورېدلې او پوهېږئ چې هغه د «ابراهیمي تړونونو» په لټه کې دی چې زموږ پر ځینو حکامو  یې تحمیل هم کړل. ټرمپ له جنایتکار نتنیاهو سره د دغې استعماري طرحې د اعلان پر مهال وویل: «که حماس دا طرحه ونه مني، نو له نتنیاهو به پوره ملاتړ وکړم». ته به وایې چې هیڅ یې د نتنیاهو او یهودي رژیم ملاتړ نه دی کړی او له دې وروسته به یې پیل کړي. نو آیا دا ډول یو جنایتکار ستاسو د قضیو په اړه د باور وړ کس کېدی شي؟ آیا له داسې کس څخه تمه لرلی شئ چې ستاسو ګټو ته به پام وکړي!؟

اې مسلمانانو او د اسلامي خاورو پوځونو! تاسو داسې یوه داسې حاکم ته اړتیا لرئ چې په خپلو سیاستونو او دریځونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي؛ داسې حاکم چې د اصحابو کرامو رضوان‌الله علیهم پشان نېک‌عمله وي. داسې حاکم چې د ابوبکر، عمر، هارون‌الرشید، المعتصم، صلاح‌الدین، بیبرس، قنطس او عبدالحمید پشان کار وکړي؛ داسې چې خبره یې ځمکه او د دښمن زړه ولړزوي؛ هغه خبره چې له عمل سره مل وي او د دښمنانو له ذهن څخه د شیطان وسوسه وباسي. داسې نه لکه نن ورځ یې چې ټرمپ او د هغه په څېر نور ظالمان له موږ سره کوي؛ بلکې داسې وي چې له وېرې د مسلمانانو له خلیفه سره د مخ کېدو جرات ونه لري. تاسو هغه خلافت ته اړتیا لرئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په هکله خبر راکړی: د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت. د دغه خلافت حزب التحریر-هغه مخکښ حزب چې خپلو خلکو ته درواغ نه وایي– رهبری کوي. نو را پاڅېږئ، له دوی سره کار وکړئ او نصرت ورکړئ چې په دنیا او اخرت کې سرلوړي او بریالي شئ. که داسې ونه کړئ، خپل ډارن حکام به مو د هلاکت خوا ته کش کړي او د دښمن منګولو ته به مو و سپاري.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: ۷]

ژباړه: «ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی؛ که تاسو (د) الله (دین او رسول) ته نصرت ورکړئ؛ الله به تاسو ته نصرت درکړي او قدمونه به مو ثابت کړي.»

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د صدور شمېره: ۱۴۴۷/ ۰۱۳

۱۴۴۷هـ.ق د ربیع الثاني ۸مه

۲۰۲۵م، د سپټمبر ۳۰مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې