- مطابق
(ژباړه)
اې ثابت قدمو او زړورو خلکو، اې پیاوړو مقاومت کوونکو، چې د اسلام د تر ټولو سترو سنګرونو څخه په یوه سنګر کې ولاړ یئ! پوه شئ، دا چې نن ورځ له کومې ازموینې او مصیبت سره مخ یئ، دا په دنیا کې د عزت او په اخرت کې د لوړو درجو لاره ده. الله سبحانه وتعالی تاسو په دغه امتحان سره ازمویي، ترڅو تاسو پاک شئ او مقام مو لوړ شي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿قُل لَّن يُصِيبَنَآ إِلَّا مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَنَا هُوَ مَولَىٰنَا وَعَلَى ٱللَّهِ فَليَتَوَكَّلِ ٱلمُؤمِنُونَ﴾ [التوبة: 51]
ژباړه: ووایه: هېڅ وخت موږ ته له هغه شي پرته چې الله زموږ لپاره ټاکلي، نه رسېږي او هغه زموږ مولا او سرپرست دی او مؤمنان باید یوازې پر الله توکل وکړي.
پوه شئ، کوم څه چې ستاسو لپاره ټاکل شوي، هغه درته لیکل شوي دي او هېڅکله ستاسو پر وړاندې نه دي؛ بلکې د دې لپاره دي چې ثواب مو ډېر شي، ثبات مو پیاوړی شي او بیرغ مو د امتونو په منځ کې ورپېږي.
پوه شئ، چې په ځمکه کې هېڅ مصیبت نه پېښېږي او هېڅکله به ورسره مخ نه شئ، خو دا چې تر پېښېدو وړاندې الله سبحانه وتعالی لیکلی وي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿مَآ أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٖ فِي ٱلأَرضِ وَلَا فِيٓ أَنفُسِكُم إِلَّا فِي كِتَٰبٖ مِّن قَبلِ أَن نَّبرَأَهَآ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٞ﴾ [الحدید: 22]
ژباړه: په ځمکه او ستاسو په بدن کې هېڅ مصیبت نه پېښېږي، خو دا چې تر پیدا کېدو وړاندې یې په کتاب ((لوح محفوظ) کې ثبت شوی وي؛ له شک پرته، دا کار الله ته اسانه دی.
د دې لپاره چې ښه پوه شئ؛ هر هغه څه چې تاسو ترې بې برخې شوي یئ، هغه هېڅکله ستاسو لپاره ټاکل شوي نه وو او کوم چې درته رسېدلي، هغه هېڅکله له تاسو څخه لرې کېدلی نشولی. له شک پرته دا د مؤمنانو په تاریخ کې یو تلپاتې الهي سنت دی؛ هر امت چې ازمویل شوی او وروسته یې صبر کړی دی، نو الله سبحانه وتعالی هغوی د ځمکې وارثین ګرځولي دي. اوسنی وضعیت هم د موسی علیه السلام د قوم حالت ته ورته دی، کله چې فرعون په ګواښ سره ورته وویل:
﴿سَنُقَتِّلُ أَبنَآءَهُم وَنَستَحيِۦ نِسَآءَهُم وَإِنَّا فَوقَهُم قَٰهِرُونَ﴾ [الأعراف: 127]
ژباړه: موږ به د هغوی زامن ووژنو او ښځې به یې ژوندۍ پرېږدو او موږ پر هغوی غالب یو.
ایا نن ورځ ستاسو دښمن همدا صفت نه لري، چې ماشومان او ښځې په نښه کوي او ګومان کوي چې پخپل قدرت سره پر تاسو برلاسي کېدلی شي؟!
نو د موسی قوم چې سخت مصیبت او کړاوونه پرې راغلي وو، داسې وویل:
﴿قَالُوٓاْ أُوذِينَا مِن قَبلِ أَن تَأتِيَنَا وَمِن بَعدِ مَا جِئتَنَا﴾ [الأعراف: 129]
ژباړه: ستا له راتګ څخه وړاندې هم ځورېدلو او اوس ستا په راتګ سره هم ځورېږو.
هغه کلمې چې بې وسي او اوږدمهاله سختي پکې له ورایه معلومېږي. په همدغه وخت کې د موسی علیه السلام له لوري قاطع ځواب راغی؛ هغه ځواب چې د الله سبحانه وتعالی وعده او د بریا زیری پکې و:
﴿قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُم أَن يُهلِكَ عَدُوَّكُم وَيَستَخلِفَكُم فِي ٱلأَرضِ فَيَنظُرَ كَيفَ تَعمَلُونَ﴾ [اعراف: ۱۲۹]
ژباړه: ویې ویل: تمه ده چې ستاسو رب به ستاسو دښمن له منځه یوسي او تاسو به په ځمکه کې ځایناستي کړي، ترڅو وګوري چې څنګه عمل کوئ.
په دې توګه موسی علیه السلام هغوی ته ور زده کړل، چې د خلافت او تمکین لاره د مصیبتونو پر وړاندې له صبر پرته نه پرانیستل کېږي او که ظلم هر څومره سخت او ستر وي، په پایله کې له منځه ځي او عاقبت د پرهېزګارانو دی.
تاسو نن ورځ خپل حال پخپلو ژبو سره داسې بیانوئ، لکه دوی چې وایه؛ خو ځواب همغه دی چې ستاسو لپاره هم دی: له شک پرته چې الله تعالی به ستاسو دښمن له منځه یوسي او تر هغه وروسته به تاسو د خپل ثبات، صداقت او مقاومت په سبب د ځمکې وارثین وګرځوي. خو صبر وکړئ، په صبر کې له یو بل څخه مخکې شئ او سنګرونه مو کلک کړئ؛ ځکه د الله سبحانه وتعالی وعده حق او رښتیا کېدونکې ده. له شک پرته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم موږ ته را زده کړل، ترڅو مصیبت او سختیو ته د یقین په سترګه وګورو؛ لکه څنګه چې ابن عباس وفرمایل:
«واعلم أن الأمة لو اجتمعت على أن يضروك بشيء لم يضروك إلا بشيء قد كتبه الله عليك»
ژباړه: او پوه شه! که ټول امت راټول شي ترڅو تا ته زیان ورسوي، هېڅکله یې نشي کولی، خو دا چې الله (سبحانه وتعالی) تا ته لیکلي وي.
نو هغه څه چې نن ورسره مخ یئ، د الله سبحانه وتعالی په اراده کې دي، نه د دښمن په لاس کې. ستاسو رزق، ستاسو مرګ او ستاسو درجې، ټول یوازې له الله سبحانه وتعالی سره دي، نه له نورو سره.
اې د غزې اتلانو! تاسو نن ورځ د پیغمبرانو او صالحینو په مقام کې یئ؛ یعنې د طغیان او ظلم پر وړاندې پر حق د منګولو لګولو مقام. که چېرې نن ورځ هر ډول رنځ تېروئ او ټپیان او شهیدان ورکوئ، دا ستاسو د نېکیو تله درنوي او لوړ مقام در په برخه کوي. له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی له تاسو سره دی او د هغه نصرت نږدې دی. نو صبر وکړئ او ټینګ ودرېږئ. تاسو ته د جنت او لوړو درجو زیری دی، چې الله سبحانه وتعالی یې وعده کړې ده او په دنیا کې هغه عزت دی، چې له مقاومت او قربانۍ پرته نه تر لاسه کېږي.
«ثبتكم الله، وأمدكم بمدده، وربط على قلوبكم، وجعل في خطواتكم نوراً، وأراكم عاجلاً فرجاً ونصراً مبيناً»
ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) دې تاسو ته ثبات در کړي، پخپل نصرت سره دې له تاسو سره مرسته وکړي او زړونه مو ډاډه او ارامه کړي، د قدمونو مخه مو رڼا کړي او هر څومره چې ژر وي، تاسو ته څرګند نصرت در په برخه کړي.
الوعی مجله: ۴۷۰ګڼه
ژباړه: بهیر «ویاړ»