دوشنبه, ۲۱ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۱۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 ربیع الثانی 1447

میلادی نېټه :     دوشنبه, 06 اکتوبر 2025 م

شمیره:      ۰۱۴/ ۱۴۴۷

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د قبرس په شمال کې پر خِمار (حجاب) بندیز؛ د امت پر بدن تازه ټپ!

 

(ژباړه)

په تېر اپریل میاشت کې د شمالي قبرس د وزیرانو شورا یو «حکومتي فرمان» صادر کړ، چې له مخې یې زده کوونکو ته اجازه ورکول شوې وه، چې په منځنیو ښوونځیو کې اسلامي خِمار (شرعي ټکری) واغوندي. خو د قبرس د ترک‌مېشتو سیمو د منځنیو ښوونځیو د ښوونکو د اتحادیې ( KTOEOS) غړو اعتصاب پیل کړ، هغو زده‌کوونکو ته یې له تدریس کولو ډډه وکړه، چې په اسلامي جامو کې ښوونځي ته تلې او بالاخره یې موضوع سترې محکمې ته یوړه. تېره اونۍ (د سپټمبر په پای کې) د شمالي قبرس سترې محکمې یاد حکومتي فرمان د اساسي قانون خلاف وباله او لغوه یې کړ. د ښوونکو د اتحادیې مشران، چې د دغه فرمان د لغوه کېدو غوښتونکي وو، د حجاب د بندیز د بېرته نافذېدو په خوښۍ کې «د خوښۍ اوښکې» تویې کړې او دا یې د «سکولرېزم بریا» وبلله. په همدې حال کې حکومت اعلان وکړ چې سمدستي به د «نوي قانون»  پر جوړولو پیل وکړي.

ای د قبرس مسلمانانو! داسې یو سیکولر، ډیموکرات پارلمان چې شراب حلال ګڼي، زنا او قمار قانوني کوي او ان د دولت د عاید سرچینې یې بولي؛ کولی شي چې د مؤمنانو د ژوند، مال او عزت ساتنه خپله اساسي دنده وبولي؟ د ښځو او نجونو لپاره د حجاب او اسلامي جامو حکم د الله سبحانه و تعالی له لوري یو قطعي حکم دی او په دې کې هېڅ د بحث ځای نشته. ستاسو د سترې محکمې او سیاسیونو پر خلاف؛ دا موضوع نه د ازادۍ ده او نه د مساواتو او عدالت؛ بلکې مسلمانان یوازې د الله سبحانه و تعالی پر احکامو مکلف دي.

څنګه چې د دغه سیکولر، ډیموکرات نظام سترې محکمې نن د وزیرانو شورا «فرمان» لغوه کړ؛ سبا به بیا په دوکه او بې اساسه پلمو پر بل څه بندیز لګوي.

نو د دې پر ځای چې په ډیموکراټیک پارلمان کې د خپلو وزیرانو لخوا پر خمار د بندیز لرې کولو ته په تمه وئ، باید ترې وغواړئ چې د الله سبحانه وتعالی د احکامو له مخې پرېکړې او حکم وکړي. د دې لپاره چې د دغه کار وړتیا پیدا کړي؛ تاسو باید هغوی د امت وحدت، له اسلامي خاورو سره اتحاد او د ټولو نا اسلامي نظامونو قوانینو رد کولو ته راوبولئ. بې‌شکه چې یوازې د خلافت دولت دی چې په نړۍ کې به د مسلمانانو زړونه، شتمنۍ او لښکرې د قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منهج پر بنسټ سره یوځای کړي چې تاسو د کفارو له هر ډول برید، سپکاوي او ظلم څخه وساتي! دا کار به له ځنډ، شرط او وېرې پرته د خپلو ټولو وسایلو په کارولو سره وکړي.

اې د نړۍ مسلمانانو! په قبرس کې خپل وروڼه او خوېندې یوازې مه پرېږدئ! چې کافران بیا پر هغوی خپل جرمونه تکرار نه کړي او قبرس پر بله غزه بدل نه شي. الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسئ او پر هغه توکل وکړئ! د هغه دولت د تاسیس لپاره دعوت وکړئ چې د غرب پر استعمار نه، بلکې له الله سبحانه و تعالی څخه پر تقوا تکیه وکړي؛ هغه دولت چې شتون یې ستاسو بقا تضمينوي. د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره دعوت وکړئ! هلته د الله سبحانه وتعالی وعده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زېری ستاسو په تمه دي؛ ستاسو د ازادۍ وعده او زېری؛ د قبرس ازادي او د فلسطین ازادي!

﴿وَعَدَ اللّٰهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْـًٔا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [نور: ۵۵]

ژباړه: «الله (سبحانه وتعالی) په تاسو کې له هغو کسانو سره ژمنه کړې، چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه کوي، چې دوی ته به په ځمکه کې خلافت ورکړي، لکه څنګه یې چې له دوی څخه مخکینیو کسانو ته یې خلافت ورکړی و. د دوی لپاره به هغه دین محکم ودروي، چې دوی ته یې غوره کړی دی او د هغوی وېره (اوسنی حالت) به په امن بدل کړي. هغوی زما عبادت کوي او له ما سره شریک نه نیسي او له دې (ریښتینې ژمنې) وروسته چې هر څوک کفر غوره کړي، هغوی فاسقان دي

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د ربیع الثاني ۱۴مه

۲۰۲۵م کال، د اکټوبر ۶مه

د صدور ګڼه: ۰۱۴/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې