پنجشنبه, ۱۷ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
اردوغان د فلسطین د قضیې د له منځه وړلو په پلان کې د دښمن د مزدور او لارښود رول لوبوي

(ژباړه)

خبر:

رویټرز خبري آژانس د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ له قوله ویلي، چې اردوغان او ټرمپ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو او په غزه کې پر روانو حالاتو خبرې وکړې.

بېړنی! د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې اردوغان په دې اړیکه کې ټینګار کړی، چې ترکیې خپلې ډیپلوماټیکې هڅې د سیمې د سولې د ټینګېدو لپاره چټکې کړې دي. (سرچینه: الجزیره، د ۲۰۲۵م کال د اکټوبر ۴مه)

تبصره:

اردوغان یو ځل بیا د «سیاسي دلال» په رول کې راڅرګند شو؛ ماموریت یې دا دی چې امتیازات وپلوري، مقاومت تر کنټرول لاندې راولي او د فلسطین قضیه له خپلې اصلي موخې څخه ورو ورو منحرفه کړي. لکه څنګه چې هغه د شام د انقلاب په قضیه کې هم د انقلاب لوری د نظام له ړنگولو څخه «له نظام سره د سیاسي شراکت» په لوري بدل کړ او په دې توګه یې د جهاد او مقاومت لاره منحرفه کړه. دا ځل هم په غزه کې هڅه کوي، چې د مقاومت اور د نړیوالو قدرتونو د ګټو په چوکاټ کې خاموش کړي.

د اردوغان د ډیپلوماټیکو اړیکو موخه دا ده چې په سیمه کې د امریکا د مهرې (لاسپوڅي) راتګ ته لاره هواره کړي، ترڅو «د یهودو دولت» وساتل شي. د «سولې ټینګولو» خبره هم له دې پرته بل څه نه ده؛ دا د یوې داسې نقشې بل نوم دی، چې هدف یې یوازې د دروغجنو ژمنو په بدل کې د فلسطین د قضیې له منځه وړل، د مقاومت بې‌وسلې کول او د غزې د خلکو بې‌ځایه کول دي.

اردوغان هېڅکله په رښتینې توګه د فلسطین تر څنګ ولاړ نه و! هغه د امریکا تر څنګ ولاړ دی او د هغې سیاستونه عملي کوي؛ کوم کار چې ایران، مصر، سعودي او نور هېوادونه یې ترسره کوي. دغه حکام د دښمن د لاس الې دي او د دوی په مرسته هغه څه ترلاسه کوي، چې د زور له لارې یې نشي لاسته راوړلی.

اې د غزې خلکو او اې اسلامي امته! ستاسو قضیه په ډیپلوماسۍ او له خیانت څخه په ډکو هڅو سره نه حلېږي؛ بلکې د امت په پوځونو سره حلېږي، هغه پوځونه چې د «یهودي دولت» د له منځه وړلو او راشده خلافت د تاسیس لپاره په حرکت راځي، ترڅو مسجدالاقصی ازاد کړي او زموږ له خاورو څخه د امریکا او د هغې د متحدینو لاسونه لنډ کړي.

لیکوال: عبدالمحمود العامري

۱۴۴۷هـ.ق، د ربیع‌الثاني ۱۵مه

۲۰۲۵م د اکټوبر ۷مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې