شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نايجريا سياسي وضعيت
بسم الله الرحمن الرحيم
د نايجريا سياسي وضعيت

د پوښتنې ځواب

(ژباړه)

پوښتنه:

تر ولسمشريزو ټاکنو وروسته، په نايجريا کې د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر ۱۱ مه، ولايتي او ايالتي ټاکنې ترسره شوې. ولسمشريزې ټاکنې د ۲۰۲۳م کال د فبروري پر ۲۵مه ترسره شوې او پايلې يې د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر ۱ نېټه اعلان شوې چې د حاکم ګوند، د کانګرس ترقي غوښتونکي ګوند، نوماند بولا احمد تينوبو پکې بريا خپله کړې وه. د خلکو ډیموکراټیک ګوند څخه د نوموړي سيال، عتيقو ابوبکر دویم شو او بل سیال یې، پیټر اوبي چې له کارګر ګوند څخه و، درېیم ځای خپل کړ؛ دوی دواړو د ټاکنو پر پايلو اعتراض وکړ. امريکا په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه؛ له معترضو نوماندانو یې خپل ملاتړ وښود او ګټونکي لوري ته يې مبارکي ونه ویله؛ په داسې حال کې چې بريتانيې د ټاکنو له پايلو خوښي څرګنده کړه او ټاکل شوي ولسمشر ته یې مبارکي ورکړه. د نايجريا سياسي صحنه د کومو بدلونونه شاهده ده؟ ټاکنې په امريکا او بريتانيه پورې څه تړاو لري؟ د ټاکنو په تړاو د دوی دريځونه څه معنی لري؟

ځواب:

دغو پوښتنو ته د ځوابونو روښانه کولو لپاره؛ دغه موارد ارزوو:

۱- نايجريا يو اسلامي هيواد دی. د نايجريا شمال کانو سيمې ته اسلام د ۷مې ميلادي پيړۍ په منځنیو کلونو کې لاړ او د سوداګرۍ له لارې د دغه هېواد په شمالي او مرکزي (هاوسا او فولاني) سيمو کې خپور شو. اسلام دلته په حقیقت کې د لسمې میلادي پېړۍ په منځنیو کلونو کې د اندلوسي فقهاوو په لاس په اوسنۍ بڼه خپور شو؛ وروسته په دغو سيمو کې يو اسلامي امارت جوړ شو، چې عثماني خلافت يا سوکوتو خلافت بلل کېده او له کابو سل کاله دوام وروسته په ۱۹۰۴م کال کې بريتانيې له منځه يووړ. د دغه امارت امير، عثمان دن فودو و. د نايجريا په محاکمو کې مالکي مذهب مشهور دی او ډېری مسلمانان يې سنيان دي. د نايجريا په ۱۲ ايالاتونو کې د اسلامي شریعت ځینې احکام پلي کېږي.

۲- د نايجريا نفوس اوس ۲۲۰ میليونه دی. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال اټکل له مخې، د دغه هېواد نفوس ۲۱۹ میليونه دی او د بېلابېلو احصايو له مخې د نايجريا ډېری وګړي مسلمانان دي چې د ۶۵٪ او ۷۵٪ ترمنځ نفوس تشکيلوي. د نايجريا مساحت يو ميليون کيلومتر مربع ده. د ۱۹۰۰ او ۱۹۰۴ ترمنځ، بريتانيا وتوانېدله چې د اسلامي حاکميت تر ړنګولو وروسته، ډېرې هغه سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي چې په نايجريا مشهورې وې. بريتانيې د ۱۹۶۰م کال د اکټوبر په ۱ نېټه نايجريا ته رسمي خپلواکي ورکړه؛ واک يې عيسوي لږکيو، ايګبو ته وسپاره او په ۱۹۶۳ کې يې دغه هېواد ته د مشترک المنافع هيوادونو غړيتوب ورکړ. په نايجريا کې ګڼ شمېر نژادونه شته چې تر ټولو لوی یې دا درې قومي ډلې دي: هاوسا او فولاني په شمالي او مرکزي سيمو کې چې ډېری يې مسلمانان دي او يوروبا په مرکزي او سويل لوېديځو برخو کې چې ډېری يې عيسويان دي او د مسلمانانو لږکي هم لري. له بل پلوه، د ايګبو لږکي چې کاتوليک عيسويان دي، په سويل ختيځ کې ژوند کوي.

۳- د ۱۹۹۹ ټاکنې اوباسنجو وګټلې او د دوو ټاکنيزو دورو د ۲۹/۵/۱۹۹۹ څخه تر ۲۹/۵/۲۰۰۷ پورې په نايجريا کې واکمن و. اوباسنجو د امريکا ملاتړی و او د مسلمانانو پر وړاندې یې ښکاره دښمني کوله. د ۲۰۱۵ کال ټاکنې محمد بخاري چې د بريتانيې لاسپوڅی و، وګټلې؛ بولا احمد تينوبو د نوموړي له لويو ملاتړو و او هغوی وتوانېدل چې په سياسي حلقو کې د بريتانيې نفوذ ټينګ کړي. احمد تينوبو په نايجريا کې د سياسي ملاتړي او پاچا جوړوونکی په توګه مشهور شو. نوموړی د ۲۰۲۳ ټاکنو کې ودرېد؛ شعار یې «اوس زما وار دی!» و او ټاکنې يې وګټلې.

د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر لومړۍ، د نايجريا د ټاکنو خپلواک کميسيون د حاکم ګوند (د کانګرس ترقي غوښتونکی ګوند) د استازي، بولا احمد تينوبو بری اعلان کړ. يادې ولسمشريزې ټاکنې د ۲۰۲۳م کال د فبروري پر ۲۵ مه ترسره شوې او ۱۸ نوماندانو برخه پکې اخيستې وه. په دغو ټاکنو کې ۸۷ ميليونه خلکو رایه ورکړه او بولا احمد تينوبو ۸.۸ ميليونه رايې خپلې کړې چې ۳۷٪ کېږي. د نوموړي دوو سيالانو، د خلکو له ډیموکارټ ګوند څخه عتيقو ابوبکر ۶.۹ میليونه (۲۹٪) او له کارګر ګوند څخه پيټر اوبې ۶.۱ ميليونه (۲۵٪) رایې ترلاسه کړې. دواړو ناکامو نوماندانو پايلې رد کړې او غوښتل یې ویې ننګوي او تقلبي یې وګڼي؛ دوی ویل چې «دا ټاکنې نه ازادې، نه عادلانه او نه هم شفافې وې». عتيقو ابوبکر په ۶/۳/۲۰۲۳ نېته د خپلو پلویانو د لاریون مشري وکړه او د ټاکنو خپلواک کميسيون له دفترنو بهر راغونډ شول. د خلکو ډيموکراټ ګوند يوه غړي د موضوع په تړاو د ټاکنو خپلواک کميسيون ته عريضه وسپارله؛ خو د ټاکنو پايلو کې بدلون رانغی.

۴- له همدې امله، بريتانيې په نايجريا کې ټاکنيزه پروسه وستايله. د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير جميز کلورلي د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر لومړۍ، منتخب ولسمشر بولا احمد تينوبو ته مبارکي ورکړه او د نوموړي له قوله په يو بيان کې چې د بريتانوي حکومت په رسمي ويبپاڼه خپور شو، راغلي: «بريتانيه په ولسمشريزو او د ملي شورا ټاکنو کې د نايجريا د خلکو ګډون او د خپلو ډيموکراتيکو حقونو په کارولو کې د دوی زغم او نرمښت ستايي. موږ منتخب ولسمشر، سناتور بولا احمد تينوبو ته مبارکي وايو او د ټاکنو د پايلو په تړاو د اپوزيسيون ګوندونو درېځ او د ټاکنو د پروسې مدیریت، لکه ځنډ او تخنیکي ستونزو، په اړه د ټاکنيزو څارونکو او مدني ټولنې اندېښنې څېړو. موږ چارواکي هڅوو چې ټولې اندېښنې په دقيق ډول وارزوي، د پاتې موضوعاتو د حل په تړاو اقدام وکړي او د نايجريا د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي».

دا له منتخب ولسمشر څخه د بريتانيې د ملاتړ دریځ دی. بريتانيې په ټاکنو کې د درغليو يادونه ونه کړه، بلکې له چارواکو يې وغوښتل چې ټولې اندېښنې وڅېړي او په څېړونو کې بې طرفي په پام کې ونيسي. سربېره پردې، اروپايي اتحاديې هم د ټاکنو ملاتړ وکړ. د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشر جوزف بورل وويل، «نايجريا څو ورځې مخکې د ولسمشريزو او پارلماني ټاکنو شاهده وه او دا په لوېديځه افريقا کې د ډيموکراسۍ غښتلي کولو يو ستر فرصت دی. که څه هم وضعيت سخت او په عملياتي برخه کې نيمګړتياوي وې، خو نايجريايانو د ډيموکراسي لپاره خپله ژمنتيا وښودله» (کونا، ۲۸/۲/۲۰۲۳). په نايجريا کې له منتخب ولسمشر څخه د برېتانیې ملاتړ او دغه راز په افریقا کې د امریکا د نفوذ پر وړاندې له ده څخه د اروپايي ټولنې ملاتړ لیدلی شو.

۵- د بولا احمد تينوبو پر وړاندې د امريکا درېځ منفي و. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس په يوه اعلاميه کې وويل: «د نايجریا خلک د داسې اندېښو حق لري او باید له وروستیو ټاکنو ډېرې تمې ولري. د ټاکنيزو شخړو د حل لپاره منظمې کړنلارې شته او موږ هر هغه نوماند يا ګوند چې د پايلو ننګولو غوښتنه کوي، هڅوو چې د يادو کړنلارو له لارې اصلاحات راولي. موږ له نورو نړيوالو څارونکو سره يوځای د نايجريا له ټاکنيز کميسيون څخه غوښتنه کوو چې په مهمو برخو کې اصلاحات راولي... موږ پوهېږو چې ګڼ نايجريايان او ځينې ګوندونه په لومړي ځل په ولسمشريزو ټاکنو کې د ټاکنو پروسې مديريت او تخنيکي نيمګړتياوو په تړاو نهيلي دي. موږ د هغو اندېښنو راپورونو ته اندېښمن یو چې د ټاکنو پر مهال د رسنيو پر ګڼ شمېر غړو بريدونه شوي» (نایجریه ليډرشیپ ويبپاڼه، ۲/۳/۲۰۲۳). امريکا د ټاکنيزې پروسې په تړاو د اپوزيسيون ګوندونو د اعتراضونو ملاتړ وکړ او هغوی يې اعتراض ته وهڅول. امریکا ګټونکي نوماند ته مبارکي ور نه کړه او د ټاکنو پروسې په ترڅ کې یې پر رسنيو بريد اندېښمنوونکی وباله. له دې څخه ښکاري چې نوی ولسمشر د امريکا د خوښي وړ کس نه دی او نه دی ورپورې تړلی.

۶- د ولسمشريزو ټاکنو بل نوماند عتيقو ابوبکر چې د ۱۹۹۹-۲۰۰۷ پورې د پخواني ولسمشر اوليسګن اوبسانجو مرستيال و اوس د اپوزيسيون استازيتوب کوي. اوبسانجو د امريکا لاسپوڅی و. داسې ښکاري چې امريکا د عتيقو ابوبکر واک ته رسېدل غوښتل؛ ځکه هغه مسلمان دی او د بل مسلمان، بولا احمد تينوبو چې درناوی، ملاتړ او مالي وړتيا هم لري، سیالي کولی شي. بل لور ته د انګلیس مزدور، محمد بخاري ورسره دی. د خلکو ډيموکراټ ګوند چې د ۱۹۹۹ او  ۲۰۱۵ ترمنځ يې هيواد اداره کاوه، په پراخ فساد لړلی و؛ په ځانګړي ډول ګوډلک جاناتان چې په خپل وخت کې يې يو شمېر ځپونکي اقدامات لکه؛ د مسلمانانو پر وړاندې تبعيض او د ترهګرۍ په پلمه د مسلمانانو ځورونه، وکړل. امريکا که څه هم پر خپل لاسپوڅي جاناتان باندې د پراخ فساد په سبب نيوکه وکړه، خو د هغه واک يې نور هم ټينګ کړ. له همدې امله، امريکا خپل لاسپوڅي څارل، که هغوی سرغړونه کوله، افشا کول يې. امريکا عامو خلکو ته داسې ښودله چې ګواکي د فساد ضد ده. په داسې حال کې چې امريکا د خپلو لاسپوڅو د کړنو پر وړاندې غلې ده، د هغوی د اصلاح لپاره څه نه کوي او د مفسدينو ملاتړې ده.

۷- امريکا يو شمېر سناريوګانې په پام کې نيولې وې: که د خلکو ډیموکراټ ګوند نوماند عتيقو ابوبکر ناکامېږي، امريکا يو بل کس په پام کې درلود. امريکا پيټر اوبې ته فضا جوړه کړه او داسې یې وښوده چې ګواکي هغه بیخي پاک دی! پیټر اوبي تېر کال د ۲۰۲۲ کال په مې کې د خلکو له ډيموکراټ ګوند څخه استعفا وکړه او له کارګر ګوند سره يوځای شو. پلان داسې و چې د مسلمانانو رايې چې په نايجريا کې اکثريت تشکيلوي، د خلکو ډيموکراټ ګوند د نوماند عتيقو ابوبکر او د کانګرېس ترقي غوښتونکي ګوند د نوماند بولا احمد تينوبو چې د بريتانيې لاسپوڅی دی، ترمنځ ووېشل شي. همدا رنګه ربو موسی کوانکواسو چې مسلمان او د نوې نايجريا خلکو د ګوند نوماند دی، په دې ورستيو کې یې شهرت ترلاسه کړی او په تېرو ټاکنو کې د ۶٪ رايو په ګټلو سره څلورم ځای خپل کړی و، هم د مسلمانانو رايو وېشلو کې رول لوبولی شي. امريکا د عیسوي پيټر اوبې ملاتړ کاوه او امريکايي رسنیو فضا ورته برابروله. داسې اوازې يې خپرې کړې چې نوموړي د نايجريايي ځوانانو، چې د هيواد ۶۰٪ تشکيلوي، د خوښي وړ نوماند دی؛ بدلون غواړي او ځوانان واک ته راولي.

د امريکايي رسنیو یوه شرکت، بولمبرګ راپور ورکړ چې په نايجريا کې يې يوه ټولپوښتنه کړې. دغه ټولپوښتنه د مبایل د یوه اپلیکېشن له لارې له ۲۳۸۴ ناجریایانو شوې وه او ښودل یې چې ډېری نايجريايان پيټر اوبې د ولسمشريزو ټاکنو ګټوونکی ګڼي. دغه راز امريکايي ANAP بنسټ هم د پيټر اوبې د بريا وړاندوينه وکړه. ملي ډيموکراټیک بنسټ او نړيوال جمهوري بنسټ هم ورته ورته تمه لرله. د يادونې وړ ده، چې د خلکو ډيموکراټ ګوند تر ۲۰۱۵ کال پورې د نايجريا په سياسي صحنه کې له اغېزناکو ګوندونو څخه و چې د ولسمشريزو ټاکنو د ګټلو توان يې درلود. د بريتانيې د مزدور، محمد بخاري په راتګ سره که څه هم امریکا د هغه د مخې نیولو هڅه وکړه، سياسي صحنه بدله شوه.

۸- بريتانيا او امريکا په نايجريا کې د نفتو پر سر يو له بل سره ښکر په ښکر دي. د نفتو توليدوونکو هيوادونو په کچه نايجريا دولسمه درجه، د نفتو صادرونکو هيوادونو په کچه اتمه درجه او د نفتو زيرمه لرونکو هيوادونو په کچه لسمه درجه هيواد دی. د امريکا د انرژۍ معلوماتي ادارې د نايجريا د نفتو زيرمې له ۱۶ تر ۲۲ ميليارده بېرلو ترمنځ اټکل کړې؛ خو نور اټکلونه وايي چې دا ۳۵.۳ ميليارده بېرله دي. د نایجریا نفتو سیالان پر ځان رامات کړي؛ ځکه ډېر سلفر نه لري او د تصفيې پروسه يې ارزانه تمامېږي. د نايجريا د نفتو وزارت په وينا، نايجريا ۱۵۰ د نفتو ساحې او ۱۴۸۱ څاګانې لري. د نايجريا د نفتو کنټرول د بريتانوي شرکتونو په ولکه کې و، خو له ۱۹۹۹ وروسته، د اوباسنجو د واکمنۍ پر مهال د امریکا په ورتګ سره د بريتانوي شرکتونو انحصار محدود شو.

۹- نايجريا له سختو ستونزو لکه؛ ناامنۍ، خراب اقتصاد، لویو پورونو ، سختې بېوزلۍ او د سياسيونو له پراخ فساد سره مخ ده. اقتصادي حالت يې خراب دی، د ۲۰۲۲م کال په پای کې تورم ۲۱.۵٪ ته ورسېد، د خلکو د بېکارۍ کچه ۳۳٪ او د ځوانانو لپاره دا کچه ۴۲.۵٪ ده. د ۲۰۲۲ په مارچ کې د نړيوال بانک د اټکل له مخې، د دغه هيواد د ۲۲۰ ميليونه نفوس ۴۰٪ يې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. د نايجريا د پولي واحد ارزښت لوېدلی دی. د تېرې مياشتې په پيل، د  ۲۰۲۳م کال په فبرورۍ کې، پراخ فساد دولت اړ کړ چې د پولي واحد درې نوټونه بدل کړي. د يادونې وړ ده چې نايجريا د افريقا له لویو اقتصادونو څخه ده. د دغه هيواد په سويل کې د نفتو غلا په زیاتېدو ده او دا په يو لاعلاجه ستونزه بدله شوې، چې په پايله کې یې د تېلو په صادراتو کې کموالی راغلی او ان په نايجريا کې خلک د خپلو وسایطو د سونګ توکو له کمښت سره مخ دي. د ۲۰۲۲م کال د جون احصايې ښيي چې د نايجريا د پورونو کچه ۱۰۳ ميليارده ډالرو ته رسېږي؛ که سود او بېمه ورسره يوځای کړو نو دا هيواد بايد په کال کې ۱۲ ميليارده ډالر پور پرې کړي. که څه هم نايجريا د نفتو د سترو صادروونکو هيوادونو له ډلې ده، خو دا خبره د شته ستونزو په سبب مرسته نه شي ورسره کولی. د دغه کړکېچ سبب په حکومت کې فساد او له پخوانيو او نويو استعماري هيوادونو څخه د چارواکو پيروي ده. بريتانيې نايجريا ته تش په نامه رسمي خپلواکي ورکړه، خو استعمار په بله بڼه په ځانګړي ډول په اقتصاد او حکومتولۍ کې دوام پيدا کړ. حللاره دا ده چې د استعماري بريتانيې په لاس جوړ شوی نظام بدل شي. بریتانیې له غرب څخه کاپي شوی اساسي قانون نايجريا ته راوړ او داسې حاکمان يې وګومارل چې یا اساسي قانون اسلام او عيسويت ته له پام پرته پلی کړي. کله چې امريکا په اويایمو کلونو کې نايجريا ته راغله، په پوځ کې یې نفوذ وکړ او له بريتانيې سره يې د دغه هيواد پر سر سيالي او شخړه پيل کړه.

۱۰- له دې هر څه سره سره، استعماري هيوادونه، په ځانګړي ډول امريکا او بريتانيا مستقیماً د دغه هيواد په چارو کې لاسوهنه کوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند، د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير او اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسول بيانونه د دغه هيواد په چارو کې مستقيمې لاسوهنې ګڼل کېږي. اصلاً خو باید د نايجريا چارواکي او سياسيون د دغو هيوادونو لاسوهنې وغندي او رد يې کړي؛ له هغوی غوښتنه وکړي چې لاسوهنې بندې کړئ، اخطار ورکړي او اړيکې ورسره پرې کړي. وروسته باید د هيواد ژغورنې په تړاو جدي او له اخلاصه ډک فکر وشي او بنسټيزه حللاره پيدا شي. که دا کار وکړي، ژر پوهېږي چې له شک پرته اسلام يوازنۍ حللاره ده چې نايجريا او نايجريايان ژغوري. د نبوت پر منهج راشده خلافت د دوی ترمنځ برابري راولي، ګټې تضمينوي او د هغوی معيشيت، هستوګنځی او سفر خوندي کوي. که دوی مسلمانان وي او که عیسویان؛ خلافت دغه هيواد ته پرمختګ ورکوي، له استعمار څخه يې ازادوي او صنعتي انقلاب راولي؛ چې له دې سره دغه هيواد په ابرځواک بدلېږي. هغه وخت خپل صنعت جوړوي، خپل نفت استخراجوي، ټول عاید یې ځان ته پاتې کېږي او له تبعيض پرته پکې وېشل کېږي. هغه وخت به پر ځان بسیا وي؛ ژوند، عزت او شتمني به یې ساتل شوې وي. په دې ډول به بېکاري، بېوزلي، وېره او لوږه له منځه لاړ شي.

[إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِأُولِي الْأَلْبَابِ] (الزمر: ۲۱)

ژباړه: بېشکه په دې کې د عقل د خاوندانو لپاره پند او عبرت دی.

۱۴۴۴ هـ.ق، د شعبان ۲۱مه

۲۰۲۳م کال، د مارچ ۱۳مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې