شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
الله تعالی روژه فرض کړې ده
بسم الله الرحمن الرحيم
الله تعالی روژه فرض کړې ده

(ژباړه)

له طلحه بن عبیدالله رضي الله عنه څخه روایت دی چې وايي:

«جَاءَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ثَائِرَ الرَّأْسِ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَخْبِرْنِي مَاذَا فَرَضَ اللَّهُ عَلَىَّ مِنَ الصَّلاَةِ فَقَالَ: "الصَّلَوَاتِ الْخَمْسَ، إِلاَّ أَنْ تَطَّوَّعَ شَيْئًا". فَقَالَ أَخْبِرْنِي مَا فَرَضَ اللَّهُ عَلَىَّ مِنَ الصِّيَامِ فَقَالَ: "شَهْرَ رَمَضَانَ، إِلاَّ أَنْ تَطَّوَّعَ شَيْئًا". فَقَالَ: أَخْبِرْنِي بِمَا فَرَضَ اللَّهُ عَلَيَّ مِنَ الزَّكَاةِ فَقَالَ فَأَخْبَرَهُ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم شَرَائِعَ الإِسْلاَمِ. قَالَ وَالَّذِي أَكْرَمَكَ لاَ أَتَطَوَّعُ شَيْئًا، وَلاَ أَنْقُصُ مِمَّا فَرَضَ اللَّهُ عَلَيَّ شَيْئًا. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: "أَفْلَحَ إِنْ صَدَقَ، أَوْ دَخَلَ الْجَنَّةَ إِنْ صَدَقَ.» (رواه بخاري: 1891)

ژباړه: یو اعرابي (کوچی) چې شډل وېښتان یې وو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې رسول الله! ما په دې پوه کړه چې الله تعالی له لمانځه څخه څه شی پر ما فرض کړي دي؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "په یوه شپه و ورځ کې یې پنځه وخته لمونځ فرض کړی دی؛ مګر دا چې نفل وکړې. " اعرابي وویل: ما په دې پوه کړه چې الله تعالی له روژې څخه پر ما څه شی فرض کړي دي؟ ویې فرمایل: "د رمضان میاشتې روژه، مګر دا چې پخپله نفلې روژې ونیسې. " بیا یې وویل: ما په دې پوه کړه چې الله تعالی له زکات څخه څه شی پر ما فرض کړي دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم نوموړی د اسلامي شریعت له احکامو څخه خبر کړ. کوچي وویل: قسم پر هغه ذات چې تا ته یې لويي درکړې، هغه څه چې الله پر ما فرض کړي، له هغو سره به نه څه زیات کړم او نه به څه ترې کم کړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "دې سړي که رښتيا ويلي وو، نو بريالی دی، يا داسې يې وويل: که ده رښتيا ويلي وي، نو جنت ته به داخل شي. "

دغه حدیث شریف موږ ته امر کوي، چې فرضو ته ژمن پاتې شو او په هغو کې څه کمی ونه کړو. موږ اوسمهال د رمضان مبارکې میاشتې په لومړیو ورځو کې یو؛ هغه میاشت چې قرآن کریم پکې نازل شوی دی او په دې میاشت کې روژه نیول پر موږ فرض شوي دي. د رمضان میاشتې د شپو قیام مندوب او تشویق شوی دی، ترڅو په دې میاشت کې الله تعالی ته د نږدې‌والي لپاره نېک عملونه، د رب د خوښۍ لپاره شوق او د هغه جنت لپاره هیلې زیاتې شي، چې الله تعالی د خپلو نېکو او مخلصو بنده‌ګانو د عملونو په بدل کې چمتو کړی دی.

لکه څنګه چې الله تعالی د مخکنیو امتونو په څېر پر موږ لمونځ فرض کړی، روژه یې هم د هغوی په څېر پر موږ فرض کړې ده؛ پر مسلمانانو یوازې د رمضان میاشتې روژه فرض شوې ده او که پر روژې سربېره علاقه او نفل هم ور زیات شي، په مقابل کې یې روژه‌نیوونکي کس ته بدله ورکول کېږي. همدارنګه که چېرې له الله تعالی سره صادق وو، نو زموږ بدله به جنت وي.

دلته په دې موضوع کې یوه نکته ډېره مهمه ده، چې هغه له صدق سره د بدلې اړیکه ده. پر همدې اساس د هغه کس بدله جنت دی، چې له ریا پرته په اخلاص سره د الله عبادت وکړي.

پر موږ مسلمانانو لازمه ده چې پخپلو خبرو او کړنو کې باید رښتیني وو او په عمل کې اخلاص د عبادت یوه نه بېلېدونکې برخه ده، چې الله ته د نږدې کېدو لپاره یې ترسره کوو، ترڅو جنت ترلاسه کړو او د دوزخ له اور څخه وژغورل شو! موږ باید په پوره اخلاص سره د الله تعالی عبادت وکړو، ترڅو په ځان کې د رب لپاره د بنده صفت پیدا کړو، له دې پرته به څنګه د الله تعالی بنده‌ګان وو؟ په داسې حال کې چې هغه عبادي عملونه چې الله تعالی پر موږ فرض کړي، د هغه سبحانه وتعالی له رضایت سره سم یې په شوق او دوام نه ترسره کوو.

یوازې له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ عملونه قبول کړي، یوازې د ځان لپاره یې خالص کړي او موږ له هغو مخلصو بنده‌ګانو څخه وګرځوي، چې له هغه سبحانه وتعالی سره څه نه شریکوو! له الله تعالی څخه غواړو چې موږ په جنت کې له خپلو صادقو او صالحو بنده‌ګانو سره یو ځای کړي! الله آمین!

لیکوال: دکتر ماهر صالح

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې