شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په روژې سره د ګناهونو بښل
بسم الله الرحمن الرحيم
په روژې سره د ګناهونو بښل

(ژباړه)

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى‌الله عليه وسلم وفرمایل:

«مَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ.» (سنن ابن ماجه)

ژباړه: هرڅوک چې د قدر شپه په ایمان سره او اجر او بدلې په هیله په عبادت تېره کړي، تېر ګناهونه یې بښل کېږي. همدارنګه هرڅوک چې په ایمان سره او د اجر او بدلې په هیله د رمضان روژه ونیسي، تېر ګناهونه یې بښل کېږي.

په دغه حدیث شریف کې هغه موضوعات راغلي، چې زموږ روژه‌نیوونکو او د دې میاشتې د لمونځ کوونکو لپاره ډېر مهم دي؛ لومړۍ موضوع هغه شپه (د قدر) ده چې، که چېرې قیام پکې وکړو، لمونځ پکې ادا کړو او له الله تعالی څخه رحمت پکې وغواړو، نو د الله تعالی مغفرت به زموږ لپاره له ګناهونو پاکه یوه نوې صفحه پرانیزي! داسې لکه تېر ټول ګناهونه چې هېڅ نه وي پېښ شوي او دا د الله تعالی مهرباني، رحمت او شوق دی، چې خلک جنت ته لاړ شي او بېرته هغه ځای ته ور وګرځي چې آدم علیه السلام ترې راوتلی و. الله تعالی زموږ د ګناهونو د بښلو لپار شرط ایښی دی، چې دا شپه باید په داسې حال کې تېره کړو چې پر الله تعالی ایمان ولرو، پر دې باوري وو چې هغه سبحانه وتعالی د هر څه پیداکوونکی او بښونکی دی، خپل عملونه د الهي اجر او بدلې په هیله ترسره کړو او هدف مو باید یوازې د الله تعالی رضایت وي او څوک ورسره شریک نه کړو! دغه بدله یوازې په یوه شپه یعنې په قدر شپه کې ده، هغه شپه چې له زرو میاشتو څخه غوره ده.

دویمه مهمه موضوع دا ده، چې که چېرې د رمضان میاشتې په شپو کې قیام وکړو او د ورځو لخوا یې په دې توګه روژه ونیسو، چې پر الله مو ایمان وي او د ثواب هیله ترې لرو، نو الله تعالی به زموږ پخواني ټول ګناهونه وبښي. الله تعالی له شرک پرته هر څه بښي، خو شرک بیا په ټولو شرایطو کې مستثنی دی. دلته په ښکاره یو شرط شته دی، چې د هغه په پوره کولو سره به الله تعالی زموږ د تېرو ټولو ګناهونو د بښلو په پایله کې پر موږ خپل رحمت پېرزو کړي؛ په دغه شرط کې باید خپل ټول عملونه په اخلاص ترسره کړو، پر دې باید باور ولرو چې الله تعالی هغه خالق دی چې پر هر څه لاسبری دی او همدارنګه په روژه، لمانځه او نورو عملونو کې باید هېڅوک له الله تعالی سره شریک نه کړو، نو هغه مهال بیا د لویې بدلې وړ ګرځو یعنې زموږ ټول ګناهونه به وبښل شي. په دې توګه بېرته همغه حالت ته ور ګرځو، چې په لومړنۍ ورځ مو پیل کړی و.

دغه دوې مسئلې ګنهکار کس هڅوي چې متوجه شي، خپل ذهن کنټرول کړي او له دغه طلایي فرصت څخه ګټه واخلي. موږ باید خپل هوډ غښتلی کړو، ترڅو نېک عمل ترسره کړو او باید هڅه وکړو چې الله تعالی یې قبول کړي. په دې هیله چې د الله تعالی په دربار کې په اخلاص او باور سره د دغې بدلې (بښنې) وړ وګرځو، ترڅو د الله تعالی پر وړاندې د خپلو عملونو یوه نوې صفحه پرانیزو.

یوازې له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ ګناهونه وبښي، روژه مو قبوله کړي او موږ ته هغه غوره بدله راکړي چې له ځان سره یې لري. همدارنګه موږ په دې میاشت کې د بښل شویو کسانو له ډلې څخه وګرځوي او موږ ته د نېکو عملونو توفیق راکړي! اللهم آمین!

لیکوال: د. ماهر صالح (رحمه الله)

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې