شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له رمضان څخه یوه یا دوې ورځې وړاندې باید روژه ونه نیول شي
بسم الله الرحمن الرحيم
له رمضان څخه یوه یا دوې ورځې وړاندې باید روژه ونه نیول شي

(ژباړه)

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

"لاَ يَتَقَدَّمَنَّ أَحَدُكُمْ رَمَضَانَ بِصَوْمِ يَوْمٍ أَوْ يَوْمَيْنِ، إِلاَّ أَنْ يَكُونَ رَجُلٌ كَانَ يَصُومُ صَوْمَهُ فَلْيَصُمْ ذَلِكَ الْيَوْمَ" (سنن ابن ماجه)

ژباړه: په تاسو کې هېڅوک باید له رمضان څخه یوه یا دوې ورځې وړاندې روژه ونه نیسي؛ مګر یوازې هغه کسان یې نیولی شي، چې معمولاً نفلي روژه نیسي.

دغه حدیث موږ هغو موضوعاتو ته متوجه کوي چې ځینې مسلمانان یې د جهل او یا د ثواب په ګومان ترسره کوي او په دې توګه په تقوا کې زیاتوالی کوي. پام مو وي چې ځینې کسان د رمضان مبارکې میاشتې له پیل څخه یوه یا دوې ورځې وړاندې په دې موخه روژه نیسي، ترڅو د روژې او د رمضان میاشتې په بشپړولو کې یې احتیاط کړی وي او یا دا چې د رمضان له راتګ وړاندې یې ورته ځان چمتو کړی وي؛ مګر ځینې نور بیا دغه کار د دې لپاره ترسره کوي، چې په ځانګړو ورځو کې د نفلي روژې نیولو عادت لري او په تصادفي ډول یې روژه له رمضان څخه یوه او یا دوې ورځې وړاندې برابره شي.

څوک چې دغه کار د شک له مخې وکړي او یا یې په دې خاطر ترسره کړي، چې د رمضان میاشت په سمه ورځ پیل کړي او له همدې امله د رمضان مخکینۍ او وروستۍ ورځې روژه ونیسي، دغه کړنه یې د ځینو دلایلو پر اساس ناروا ده؛ لومړی دا چې په پورتني حدیث کې په شکمنو ورځو روژه نیول منعه شوي دي، همدارنګه په اسلامي شریعت کې عبادات توقیفي دي او په هغو کې باید کمی او زیاتی ونه شي، ترڅو ترسره کوونکی شخص د یوه بدعت کار په سبب په یوې لویې ګناه کې ښکېل نه‌شي. د فقهې ټول علماء په دې مسئله کې د نظر اتفاق لري؛ مګر بیا هم د ځینو مسلمانانو لخوا دغه کار په یوه عادت بدل شوی دی. اوسنیو حکامو هر څه د فساد خواته وړي، حتی زموږ عبادات هم چې په سر کې یې لمونځ او روژه دي! پر همدې اساس یې مسلمانان په فتنه کې غورځولي دي.

مګر څوک چې دغه کار د عبادت لپاره د چمتووالي په موخه ترسره کړي، هغوی هم د دغه حدیث له مخې ناسم کار کړی دی؛ ځکه عبادت یو جسمي ورزش نه دی چې لومړني چمتووالي ته دې اړتیا ولري، بلکې روژه د الله تعالی لپاره یو خالص عبادت دی، چې په هغې کې روح له مادې سره یو ځای کېږي. هر عبادت ځانګړي ارکان، احکام او شرطونه لري، چې په هغو کې باید کمی او زیاتی ونشي، ترڅو حرامو ته د داخلېدو لامل نشي. زموږ دنده یوازې دا ده چې عبادات باید یوازې په هغه طریقه ترسره کړو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر موږ رسولې ده.

مګر یوازې هغه کسان دغه کار ترسره کولی شي او روژه یې ستونزه نه لري، چې هغوی په ځانګړو ورځو کې د روژې نیولو عادت لري او روژه یې په تصادفي توګه له رمضان څخه یوه او یا دوې ورځې وړاندې برابره شوې وي. دا حدیث او له دغه حدیث سره نور موافق احادیث د دغې چارې لپاره دلیل دی.

یوازې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې په دې مبارکه میاشت کې له موږ سره په قیام او روژه نیولو کې داسې مرسته وکړي، چې د هغه سبحانه وتعالی د خوښۍ او رضايت لامل کېږي! له الله تعالی څخه غواړو چې موږ ته توفیق راکړي، ترڅو پر احکامو یې یو څه ور زیات او کم نه کړو او د شیطان د بدعتونو بنسټ کېنږدو! له الله سبحانه وتعالی غواړو چې موږ د هغو کسانو له شر څخه خلاص کړي، چې زموږ ژوند او عبادات د فساد په لوري بیایي. اللهم آمین!

لیکوال: ماهر صالح

ژباړن: صهیب منصور

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې