شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روژې د پیل او پای وخت
بسم الله الرحمن الرحيم
د روژې د پیل او پای وخت

(ژباړه)

له سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایي:

«أنزلت ﴿وکلوا وشربوا حتی یتبین لکم الخیط الابیض من الخیط الاسودولم ینزل ﴿من الفجرفکان رجال اذا أرادوا الصوم ربط احدهم فی رجله الخیط الابیض والخیط الاسود، ولم یزل یأکل حتی یتبین له رؤیتهما، فأنزل الله بعد ﴿من الفجرفعلموا أنه إنما یعنی اللیل والنهار.» (سنن ابن ماجه)

ژباړه: کله چې دغه ایت ﴿وکلوا وشربوا حتی یتبین لکم الخیط الابیض من الخیط الاسود﴾ (وخورئ او وڅښئ، تر هغه وخته چې سپینه لیکه له تورې لیکې څخه بېله کړای شئ.) نازل شو، تر دې مهاله ﴿من الفجر﴾ نه و نازل شوی، ځینې کسانو چې غوښتل روژه ونیسي، پخپله پښه پورې به یې یو سپین او یو تور تار وتاړه او خوراک ته به یې تر هغه وخته دوام ورکاوه، چې دغه سپین او تور تار به ولیدل شول؛ همغه مهال الله (سبحانه وتعالی) ﴿من الفجر﴾ نازل کړل؛ نو پوه شول چې له ایت څخه موخه د شپې او ورځې لیکه وه.

دغه مبارک ایت موږ ته د روژې د پیل او پای په اړه معلومات راکوي. د روژې پیل او پای په هغو نښو پورې تړاو لري، چې الله سبحانه وتعالی ټاکلې دي. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم دا نښې په دغه حدیث او نورو احادیثو کې موږ ته بیان کړې دي. د روژې پیل د صبح صادق له راختو او پای یې د لمر له ډوبېدو سره سم ټاکل شوی دی، خو د ځینو مسلمانانو لپاره دا موضوع مبهمه وه؛ نو د دې موضوع د څرنګوالي او تائید لپاره دغه ایت نازل شو. تر هغه وخته چې دغه ایت په بشپړه توګه نازل شوی نه و، مسلمانانو ګومان کاوه چې د روژې له پیل څخه یې هدف دا دی، چې انسان باید دوه رنګونه (تور او سپین) له یو بل څخه تفکیک کړي؛ لکه څنګه چې د تیارې پرمهال که چېرې له رڼا څخه استفاده ونه شي، امکان نه لري چې سپین تار له تور تار څخه بېل کړو؛ له همدې امله مسلمانان منتظر کېږي چې د تیارې په له منځه تګ سره وکولای شي، دغه دوه رنګونه يو له بل څخه څخه تفکیک کړي. مګر کله چې پاتې ایت ﴿من الفجر﴾ نازل شو، مسلمانان پوه شول چې له ﴿الخیط﴾ څخه هدف د اسمان سپینې او تورې لیکې دي، نه واقعي تارونه. یعنې تر هغه وخته چې د شپې له تیارې څخه د سهار رڼا را ښکاره شي.

تیاره او رڼا له سپینو او تورو لیکو سره تشبیه شوي دي، ځکه د سهار راختل د آسمان له څنډو څخه پیل کېږي او وروسته د یوې اوږدې لیکې په څېر د شپې په تیارو کې په اسمان کې خپرېږي. مګر د روژې د پای او د روژه‌ماتي د پیل وخت په ډېرو نصوصو کې راغلی دی، چې د لمر له ډوبېدو او د ماښام لمانځه د شرعي وخت له پیل څخه عبارت دی او دا هغه وخت دی چې د روژه‌ماتي لپاره اذان کېږي. همدارنګه د سهار د لمانځه شرعي وخت داخلېدل، د روژې د پیل وخت دی. پر همدې اساس د روژې عبادت په پیل او پای کې د لمانځه له عبادت سره تړاو لري. د فقهې ډېری علماوو په ډېرو احکامو کې د روژې او لمانځه څرګندو مشترکاتو ته په پام سره، دغو دواړو عبادتونو ته پخپلو کې تړاو ورکړی دی.

موږ مسلمانان باید هڅه وکړو او پوه شو چې دغه عبادت باید څه ډول له هغه وخت او شرایطو سره سم ترسره کړو، چې الله تعالی پر موږ فرض کړي دي. پر همدې اساس د هغې طریقې زده کړه پر موږ فرض ده، چې موږ په دین کې هغې ته اړتیا لرو، ترڅو د الله سبحانه وتعالی له غوښتنې سره سم عبادت وکړو.

اې ربه! یوازې له تا څخه غواړو چې زموږ په روژه او قیام کې برکت واچوې، موږ پر هغه څه محکم او حریص کړې، چې پیغمبر راته راوړي دي او موږ ته توفیق راکړې چې روژه په هغه ډول ونیسو، چې ته یې له موږ څخه غواړې او ستا د خوښې وړ ګرځي! اللهم آمین!

لیکوال: ماهر صالح

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې