شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه د ګناهونو کفاره ده
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه د ګناهونو کفاره ده

(ژباړه)

له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت دی چې عمر رضی الله عنه وویل: آیا څوک شته چې د فتنې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم کومه خبره یې په یاد وي؟ حذیفه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، چې فرمايل يې:

«فِتْنَةُ الرَّجُلِ فِي أَهْلِهِ وَمَالِهِ وَجَارِهِ تُكَفِّرُهَا الصَّلاَةُ وَالصِّيَامُ وَالصَّدَقَةُ.» (سنن ابن ماجه)

ژباړه: د سړي لپاره فتنه د هغه کورنۍ، مال او ګاونډی دي، چې لمونځ، روژه او صدقه یې له منځه وړي.

دغه حدیث شریف موږ د هغو لویو چارو په اړه خبروي، چې ښایي د ځینو کسانو لپاره مبهمې وي. هغه چارې دا دي چې انسان په فتنه کې لوېږي، امکان لري په ډېرو دلایلو سره خپله لاره ورکه کړي او ګنهکار شي؛ مګر الله سبحانه وتعالی د خپل پراخ رحمت په سبب د هغه چا پر وړاندې دروازه نه تړي، چې په فتنه او ګناه کې اخته وي، بلکې د هغه لپاره یوه بله دروازه پرانیزي، چې که چېرې د هغې له لارې دننه شي، له عذاب څخه ژغورل کېږي.

یو له هغو شیانو څخه چې د مسلمان د ګمراهۍ لامل کېږي، د هغه کورنۍ ده. ځینې وخت د کورنۍ غړي یوه کس ته وسوسه اچوي، چې باید ګناه ترسره کړي او یا له هغو حدودو څخه تېری وکړي، چې باید پښه ترې وانه‌ړوي.  

بل مورد چې د فتنې لامل کېږي، هغه مال دی. مال ډېری کسان یا د ناپوهۍ له مخې او یا هم له دې امله په فتنه کې اچولي، چې دوی په دې ډاډه نه دي چې الله تعالی بښونکی او مهربانه دی او هر څه د هغه په اختیار کې دي.   

ګاونډی هم هغه څوک دی، چې ستا په شاوخوا او د ژوند په چاپیریال کې اوسېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په نورو ډېرو احادیثو کې د ګاونډي په اړه خبرې کړې دي، موږ ته یې د هغه په اړه توصیه کړې او ګاونډي ته له ازار ورکولو څخه یې منعه کړي یو؛ ځکه د ګاونډي ځورول ګناه ده.

دغه حدیث شریف هغو دریو چارو ته له اشارې کولو وروسته چې مسلمانان په فتنه کې اچوي، د هغوی د جبران او د الله تعالی پر وړاندې د تېروتنو د ختمولو طریقې ته هم اشاره کړې ده.

پر همدې اساس لمونځ هغه عبادت دی چې د ګناهونو د جبران او له منځه تلو لامل کېږي. لکه څنګه چې انسان د لمانځه په واسطه په نږدېوالي، بنده‌ګۍ او له هغو ګناهونو څخه په توبې کولو سره چې مرتکب شوی، د خپل رب لوري ته ور ګرځي.

همدارنګه د انسان ګناهونه په روژې سره هم له منځه ځي. روژه د جسم لپاره سخته ده او انسان د هغې په واسطه ځانته دا په یادوي، چې دغه جسم یو پیدا کوونکی لري چې د هغه له قهر سره د مقابلې توان نه لري او نه شي کولای چې د الله تعالی د عذاب پر وړاندې ودرېږي. پر همدې اساس روژه د نفس د کنټرول، الله تعالی ته یې د نږدېوالي او د خالق پر وړاندې د عجز یوه اغېزناکه تګلاره ده.

صدقه ورکول هم د ګناهونو د کفارې یوه لاره ده، ځکه صدقه ورکول ګناهونه سوځوي. داسې چې صدقه ورکوونکی به الله تعالی ته د نږدېوالي او پر خپله توبه او عزم د ثابت پاتې کېدو لپاره هېڅکله د الله تعالی نافرماني نه کوي، د فتنو دام ته به نه ور دانګي، هغه شیان به بښي چې ورته ګران او د ارزښت وړ وي او د الله تعالی لپاره به له هغه شي څخه تېرېږي، چې ډېر ورته ارزښتمن دي.

له الله تعالی څخه غواړو چې موږ له فتنو څخه وساتي، عملونه مو د ځان لپاره خالص کړي، له موږ سره په لمانځه او روژه کې مرسته وکړي او موږ ته د خپلو صدقو په بدل کې د قیامت د ورځې نعمتونه راکړي! اللهم آمین!

لیکوال: دکتر ماهر صالح

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې