جمعه, ۰۴ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د تايوان پر سر د امريکا-چين لانجه

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د تايوان په تړاو د امريکا-چين لانجې ترشا څه دي؟ د دې لانجې ترشا انګيزې څه دي؟ امريکا ولې تايوان ته  د دې هېواد د استازو جرګې مشرې او کانګرس نورو غړو په سفر، چین راپاروي؟ د چين او امريکا لپاره د دې ټاپو ارزښت په څه کې دی؟ د دې موضوع په تړاو لانجه د جګړې او که د ارامۍ لور ته روانه ده؟

ځواب:

د دې لپاره چې د تايوان د مخ پر زياتيدونکې لانجې، د هغې د انګيزو او پارونو په تړاو وضاحت ورکړو، پر ځینو واقعیتونو پوهېدل مهم دي:

لومړی: امريکا په نړيواله کچه چين خپل لومړی درجه سيال ګڼي. د چين اقتصاد ډېر لوی او د امریکا په پرتله یې وده ډېره چټکه ده. د چین دا اقتصادي وده به په راتلونکو څو کلونو کې امریکا وګواښي. د چين دغه اقتصادي ځواک په نظامي هغه هم بدليدونکی دی؛ د چين نظامي لګښت کال په کال زياتېږي، د ورېښمو لارې پروژې په ګډون زړې او هستوي وړتياوې يې وده کوي، چې دغه چاره په یو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول اسيا کې د چین سياسي او اقتصادي نفوذ ته لاره هواروي. دا ټول امريکا ته د منلو وړ نه دي، نو د چين پر وړاندې یې سوداګريزه جګړه اعلان کړه او په اسيا کې يې د پوځي ايتلافونو په جوړولو پيل وکړ، چې د چين مخالفت وکړي او د پرمختګ مخه يې ونيسي.

دوهم: تایوان یو پراخ ټاپو دی چې ۳۶۰۰۰ کيلومتر مربع مساحت لري او نفوس یې ۲۴ میليونه دی. تايوان د پرمختللي اقتصاد له امله په نړۍ کې ۲۶مه درجه اقتصادي دولت دی او د برېښنايي چيپونو د صنعت له مخې په نړۍ کې نوم لري. له همدې امله، د هېوادونو د نننيو معيارونو له مخې تایوان يو بشپړ هېواد دی. خو تاريخ ته یې په کتو او دا چې خلک يې چينايان دي او له چين څخه يوازې ۱۴۰ کيلومتره واټن لري؛ چين د يوې باغي سيمې په سترګه ورته ګوري. د سياسي تاريخ له مخې له چين سره د تایوان اړيکې يوه توده موضوع ده، ځکه وروسته تر هغه چې په ۱۹۴۹م کال کې کمونيستانو د چين واګې په لاس کې واخيستې او د چين ملتپالو واکمنانو (د چين ملي ګوند- کومينټګ) ماتې وخوړله، دا خلک تايوان ته وتښتېدل او هلته يې خپله واکمني جوړه کړه. دوه ميليونه چينايان د کمونېست ګوند د مخالفت له امله تايوان ته کډوال شول او تايپي يې خپله پلازمېنه وټاکله. په همدې توګه د چين ملتپالو واکمنانو (له کمونېستانو وړاندې) د تايوان ټاپو تر خپل حاکميت لاندې راوست او له هغه وخت راهيسې امريکا پوځي مرستې ورسره کوي. امريکا په ۱۹۵۵م کې د چين جمهوريت تر نامه لاندې له تايوان سره ګډ دفاعي تړون لاسليک کړ، ځکه امريکا هغه وخت د چين جمهوريت چې کمونېست ګوند پرې حاکم و، په رسميت نه پېژاند. امريکا پرله پسې د تايوان د دفاع په موخه مداخله کړې او چين ته يې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې دايمي څوکۍ ورکړه.

درېيم: امريکا که څه هم له بیجېنګ سره تر تفاهم وروسته موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې دايمي څوکۍ دوی (د چين کمونېست ګوند) ته ورکړي او تايوان د ملګرو ملتونو له غړيتوب څخه بې برخې کړي. له هغه وخت راهيسې امريکا د واحد چين سياست تعقيبوي؛ يعنې د تايوان خپلواکي په رسميت نه پېژني، خو دفاعي تړون يې د دې لپاره پرځای دی چې چين د تايوان له الحاق څخه منعه کړي. دې چارې امريکا د تايوان په موضوع کې له تېرو اويا کلونو راهيسې د يوه فعال عنصر په توګه ښکېل کړې. نن ورځ امريکا پرته له دې چې تایوان په رسمیت وپېژني، له دغه هېواد سره د یوه خپلواک دولت په توګه تعامل کوي؛ سياسي، سوداګريزي، اقتصادي او نظامي اړيکې ورسره پالي او پر دې سربېره د امريکايي جنګي بېړيو په مټ ساتنه ترې کوي. امریکا په تايپي کې دفتر لري چې که څه هم د سفارت نوم یې نه دی ورکړی، خو د یوه رسمي سفارت چارې مخ ته وړي.

څلورم: له چین څخه د یوه جلا سیاسي بنسټ په توګه د تايوان په تاریخ کې وضعیت همداسې و. نن ورځ د چين ځواک خورا زيات شوی او په نړيوال ډګر کې يو وتلی دولت دی، دوی په اسيا کې، په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې پام وړ نفوذ موندلی؛ خو د تايوان لانجه یې د يو باغي دولت په توګه نه ده حل کړې او دا يې يوه لويه کمزروي ده. چين په تېر او اوس کې د تايوان له نظامي ځواک څخه وېره لري او ډاډمن نه دی چې یاد ټاپو به د زور له لارې له ځان سره يوځای کړی شي؛ چین د تايوان پر سر له امريکا سره د جګړې د پېښېدو وېره لري. په اوسني کړکېچ کې امريکا د چين پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی، چين په نړيواله کچه پر دې راضي دی چې د نړۍ هيوادونو د تايوان خپلواکي په رسميت نه ده پېژندلې او د «واحد چين تګلاره» يې خپله کړې. پر دې ټولو سربېره، هغه هيوادونه چې امريکايې سياست تعقيبوي، له تايوان سره د يوه خپلواک هېواد په توګه تعامل کوي. په ټوله کې، چين د تايوان شاوخوا د کړکېچ رامنځته کېدو مخه نیولې، ځکه دا کار له نړۍ سره د چين پر سوداګريزو اړيکو سيوری غوړوي. 

پنځم: امريکا د تايوان په موضوع کې چين پاروي، سپکاوی يې کوي او کمزروي يې په ګوته کوي. که چين د امريکا د پاروونکو کړنو پر وړاندې غلی پاتې شي او که د ځان د دفاع په موخه اقدام وکړي؛ په دواړو حالتونو کې تايوان په يوه کړکېچ ورته بدلېږي او پکې ښکېلېږي. چين د پاڼ او پړانګ ترمنځ دی. دا هغه څه دي چې د تايوان د اوسني کړکېچ په تړاو بيان شول. امريکا له کوم قانع کوونکي دليل پرته تایوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې، نانسي پلوسي سفر اعلان کړ او د دې اعلان له مخې د سفر احتمالي نېټه ۳/۸/۲۰۲۲ وه. چين په غوسه شو او امريکا ته يې خبردار ورکړ چې که پلوسي تايوان ته لاړه، امريکا به يې بيه پرې کړي. بیجېنګ خبرداری ورکړ چې د تايوان په هوايې حريم کې د پرواز له بنديز څخه سرغړوونکې الوتکه ښايي وغورځول شي. (د الشروک ورځپاڼې وېبپاڼه، ۲/۸/۲۰۲۲) امريکا سره له دې هم خپلو پاروونکو کړنو ته زور ورکړ؛ پلوسي د امريکا په يوه پوځي الوتکه کې چې ۱۳ نورو پوځي الوتکو بدرګه کوله، په جاپان کې د امريکا له پوځي بېس څخه پرواز وکړ او د چين له خوا ورپېښېدونکي ګواښ ته يې هېڅ ارزښت ور نه کړ.

شپږم: چين د تايوان په تنګي کې پراخ پوځي مانورونه وکړل، توغندي يې وتوغول او له امريکا څخه یې د واحد چين د پاليسۍ د پيروۍ غوښتنه وکړه چې په ۱۹۷۱ کې یې هوکړه پرې کړې وه. د پلوسي تر سفر وروسته امريکا نورو پاروونکو کړنو ته مخه کړه. د امريکا د کانګرس يو بل غړی تايوان ته لاړ چې د تايوان د دفاع او د چين د ننګولو په موخه د امریکا ژمنتيا په ډاګه کړي. په تايپي کې د امریکا د انسټېټيوټ -چې د واشنګټن د سفارت په توګه کار کوي- د وينا له مخې؛ (یکشنبه، د اګسټ ۱۴مه، د امریکا له کانګرس څخه يو پلاوی تايوان ته را ورسېد). دا کار وروسته تر هغه ترسره شو، چې چین د امريکا د استازو جرګې د مشرې، نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې د تايوان شاوخوا پوځي مانورونه وکړل. (انډېپنډنټ عربي، ۱۴/۸/۲۰۲۲). چين د دې په ځواب کې د تایوان په تنګي کې نوي پوځي مانورونه وکړل او دغه راز امریکا اعلان وکړ چې سمندري او هوايي ځواکونو يې د تايوان په تنګي کې ترانزیتي عملیات ترسره کړل، څو په دې توګه په دغه ځای کې د تګ راتګ ازادي تایید کړي. تايوان د دغو مانورونو پر غبرګون کې ظاهري شورماشور جوړ کړ او پوځي مانورونه يې وکړل چې د چين د بريد پر وړاندې ظاهري غبرګون وښيي. له همدې امله د تايوان کړکېچ د امريکا او چين ترمنځ دی او په لاندې ډول يې خلاصه کولی شو:

۱- چين غوسه دی او د احتمالي جګړې لپاره ځان چمتو کوي. (د چين دفاع وزارت په يوه بېل بيان کې وويل چې د امريکايي پلاوو سفر د چين له حاکميت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده او دا «د تايوان په تنګي کې د سولې او ثبات له منځه وړونکي په توګه د امريکا اصلي څېره په ډاګه کوي.» هغې زياته کړه چې، «د چين د خلکو د ازادۍ پوځ جګړې ته د چمتو کېدو په موخه خپلې روزنې ته دوام ورکوي؛ په غوڅ ډول له خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ساتنه کوي او د تايوان د خپلواکۍ، بېلتون او بهرنۍ لاسوهنې هره بڼه به په غوڅ ډول وځپي.» (انډېپنډنټ عربي، ۱۶/۸/۲۰۲۲)).

۲- امريکا خپلو پاروونکو کړنو، له هېوادونو سره د ايتلافونو جوړولو او د چين پر ضد تودو احساساتو پارونې ته دوام ورکوي، (د امريکا د بحري ځواک یوه قوماندان، کارل توماس، سه شنبه، د اګسټ ۱۶مه په سنګاپور کې په يوه ناسته کې ټينګار وکړ چې د چين دا پرېکړه چې د تايوان پر سر توغندي توغوي؛ يو د نه منلو او بې مسووليته کار دی. (انډېپنډنټ عربي، ۱۶/۸/۲۰۲۲)) نوموړي دغه راز د چين پر ضد اسيايي هيوادونه وپارول، د همدغې سرچينې په حواله، هغه زياته کړه: «که تاسې چين ونه ننګوئ، دغه ستونزه به پر يو اصل بدله شي... خلک يې مني. ټول به دا يوه خبره کوي چې د سويلي چين سمندرګی په بشپړ ډول د چين اړوند دی». تر ده وړاندې، د امريکا ولسمشر په ډاګه ویلي و چې که چين بريد وکړي، امريکا به د تایوان تر څنګ درېږي. د امريکا ولسمشر جو بايډن خبرداری ورکړ چې چين د تايوان په موضوع کې له اور سره لوبې کوي او ژمنه يې وکړه چې که چین برید وکړي، د د فاع په موخه به پوځي مداخله وکړي...، له هغه وپوښتل شول چې ايا امريکا به د چین د برید په صورت کې له پوځي اړخه د تايوان دفاع وکړي که نه؛ په داسې حال کې چې د اکراین په مسله کې داسې ونه شول؛ بايډن ځواب ورکړ: «هو... موږ دغه ژمنه کوو.» (بي بي سي، ۲۳/۵/۲۰۲۲). امريکا په تايوان کې د چين پر وړاندې بې شمېره پاروونکې کړنې کوي او چين د تايوان شاوخوا خپل پوځي ځواک ښيي او ګواښوونه کوي. امريکا خپلې جنګي بيړۍ او الوتکې د تايوان تنګي ته راولي او چين د خپل کور په دروازه کې ننګوي. دا کړکېچ خطرناک ګڼل کېږي چې امريکا حالات د لا کړکېچن کېدو لور ته بيايي. امريکا له کلونو راهيسې په اسيا کې له چين سره د احتمالي پوځي ښکېلتيا په موخه خپل ځواکونه بسيجوي. امريکا د چين پر ضد نوي پوځي ايتلافونه جوړوي، لکه؛ له استراليا او بريتانيې سره درې اړخيز ايتلاف (AUKUS). دوی همداراز شته ايتلافونه پياوړي کوي، لکه؛ له جاپان، هند او استراليا سره څلور اړخيز ايتلاف ((Quad. يعنې، امريکا د پوځي ګواښ تر څنګ له اقتصادي ګواښ څخه هم کار اخلي چې لومړی يې تر دوهم ډېر اغېزناک دی.

۳- داسې ښکاري چې چين پوهېږي چې دا اصلاً د تایوان موضوع نه ده، بلکې د امريکا د لويې پاليسۍ اړوند پلانونه دي چې په مټ يې چين مهاروي. ځکه خو چين خپلې پوځي وړتياوې ښيي. د چين پوځ ختيځي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي: «د چين د خلکو د ازادۍ پوځ د اګسټ پر ۱۵مه د ګډو ځواکونو د چمتوالي په موخه يوه ګزمه ترسره کړه؛ دغه راز یې په سمندرګي کې مانورونه او د تايوان شاوخوا يې پوځي الوتنې وکړې.» (انډېپنډنټ عربي، ۱۴/۸/۲۰۲۲). د چين پوځ دغه راز نن وويل چې تايوان ته نږدې يې مانورونه ترسره کړي چې د دوی په خبره واشنګټن او تايپي ته جدي خبرداری دي، ځکه دوی د تايوان په تنګي کې د سولې او ثبات زيانمنولو په موخه خپلو سياسي چلونو او نیرنګونو ته ادامه ورکوي. د چين پوځ د ختيځې قومندانۍ په وینا؛ د چين د خلکو د ازادۍ پوځ په سمندرګي کې د ډزو جګړه‌ييز تمرينونه او د تايوان شاوخوا پوځي الوتنې ترسره کړې. په ورته وخت کې، د چين دفاع وزارت وويل چې ځواکونه يې د چمتوالي په موخه روزنې ته دوام ورکوي، په کلکه د ملي حاکميت دفاع کوي او د تايوان د خپلواکۍ هره بڼه او بهرنۍ هر ډول لاسوهنې به وځپي. دوی امريکا او په تايپي کې واکمن ډيموکراټ مترقي ګوند ته خبرداری ورکړ چې د چين د مهارولو په موخه تايوان د يوې وسيلې په توګه کارول له ناکامۍ پرته بل څه په لاس نه درکوي. (الجزيره نټ. ۱۵/۸/۲۰۲۲). همدا رنګه، په (۱۷/۸/۲۰۲۲) نېټه، چين خپل ځينې ځواکونه روسيې ته له روسي ځواکونو سره د ګډو تمرينونو ترسره کولو په موخه واستول، چې په دې ډول امريکا وګواښي او ويې پوهوي چې د تايوان په کړکېچ کې روسيه د چین پلوې ده.

اووم: امريکا د تايوان د کړکېچ  د بېلابېلو اړخونه د رامنځته کېدو په مټ غواړي چين د ځان تابع کړي. د يادونې وړ ده چې په دې تړاو څلور مهم موضوعات دا دي:

۱- امريکا د چين له اقتصادي جګړې څخه ويره لري ځکه د چين اقتصاد ډېر ځواکمن دی. خو له پوځي اړخه امريکا تر چين زياته پياوړې ده او له چين سره له پوځي ښکېلتيا وېره نه لري؛ نو د تايوان په موضوع کې د امريکا پاروونکو کړنو ته بايد د يوې روښانه او ډېرې جدي امريکايي تګلارې په سترګه وکتل شي، چې غواړي د اقتصادي ډګر پرځای په پوځي ډګر کې له چين سره ښکېله شي. په داسې حال کې چې امريکا په بشپړه توګه له پوځي اړخه له چين څخه پیاوړې ده. دا چې روسيه په اوکراین کې ښکېله ده، ښايي له چين سره د تايوان د جګړې د پېښېدو په صورت کې پوځي مرسته ونه شي کړی. په دې جګړه کې به د اټومي وسلو کارول لرې خبره وي.

۲- که امريکا په دې کې بریالۍ شي چې چین د تایوان په مسله کې راښکېل کړي؛ نو له خپلو متحدینو سره به پر چين اقتصادي بنديزونه ولګوي؛ لکه پر روسيه یې چې ولګول. له دې سره به د چين اقتصادي زبرځواکي له ستر ګواښ سره مخ شي او د چین په مهارولو به د امریکا هیله پوره شي. پر تایوان د برید په صورت کې پر چين دغه احتمالي بنديزونه د امريکا د ډېر نفوذ لامل کېږي او په چين کې به شتمن پوړ ته -چې د کمونېست واکمن ګوند جګ‌پوړي غړي دي- ډېر دردوونکي تمام شي. که د يادو متنفذينو ګټې په پراخه کچه زيانمنې شي، نو د چين کمونېست ګوند دننه به د امریکا لپاره د پنځمې ستنې په توګه کار پيل کړي!

۳- دغو ټولو خبرو ته په کتو، بيخي روښانه ده چې امريکا غواړي وضعیت ترینګلی شي او خبره لویه کړي. دا هم روښانه ده چې اکراین ته د امريکا پام له چين سره د ترینګلتيا په کمولو کې مرسته نه ده کړې. د دې خبرې د لا روښانه کولو لپاره، امريکا له پولنډ څخه وغوښتل چې اوکراين ته د شوروي لخوا جوړې شوې ميګ (MiG) جيټ الوتکي چمتو کړي، پولنډ د دې په بدل کې له امریکا څخه د ايف-۱۶ امریکایي جيټ الوتکې وغوښتې. امريکا يې په ځواب کې وويل چې امريکايي کمپنۍ د تايوان لپاره د جنګي الوتکو په چمتو کولو بوختې دي؛ يعنې د اوکراين جګړې له چین څخه د امريکا پام نه دی اړولی. دا و د تایوان د کړکېچ اوسنی وضعیت او انګېزه یې.

۴- که دغه کړکېچ د جګړې يا اوربند لور ته ولاړ شي، ډېر احتمال شته چې چين د خپل کور په خوله کې په کړکېچ کې ښکېل کړي، چې په دې سره چين له روسيې سره د اوکراين په جګړه کې مرسته نه شي کولی. د دې په پايله کې، امريکا د روسيې لپاره په اوکراين او د چين لپاره په تايوان کې کړکېچ رامنځ ته کوي او ګټه به يې د دواړو لورو په کمزوري کولو سره امريکا ته رسېږي. که روسيه او چين پوه نه شي چې امريکا په اوکراين او تايوان کې کړکېچونو ته په لمن وهلو سره د دوی پر وړاندې څومره خطرناکه لوبه پيل کړې ده؛ موږ وايو د جګړې د پېښېدو ډېر احتمال شته، يا لږ تر لږه ممکن اخ وډب وشي، ځکه د پوځونو له بسيج کولو تر پاروونکو اقداماتو پورې، په دې قضيه کې هر ډول غلطه محاسبه د جکړې احتمال رامنځته کوي.

اتم: د پایلې په توګه ، زبرځواکو هېوادونو نننۍ نړۍ اغېزمنه کړې؛ عدالت او نېکۍ ته هيڅ ارزښت نه ورکوي او سر تر پايه په بې عدالتۍ او شرارت کې ډوب دي. د يادو هيوادونو ګټې که د ځمکې په فاسدولو او د خلکو په له منځه وړلو سره ترلاسه کېږي، له شک پرته چې دا کار کوي؛ که يې ګټې د وينې په تويولو، فساد خپرولو او ګمراهۍ دودلو سره ترلاسه کېږي، دا کار هم هرو مرو کوي. که تېر تاريخ ته پام وکړو، فارس او روم «لوی دولتونه» وو، خو مومنانو فتحه کړل. نن به هم مومنان دغه دولتونه له منځه يوسي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر منهج راشده خلافت به بيا تاسيس کړي، الله سبحانه وتعالی نړۍ ته د ښېګڼې  ورکولو اراده لري. 

[... وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً] [الإسراء:۵۱]

ژباړه: «... دوی وايي دا به كله وي؟ ته ووایه، شاید چې نیږدې وي»

 

 

د مطلب ادامه...

که غربي نړۍ سرې کرښې لري، نو اسلام هم سرې کرښې لري!

خبر:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو په هرات ولایت کې د ګازرګاه پر جومات د وروستي برید په اړه ویلي، چې «تروریزم» د نړیوال امنیت او سولې لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی او پکار ده چې پر وړاندې يې مبارزه وشي. دا موقف یې د هغې چاودنې په اړه نیولی، چې د سپټمبر په ۲مه (د سنبلې ۱۱مه) د جمعې په ورځ د هرات ښار د ګازرګاه په جامع جومات کې وشوه. په دې چاودنه کې د هرات ولایت د ګازرګاه جومات خطیب مولانا مجیب الرحمن انصاري له یو شمېر نورو کسانو سره شهید شو. ښاغلی انصاري یوازې د جومات خطیب نه و، بلکې د یوه متنفذ عالم په توګه هم پېژندل کېده.

تبصره:

ملګرو ملتونو، امریکا او لويو قدرتونو تل د اسلامي نړۍ او افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې. هغوی د دې لپاره چې پر نړۍ خپل واک ته دوام ورکړي او نړیوال سیکولر نظم د دوی په لاس کې وي، د اسلامي هېوادونو د کنټرول لپاره تل په کمین کې دي. امریکا او نور لوی قدرتونه په دې خاطر چې اسلامي امارت د غربي ارزښتونو او د سیکولر ژوند د تګلارې په لوري جذب کړي، همېشه یې د مداخلې په نيت بېلابېل موقفونه نیولي دي. امریکا د رينا اميري په نامه ښځه په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې خپله استازې ټاکلې ده؛ ټوماس ويسټ يې د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی دی؛ همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو  ځانګړی راپورچي ریچارډ بنټ دی او دغه راز د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی او د نورو قدرتونو ځانګړي استازي د دې ښکارندویي کوي، چې دوی غواړي هم له ارزښتي پلوه او هم د خپلو استعماري ګټو له پلوه په افغانستان کې مداخله ولري.

کله چې د امنیت شورا استازي له یوې پېښې څخه استفاده کوي او په افغانستان کې د «تروریزم ګواښ» ته فضا جوړي، ترڅو خپلې ګټې خوندي کړي او کله چې غربي قدرتونه د ازادۍ، د ښځو حقونو، بشري حقونو او نورو مسائلو په اړه اندېښنه ښيي او د هغو پر اساس اسلامي امارت ګواښي او یا یې هیله‌من کوي... د دې ټولو معنا دا ده چې غربي نړۍ خپلې سرې کرښې لري، چې تل یې په خپلو ټولنو کې بیان او پلې کوي او دفاع ورڅخه کوي، خو زموږ په ټولنو کې يې د وسایلو او شعارونو په توګه کاروي. سیکولر ارزښتونه او د غربي قدرتونو ګټې دوی دې ته هڅوي، چې د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله وکړي او ان د مېرمنې او خاوند تر منځ د اړیکې تکلیف تعین کړي؛ خو له اسلامي امارت څخه بیا غواړي، چې د نورو په چارو کې د نه مداخلې تضمین ورکړي او نړۍ ته د دې ډاډ ورکړي چې نظام به یې له پولو بهر نه تېرېږي.

اسلامي امارت باید درک کړي، لومړی دا چې د نورو په چارو کې نه مداخله یو غیر واقعي او خیالي اصل دی. دویم دا، کله چې غربي نړۍ خپلې سرې کرښې لري او د هغو پر اساس له موږ سره تعامل کوي، اسلام هم خپلې سرې کرښې لري، چې اسلامي دولت یې باید ساتنه وکړي، د هغو پر اساس له نورو سره تعامل وکړي او څوک یې چې ماتوي، غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

اسلامي دولت چې په لومړیو وختونو کې په مدینه کې تاسیس شو، یوازې خپل ځان یې معیار وباله، هغه هم د ټول بشریت لپاره معیار. نو اسلام پخپله معیار دی، چې دا معیار یوازې د یوه واحد او ځواکمن نړیوال دولت په واسطه تمثیلېدلی شي. اسلام د حق او باطل، ښه او بد، روا او ناروا، خیر او شر، افراط او تفریط لپاره معیار دی. اسلام د دې لپاره راغلی، چې بشر ته د حق او مکلفیت د پېژندلو لپاره یوازینی معیار شي. په همدې توګه اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د ستر نړيوال راشده خلافت دولت په تاسیس سره له دغه معیار او سرو کرښو څخه دفاع وشي او په رښتیني ډول د نړیوال معیار په توګه تمثیل شي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

د پاکستان پوځي او سیاسي رهبري د امریکایي اجنډا پر بنسټ له سیلابونو څخه له هند سره د سوداګرۍ د عادي کولو لپاره کار اخلي

  • خپور شوی په پاکستان

په پاکستان کې شدیدو سیلابونو د غلو، مېوو او ترکاریو فصلونه له منځه وړي او د خوراکي توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي. دا د دولت مسوولیت دی چې د اړتیا وړ خوراکي توکو عرضه او تقاضا وڅېړي او د اړتیا په صورت کې یې د بیو د ثبات په موخه وارد کړي. د پاکستان سیاسي او نظامي رهبري په دې لټه کې ده، چې په سیمه کې د امریکا پلان پر مخ بوځي او په دې وروستیو کې یې اعلان وکړ، چې دوی اوس له هند سره پر سوداګرۍ فکر کوي او دا خپله له بشري ناورین څخه ناوړه ګټه اخیستل دي.

ایا د پاکستان خوراکي اړتیا وې یوازې هند پوره کولای شي؟ ایا له ایران، افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو څخه خوراکي توکي نه شي راوړل کېدلای؟ د کوم مجبوریت له مخې د پاکستان د اړتیاو د پوره کولو لپاره لومړی انتخاب تل هند ټاکل کیږي؟ دا هماغه هند دی چې د ۲۰۱۹م کال د اګسټ په ۵مه یې اشغال  شوی کشمیر په ځان پورې وتاړه او په دې ډول یې د هغه ځای او په هند کې د ننه مسلمانانو ته سزا ورکړه. تر ټولو دردونکې دا چې د هند د واکمن ګوند یو مهم غړي په پرله پسې ډول زموږ د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم سپکاوی وکړ. ایا له دې هر څه سره، بیا هم باید موږ د پیازو او رومیانو لپاره هندو دولت ته سر ټيټ کړو؟

که نن خلافت تاسیس وای او له اندونيزیا تر مراکشه اسلامي نړۍ د یوه دولت او یوه خلیفه تر چتر لاندې راټوله وای، نو له شک پرته چې نن به موږ له هر ډول طبیعي ناورینونو سره د مقابلې لپاره پراخې سرچینې لرلای. د کفارو، هند، امریکا، اروپا او ملګرو ملتونو مرستو ته به مو اړتیا نه وه. خلافت په ورته حالاتو کې له ځنډ پرته د یوې سیمې زیانونه د بلې سیمې د سرچینو له لارې جبرانوي.کله چې پر مدینه وچکالي راغله، دویم خلیفه عمر فاروق رضی الله تعالی عنه د عمرو بن العاص رضی الله تعالی عنه په مشرۍ له مصر څخه د خوراکي توکو کاروانونه ترتیب او په ډېرې چټکۍ سره یې د یاد ناورین مخه ونیوله.

اې د پاکستان مسلمانانو! د ډيموکراسۍ په ګډون د انسان په لاس تر هر جوړ شوی نظام لاندې رهبري هېڅکله ستاسو پر دین او اړتیاو پام نه شي کولای. دا ډول رهبري تل د استعماري قوتونو د ګټو ساتنه کوي. حاکمان په دا ډول ستونزمنو حالاتو کې په جګړه کې له امريکا سره د مرستې او یا د FATF او IMF د اوامرو په پلي کولو کې د سرچینو د کمښت چیغې نه وهي، بلکې ټول دولتي نظام او سرچینې یې خدمت ته وړاندې کوي، خو کله چې زموږ خلک د سیلابونو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي، نو په دې وخت کې بیا د عذرنو اوږد لیست وړاندې کړي.

اوسنی سیلاب او د خوراکي توکو ناورین د نبوت پر منهج د راشده خلافت د سملاسي بیا تاسیس جدي اړتیا په ګوته کوي. خلافت به د خپل تاسیس په څو دقیقو کې ټول دولتي سیسټمونه د خپلو مخلصو رضاکارانو له لارې چې له وړاندې د همدې لپاره کار کوي، بسیج کړي، تر څو په ډېرې چټکۍ سره د خلکو امنیت او هوساینه تامین شي.  

اې د پاکستان په وسله وال پوځ کې مخلصو مسلمانانو! تاسو هغه تر ټولو ستره وړتیا لرئ، چې سمدلاسه زموږ د خلکو ستونزو او ننګونو ته د پای ټکی ایښودلی شي. خبردار اوسئ چې الله سبحانه وتعالی به د قیامت په ورځ له تاسو څخه د هغه په اړه سخته پوښتنه وکړي. که غواړئ چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې له دغې ملامتیا څخه ځان خلاص کړئ، نو باید نن ورځ حزب التحریر ته د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړئ. یوازې همدا کار په دې شرط زموږ ځورېدلي خلک هوسا کولای شي، چې د خپلو دښمنانو پرمخ دروازې کلکې وتړئ. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ]

ژباړه: «که دوی له تاسو څخه په دین کې مرسته وغواړي، نو د هغوی مرسته کول پر تاسو فرض دي.» [انفال: ۷۲]

 

د مطلب ادامه...

المان او فرانسه د روسیې پر وړاندې خپله پالیسۍ کې د امریکا پیروي کوي

  • خپور شوی په سیاسي

د المان د دفاع وزیرې کریسټین لامبرشت سه شنبه وویل چې برلین اوکراین ته درې MARS-II راکټي سیستمونه ورکړي. لامبرشت زیاته کړه چې المان دې ته چمتوالی نیسي چې په مني کې اکراین ته درې پخپله اداره کېدونکې توپخانې او IRIS-T  هوايي دفاعي سیستمونه ورکړي. دا روښانه شوه چې المان اوکراین ته Gepard پخپله اداره کېدونکي د الوتکو ضد توپخانې ورکوي. (Pravda ورځپاڼه)

نن ورځ په ډاډ سره ویلی شو چې په تېره یوه نیمه میاشت کې جرمني او فرانسې د اوکراین د کړکېچ په اړه په بشپړه توګه خپله پالیسې پرېښې او پرېکړه یې کړې چې د امریکا پلان ته تسلیم شي. د دې پلان موخه، لکه څنګه چې ټول پوهېږي، دا ده چې د روسیې د پوځ ماشین مات کړي او روسیه په داسې یوه دولت بدله کړي چې هېڅکله د پوځي ځواک له لارې نړۍ ته ګواښ ونه کړي.

د ۲۰۲۲م کال د جون په ۱۶مه دریو بانفوذه اروپایي سیاستوالو؛ د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون، د جرمني لومړي وزیر اولاف شولټس او د ایټاليا لومړي وزیر ماریو ډراګي په یوځل اوکراین ته سفر وکړ. دغو دریو رهبرانو هغه وخت په ډاګه وویل چې د اوکراین او روسیې ترمنځ کړکېچ باید له ډيپلوماټیکو لارو حل شي. سربېره پردې جرمني د درنو وسلو اکمالات هم بند کړل. که څه هم د دغه سفر موخه په اروپایي اتحادیه کې د اوکراین شاملول وو، ډېری شنونکي وایي چې مکرون او شولټس هڅه کوله چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي قانع کړي چې روسیې ته امتیازات ورکړي.

خو تر دې لیدنې وروسته د دواړو لورو له رسمي څرګندونو ښکاره شوه چې په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی. اوکرایني لوري په ډېره هوښیارۍ د رسمي خبرو اترو له پیل مخکې دغو مېلمنو ته ایرپین او بوچا ښارونو ته سفر تنظیم کړی و؛ دا هغه ښارونه دي چې روسي سرتېرو د جګړې په لومړیو میاشتو کې ناوړه جنایتونه پکې کړي وو.

ظاهراً، د کيېف له سفر وروسته د اروپایي اتحادیې لوکوموټیو هیوادونه په دې قانع شول چې له روسیې سره خبرو اترو ته د اوکرایني چارواکو حاضرېدل ناشوني دي. د ایټالیا د لومړي وزیر ماریو ډراګي پلان هم بلاخره د نوموړي د ملاتړ کوونکو له لوري رد شو.

د بېلګې په توګه، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جون په ۲۸مه د G7 هیوادونو د ډلې له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې پر لاندې موضوعاتو خبرې وکړې:

«روسیه یې نه شي ګټلی او باید یې هم ونه ګټي. له اوکراین څخه زموږ ملاتړ او د روسیې پر وړاندې بندیزونه به په راتلونکو اونیو او میاشتو کې له اړتیا سره سم ډېریږي او دوام به کوي ... له همدې امله به موږ خپلو بندیزونو ته دوام ورکوو او د اوکراین او د دغه هېواد د خلکو ملاتړ به کوو، ترڅو اوکراین بشپړ بریالی شي او خبرې اترې به هغه وخت او په هغو شرایطو کېږي چې پخپله د اکراین خلک یې غواړي.»

 دوې ورځې وړاندې د دغې غونډې په پيل کې داسې پېښه وشوه چې د G7 هېوادونو مشرانو د برېتانیا د لومړي وزیر بوریس جانس په وړاندیز د ولادیمیر پوتین په نیمه لوڅو جامو ملنډې ووهلې.

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو ډراګي  اعلان وکړ، چې موږ باید د انرژۍ په برخه کې پر روسیې له تکيې څخه «ځان د تل لپاره خلاص کړو». نوموړي وویل چې هغه وخت ته ور ګرځېدل له تصوره لرې دي چې بیا پر روسیه تکیه وکړو. نوموړي زیاته کړه: «موږ باید هغه تېروتنې تکرار نه کړو چې د ۲۰۰۸ کال له بحران وروسته مو وکړې. د انرژۍ بحران د پوپولېزم د بیا راتګ سبب نه شي کېدی.» «موږ باید روسیې ته د خپلې پانګې لېږل بند کړو...»

د جون په ۲۸مه په ماډریډ کې د ناټو سرمشریزه ناسته وشوه چې د ناټو د غړو هېوادونو په ډله کې د سویډن او فنلنډ هېوادونو د شاملېدو په اړه پرېکړه پکې وشوه. د ناټو د سرمنشي، ینس سټولټنبرګ په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به اوس له روسیې سره پر پوله د ناټو ډېر غړي وویني او په ناټو کې به د دغو هېوادونو شاملېدل په بالتیک سیمه کې وضعت په اساسي ډول بدل کړي. یوه ورځ مخکې د دغه سازمان سرمنشي د هغو پلانونو په اړه خبرې وکړې چې غواړي د دغه اتحاد په ختیځه سیمه کې د چټک غبرګون ځواکونو شمېر ۷.۵ براره زیات کړي.

په دې اړه د روسیې غبرګون له خورا ډېر سوز او احساساتو ډک و. د روسیې ولسمشر پوتین وویل چې روسیه له سويډن او فنلنډ سره کومه ستونزه نه لري او په ناټو کې د دغو هېوادونو غړیتوب مسکو نه اندښمن کوي. پوتین وویل: «مهرباني وکړئ له ناټو سره یوځای شئ.»

نو د روسیې له لوري پر اوکراین د یرغل اصلي موخه چې د ناټو د پراخېدو مخنیوی و، د روسي چارواکو له لوري له پام وغورځول شو.

 د اوکراین او روسیې تر منځ د شخړې په پیل کې پوتین وویل، چا چې د روسیې موخو – د دوی په اصطلاح ځانګړي پوځي عملیاتو - ته د روسیې د رسېدو په لار کې خنډ جوړ کړی، موږ به یې په نښه کول ځان ته مشروع وګڼو. نن ورځ موږ وینو چې د غربي نړۍ نږدې ټول هېوادونه اوکراین ته هر ډول وسلې ورکوي. اوس ویل کېږي چې غرب اوکراین ته عصري هوایي دفاعي سیسټم او هوایي چلند برابروي.

د اوکراین پوځ په چټکۍ د ناټو د معیارونو پر لور حرکت کوي، ځکه چې د ناټو غړي هېوادونه نه یوازې دا چې اوکراین ته غربي وسلې ورکوي، اوکرایني پوځیان هم روزي. انګلستان له وړاندې په خپلو پوځي کمپونو کې د لسو زرو اوکرایني سرتېرو روزنه پیل کړې.

امریکا د خپل متحد برېتانیا په مرسته وکولی شول چې د اروپایي ټولنې مخکښ هېوادونه په پشپړه توګه د خپلې ارادې او تګلارې تابع کړي. جرمني او فرانسې هڅه کوله چې یوه خپلواکه پالیسي پرمخ یوسي، خو هڅې یې بې پایلې وې. داسې ښکاري چې امریکا نه غواړي چې د اوکراین د شخړې په حل کې بیړه وکړي، ځکه امریکا د اروپایي اتحادیې او چین لپاره ځانګړي پلانونه لري چې پلي کول به یې وخت ونیسي.

په پوځي ډګر کې وضعیت ته په کتو دا باید په یاد ولرو چې له ځینو تخنیکي بریاوو سره سره، له سټراټېژیک اړخه له شک پرته روسیه بایلونکې ده.

د اوکراین پوځ لا دمخه د زور له لارې د کریمیا د بېرته نیولو او د کریمیا پر پل -چې له روسیې سره یې د یوځای کېدو اصلي سمبول دی - د راکټي بریدونو په اړه خبرې کوي.

څو اونۍ وړاندې، اوکرایني چارواکو اعلان وکړ چې دوی به د دغه هیواد په سوېل کې د خرسون سیمه ازاده کړي. د روسیې لپاره هر ډول ماتې او شاتګ په هیواد کې د ننه او نړیواله کچه لویې ستونزې او ګواښونه را ولاړوي. له همدې امله به روسیه په خپل ټول توان هڅه وکړي چې د خرسون په سیمه کې د ډنیپر سیند ښۍ څنډه وساتي؛ دا سیمه یې په لومړیو کې ځان ته هیله‌بښونکې نه ګڼله، اوس به هلته د خپلو ځواکونو یوه لویه برخه ځای پرځای کړي.

د اوکراین په سوېل کې د جګړې شدت به په دې معنی وي چې روسیه د خپلو تش په نامه ځانګړو پوځي عملیاتو اصلي موخه وځنډوي او د ډونباس سیمه ټوله ونیسي. د روسیې په لاس د خرسون د سیمې ښۍ خوا ساتل ناشوني ښکاري، ځکه چې د اوکراین پوځ په دې سیمه کې نږدې ټول هغه پلونه ویجاړ کړي ، چې روسي سرتېري یې له لارې د ډنیپر سیند له کیڼ لوري، ښي لوري ته اوښتی شي.

نو د روسیې لپاره تر ټولو مهم هدف په اوکراین کې د دونباس د تارخي سیمې ساتل دي او دا چې نه غواړي د خرسون سیمه- چې لږ مهمه ده - هم له لاسه ورکړي. د سطرنج په دې لوبه کې، روسیه هڅه کوي چې یو پیاده وساتي او وزير له لاسه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د اوکراین جګړې د روسیې د پوځ او وسلو په اړه هغه افسانه افشا کړه چې ګواکي روسیه پیاوړی پوځ او وسلې لري.

اکراین په امریکايي HIMARS باندې د روسیې S300 او S400 هوايي دفاعي سیستمونه په نښه کوي، چې د روسیې د ادعا له مخې هر راز هوايي هدفونه په نښه کولی شي.

کله چې په خرسون کې د انتونوف پر پل د اوکرایني ځواکونو له لوري د برید انځورنه پر انټرنټ خپاره شول، د روسیې پوځ د خلکو د خندا شو. په دغو انځورنو کې لیدل کېږي چې روسي ځواکونه د برید د مخنیوي لپاره خپل دفاعي توغوندی هوا ته توغوي چې د برید مخه ونیسي، خو اکرایني ځواکونو د مخه خپله نښه ویشلې وه.

له شک پرته دې کار د روسیې تصویر خراب کړ؛ د منځني ختیځ دیکتاتورانو د روسي وسلې غوښتې او د دغو وسلو پلور د روسیې د پوځ د عاید یوه مهمه سرچينه وه.

د اوکراین په جګړه کې د روسيې کړنې نور د پام وړ اغېز نه لري؛ دوی یوازې غبرګون ښيي او د خپل ځان تر دفاع را محدود شوي. د روسیې ویجاړوونکي ايډیالوژیک ضعف ته په کتو به دا خورا ستونزمنه وي چې دا هېواد له دې برخلیک څخه ځان وساتي.

نن ورځ اصلي ګټه امریکا ته رسېږي. د روسیې د تیري له لارې امریکا پلان لري چې په اروپایي اتحادیه کې یو پیاوړی امریکایي پلوه ځواک رامنځته کړي، ځکه پر روسیه د بریالي کېدو په صورت کې به امریکایي پلوه اوکراین له شک پرته دواړو، ناټو او اروپایي ټولنې ته منلی وي.

په اوکراین کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر رییس

 فاضل حمزایف

ژباړه: محمد هارون رووفي

د مطلب ادامه...

د مولوي صاحب انصاري شهادت د مرموزو استخباراتي وژنو دوام دی! Featured

د هرات د ګزرګاه جومات د چاودنې په پايله کې د دغه جومات خطيب مولوي صاحب انصاري د ۱۷ تنو په ګډون په شهادت ورسېد او لسګونه تنه نور پکې ټپيان شول. د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر دا وحشيانه بريد او ترور د ټولو انساني او شرعي موازينو خلاف بولي او په سختو ټکو يې غندي. الله تعالی دې د شهيدانو شهادت قبول کړي، ټپيانو ته دې عاجله شفا او د هغوی خپلوانو ته دې جميل صبر او لوی اجر ورپه برخه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې موږ د دغه امت د علماوو، متنفذينو او مخورو د ترور شاهدان يو، په ځانګړي ډول په وروستيو شلو کلونو کې چې افغانستان د اشغال او استعمار تر ولکې لاندې و، د علماوو او متنفذينو ځنځيري او هدفي وژنو په شدت سره دوام درلود، اشغالګرو او د هغوی استخباراتي کړيو په دې خاوره کې ډېرې مرموزې وژنې وکړې، ترڅو هغه کسان چې په خلکو کې هويت او محبوبيت لري او هغه کسان چې د اشغالګرو د پلانونو او دسيسو پر وړاندې خنډ کېږي، په يو ډول نه يو ډول منزوي کړي، شخصيت يې ترور او يا يې په شهادت ورسوي، چې د مولوي صاحب انصاري شهادت د همدغو استخباراتي فعاليتونو دوام دی.

اشغال په افغانستان کې ماتې وخوړه، خو اشغالګران ارام نه دي ناست. د اسلام دښمنان له مختلفو اساليبو څخه په استفادې غواړي چې د اسلامي ارزښتونو، حاکم نظام، او د دې خاورې د علماوو او متنفذينو پر وړاندې بې درېغه بريدونه وکړي، ترڅو له يوه اړخه پر اسلامي امارت فشار راوړي او له ننګونو سره يې مخ کړي او له بله اړخه هغه کسان له منځه يوسي چې دوی يې د خپلو موخو په لار کې خنډ بولي. بناءً اسلامي امارت بايد درک کړي، چې غربي استعمار او سيمه‌ييز همکاران يې مختلفې څېرې لري؛ دښمن کله د پيسو د مرستو په بڼه راڅرګندېږي، کله د خيريه بنسټونو په بڼه، کله د مدني فعاليتونو، لاريونونو او مطبوعاتي فشارونو په بڼه، کله د سياسي فشارونو او کله هم د مرموزو استخباراتي فعاليتونو او هدفي ترورونو په بڼه.

موږ پخوا هم په وار وار د دښمن دا ډول دسيسې افشا کړې او د ټولنې مشران مو ترې خبر کړي دي. نن هم دا حقيقت تکراروو چې غرب څو اړخه او پېچلی سياست کوي؛ په ښکاره د بشري مرستو او بشري حقونو خبرې کوي، خو په عمل کې په افغانستان او سيمه کې د يو باثباته او ځواکمن دولت د رامنځه کېدو مخه نيسي. بايد پوه شو چې يوازې له امت سره نږديوالی او د شريعت بشپړ تطبيق کولی شي د داخلي فتنو مخه ونيسي، بهرنۍ دسيسې خنثا کړي، مجرمين مجازات کړي او د مسلمانانو ځاني او مالي امنيت خوندي کړي. د يو قوي اسلامي هويت رامنځته کول او د يوې باثباته ټولنې احياء موږ ته دا وړتيا راکوي چې د خپل بهرني دښمن په مقابل کې د اوسپنيز دېوال په څېر ودرېږو او د هغوی د هر ډول کيد او مکر پر وړاندې بريالي شو.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د سوریې د ارضي تمامیت په اړه د رجب طیب اردغان څرګندونې د اسد د هغه رژیم منل ښيي چې له کلونو راهیسې مسلمانان وژني

خبر:

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر «مولود چااوش» اغلو په سوریه کې د عملیاتو په اړه داسې وویل: «دغه عملیات په سوریه او عراق کې د ارضي تمامیت لپاره ډېر مهم دي. که مو عملیات نه وای ترسره کړي، داعش، «پي کې کې» او نورې ډلې به نه وای له منځه وړل شوې. موږ د بریدونو پر وړاندې چوپ نه شو پاتې کېدای. (نیوز اجنسي)

تبصره:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کابینې تر وروستۍ غونډې وروسته ویلي: «موږ غواړو چې شمالي پولې ته نږدې د ۳۰ کیلومتره امن ځایونو د جوړېدو کار ژر پای ته ورسېږي. دا سیمې د پر لپسې بریدونو مرکزونه دي چې زموږ هېواد یې زیانمن کړی. د امن ځایونو رامنځه کېدل زموږ لومړیتوب دی. ژر تر ژره به ترکي ځواکونه، استخبارات او سرتېري خپل اجرات ترسره او عملیات به پیل کړي.

بلخوا، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چااوش اغلو په ټلویزیوني خپرونه کې څرګنده کړې چې دوی په سیمه کې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره له ایراني حکومت سره خبرې اترې کوي: «موږ به د هغو عملیاتو ملاتړ وکړو چې د اسد رژیم به یې ترسره کړي، خو دا رژیم باید مدني مخالفتونو ته د ترهګرو په سترګه و نه ګوري.»

د مولود چااوش اغلو تر څرګندونو څو ورځې وړاندې، اردوغان «سوچي» ته د بیرته تګ پلان په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې پوتین بشار اسد په سوریه کې مناسب کس وګڼلو او زیاته یې کړه: «هغه دا سمه او پر ځای خبره وبلله چې ټول په ګډه له رژیم سره په سمه توګه دا مسله حل کړو. زموږ استخباراتي ادارو هم تر دې وړاندې دا مسله د روسیې له استخباراتي ادارو سره شریکه کړې، خو مهمه دا ده چې مثبته پایله ورکړي.»

اردوغان همدارنګه وویل: «زموږ استخباراتي ادارې به د ترهګریزو سازمانونو د شتون موضوع د سوریې له استخباراتي ادارو سره شریکه کړي. نو تاسو باید په دې مسله کې زموږ ملاتړ وکړئ. موږ پر دې مسله توافق لرو.»

په حقیقت کې د ترکیې او سوریې د استخباراتو دا لومړنۍ ناستې نه دي. د ۲۰۲۰ م کال په جنوري کې هم د ترکیې د استخباراتو عمومي مشر «حاکان فیدان» او د سوریې د استخباراتو رییس «علي مملوک» په مسکو کې سره وکتل. (PYD) چې اردوغان یې د ترهګر سازمان په توګه یادوي، په ۲۰۱۶ م کال کې یې په مسکو کې رسمي دفتر پرانیست.

دا ښکاره ده چې اردوغان «سوچي» ته د سفر پر مهال د روسیې له ولسمشر پوتین سره د سوریې په شمال او یا په سوریه کې د ممکنه عملیاتو پر مسله خبرې کړې دي. دا هم ښکاره ده چې ایران او روسیې د تهران په غونډه کې پر دغو عملیاتو هوکړه ونه کړه، چې په وروستیو کې د ترکیې، ایران او روسیې تر منځ نیول شوې وه.

که څه هم د سوریې د کړکېچ په حل کې دغه درې هېوادونه ځینې اختلافونه لري، خو د مسلې اصلي اړخ متحده ایالات دي. دغه درې هېوادونه د امریکا په مدار څرخي او د دغه هېواد په استازیتوب جګړه مخته وړي.

امریکا له دغو درېیو هېوادونو څخه د خپلو موخو او لومړیتوبونو تر لاسه کېدو لپاره ګټه اخلي، څو پر هغو تصمیمونو عمل وشي چې په ۲۰۱۲ م کال کې د سوریې د کړکېچ د حل لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ونیول شول. هغه ټول عملیات چې د ترکیې حکومت له لوري د امریکا په اجازه په سوریه کې ترسره شول، د دې لپاره وو چې د ظالم اسد رژیم وژغورل شي او له لاسه ورکړې سیمې بېرته لاسته راوړي.

پر دې سربېره، په سوریه کې د امن سیمو رامنځته کېدو په اړه څرګندونې چې اردغان او نور واکمنان هر مهال پرې خبرې کوي، د اسد د وینه څښونکي رژیم د منلو مانا ورکوي، چې له کلونو راهیسې په وحشیانه ډول مسلمانان وژني.

که څه هم اردوغان غواړي د ۲۰۲۳ م کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته له ډک لاس سره ودرېږي، خو لیدل کېږي چې د هغه ډله به په ترکیه کې د اقتصادي ستونزو په دلیل د ډېرو رایو له بایللو سره مخ شي چې ځینې عامه نظر پوښتنې هم دا څرګندوي. د ۲۰۲۳ م کال ټاکنې د اردوغان لپاره حساسې دي. دا ټاکنې نه یوازې د اردوغان لپاره، بلکې د امریکا لپاره هم مهمې دي. امریکا نه غواړي هغه څه له لاسه ورکړي چې د اردوغان په وخت کې یې تر لاسه کړي دي. دا به هم پر ځای وي چې د هغو پړاونو ارزونه وشي چې اردوغان یې په دې برخه کې په بهرنۍ او کورنۍ کچه ترسره کوي.

د دې لپاره چې د اردوغان ملاتړ وشي، په کور دننه او بهر یې لاس ډک وښودل شي او شهرت یې ډېر شي، امریکا ترکیې ته د اوکراین او روسیې تر منځ د غلو دانو مسلې په حل کې رول ورکړ. امریکا غوښتل چې له نورو هېوادونو سره د یهودي شتون د عادي کېدو له لارې بیا ځل اردوغان پیاوړی کړي؛ لکه متحده عربي امارت، د خلیج هېوادونه او سعودي عربستان، ځکه چې هغه دولت له دیپلوماتیک بحران سره مخ و. متحده ایالات یو ځل بیا غواړي چې ترکیه له سوریې سره ډیپلوماټیکې خبرې ولري چې د ترکیې او سوریې اړیکې عادي کړي او د سوریې بحران څومره چې ژر کېږي، حل کړي.

بلخوا، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای پر ۱۵مه تر ناکامې کودتا وروسته له ملتپال حرکت ډلې (MHP) سره د خلکو ایتلاف رامنځته کړ، خو دغه ایتلاف هغه کردان غوسه کړل چې اردوغان ته یې مخکې رایه ورکړې وه. په سوریه کې د نویو عملیاتو د پیل یادول  د عامه افکارو لپاره ده په ځانګړې توګه د ملتپالو لپاره ده چې له وژلو پرته بل هېڅ هم نه دي. نو اردوغان د خپلو اصلي کسانو او ملتپالو رایه ورکوونکو زړه لاسته راوړي چې له ده څخه یې د اقتصادي کرکېچ په دلیل ځانونه لېرې کړي وو.

د پایلې په توګه، د اردوغان ستونزه مهمه نه ده دا معلومه خبره او حقیقت دی چې اردوغان د فلسطین، ختیځ ترکستان، اراکان او سوریې مسلمانانو سره دوکه وکړه. اردوغان یوازې له امت څخه مخ نه دی اړولی بلکې د خپلو غوښتنو او د امریکا د خوشحالۍ لپاره یې امت ځپلی هم دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

لیکوال: یماز شلیک

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

د مطلب ادامه...

د پولیسو له لوري د یوه ځوان وحشیانه شکنجه

  • خپور شوی په امریکا

د ۲۰۲۲م د جولای په ۲۷مه، ۱۷ کلن هادي ابو عطاء الله د امریکا د «ایلي نویز» ایالت په اوک لاون ښار کې درېیو پولیسو په وحشیانه ډول وواهه. د پېښې د شاهدانو له لوري په شوې ویډیو کې ښکاري چې هلک ستړی ښکاري، ټینګ نیول شوی، پولیس يې مخ پر ځمکه موښي، پر سر او پښو یې پر له پسې په سوکانو وهي. هادي اوس په روغتون کې دی، پوزه یې ماته ده، ورمېږ یې تړلی او داخلي خونریزي لري. د اوک لاون ښار د پولیسو مشر د خپلو افسرانو د دغه کار دفاع کړې او ویلي یې چې دوی هغه کار کړی چې ورته روزل شوي. پرته له دې چې د یوه کوچني هلک پر وړاندې د پولیسو د تخلف ادعا ته پام وکړو، د پولیسو د کمرو له لوري ثبت شوې ویډیو کې د دوی عدالت ښکاره دی.

موږ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پولیسو د دا ډول کړنو شاهدان وو، چې پر لږکیو برید کوي او له ځانګړو تبعیض پاروونکو لارو کار اخلي. په اوک لاون او د شیکاګو شاوخوا سیمو کې ډېر مسلمانان اوسیږي. په وروستیو څو کلونو کې موږ د قانون پلي کوونکو له لوري د نژادي او مذهبي تبعیض د ډېرو پېښو، نا قانوني څار او نظارت او ځورونو شاهدان وو.

د دا ډول پېښو په ډېرېدو باید د نژادي نابرابرۍ یوه ټولنیزه موضوع وڅېړل شي؛ هغه د پولیسو له لوري نژادي نابرابري، وحشت او د انتخابي قانون پلي کول دي چې په امریکايي او بله هره ټولنه کې د بشري نظامونو له لوري تعبیه شوې. د دې موضوع د اثبات لپاره د نورو ارقامو او شمېرو ثبتولو ته اړتیا نشته. دا ډول پېښې هره ورځ لیدل کېږي، د «جورج فلویډ» له چیغو «ساه نه شم اخیستی!» څخه نیولې د هادي تر داغلې څېرې.  

موږ مسلمان مېشتې ټولنې ته سپارښتنه کوو چې د پولیسو د وحشت پر وړاندې راپورته شي او د هادي او بل هر قرباني لپاره عدالت وغواړي. موږ د پولیسو په کړنو کې بدلون، د مجرمو پولیسو ایستل او د قانون پلي کوونکو ارګانونو له لوري حساب ورکول غواړو.

په پای کې موږ باید د یوې همغږې او له نژادي تبعیض څخه پاکې ټولنې په اړه د اسلام دریځ ترویج کړو او د قانون پلي کوونکو له لوري له زور او ځواک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې مخه ونیسو. یوازې اسلام په خلکو کې نژادي توپیرونه، نژادپالنه او طبقه بندي له منځه وړي او ټول خلک سره راټولوي. اسلام شکنجه او تاوتریخوالی منع کوي، د خلکو او چارواکو تر منځ مینه او خواخوږي رامنځته کوي. اسلام مسؤل کس ته د خلکو د چارو د سمبالولو مسولیت ورپه غاړه کړی دی. دا مسولیت د هغه چوپان مسولیت ته ورته دی چې د خپلې رمې ساتنه کوي او په ناحقه یې نه وهي.   

حزب‌التحریر-امریکا

ژباړن: حبیب الله حبیب

 

د مطلب ادامه...

پر مبدأ ثبات او جوړجاړی نه کول

  • خپور شوی په سیاسي

پر مبدأ ثبات د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو د پیروۍ په مانا او جنت ته د تګ لاره ده. پر خپله مبدأ ثبات له الله او رسول سره د محبت او تر مرګه پر اسلامي عقیده د استقامت نښه ده.

ثبات په لغت کې تلپاتې‌والي يا هم د دليل پر اساس په دوامداره توګه پر يوه فکر پاتې کېدلو ته وايي. دغه راز ثبات د مېړانې او ښه فعاليت په معنا هم راځي. ثبات په اصطلاح کې په ټينګې ارادې سره د هدايت پر لارې استقامت، پر هغې ټينګ پاتې کېدو او د هغې په دوام اصرار ته ويل کېږي. د شیطاني وسوسو او نفسي غوښتنو تر پښو لاندې کول ثبات غواړي. ثبات د ګناهونو پرېښودو، توبې او الله سبحانه وتعالی ته د تقرب له لارې رامنځته کېږي. الله سبحانه وتعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو ته په خطاب کې فرمایلي دي:

﴿وَ إِن كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِى أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِىَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَ إِذًا لَّاتَّخَذُوكَ خَلِيلًا(73) وَ لَوْلَا أَن ثَبَّتْنَٰكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْءًا قَلِيلًا (74) إِذًا لَّأَذَقْنَٰكَ ضِعْفَ الْحَيَوٰةِ وَ ضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا﴾ [اسراء: 73-75]

ژباړه: نږدې وه دوی تا له هغه څه څخه چې موږ درته وحی کړي، په فتنه کې واچوي، تر څو ته پر موږ  (له وحی پرته) بل څه وتړې، نو په دې صورت کې به دوی تا د دوست په توګه غوره کړي. او که مو ستا قدمونه نه وای ثابت کړي، نږدې وه چې د دوی لور ته ورکوږ شې. که چېرې دې داسې کړي وای، نو موږ به هم په دنيوي ژوند کې او هم تر مرګ وروسته (د مشرکانو) دوه برابره سزا درکړې وای.

د الهي وحی پرېښودل فتنه او ستره ګناه ده او تر دې لا ستره ګناه پر دين او رسول الله تور پورې کول او د طاغوت حکم ته غاړه اېښودل دي. د ډیموکراسۍ حاکمیت، له ښکېلاکګرو کفارو سره ملګرتيا او ورسره د اړیکو عادي کول، د لمونځ کوونکو پر مخ د جوماتونو د دروازو تړل، د قرانکریم د حفظ د حلقو تړل، د کعبې د طواف مخنیوی، د حجرالاسود له ښکلولو او د يماني رکن له لمس څخه مخنیوی، په دین پورې د تهمت تړلو موارد دي. دا د هغو اساساتو پرېښودل دي چې الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې راوړي دي.

په يوه حديث کې چې مالک او حاکم روايت کړی، راځي چې:

«تَرکتُ فِیکُم أمرَینِ لَن تَضِلُّوا مَا تَمَسَّکتُم بِهِمَا؛ کِتَابَ اللهِ وَ سُنةَ  نَبِیِّهِ»

ژباړه: تاسو ته مې دوه شيان پرېښې دي، که پر هغو مو منګولې ولګولې، هېڅکله به ګمراه نه شئ: د الله کتاب  او د رسول الله سنت.

ټولې ګمراهۍ او انحرافونه د یادو دوو سرچینو د پرېښودلو له امله دي او له دغو دوو سرچینو پرته په بل هر څه کې د خپلو ستونزو د حل لټول ګمراهي بلل کېږي. له همدې امله علماء او اسلام پلوي د الله سبحانه وتعالی د دې لاندې قول پر دوام ټینګار کوي:

﴿رَبَّنَا لَا تُزِغ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَ هَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ﴾ [آل عمران: 8]

ژباړه: اې زموږ ربه! وروسته له هغه چې موږ ته دې هدايت وکړ (په سمه لار دې روان کړو) زموږ زړونه (له حق څخه) مه اړوه او موږ ته له خپل لوري څخه رحمت راوبښه، بېشکه ته غوره ورکوونکی يې.

پر خپله مبدأ ثبات؛ د منهج صحت، د ايمان قوت او پر الله سبحانه وتعالی د مومن باور په ډاګه کوي. دعوتګر تل د دین پر ضد شومو پلانونو پر وړاندې ویښ وي. د ټولنې تريخ واقعيت او انجماد، د دعوت له منلو د خلکو مخ اړول، د لارې اوږدوالی؛ دا ټولې ستونزې د دعوتګر پر ريښتينولۍ او اخلاص دلالت کوي او ژر به خپلې موخې ته ورسېږي، دعوت به یې تر کومه چې امکان لري، هغه ځای ته ورسیږي او هر څومره چې کافر، فاسق او فاجر د ده او د ده د دعوت پر ضد فعالیت وکړي، فعاليت به یې بې اغېزې وي، خو چې دی فکري ثبات ولري او پر دعوت ثابت پاتې شي او دغه راز الله سبحانه وتعالی به نصرت ورکړي او د ده د کړنو او باور د صحت تر ټولو ستر دلیل د الله سبحانه وتعالی نصرت او ملاتړ دی. «مَا ظَنُّکَ بِاثنَینِ اللهُ ثَالِثَهُمَا» د هغو دوو تنو په اړه څه ګومان کوې چې درېيم ورسره الله تعالی دی.

کله چې دعوتګر پر خپله مبدأ ثابت پاتې شي، خلک باور پرې کوي، پر خلکو اغېز کوي او سکون مومي. د مصیبت پر وخت ده ته ورځي او د حل لار ترې غواړي ـ الله د خپل امر سر ته رسوونکی دی ـ او هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندې وینا ورته کوي:

«وَاللَّهِ لَيُتِمَّنَّ اللَّهُ هَذَا الْأَمْرَ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِن صَنْعَاءَ إلی حَضْرَمُوتَ مَا يَخَافُ إِلَّا اللَّهَ أوِالذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ، وَلَكِنَّكُمْ تَستَعْجِلُونَ» (رواه بخاری)

ژباړه: قسم په الله! چې دا دین به داسې بشپړ او ځواکمن شي چې مسافر به له صنعاء تر حضر الموت پورې په داسې حال کې لاړ شي چې د الله تعالی له وېرې پرته به یې په زړه کې هېڅ وېره نه وي. دا وېره به هم نه لري چې لېوان یې پسونه وخوري. خو تاسو اوس هم تلوار کوئ - صبر ولرئ.

همدارنګه د تمیم الداري رضی الله عنه روایت ورته وړاندې کوي، چې ویې ویل له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل:

«لَیَبلَغَنَّ هَذَالأمرُ مَا بَلَغَ الَیلُ وَالنَّهَارُ، وَ لَا یَترُکُ اللهُ بَیتَ مَدَرٍ وَ لَا وَبَرٍ إلَّا أدخَلَهُ اللهُ هَذَا الدِّینَ، بِعِزِّ عَزِیزٍ أو بِذُلِّ ذَلِیلٍ؛ عِزّا یُعِزُّ اللهُ بِهِ الإسلَامَ وَ ذُلًّا یُذِلُّ اللهُ بِهِ الکُفرَ» (رواه احمد فی مسنده)

ژباړه: دغه امر (د اسلام دین) به هغه ځای ته رسېږي چې شپه او ورځ ور رسېدلي وي. الله سبحانه وتعالی دا دین تر هر کور او هرې خیمې پورې رسوي، هر کور ته عزت پرې وربښي او دښمنان یې ذلیلوي؛ هغه چا ته عزت ورکوي چې دا دین ومني او هغه څوک ذلیلوي چې مخالفت ورسره وکړي.

دعوتګر ستونزو او واقعیت ته نه تسلیمیږي، د وارخطا او بې ځایه حماسه ویونکو د غوښتنو تر اغېز لاندې نه راځي او له خپلو اساساتو  او ثبات څخه نه لرې کېږي. دغه راز په خبرو اترو کې غیر شرعي حللارو ته غاړه نه ږدي او د منځلاریتوب د حل مفکوره نه مني، ځکه حق ده ته د دې اجازه نه ورکوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلاف ګام پورته کړي. ان که یې له دعوت څخه ټول خلک مخ واړوي هم، دعوتګر له خپل دریځ څخه نه راټیټیږي. په دعوت کې د دې اجازه نشته چې څه دې په زړه وي ویې ومنې او څه چې د په زړه نه لګېږي پرې یې ږدې! د الله سبحانه وتعالی دین ته به یوازې هغه څوک نصرت ورکوي چې په هر اړخیز ډول یې ومني او په ژوند کې یې پلی کړي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت چې صادق مومنان پرې ثابت پاتې کېږي په لاندې ډول دی:

«تاسو دې ته رابولو چې شاهدې ورکړئ چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نه دي او محمد د الله رسول دی. ماته پناه راکړئ او ملاتړ مې وکړئ، ځکه قریش د الله د دین پر ضد راپورته شول او د هغه رسولان یې دروغجن وبلل، د حق پر ځای یې باطل غوره کړ. الله تعالی بې نیازه او ستایل شوی ذات دی.» الله سبحانه وتعالی په خپل دین کې سستو، بې ثباته او بدلېدونکو انسانانو ته اړتیا نه لري. د بېلګې په وړاندې کولو سره دا مقوله لا ښه واضح کېږي: په خپل موقف ثابت پاتې کېدل او د «احد احد» لفظ ویل د بلال بن رباح رضی الله عنه په دريځ کې یوه غوره بېلګه ده، چې هغه له خپل دريځ څخه تېر نه شو او بالاخره الله سبحانه وتعالی مرسته ورسره وکړه. خبیب بن عدي رضی الله د اسلام دښمنانو د هغه د سر وهلو لپاره راوغوښت او ورته ویې ویل: «خوښه دې ده چې د تا پر ځای د محمد سر ووهو او ویې وژنو؟»

هغه رضی الله عنه وویل: «قسم په الله چې دومره مې هم نه خوښیږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پښه کې اغزی ولاړ شي او ویې ځوروي.» دا خباب رضی الله عنه و چې د ام انمار په شکنجو یې صبر کاوه، چې کله یې ویلې شوې او سره اوسپنه پر تندي ورکېښوده او له ډېره درده یې غوښې اوبه شوې، خو بیا هم په خپل دریځ ولاړ و او کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده له څنګ څخه تېرېده ویل به یې: «یا الله! له خباب سره مرسته وکړه!» ... که نورې بېلګې راوړو بحث اوږدېږي.

په پایله کې باید ووایو چې هر مسلمان باید پر دې پوه شي، چې پر خپله مبدأ ثبات په خپل ذات کې نصرت دی. د دین نصرت باید ټولیز او هر اړخیز وي، هر هغه څوک چې د دعوت شرف، مقام او د رسول الله پیروۍ ته ژمن وي، نو باید اسلام ته هر اړخیز او ژر نصرت ورکړي او ثابت پاتې شي. «اې رسول الله! له تا سره بیعت کوو، چې امر دې واورو پر ځای کوو یې. چې په هر حالت کې وو، که خوشاله وو او که غمجن او که سختي وي که اساني. امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوو، حق وایو او د هېڅ ملامت کوونکي له ملامتۍ وېره نه لرو.»  

نو دعوتګرانو ته پکار ده چې په سختۍ او اسانۍ کې یو بل ته د صبر سپارښتنه وکړي. دغه راز د ثبات او ثابت قدمو د اخلاقو خپلولو لپاره حریص وي! موږ د فتنو په زمانه کې ژوند کوو، زموږ په لاس کې د الله له کتاب او د رسول لله له سنتو پرته بل څه نشته چې منګولې پرې ټنګې کړو او ثابت قدمه شو. نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري دی، چې ماتې نه منونکی او با حکمته دی. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿إن تَنصُرُوا اللهَ یَنصُرُکُم﴾ [محمد: 7]

ژباړه: که د الله تعالی دین ته نصرت ورکړئ، هغه سبحانه وتعالی تاسو ته نصرت درکوي.

لیکوال: سعید الکرمی (ابوعبدالرحمن)

ژباړن: حبیب الله حبیب

د مطلب ادامه...

په غزني ولايت کې د حزب التحرير يو تن غړی په شهادت رسېدلی دی Featured

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾[٣٣:٢٣]

په مومنانو کې ځينې يې نارينه او غيرتي دي چې له الله سره په خپل کړي تړون کې ريښتيني  دي، ځينو له دوی خپل تړون سر ته ورساوه (د شهادت مقام ته ورسېدل) او ځينې يې انتظار کوي او دوی هېڅکله خپل تړون ته بدلون ورنه کړ.

عبد العزيز محمدي چې په غزني ولايت کې د حزب التحرير – ولايه افغانستان فعال غړی و، د سې‌شنبې په شپه د نا معلومو وسله‌والو لخوا په شهادت ورسېد. نوموړی د شپې لخوا له دعوت څخه د کور پر لور روان و، چې نامعلومو وسله‌والو په ډېر وحشت سره د نوموړي لاسونه، پښې او سترګې تړلي او له ربړولو وروسته يې په سترګو کې په مرميو ويشتلی دی.
حزب التحرير – ولايه افغانستان دا وحشيانه او غير شرعي عمل؛ ترور او مرموزه وژنه بولي او بيانوي چې د مسلمانانو د ژوند ساتنه د اسلامي دولت اساسي مکلفيت دی چې د اسلامي نظام په تطبيق سره د مسلمانانو ځان، مال، عزت او مقدسات ساتي او په دې توګه خپل دنيوي او اخروي مسؤليت اداء کوي. خو په هر حال مومنانو له خپل رب سره تړون کړی چې خپل مال، ځان او خپل هر غوره شی د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره د اسلام او د خلافت دولت د حاکميت په لار کې صدقه کوي. حزب التحرير په خپله (۷۰) کلنه فکري او سياسي مبارزه کې ثابته کړې چې پر خپله موخه (د راشده خلافت دولت تاسيس) او دغې موخې ته د رسېدو لپاره پر خپله طريقه (سياسي او فکري مبارزه) ايمان لري، چې هېڅ ډول زولنو، ځنځيرونو، وژنو او ربړونو دغه ايمان نه کمزوری کړی او نه يې منحرف کړی دی او نه به يې راتلونکې کې کمزوری او منحرف کړي. ان شاء الله!
عبد العزيز د حزب التحرير مخلص او فعال دعوتګر و چې د خلافت دولت د تأسيس له لارې د اسلامي ژوند د بېرته راګرځولو لپاره يې خپل ژوند وقف کړی و او په دې لار کې يې نه ستړې کېدونکې هڅې کولې. هغه له الله سبحانه وتعالی سره پر خپل کړي تړون وفا وکړه. نو د حزب التحرير ـ ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر د حزب التحرير ټولو غړو، د اسلام د لارې مبارزينو او ټولو مسلمانانو ته د دې غمجنې پېښې له امله تسليت وايي. الله سبحانه و تعالی ته دعاء کوو چې د هغه شهادت قبول کړي، د هغه کورنۍ او خپلوانو ته ستر اجر او جميل صبر ورکړي او د هغه قاتلين رسوا او ذليل کړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د « IMF» په نوم چاقو

خبر: ش

د فدرال کابینې د ګازو او نفتو شرکتونو د ونډو پلور او د دولتي اډو فرمان له اماراتو سره له دوه تر ۲.۵میلیارده ډالرو پلور تصویب کړ. متحده عربي اماراتو په مې میاشت کې اسلام اباد ته له نغدي ورکړې څخه د پخوانیو پورونو د نه ورکړې له امله ډډه وکړه او پر ځای یې غوښتنه وکړه چې د پانګونې لپاره شرکتونه پرانیزي. (Tribune Pakistan)

تبصره:

ښکېلاک پایته نه دی رسېدلی، یوازې یې بڼې بدلون کړی. د پرمختګ په حال کې د هېوادونو د خپلواکۍ له پراخوالي څخه د مخنیوي لپاره تر ټولو ارزښتمن ابزار پور و. پاکستان کمزوری اقتصاد رامنځته کړ او هیله‌مند و چې له الله سبحانه وتعالی څخه د ډارېدونکو واکمنانو له خوا به اداره شي او د اسلامي نړۍ د پرمختګ په مسیر کې به د اسلامي حکومت تر چتر لاندې پرمختګ وکړي.

د استعمار تر پړاو وړاندې بریټانیا د وریجو او منسوجاتو غوندې توکي له هندي تولیدونکو څخه په سپینو زرو اخیستل.

خو کله چې د هندوستان په سوداګرۍ کې ختیځ انحصاري شرکت رامنځته شو، نو چور او چپاول یې پیل کړ. د بریټانیا ۲۰۰کلنه واکمني نه یوازې د دې لامل شوه چې ستر توکي له لاسه ورکړي، بلکې دغه قوانین په ستره کچه بیرته پرې راوګرځېدل. د ښکېلاکګرو او مزدورو واکمنانو تر منځ تړون پر دې اساس و چې هر یو خپلې ګټې خوندي کړي. له ابو خیدایش څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ فِي الْكَلَإِ وَالْمَاءِ وَالنَّارِ»

ژباړه: مسلمانان په درېیو شیانو کې شریک دي: څړځایونه، اوبه او اور.

د پاکستان واکمنان د پیدایښت له وخته بیا تر نن پورې په بې شرمانه ډول خپله اساسي شتمني پلوري. کیسه تل په پور، له لاسه ورکوونې او د پخواني حکومت په ټمبلۍ  پیلېږي او د خلکو د پراخې قربانۍ په ورکوونې پایته رسېږي. د پخوانیو پورونو د ورکړې لپاره د پیسو له نړیوال صندوق او نورو ادارو د نورو پورونو تر لاسه کولو نه یوازې د پاکستان اقتصاد فلج کړی، بلکې د خلکو پت او عزت ته یې هم زیان رسولی دی. موږ د (PTCL) په څېر د ارزښتمندو شتمنیو د له منځه وړلو شاهدان وو.

په ۲۰۰۵ م کال کې د یو بې کفایته او نامناسب ستر شرکت تر طرحه کولو وروسته د پاکستان حکومت ۲۶سلنه ونډې د دوبۍ اتصالات ته په ۲.۶میلیارده ډالرو ورکړې. د (PTCL) شرکت په خصوصي کېدو سره په جنوبي اسیا او سیمه کې په فناورۍ کې تر ټولو پیاوړی شرکت و. تازه دغه شرکت په ۴۵۲میلیونه خالص سود سره خپل کلني عاید ۱.۴میلیارده ډالر ثبت کړي دي.

په څلورو کلونو کې د شرکت د مارکېټ ارزښت ۷۵سلنه راټیټ شو چې په پایله کې یې د پاکستان حکومت ته درې میلیارده ډالر زیان واوښت. پر دې سربېره، اتصالات شرکت نن ورځ د حکومت ۸۰۰میلیونه ډالر پوروړی دی، چې د اوسني ارزښت دوه برابره دی. د دې کچې پوره کېدو پر ځای حکومت له عربي اماراتو نور پور هم غواړي. 

د پاکستان د انرژۍ سکټور خصوصي کېدو د دغه هېواد کورنی اقتصاد فلج کړی او پاکستان د پورونو په ناوړه کړۍ کې راګیر دی. که موږ د پاکستان بانکونو ته وګورو، په ۲۰۰۰ م کال کې لیدل کېږي چې هغوی له خصوصي کېدو څخه ډېره ګټه تر لاسه کړه، ځکه دغه ګټه دولت ته له پور ورکولو څخه ده.

که موږ خپله دنده او تګلاره په سمه توګه ترسره کړو او د نورو په زیان له لوبې لاس واخلو، نو د ټولې نړۍ لپاره به یوه بېلګه شو. دا څه به نه یوازې د اقتصادي ودې لامل شي، بلکې موږ به پر دې توانېدلي وو چې الله سبحانه وتعالی خوشحاله کړو.

د اسلام اقتصادي تګلاره له اسلامي عقیدې اخیستل شوې. بله هره پالیسي معیوبه او ثبات نه شي رامنځته کولی، ځکه هغه به د انسان د عقل پر اساس جوړه شوې وي. پر همدغه اساس، د اسلامي دولت پالیسي د ملي عواید ډېرېدو پر اساس نه ده، بلکې پر امت د کورنۍ او بهرنۍ شتمنۍ د وېش ضانت کوي، څو په دې سره د وګړو اساسي اړتیاوې پوره شي. د خلافت دولت مشر د هغه مال ساتونکی دی چې د مسلمانانو د سیمو د اړتیا پر اساس دغه شتمني پرې ووېشي.

«خوالله انصاریه» روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّ رِجَالًا يَتَخَوَّضُونَ فِي مَالِ اللَّهِ بِغَيْرِ حَقٍّ فَلَهُمْ النَّارُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»

ژباړه: یو شمېر انسانان د الله سبحانه وتعالی مال تر لاسه کوي لکه د مسلمانانو بیت المان ، زکات او نور او د قیامت په ورځ به جهنم ته ولاړ شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې