جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې مسلمانانو! دا رمضان د ماتې او او محکوميت په وروستي رمضان بدل کړئ!
بسم الله الرحمن الرحيم
اې مسلمانانو! دا رمضان د ماتې او او محکوميت په وروستي رمضان بدل کړئ!

(ژباړه)

دا یو سل دویم رمضان دی چې له خلیفه او خلافت پرته یې د استعماري دولتونو تر سیوري لاندې تېروو. پر دې غوره امت څه شوي دي؟! ایا شمېر یې کم دی یا ځواکونه یې کمزوري شوي، چې د سیکولریزم او ډیموکراسۍ په جامه کې د موډرن صلیبي یرغل مخه نشي نیولی؟! په داسې حال کې چې پر خپلو دښمنانو باید برید وکړي او یا په وینو لړلي غشي د هغوی په لوري وار کړي، ترڅو ککرۍ یې ماتې کړي، یرغلګر وشړي او خپلې خاورې د صلیبي پانګوال نظام له چټلیو څخه پاکې کړي. د دغه امت د ماتې او هغه دښمن ته یې د مجبورۍ راز څه دی، چې د اسلامي دولت له منځه وړونکی، ظالم، د امت د اولادونو قاتل او د امت د مالونو او شتمنیو لوټونکی دی؟!

ټول مسلمانان په دې پوهېدل چې دغه امت په مصیبتونو کې راګیر شوی، خو په درملنه یې نه پوهېدل. تر دې چې یو کس راپورته کېږي، د امت تېر وختونه مطالعه کوي او د هغه وخت لامل یې لټوي، د دغه امت تاریخ او میراث ارزوي، چې پخوا څه ډول و او اوس څنګه دی؟ نوموړی پوهېږي چې دغه امت یو غوره او لوی امت و، چې لوی دولت، پرمختللی تمدن، پراخ فرهنګ او ژور فکر یې درلود او دیارلس سوه کاله یې پر دریو لویو وچو حکومت کړی دی. لنډه دا چې دغه کس خپلو څېړنو ته دوام ورکوي، د امت د نهضت رمز او د هغه د سقوط لامل پیداکوي، د هغه مبداء او اصل ته رسېږي، فکري ګردونه او ابهامات ترې لرې کوي، ترڅو خپله فکره یې پاکه او صافه شي. وروسته بیا د خپلې طریقې په لټه کې شو، تر دې چې هغه یې هم په سم ډول پیدا کړه او د فکرې او طریقې تر منځ اړیکې ته یې پام شو او دې پایلې ته ورسېد چې د فکرې او طریقې تر منځ یو نه بېلېدونکی تړاو شته دی. پر همدې اساس یې مبدائي حزب رامنځته کړ، چې د وخت په تېرېدو سره یې پرمختګ وکړ او په پایله کې پر یوه بشپړ تحریري حرکت او ډلې بدل شو! د الله سبحانه وتعالی په فضل او مهربانۍ سره ټولو ته معلومه ده، چې دغه حزب د نبوت پر منهج د خلافت لپاره کار کوي. څوک چې پر الله سبحانه وتعالی ایمان ولري، اخلاص پکې وي او د امت د ژغورلو هڅې کوي، له دغه حزب سره باید یو ځای شي او نصرت ورکړي، ترڅو د چوپ کېناستو او د بیعت نه درلودو له ګناه څخه وژغورل شي او بالاخره له دنیا څخه د جاهلیت پر مرګ لاړ نه شي.

﴿شَهرُ رَمَضَانَ الَّذِى أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْءَانُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَ بَيِّنَٰتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَ الْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ[بقره: 185]

ژباړه: رمضان هغه میاشت ده چې په هغې کې قران نازل شوی دی، ترڅو خلکو ته هدایت وکړي. د لارښوونې څرګندې نښې او ایتونه دي او د (حق او باطل تر منځ په هره برخه کې) بېلوونکی دی. نو پر چا چې دغه میاشت راشي، په هغې کې باید روژه ونیسي.

الله سبحانه وتعالی د قرآن په نازلولو سره دغه میاشت مبارکه کړه! په دغه مياشت کې يې روژه فرض کړه، تر څو موږ په کې د لارښود قران شکرانه اداء کړو او درناوی يې وکړو. همدارنګه الله سبحانه وتعالی د قرآن حمل او عامو خلکو ته یې رسول پر هر مومن واجب کړي، ترڅو خلک د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه له ګمراهۍ څخه وژغورل شي او د جهل او ناپوهۍ له تیارو څخه د روښنایۍ په لوري راووځي. یوازې په روژه بسنه کول او د قرآن حمل او د نبوت پر منهج د هغه د تطبیق لپاره دعوت ځڼدول یو ناروا کار دی؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم قرآن د عامو خلکو لپاره حمل کړ، دولت یې تاسیس کړ او د هغه احکام یې چې د حق او باطل بېلوونکي دي، تطبیق کړل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه کړنلاره د ټولو لپاره یوه الګوه او نمونه ده. پر همدې اساس یو مسلمان څنګه په دې راضي کېږي، چې له قرآن پرته دې نور احکام تطبیق او وضع کړي او د خلکو رهبري دې پر غاړه واخلي، په داسې حال کې چې د شریعت سیادت او رهبري نه مني، که څه هم د روژې، لمانځه، زکات او حج په څېر فرض ده؟!

د رمضان میاشت؛ د جهاد، فتحو او بریالیتوبونو میاشت ده! الله سبحانه وتعالی غوښتل چې د مسلمانانو لومړنۍ جګړه دې په همدې میاشت کې پېښه شي او د بدر له جګړې سره سم روژه هم په همدې کال فرض شوه، ترڅو د مسلمانانو پام دې ته راواړوي، چې روژه او جهاد دواړه فرض دي او له یو او بل سره توپیر نه لري. روژه یوازې له خوراک او څښاک څخه ځان ساتل نه دي، بلکې له یوه لوی عبادت یعنې في سبیل الله جهاد سره قرینه شوې ده. مسلمانانو د اسلام په لومړیو کې دا درک کړې وه او د رمضان په میاشت کې یې جهاد ونه ځنډاوه، بلکې له سترو فتحو او بریالیتوبونو څخه برخمن شول. د بدر جګړه، د مکې فتحه، د قادسیې جګړه، د اندلس فتحه، د زلاقه جګړه، عین جالوت، حطین، د بیت المقدس ازادول، پاریس ته نږدې د بلاط الشهداء جګړه، د عموریې او انقرې فتحه ټول د رمضان په میاشت کې ترسره شول! رمضان، د خوب کولو، په روژه‌ماتي او پېشلمي کې د دسترخوان اوارولو، د خوراک او څښاک، سات‌تېرۍ او د فلمونو د کتلو میاشت نه ده، بلکې رمضان د روژې نیولو، جهاد، قیام الیل او د قرآن د تلاوت میاشت ده.

د اسلامي امت لپاره شرعي اوامر یوازې د قرآن، احادیثو، نبوي سیرت او د اصحابو اجماع ده، چې همدغه شرعي سرچینې او مصادر دي. دغه ټول شرعي اوامر او صحیح مصادر د امت د تاریخي حقایقو ترڅنګ، پر دې ټینګار کوي، چې د خلافت دولت لپاره باید کار وشي او اسلام باید تطبیق شي. حقیقي مبداء خپل پیروان دې ته رابولي، چې ځانونه باید یوازې په دننه کې منحصر او محدود نه کړي، بلکې له ټولو حرکتونو او افکارو سره باید مبارزه وکړي، ترڅو له خپلې مبداء پرته هېڅ سیادت او رهبري پاتې نه شي او یوازې خپله مبداء او نظام پر خپل ځان پلی کړي او برعکس پردیو وضعي قوانینو او ارزښتونو ته باید شا کړي او هېڅ ارزښت ورنه کړي.

﴿فَلَا وَ رَبِّکَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ [نساء: 65]

ژباړه: مګر، نه! ستا په رب قسم چې دوی تر هغه وخته مومنان نشي کېدای، ترڅو چې په خپلمنځي شخړو کې تا فیصله کوونکی ونه ګڼي.

د مسلمانانو اوسنی واقعیت دا دی چې له هغوی څخه غوښتنه کېږي، ترڅو د خلافت د تاسیس لپاره چې له هغه پرته د خلاصون او نهضت بله لار نشته ده، کار وکړي. هر هغه چاته چې زړه یې پاک او غوږونه یې د اورېدو توان لري، یادونه کېږي چې د خلافت د تاسیس لپاره، چې د امت د ژغورنې یوازینۍ لاره ده، لاس پکار شي.

هو، پر مسلمان امت واجب ده چې ټول بشریت باید د ظالم پانګوال نظام له اور څخه وژغوري! دا د امت مسؤلیت دی چې نړۍ له کفر، ظلم، ګمراهۍ او غلامۍ څخه ازاده کړي او همدارنګه د ملکیت د ازادۍ تر نامه لاندې یې په باطل ډول د مالونو د ضایع کېدو مخه ونیسي او د شخصي ازادۍ، ډیموکراسۍ او د انسان د حقونو تر نامه لاندې د رذالت ډنډ ته له لوېدو څخه یې وژغوري.

﴿وَ كَذَٰلِكَ جَعَلْنَٰكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ [بقره: 143]

ژباړه: له شک پرته چې تاسو مو وسط امت ګرځولي یئ ترڅو پر نورو خلکو شاهدان وئ.

د رمضان میاشت د ایمان تر فضا لاندې ده او تقوا او معنوي اړیکې پرې حاکمې دي! تقوا له خپل رب سره د مسلمانانو د نږدېوالي لاره ده او دا د روژې له برکته رامنځته کېږي.

﴿يَٰأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّیَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ [بقره: 183]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسو روژه واجب شوې ده، لکه څنګه چې له تاسو څخه وړاندې په نورو کسانو واجب شوې وه، ترڅو تقوا غوره کړئ.

دغه ایماني  فضا یو مسلمان کس د نیکو عملونو لپاره تحریکوي او دې ته یې رابولي چې له لومړي امر څخه یې پیل کړي او لومړی امر د ارزښتونو زینه ده؛ یعنې راشده خلافت چې اساسي لومړیتوب دی، ځکه د هغه په واسطه نور احکام تطبیق او ټول واجبات او مسؤلیتونه اقامه کېږي؛ مالونه، ارزښتونه او خاورې یې ساتل کېږي. پر موږ لازمه ده چې مسلمانانو ته د اساسي لومړیتوبونو له یادونې څخه ستړي نه شو؛ ځکه هر مسلمان مسؤل دی چې نیک کارونه وکړي، د نورو پر وړاندې خپله غاړه خلاصه کړي، له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي او په حق لاره کې خپلې ګټې له پامه وغورځوي او همدا یې باید عادت وګرځي. په داسې حال کې چې بیا یو مخلص او پوه رهبر د دوی د چارو مسؤلیت پر غاړه واخلي، دا نو تقریبا هر ناممکن کار دوی ته ممکن کوي.

اسلامي امت یو اصیل او بښونکی امت دی او هرڅومره چې له لوږې، کمزورۍ او ظلم سره مخ شي، بیا هم قیام کوي او د زورور سیلاب په څېر په حرکت راځي. د صلیبیانو او مغولو په وخت کې له ډول ډول مصیبتونو سره مخ شو، مګر قیام یې وکړ او بېرته د یوه لوی دولت څښتن شو. همدا اوس چې له هر ډول ستونزو او ناخوالو سره مخ دی، خو بیا هم ژوندی دی او ان له دوی سره د جګړې په ډګر کې لویو دولتونو ماتې خوړلې دي او نږدې ده چې دغه امت د امریکا ټغر ور ټول کړي او تر څنګ یې غربي دولتونه په اسلامي خاورو کې د مزدورو نظامونو پر ضد په انقلاب سره رانسکور کړي؛ ځکه د امت پوهاوی زیات شوی، که څه هم بشپړ شوی نه دی، مګر ډېر ژر به بشپړ شي! په دې دلیل چې دا یو غوره امت دی چې د خلکو د لارښوونې لپاره پیدا شوی دی، له قوي مبداء څخه برخمن دی، له ځان سره یو پوه حزب لري او د الله سبحانه وتعالی په مرسته به بریالی شي!

لیکوال: أسعد منصور

له 435 ګڼې څخه اخیستل شوی

الرایه جریده

ژباړن: سلیمان یوسف

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې