یکشنبه, ۲۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د نبوت پر منهج خلافت پرته په اوسني نړیوال نظم کې ذوب کېږو او خاوره مو د امریکا او سیمې د سیالۍ پر ډګر بدلېږي Featured

د روسیې دفاع وزیر په قزاقستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په ناسته کې ادعا کړې چې: «منځنۍ اسیا ته اصلي خطر له هغو سخت‌دریځو ډلو څخه دی، چې په افغانستان کې اوسېږي او امریکا هڅه کوي چې په ۲۰۲۱م کال له افغانستانه تر وتلو وروسته په سیمه کې نفوذ وکړي.» له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزات سیاسي معین «جان بس» قطر او پاکستان ته په خپل سفر کې هڅه کوي، چې د دغو دواړو هېوادونو له چارواکو او نورو ډیپلوماټیکو پلاوو سره د افغانستان د ملاتړ او د سیمې د ګډو امنیتي ګټو په اړه خبرې‌اترې وکړي.

څه چې د امریکايي، روسي او دغه راز چینایي چارواکو له څرګندونو څخه معلومېږي، دا دي چې په افغانستان کې د لویو قدرتونو تر منځ د خپلو ګټو پر سر سخته سیالي روانه ده او هر یو غواړي چې افغانستان تر خپل سیاسي او امنیتي نفوذ لاندې راولي. که څه هم امریکا تر ذلیلانه ماتې وروسته له نظامي اړخه افغانستان پرېښی، خو د دې خاورې د ځانګړي جغرافیوي موقعیت له امله، چې منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او چین سره نږدې پرته ده، اوس هم تمه لري چې په افغانستان کې یو ځل بیا خپل سیاسي او امنیتي نفوذ خوندي کړي؛ د امریکایي ډیپلوماتانو سیمه‌ییز سفرونه ډیر په همدې موخه دي.

له بلې خوا د سیمې هېوادونه له افغانستان څخه د امریکا تېښته د هغې کمزوري ګڼي او په دې خاوره کې یې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره یو فرصت بولي او هڅه کوي چې په اقتصادي همکاریو، ډیپلوماتیکو مرکزونو رامنځته کولو او امنیتي اندېښنو په مطرح کولو په افغانستان کې خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي نفوذ پراخ کړي.

د قدرتونو د سیالۍ تر منځ د اندېښنې وړ خبره د افغان حکومت کمزوری دریځ او اقتصاد محوره بهرنی سیاست دی؛ دا یو انفعالي سیاست دی او د لویو استعماري قدرتونو د اوسنۍ سیالۍ ځواب‌ویونکی نه دی. د اوسني حاکمیت ځینې چارواکي ډېره هڅه کوي، چې هم له سیمې سره نږدې شي او هم له غرب سره؛ او د دغې سیاسي لوبې په منځ کې خپله بقا او ګټې خوندي کړي. دا یوه خطرناکه کړنلاره ده او یو ډول د نورو د سیاسي نفوذ په حوزه کې لامبو وهل دي. اسلام داسې خدعه‌ ډوله سیاست غیرشرعي بولي او د سیاسي پایلې له اړخه هم بلاخره افغانستان یا د غرب غېږې ته اچوي او یا هم د سیمې.

د افغانستان مسلمان ولس او سیاستوال باید پوه شي، چې استعمار د لویو قدرتونو د بهرني سیاست نه ‌بېلېدونکې برخه ده. استعمارګران که د افغانستان د مخې له دروازې بهر شول، هڅه کوي چې د شا له دروازې په نوې څېره، نوي نامه او نوي شعار بېرته را دننه شي؛ خو استعماري ماهیت یې هېڅکله بدلون نه کوي. که د افغان حکومت مشران غواړي، چې د دولت-ملت، اوسني نړیوال نظم او کوچنیو سیمه‌ییزو نظمونو په چوکاټ کې سیاست وکړي؛ نو په دغو ورستو شوو چوکاټونو او فاسدو او کفري نظمونو کې ذوب کېږي او د هغو لسګونو اسلامي ډلو په برخلیک اخته کېږي، چې د جهاد په ډګر کې تر بریا وروسته په سیاسي ډګر کې له خطرناکې ناکامۍ سره مخ شول.

نو حللاره دا ده چې د یوې مستقلې سیاسي-امنیتي حوزې رامنځته کولو هڅه وشي. داسې چې اوسني حکام باید غرب او سیمې ته د نږدې کېدو پر ځای د نړۍ مسلمانانو او اسلامي ډلو ته نږدې شي او په ګډه یو خپلواک سیاسي بلاک رامنځته کړي. دا کار هغه مهال ممکن دی، چې د افغانستان په نامه د دولت ـ ملت جغرافیوي زندان څخه بهر فکر وشي او د نبوت پر منهج خلافت د تاسیس لپاره هڅه او مبارزه وشي. په حقیقت کې یوازې خلافت د هغه نوي نړیوال نظم د رامنځته کولو توان لري، چې مسلمانان پکې له ذلت او ظلم څخه خلاصېږي او په نړیوال سیاست کې فعال رول لوبولی شي. دا هغه نظم دی چې په کور دننه په بشپړه او هر اړخیزه توګه اسلام پلی کوي او په بهرني سیاست کې د دعوت او جهاد له لارې د اسلام نور د نړۍ نورو ملتونو ته لېږدوي.

«يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا استَجيبوا لِلَّهِ وَلِلرَّسولِ إِذا دَعاكُم لِما يُحييكُم.» [انفال: ۲۴]

ژباړه: اې مومنانو! د الله او د هغه رسول بلنې ته لبيک ووايئ، کله چې تاسو هغه څه ته رابولي چې تاسو پرې ژوندي کېږئ.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د اسلام احکام د انساني فطرت مطابق دي

(ژباړه)

له سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لا يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الْفِطْرَ» [رواه البخاري: ۱۸۵]

ژباړه: تر هغو چې خلک په روژه‌ماتي کې بیړه کوي، خیر او نېکي به یې تل په برخه وي.

د اسلام دین د خپلو احکامو او اوامرو په عملي کولو سره دغه ډول موږ خوښۍ او نېکمرغۍ ته رسوي. په روژه‌ماتي کې بیړه کول ډېر ستر حکمتونه لري؛ یو دا چې په اسلام کې له افراط او غلو څخه لرېوالی دی، له یهودو او نصاراوو سره مخالفت او د انبیاءعلیهم السلام د اخلاقو پیروي ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې په روژه‌ماتي کې بیړه د پیغمبرانو اخلاق دي او دغه کار د ډوډۍ خوړلو یو ادب دی.

تر هغو چې خلک په روژه‌ماتي کې بیړه کوي، تل به په خیر او نېکمرغۍ کې وي. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیغام دی، تر هغو چې خلک په روژه‌ماتي کې بیړه کوي، تل به یې خیر او نېکمرغي په برخه وي. خلک د دغه امر د پرځای کولو په صورت کې په یو ډول عبادت کوي او د یو شرعي حکم په پلي کولو سره د داسې ثواب او زیات خیر مستحق کېږي.

پر همدغه اساس که چېرې د اسلام ټول احکام پلي شي، څه به کېږي؟ که چېرې د الله سبحانه وتعالی شریعت پلی شي، څه ډول به وي؟ که چېرې دغه ټول خاین حکام ګوښه کړي او پر ځای یې واحد خلیفه وټاکي، ترڅو د خلکو چارې سمبال کړي او د ټولو ستونزو په حل کې ورسره مرسته ورکړي، نو څه به پېښېږي؟

له شک پرته چې د اسلام په حاکمیت او د خلیفه په شتون کې لوی خیر دی؛ ځکه د اسلام تطبیق د انسان له فطرت سره سم او جوړ دی. الله سبحانه وتعالی انسان د هغه فطرت له مخې پیدا کړی، چې له احکامو سره یې په بشپړه توګه جوړ او سم دی. پر همدغه اساس که چېرې انسان نېکمرغه ژوند غواړي، نو دغه نظام او احکام باید په خپل ژوند کې پلي کړي. له دې پرته به له بدبختۍ او ستونزو سره مخ وي. دا موضوع د هغه ستونزمن ژوند دلیل روښانه کوي، چې په دې ورځو کې بشریت ورسره لاس‌ و ګرېوان دی؛ ځکه بشریت د خپل خالق او پروردګار له نظام څخه لرې شوی او په همدغه دلیل په بدبختۍ کې ژوند کوي. د الله سبحانه وتعالی دغه قول پر دوی صدق کوي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا﴾ [طه: ۱۲۴]

ژباړه: هر څوک چې زما له ذکر څخه مخ واړوي، ژوند به یې سخت (له کړاونو ډک) وي.

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت را په برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو ستونزې حل شي او مصیبتونه او بلاوې ورڅخه لرې شي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د منکر پر وړاندې چوپتیا حیاء نه ده!

(ژباړه)

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وفرمایل:

«الْإِيمَانُ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً، وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنْ الْإِيمَانِ» (رواه بخاري)

ژباړه: ایمان څو شپېته څانګې لري او حیا د ایمان یوه څانګه ده.

که څه هم چې حیاء د ایمان یوازې یوه برخه ده، خو بیا هم د ایمان تر ټولو مهمه ځانګړنه بلل کېږي؛ ځکه حیاء د دې ترڅنګ چې انسان له بدو عملونو څخه منعه کوي، همداسې د ډېرو نېکو صفتونو لپاره انګېزه او د شیطان د ډېرو لومو پر وړاندې خنډ هم دی. خو حیاء هېڅکله د حق خبرې او یا نېک عمل په ترسره کولو کې د شرم په معنا نه ده. نو د یو مسلمان لپاره روا نه ده، چې له خلکو څخه د شرم په خاطر په معروف امر او له منکر څخه منعه پرېږدي؛ ځکه داسې عمل حیاء نه ده، بلکې ناتواني، کمزوري او وېره ده؛ ځکه دلته حیاء کول ناسم دي.

له همدې امله یادونه کوو: هر هغه مسلمان چې لا اله الا الله محمد الرسول الله وایي، دا پرې لازمه ده، چې په لومړي سر کې د خپل رب، بیا د خلکو او اوسني واقعیت په اړه څرګند دریځ او موقف ولري او د الله سبحانه وتعالی د رضایت لپاره هغه څه ووایي، چې باید وویل شي او د هر ملامتوونکي له ملامتیا څخه ونه وېرېږي!

باید اعلان وکړي چې ټول هغه بد عملونه او دسیسې چې په پټه او ښکاره طرحه شوي، غندي او خپلې چارې هېڅ حاکم او منافق ته نه سپاري. همدارنګه د لوی منکر پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي؛ دا منکر هغه حکام دي چې د الهي احکامو پر ځای د غربي قوانینو پر اساس حکم کوي. ځکه د دغه ډول او دې ته ورته نورو مواردو په اړه چوپ پاتې کېدل، د حیاء نښه نه ده؛ بلکې کمزوري، ذلت او سرټیټي ده.

اې ربه! د نبوت پر منهج راشده خلافت ژر راوله، چې په واسطه یې د مسلمانانو ناوړه حالت پای ته رسېږي او غمونه یې لرې کېږي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د اسلامي امت له پوځونو د ټول فلسطین د ازادولو غوښتنه باید ونه درول شي!

(ژباړه)

خبر:

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴م کال د اپریل په ۱۶مه د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې په اړه بیانیه خپره کړه؛ په یاده بیانیه کې راغلي: «دواړو لورو په منځني ختیځ کې د وضعیت کړکیچن کېدو په تړاو اندیښنه وښوده او ټینګار يې وکړ چې په غزه کې د نښتو درول او د اسرایلو جنایتونو ته د پای ټکی ایښودل یوه جدي او بیړنۍ اړتیا ده.» [mofa.gov.pk]

تبصره:

د جګړې درول به هېڅکله د فلسطین د ازادۍ لامل نه شي؛ بلکې له دې سره به د فلسطین لا ډېرې سیمې اشغالګرو یهودو ته تسلیم شي؛ هغه یهود چې له الله سبحانه وتعالی، رسول صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوي. اسلامي امت دا واقعیت درک کړی او د اشغال د کمزوري کولو لپاره به خپله ټوله هڅه وکړي. لکه څنګه چې د یهودو د وحشي بریدونو پر وړاندي د اسلامي امت سمدستي غبرګون دا و چې د یهودو ملاتړو شرکتونو د تولیداتو استعمال يې منع کړ. اوس ورو ورو د نړۍ مسلمانان له خپلو پوځونو غواړي چې غزې ته نصرت ورکړي او د ازادولو لپاره یې لاس په کار شي. مسلمانان دا غوښتنه پداسې حال کې کوي چې پر اسلامي خاورو حاکم چارواکي پوځونو ته هېڅکله اجازه نه ورکوي چې له ملي پولو او دولت-ملت اخوا لاړ شي او کوم فعالیت وکړي؛ مګر دا چې استعامګر غربي دولتونه یې ورسره ومني یا یې امر ورته وکړي.

خو د یهود پلوه شرکتونو له تولیداتو سره د بایکاټ کمپاین له پیله بریالی و؛ د پاکستان مشهورې انګلیسي ژبې ورځپاڼې «ډاون» د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۳مه تر «له غربي تولیداتو سره بایکاټ د کورنيو تولیداتو د غوړیدا لامل شوی» سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ. د یاد راپور پر بنسټ، په همدې تړاو د پاکستان په ۱۲ لویو ښارونو کې سروې شوې وه، د سروې په ګډونوالو کې له لسو څخه ۸ تنو يې د څو ملیتي او غربي شرکتونو پر تولیداتو بندیز سره موافقه کړې وه. د یادو لسو کسانو له ډلې ۷ تنو یې ویلي و چې دغه بایکاټ یې عملاً پیل کړی دی. د یادولو ده چې د بایکاټ دغه کمپاین لا هم ډیر ښه روان دی. پوښتنه داده چې دغه کار څنګه وشو؟ میندې او محصلان له دغه کمپاینه ملاتړ کوي او مسلمانان پرلپسې هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو له لارې د دغه بایکاټ د ارزښت په اړه د خلکو پوهاوی لوړ کړي؛ تر دې چې انلاین سوداګریزو چینلونو ته ننوځي او مسلمانان هڅوي چې له دغه بایکاټ سره یوځای شي؛ دوی وايي چې که خدای کول دا بایکاټ به د بریا کلۍ وي.

خو د اسلامي امت له پوځونو د نصرت غوښتنه تر هغه واجب ده چې څو د مسلمانانو پوځونه په حرکت نه وي راغلي. نو د پاکستان، مصر، اردن، ترکيې، ایران او اندونیزیا مسلمانان مکلف دي چې له خپلو پوځونو په وار وار وغواړي چې د غزې د نصرت لپاره لاس په کار شي. موږ مکلف یو چې د پوځونو د تیاري او دخالت په اړه د خلکو پوهاوی لوړ کړو. په پوځ کې له خپلو ملګرو او خپلوانو سره ووینو او ټینګار پرې وکړو چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندي خپل شرعي مکلفیت ته متوجه شي او هغوی ته وریاده کړو چې مظلومانو ته نصرت ورکول او د اقصی جومات ازادول څومره ارزښت لري. باید دوی ته وریاد کړو چې د انبیاء علیهم السلام د خاورې ازادول څومره اجر او ثواب لري؛ باید پوه یې کړو چې په دنیا کې د ټول امت د خیر دعا ورسره ده او په اخرت کې یې پریمانه اجر او ثواب په برخه دی.

خپلو پوځونو ته باید دا تذکر هم ورکړو چې که دغه د بې پروایۍ حالت ته دوام ورکړي او د فلسطین د ازادۍ لپاره لاس په کار نه شي، هرو مرو به د الله سبحانه وتعالی له غضب او عذاب سره مخ شي. موږ باید هغوی پرلپسې وهڅوو چې دغه غوښتنه استجابت کړي؛ دې ته پام ونه کړو چې د هغوی غبرګون به څه وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه خلک چې د جګړې وس یې دردلود په وار وار د خپلو مسولیتونو ترسره کولو ته متوجه کول او په ترې غوښتل یې چې اسلام ته نصرت ورکړي؛ که څه هم د هغه صلی الله علیه وسلم غوښتنه ډېر ځله رد شوه؛ خو هغه صلی الله علیه وسلم نهیلی نه شو، تر دې چې اوس او خزرج قبیلو نصرت ورکړ. بې له شکه چې د پوځونو د بسیج لپاره د بریا یوازنۍ کلۍ پر الله توکل، صبر او استقامت دی او موږ باید له خپلو پوځونو وغواړو چې ژر تر ژره د غزې د ازادولو او نصرت لپاره ګام پورته کړي.

موږ باید له خپلو پوځونو وغواړو چې ژر تر ژره هغه حکام له واکه لرې کړي چې د فلسطین پر لور د دوی د خوځښت مخه نیسي او په دې توګه د غربي مزدورو حاکمیتونو پرځای د خلافت دولت تاسیس کړي. هغوی باید د راشده خلیفه تر رهبرۍ لاندي د غزې پر لور حرکت وکړي او د ظالمانو له منګولو یې خلاصه کړي. باید پوه شو چې الله سبحانه وتعالی هېڅکله زموږ هڅې نه ضایع کوي. هغه سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاصْبِرْ فَاِنَّ اللهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ﴾ [هود: ۱۱۵]

ژباړه: «او صبر وكړه؛ (ځکه) په رښتیا چې الله د نېكانو اجر نه ضایع کوي.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

شهزاد شیخ – ولایه پاکستان

۱۴۴۵هـ.ق کال، د شوال ۱۱مه

۲۰۲۴م کال، د اپریل ۲۰مه

د مطلب ادامه...

که جبهې ته د تګ جدي تصمیم یې درلودی، د جهاد لپاره به یې بشپړ چمتووالی نیولی وی!

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

یهودي رژیم د اپرېل په لومړۍ ورځ پر ایراني ځواکونو برید وکړ او په دغه برید سره یې په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ ودانۍ په نښه کړه، چې په پایله کې یې د دغې قونسلګرۍ رئیس محمد رضا زاهدي ووژل شو. نوموړی د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو مشر و او له نوموړي سره یو معاون او پنځه تنه نور هم ووژل شول. دغه برید د امریکا لخوا د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني تر ترور کېدو وروسته تر ټولو ستر هوایي برید و. د دغه برید ځانګړنه دا ده چې د ایران د سفارت ودانۍ یې په داسې حال کې په نښه کړه، چې د ایران بیرغ پرې راځوړند و. د نړیوالو قوانینو او اصولو له مخې دې ودانۍ د ایران د خاورې حیثیت درلود او دا پر یوه وخت د ایران او سوریې پر خاوره تېری بلل کېږي.

د دغه برید د پایلو د پېژندنې لپاره باید لږ شا ته لاړ شو او د ایران واقعیت باید وپېژنو:

دا یوه ښکاره خبره ده چې ایران له امریکا سره پټې او ښکاره اړیکې لري او د هغې پر مدار راتاوېږي. دغه اړیکې په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان، عراق، سوریه او یمن کې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره د ایران د اوسنیو او تېرو سیاسي اقداماتو له بهیر څخه څرګندېږي او امریکا هڅه کوي چې د سیمې له دولتونو څخه د باج اخیستو او د خپل نفوذ د ساتلو لپاره باید ایران د سیمې د پولیس رول ادا کړي.

خو یهودي رژیم دا نه خوښوي چې په سیمه کې دې یو سیمه‌ییز او په ځانګړي ډول اټومي قدرت موجود وي. په همدغه دلیل ایران او د ایران اټومي راکټورونو ته تل ګواښونه کوي؛ خو د امریکا له اجازې او ملاتړ پرته دغه ډول کار نه شي کولی. پر دې سربېره بیا هم اسرایل د ایران په زړه کې یو شمېر اقدامات کوي؛ لکه چاودنې، د اټومي برخې د پوهانو په نښه کول او په سوریه کې "د ایران د ډېری نظامي اډو" ویشتل.

خو د طوفان الاقصی عملیاتو تر پیل کېدو وروسته، په غزه کې تیاره تونلونو ته د یهودي رژیم د ملېشو تر دننه کېدو او د جګړې په درېدو کې د خپلې ناوتوانۍ له ښودلو وروسته، که څه هم د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو په حق کې یې جنایتونه ترسره کړل او سره له دې چې ودانۍ او روغتونونه یې بمبار کړل، خو بیا هم د نتانیاهو په مشرۍ د همدغه مسخه شوي او کمزوري رژیم جنایتکار لومړی وزیر هڅه کوي، چې د دې جګړې لمن پراخه کړي او عامه افکار په بل لوري بوځي، ترڅو خپل شهرت او حیثیت خوندي کړي. هغه پوهېږي چې که داسې وکړي، امریکا به هېڅکله بې اقدامه پاتې نه شي.

له بلې خوا امریکا لېواله نه وه، چې د جګړې لمن پراخه شي او د چارو واګې یې دې له لاسه ووځي. همدارنګه له ایران سره د جګړې د نه پراختیا په برخه کې همغږې ده، چې ناوړه پایلې به ولري او په دې اړه یوه امریکایي شنونکي د ۲۰۲۴م کال د اپرېل پر ۱۱مه ټینګار وکړ او ویې ویل: «امریکا په دې تمه ده چې ایران پر اسرایلو برید وکړي، خو دومره لوی برید نه، چې واشتنګټن په جګړه کې مداخلې ته مجبور کړي.» په ورته وخت کې د ایران ولسمشر حسین امیر عبداللهیان د همدې میاشتې پر ۱۷مه د عمان له پلازمېنې څخه یو سیمه‌ییز سفر پیل کړ، چې وروسته دمشق ته ولاړ او له هغه ځایه بیا د لبنان پلازمېنې بیروت ته روان شو.

له دغو لیدنو څخه څرګندېږي چې ایران د یو شمېر پیغامونو د لېږد هڅه کوي. لکه څنګه چې عمان هېواد د امریکا او ایران تر منځ په منځګړیتوب مشهور دی؛ لبنان او سوریه او داسې نور مثالونه هم شته دي لکه عراق چې د ایران اړوند وسله‌وال وسایل لري. د دې معنا دا ده چې ایران د داسې لویو بریدونو نیت نه لري، چې هغه دې د یهودو د مخنیوي او د جګړې د پراخوالي لامل شي.

ایران یوازې په رسنیو کې د ګواښ او شورماشور جوړولو هڅه کوي او دا هغه څه دي چې ایراني لیکوال آرش عزیزي یوې عربي خبري شبکې ته څرګند کړل: «ایران باید له یوه حقیقت سره تعامل وکړي او هغه دا چې دغه هېواد د اسرایلو د مخنیوي وړتیا له لاسه ورکړې او تر فشار لاندې دی، نو ځکه غبرګون ښيي. همدارنګه پر دغه هېواد لازمه ده چې له یوه بل حقیقت سره هم مخ شي او هغه دا چې له اسرایلو سره له پراخ ټکر څخه باید ډډه وکړي، ځکه دغه کار به ورته سخت تمام شي.»

دا هغه څه دي چې د ایران د انقلاب د مشر سلاکار، مرستیال او سرلښکر یحیی رحیم صفوي د ایران پر قونسلګرۍ تر برید وروسته د محمد رضا زاهدي د وژل کېدو د اوومې ورځې د یاد غونډې په مراسمو کې پرې ټیګار وکړ او ویې ویل: «اسرایل د ایران له غبرګون څخه په وېره کې دي او له همدې امله په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ پر برید پېښمانه شوي دي» هغه زیاته کړه: «دغه رواني، سیاسي او رسنیزه جګړه د صهیونستانو لپاره تر نظامي جګړې ډېره خطرناکه وه او د دې لامل شوه چې یو شمېر صهیونستان وتېښتي او یو شمېر نور هره شپه پټنځایونو ته پناه یوسي.»

خو د امریکا په اړه باید ووایو، چې دغه هېواد د ایران د دولت په دغو ویناوو او څرګندونو سره غواړي، چې د یهودو پر رژیم او نتانیاهو فشار راوړي، ترڅو د دوی حل‌لارې ومني. د «جاده ایران» په نوم وېبپاڼې له یوه باخبره ډیپلوماټ څخه د نوم نه ښودلو په شرط نقل کړی دی: «ایران امریکا ته دا پیغام ورکړ، چې دوی به په غزه کې د اوربند د ټینګېدو لپاره په دمشق کې د دوی پر قونسلګرۍ د هوایي برید له غبرګون څخه ډډه وکړي»؛ دا همغه څه دي چې امریکا غواړي، ترڅو یهودیان پرې قانع کړي.

د ایران رژیم د شنبې په شپه په سلګونو ډرون الوتکو سره د یهودو پر رژیم برید وکړ. د یهودو رژیم اعلان وکړ چې ۹۹سلنه بریدونه یې شنډ کړي دي. امریکا او یهودو له وړاندې له دې لوبې څخه خبر وو. ایران تر دغه برید وروسته د یهودي رژیم له غبرګون څخه ډار شوی دی. ایران په دغو شرمناکو بریدونو سره خپل حیثیت خوندي کړ!

لنډه دا چې: د اسلامي خاورو په حاکمو نظامونو کې داسې نظام نشته چې د رهبرانو او زړورو خلکو په څېر دې اقدامات وکړي. په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید تر دوو اونیو ډېره موده کېږي، خو موږ د ایراني رژیم له شرمناک لفظي غبرګون پرته بل هېڅ وانه ورېدل. که ایران اسرایلو ته په خپل غبرګون کې جدي وای، نو د خپلو وژل شویو کسانو د جسدونو تر پورته کولو وړاندې به یې دغه ډول عمل ترسره کړی وی او یو ناڅاپي او ځواکمن برید به یې کړی وی. نو له همدې امله دغه ډول مسایل په ډیپلوماسۍ او کمزوري غبرګون سره نه حل کېږي، په ځانګړي ډول د هغه ډارن دښمن پر وړاندې چې د خپل ډار او متقابلې ماتې په سبب تېری کوونکی او متکبر شوی دی. یو شاعر وایي: «هغه خلک چې معمولا د بوتانو عبادت کوي، دغه عمل یې د خپل جهالت له امله دی، نه د بوتانو د عظمت له امله.»

اې مسلمانانو او د اسلامي امت پوځیانو! اوسنی عصر چې د لاسپوڅو او خاینو حکامو د حاکمیت عصر دی، اصلي واقعیت دا دی چې د دوی تر واکمنۍ لاندې ستاسو لپاره هېڅ امن نشته دی. هغوی له تاسو څخه دفاع نه شي کولی او د کمزورو ماشومانو او ښځو چیغو او نارو ته لبیک نه شي ویلی. هغوی تر دې ډېر ډارن دي، چې دغه ډول مېړانه دې وښيي او تاسو د دغه امت بچیان او اتلان یاست!

تاسو یوازې هغه مهال د امت له اوږو څخه ذلت او خواري لرې کولی شئ، چې اوسني حکام نسکور او پر تاسو تپل شوي اشغالګر سیاسي نظامونه له منځه یوسئ، د الله سبحانه وتعالی شریعت حاکم کړئ او د غزې او نورو اسلامي خاورو کمزورو مسلمانانو ته نصرت ورکړئ. د دغه کار وړتیا یوازې تاسو لرئ. له شک پرته تاسو باید پوه شئ، کومه ارامي چې امریکا غوښتنه کوي، د غزې د خلکو د پاکو او ویاړلو وینو په سبب نه، بلکې ستاسو له تحرکت څخه د وېرې له امله ده. امریکا په دې ښه پوهېږي چې له تاسو سره مبارزه نه شي کولی؛ نو د الله سبحانه وتعالی امر پر ځای کړئ:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ﴾ [هود: 113]

ژباړه: «د ظالمانو خواته مه نږدې کېږئ، هسې نه چې اور ستاسو لمنې ته هم در ورسېږي او له الله (سبحانه وتعالی) څخه د ژغورنې لپاره به هېڅ دوست پیدا کړ نه کړئ او له هېڅ ځای څخه به له تاسو سره مرسته ونشي.»

الرایه جریده: ۴۹۱ګڼه

لیکوال: استاد أحمد الطائی – ولایه عراق

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

حزب التحریر بنګلدیش ته له اسرایلو څخه د دوو الوتکو د الوتنې په غبرګون کې لاریونونه وکړل

(ژباړه)

حزب التحریرـ ولایه بنګله دېش جمعه، د ۲۰۲۴م کال د اپرېل په ۱۹مه، د ډاکې او چتاګانګ ښارونو په بېلابېلو جوماتونو کې لاریونونه وکړل؛ د دغو لاریونو سرلیک دا و: «دوې پرلپسې ورځې د اسرایلو له نامشروع دولت څخه ډاکې ته دوې مستقیمې الوتنې وشوې؛ دا له یهودي نامشروع دولت سره د اړیکو عادي کولو کې مهم ګام دی. له دغه کار سره د حسینې حکومت له اسلام او مسلمانانو سره خپل خیانت ښکاره کړ

په لاریون کې ویناوالو له نامشروع یهودي دولت سره د اړیکو د عادي کولو په اړه د حسینې له حکومت څخه خپله نارضایتي او مخالفت په ډاګه کړ او ویې ویل: د حسینې حکومت د امریکا د خوشالولو او په واک کې پاتې کیدو لپاره د هغو عرب خاینو مسلمانو حکامو په لیکو کې ورګډېږي چې د ۲۰۲۰م کال، د سپټمبر په ۱۵مه یې د امريکا په منځګړیتوب په واشنګټن ډي سي کې «ابراهیمي تړون» لاسليک کړ (او ځینې یې لاسليک ته په تمه دي). په داسې حال کې چې د فلسطین پر مسلمانانو د ملعون یهودي دولت وحشت د نړۍ وجدان افشا کړ؛ د نړۍ مسلمانان د فلسطین د سپېڅلې خاورې او مسجد الاقصی د ازادولو لپاره د مسلمانو پر نظامي ځواکونو د بسیج کېدو غږ کوي او په داسې حال کې چې د روژې په سپېڅلې مياشت کې له الله سبحانه وتعالی څخه د مسلمانانو غوښتنه د فلسطين ازادي وه؛ د حسینې حکومت په بې شرمۍ د امريکا د "دوو ـ دولتونو حللارې" پالیسۍ سره سم د اسرایلو له نامشروع دولت سره د اړیکو عادي کولو ته بيړه کوي. د حسینې حکومت د خلکو احساساتو ته له پام پرته په پټه د امریکا مېشتو اسرایلي الوتکو راپرېښودو سره له نامشورع یهودي دولت سره د اړیکو د عادي کولو کې مهم ګام پورته کړ او له دې سره یې له اسلام او اسلامي امت سره د خیانت لاره غوره کړه.

په لاریون کې ویناوالو د فلسطین د مسلمانانو پر وړاندې د حسینې حکومت غولوونکی سیاست په ډاګه کړ او ویې ویل: حسینه یوه منافقه واکمنه ده چې د فلسطین د مسلمانانو لپاره په اوښکو تویولو یې خلک ګمراه کړي دي او حکومت یې له اشغالګرو یهودانو سره اړیکې ساتي. د هغې حکومت د بنګله دیش د سمندري ځواکونو ۷۵ غړي لبنان ته د سوله ساتي ماموریت په حیث لیږلي چې د مجاهدینو له بریدونو څخه د یهودي دولت ساتنه وکړي. له دې وړاندې د هغې حکومت د بنګله دیش له پاسپورټونو څخه د "له اسرایيل پرته" کلمې لرې کړې، چې له نامشروع یهودي دولت سره اړیکې عادي کړي. په داسې حال کې چې د اسرایلو له لوري د فلسطین د مسلمانانو په نسل‌وژنه کې تر اوسه د ۲۵۰۰۰ ماشومانو او ښځو په ګډون د ۳۳ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړ، د حسینې حکومت د اسرایلي الوتکو راپریښودو سره د خیانت په غشي د مسلمانانو زړونه نور هم ټپي کړل.

«قَاتَلَهُمُ اللهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ» [منافقون:۴]

ژباړه: «الله دې دوی ووهي، څه ډول له حق څخه اوړي!»

ويناوالو د فلسطين د سپېڅلې خاورې د ازادولو لپاره د مسلمانانو د مسولیت په يادولو سره وويل: اسلامي امت شاهد دی چې په ۱۹۲۴م کال کې د خلافت له ړنګېدو وروسته يهوديانو څنګه د فلسطين سپېڅلې خاوره د کافرو غربي اشغالګرو په مرسته ونيوله. غربي استعمارګرو پر اسلامي امت تپل شوو سیکولر غلامو حکامو د چوپتیا له امله لا هم د دغې سپېڅلې خاورې پر مسلمانانو ظلمونه او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې بې حرمتي دوام لري. نو د فلسطین د ازادۍ یوازینۍ لار دا ده چې له حزب التحریر سره په سیاسي مبارزه کې د خلافت د بیا تاسیس لپاره سره یو موټی شئ او د امت هغه بچیان چې په پوځ کې دي وهڅوئ چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړي او فلسطین ازاد کړي؛ ان شأالله.

د حزب التحريرـ ولایه بنګله دیش مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د شوال ۱۰مه

۲۰۲۴م کال، د اپرېل ۱۹مه

ژباړن: محمد حامد

د مطلب ادامه...

له شک پرته چې موږ د آدم اولادې ته عزت ورکړی!

(ژباړه)

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«يَتَقَارَبُ الزَّمَانُ، وَيَنْقُصُ العَمَلُ، وَيُلْقَى الشُّحُّ، وَيَكْثُرُ الهَرْجُ قَالُوا: وَمَا الهَرْجُ؟ قَالَ: القَتْلُ القَتْلُ» (رواه بخاري)

ژباړه: وخت به لنډ شي، عمل به کم شي، په زړونو کې به بخل ځای ونیسي او ګډوډي به ډېره شي. پوښتنه وشوه: اې رسول الله! ګډوډي یعنې څه؟ ویې فرمایل: قتل او وژل.

دغه موضوع د قیامت له کوچنیو نښو ده او داسې ښکاري چې زموږ د سترګو پر وړاندې دغه ټولې نښې را څرګندې شوې دي. د وخت د لنډېدو په اړه یې ویلي، چې وخت به د انسانانو د غلفت له امله په چټکۍ سره تېرېږي؛ داسې چې خلک به د الله سبحانه وتعالی له دین څخه بې خبره کېږي، د دنیا په ناوړه او بې معنی خوندونو کې به ډوبېږي او شپه او ورځ به د برق په څېر پرې تېرېږي. د عمل له کمېدو څخه موخه دا ده، چې پر دین عمل کول به کم شي او ډېری خلک به دغه نیمګړتیاوې ولري؛ دوی به د خپل دنیوي ژوند لپاره هر کار ته لاس اچوي، خو اخرت به یې هېر وي.

کله چې د حرص او بخل خبره کېږي، موږ وینو چې د الله سبحانه وتعالی ډېری محرمات د بخل په سبب تر پښو لاندې کېږي؛ د دې ترڅنګ د الله سبحانه وتعالی ډېری فرضونه هم د هغه له امله نه پرځای کېږي. قتل او وژنې په ډېرې اسانۍ ترسره کېږي، د مسلمانانو خاورې د وینو تویولو او د حساب د تصفیې پر ډګرونو بدلې شوې دي. لا حول ولا قوة إلا بالله!

دې غمجنې صحنې ته په پام سره پوښتنه پیداکېږي: ایا دا هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی زموږ انسانانو لپاره غوښتي دي؟ یعنې انسانان دې یوازې د ځورېدو لپاره ژوند وکړي؟ ایا زموږ رب نه دي فرمایلي:

﴿لَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا [اسراء: ۷۰]

ژباړه: «موږ د ادم اولاد ته عزت ورکړ، په وچه او اوبو کې مو سورلي ورکړه، له پاکو او خوندورو څیزونو څخه مو روزي ورکړه او د خپلو ډېرو مخلوقاتو په پرتله مو هغوی ته غوره‌والی ورکړ.»

الله سبحانه وتعالی موږ انسانانو ته د ژوند د نظام په راسپارلو سره، پر خپلو نورو مخلوقاتو فضیلت راکړی دی، ترڅو په دې دنیا کې له فقر، بخل، غلا او وژنو پرته ژوند وکړو او د دنیا ژوند د اخرت د جوړولو لپاره تېر کړو. دا اوس ستاسو مسولیت دی چې هلې ځلې وکړئ، د دنیا د ژوند په اړه پوهاوی پیداکړئ، تاریخ مطالعه کړئ او د الله سبحانه وتعالی د ایتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په اړه تدبر وکړئ؛ ترڅو هغه واقعیت وپېژنئ چې له څو لسیزو راهیسې ترې محروم یئ. همدارنګه هغه عزتمن ژوند درک کړئ، چې ستاسو نیکونو د الهي نظام یعنې خلافت دولت تر سیوري لاندې د ژوند کولو لپاره تېر کړی دی؛ هغه نظام چې د هر مسلمان ژوند ته عزت وربښي.

اې ربه! د نبوت پر منهج خلافت دولت ژر تاسیس کړه، چې په مرسته یې د مسلمانانو اوسنی ناوړه حالت او د هغوی مصیبتونه له منځه ځي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د خلافت په نشتون کې مو سپين‌سرې ژوندۍ سوځول کېږي!

(ژباړه)

خبر:

د اپریل په ۱۲ مه، DOAMuslims خبري اژانس راپور ورکړ چې د یهودي عسکرو لخوا د نایفه رزق په نوم یوه ۹۷ کلنه فلسطینۍ ښځه په خپل کور کې ژوندۍ وسوځول شوه. پر الشفاء روغتون تر برید وروسته دوې اونۍ یې د کورنۍ اړیکه ورسره پرې وه؛ کله چې یې زامن راغلل په خپل سوځوېدلي کور کې یې د هغې سوځېدلی جسد پیدا کړ.

تبصره:

لا حول و لا قوة إلّا باللّه! الله سبحانه وتعالی په صراحت د اور په وسیله وژل یا په دې پورې اړوند ټولې سزاوې حرامې ګرځولې. ان د جګړې پر مهال د اسلام له دښمنانو سره هم د داسې کړنې جواز نشته. تر ټولو سخت عذاب په اور سوځول دي؛ لکه الله سبحانه و تعالی چې د جهنم د خلق کولو پر وخت امر کړی. ابن عباس روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَا تُعَذِّبُوا بِعَذَابِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ» يَعْنِي النَّارَ

ژباړه: د الله په عذاب چا ته عذاب مه ورکوئ، یعنې په اور عذاب. [مسند امام احمد]

وینو چې د خلافت دولت په نشتون کې د سپین سرو، کمزورو او بې ګناه ښځو په حق کې د الله سبحانه وتعالی د حرمتونو ماتول څومره اسانه شوي! نو واجب ده چې دغه جنایتونه د امت غوږونو ته ورسوو چې ګوندې راوپارېږي. څنګه کولی شئ د الله سبحانه و تعالی د دین قایمولو او د دغه امت د ښځو او نجونو د عزت ساتلو په اړه د هغه سبحانه و تعالی د امر پر وړاندې چپ شئ!؟ په غزه کې له ټولیزې لوږې او داسې ناروغیو سره مخ یو چې نوي زیږېدلي او نازیږېدلي ماشومان تر لویېدو وړاندې وژني. د وخت په تر ټولو ستره اړتیا کې هېڅ ډول ځنډ او غفلت د منلو او توجیه وړ نه ده.

موږ هغو کمزورو او دردمنو خویندو ته چې په غزه کې یې خپلې کورنۍ او نارینه له لاسه ورکړي او هغو کسانو ته چې د تاریخ په تر ټولو سخت حالت کې یوازې پرېښودل شوي؛ دعا کوو. إن‌شاءالله، ژر به د امیرالمومنین نصرت ولرو او له هغو کسانو سره به وو چې په دې لار کې ثواب اخلي؛ الله سبحانه و تعالی خو دې پر موږ رحم وکړي او د دوزخ له اوره مو دې وساتي!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

۱۴۴۵هـ.ق کال، د شوال ۱۰مه

۲۰۲۴م کال، د اپریل ۱۹مه

د مطلب ادامه...

روسیه هم د امریکا پشان استعمارګر او د اسلام او مسلمانانو تاریخي دښمن دی؛ له دغه هیواد سره د سیاسي اړیکو پراخول د سختې اندېښنې وړ دي Featured

د پوتین ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف افغانستان ته په خپل سفر کې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل. په دغې لیدنه کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په سیمه‌يیزو او نړیوالو ناستو کې د روسیې د ملاتړي دریځ مننه وکړه او له روسیې سره یې د افغانستان د اړیکو د مهم ګڼلو ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. دغه راز په یاد سفر پورې اړوند د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال هم افغانستان ته سفر کړی او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړي کولو ټیګار کړی دی.
د حزب التحریر-ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دغو سفرونو په اړه خپل سیاسي موقف داسې بیانوي:
لومړی: موږ له روسیې او د هغې له لاسپوڅو لکه قزاقستان سره د اړیکو نږدې کېدل، چې د سوداګریزو اړیکو د پراخولو تر شعار لاندې د سیاسي تعامل غوښتونکي دي، سخت د اندېښنې وړ بولو او اوسنیو حکامو ته د داسې اړیکو د دنیوي او اخروي عاقبت په اړه خبرداری ورکوو. په حقیقت کې روسیه له اسلام او مسلمانانو سره په دښمنۍ کې له امریکا، اروپا او چین سره توپیر نه لري. نو د روسیې پر وړاندې باید زموږ دریځ داسې وي چې روسیه یو استعمارګر هیواد او د اسلام او مسلمانانو تاریخي دښمن دی.
دوهم: موږ د مسلمانانو په توګه باید په افغانستان، منځنۍ اسیا، قفقاز په ځانګړي ډول چچن او همداراز افریقا کې د روسیې وحشتناک او تاریخي جنایتونه هېر نه کړو. موږ د روسیې او جنایتکار پوتین لخوا په سوریه کې د مسلمانانو ټول‌وژنه هیڅکله نه شو هېرولی. مسلمانان په حقیقت کې واحد امت دی؛ جګړه او سوله یې واحده ده. نو پخپله د روسیې د مسلمانانو، د منځنۍ اسیا، چچن، سوریې او افریقا د مسلمانانو پر وړاندې د روسیې جنایتونه د افغانستان د مسلمان ولس پر وړاندې د هغوی د جنایتونو پشان ګڼل کېږي.
درېیم: د اوکراین-روسیې جګړې له پیل وروسته روسیه د غرب تر اقتصادي او سیاسي بندیزونو لاندې ده. له افغانستان سره د روسیې او منځنۍ اسیا د هیوادونو تعامل د دغو بندیزونو له مخې لرې کولو او نوو ټرانزیټي او سوداګریزو مسیرونو پیدا کولو په موخه دی. په ورته وخت کې، روسیه په افغانستان کې د مجاهدینو او جهادي فکر له شتون څخه سخته اندېښمنه ده. ځکه خو یې سیاسي ګټې ایجابوي چې د افغانستان له حکومت سره د نږدې تعامل سیاست مخته یوسي. همدې روسیې په ۲۰۰۳ کال کې «د طالبانو خوځښت» د «ترهګرو ډلو» لیست ته زیات کړ. خو اوس یې چې ګټې بدلې شوې، په نوې څېره رامخته شوې. واقعیت دا دی چې د روسي سیاستوالو زړونه له اسلام او مسلمانانو سره له دښمنۍ ډک دي.
موږ هغو کسانو ته چې پېښو او د هیوادونو سیاسي کړنو ته سطحي ګوري، وایو چې باید ژور فکر وکړي او د استعمارګرو هیوادونو په خبرو، دریځونو او نرمو سیاستونو ونه غولېږي. موږ پر خپلو مجاهدو وروڼو ټینګار کوو چې سیاسي واقعیتونو او پېښو ته د شته سیاسي واقعیتونو او ملي ګټو له عینکو نه، بلکې د اسلامي عقیدې له عینکو وګوري. ځکه هغو کسانو ته چې د اسلام ادعا کوي، اجازه نشته چې سیاسي پېښو ته د اسلام له زاویې او نړۍلید پرته، له بلې زاویې او نړۍ‌لیده وګوري.

یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْكافِرِینَ أَوْلِیاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِینَ أَ تُرِیدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَیكُمْ سُلْطاناً مُبِیناً [نساء:144]
ژباړه: «اې مومنانو! د مومنانو پر ځاى كافران خپل دوستان او وليان مه نيسئ ايا تاسې غواړئ (په دغه کار) الله ته د ځان پر ضد څرګند دلیل ورکړئ!؟»
د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په تخار ولایت کې د رمضان په ۲۷مه شپه د قیام‌الیل له امله د حزب‌التحریر د دعوتګرانو نیول کېدل Featured

د تخار ولایت د استخباراتو ځواکونو د حزب‌التحریر ۴ تنه دعوتګران د رمضان په ۲۷مه شپه د تخار ولایت بنګي ولسوالۍ په چهارچنار جومات کې د قیام‌الیل، اسلامي مفاهیمو وړاندې کولو او د لمانځه په وقفه کې د قران کریم د تفسیر مخته وړلو په جرم نیولي. دې سره د تخار په زندان کې د حزب د توقیف شوو دعوتګرانو شمېر ۳۲ تنو ته رسېږي. دغه راز یو شمېر نور دعوتګران هم د رمضان په ۲۷مه شپه په ورته جرم د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې نیول شوي دي، چې په زندان کې د یوې شپې او ورځې تر تېرولو وروسته د ځایي سپین‌ږیرو په منځګړیتوب ازاد شول. خو د کشم ولسوالۍ د امر بالمعروف مدیریت له ځایي سپین‌ږیرو څخه ژمنه اخیستې چې که هر وخت دغه دعوتګران په جومات کې راټول شي، نو دوی بايد مسولین په جریان کې کړي.

له بلې خوا د کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت د هغو بنديانو د معافيت او خوشې کېدو په اړه د صادر شوي فرمان له مخې چې تر يوه کال لږه د بند موده يې پاتې وي؛ په تخار کې د محکمو مسولینو غله، لوټماران، زناکاران، شرابیان، شراب‌پلورونکي او ان د نظام هغه نظامي مخالفین ازاد کړل، چې د بند موده يې تر یوه کال کمه پاتې وه، خو د حزب‌التحریر هغه غړي یې ازاد نه کړل، چې د بند موده یې تر شپږو میاشتو هم کمه وه او تراوسه په زندان کې دي. همدارنګه د تخار ولایت د محکمو او استخباراتو مسولین پر دعوتګرانو فشار راوړي، چې له زندان څخه د خلاصون په بدل کې باید خپل ټول غیرمنقول مالونه او شتمۍ لکه؛ ځمکه، کور او پلورنځي په ضمانت کې کېږدي؛ چې که یې له زندان څخه تر ازادېدو وروسته بیا دعوت وکړ د دوی دغه شتمنۍ به يې مصادره شي.  

په حقیقت کې دغه ډول غیرشرعي اعمال د جبریه نظامونو څرګنده ځانګړنه ده. د نظام مسولین باید دې ته جدي پام وکړي چې هغه لاسته‌راوړنې چې د مجاهدینو او د افغانستان د مسلمان ولس په بې‌شمېره قربانیو ترلاسه شوې، داسې نه چې يو شمېر کسان يې په خپلو ناوړه کړنو سره تر پوښتنې لاندې راولي او بدنام يې کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه ډول فشارونه حزب‌التحریر او غړي یې د دعوت له دوام او د خلافت د تاسیس لپاره له هڅو څخه نه شي راوګرځولی. ځکه دغو دعوتګرانو له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د دغې سترې فریضې د مخته وړلو عهد او ژمنه کړې او د هېچا له ملامتۍ څخه وېره نه لري؛ د فشارونو او ستونزو پر وړاندې صبر او پر عزیز الله توکل کوي.

﴿وَمَا لَنَا أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى اللَّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَى مَا آذَيْتُمُونَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ﴾ [ابراهیم: ۱۲]

ژباړه: ولې پر الله توکل ونه کړو، په داسې حال کې چې هغه موږ ته د ژوند لارې راښودلې دي. تاسو چې موږ ته کوم کړاوونه رسوئ، موږ به پر هغو صبر وکړو او توکل‌کوونکو ته پکار ده، چې پر الله توکل وکړي.

موږ پر دې راسخه عقیده لرو، چې ژوند د ابتلاء او افشاء کولو پروسه ده او دا د تاریخ په اوږدو کې د الله سبحانه وتعالی سنت دي، چې دعوتګران به تل له ستونزو او ګواښونو سره مخ وو. همدغه فشارونه او سختۍ دي چې په پايله کې يې هم د مومنانو په صف کې تمحيص رامنځته کېږي او هم د دغو حوادثو په سبب په ټولنه کې د بېلابېلو ډلو هویت او اصلي څېره بربنډېږي او په دې توګه صادق انسانان له کاذبو څخه بېلېږي. لکه الله سبحانه وتعالی چې فرمایي:

﴿أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ * وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ[العنکبوت: ۲-۳]

ژباړه: ایا خلک داسې فکر کوي، چې یوازې په همدې سره چې ووایي: ایمان مو راوړی (په خپل حال) پرېښودل کېږي او هغوی به نه ازمویل کېږي؟ په داسې حال کې چې موږ ټول هغه خلک ازمویلي چې له دوی څخه مخکې تېر شوي (او دوی هم ازمايو) الله خامخا هغه کسان معلوموي چې رښتیا وايي او هغوی هم معلوموي چې دروغ وايي.

د حزب التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې