یکشنبه, ۰۲ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب‌التحریر ولایه ترکیه اصلي مخاطبانو ته د غزې د مسلمانانو د غږ د رسولو لپاره لاریون

 

2025 07 27 ANK GAZA ACTV LOGO

 

حزب التحریر ولایه ترکیه به د عدالت او پراختیا ګوند له مرکزي دفتر څخه د ولسمشرۍ تر ماڼۍ لاریون وکړي ترڅو اصلي مخاطبانو ته د غزې د مسلمانانو غږ ورسوي چې نږدې دوه کاله د قتل عام، محاصرې او اشغال لاندې یوازې پاتې دي.

د غزې د اشغالګر یهودي بنسټ "اسرائیل" لخوا د امریکا او لویدیځو هیوادونو په ملاتړ په غزه کې د ترسره شوي قتل عام، نسل وژنې او ظلم څخه ۲۱ میاشتې تیرېږي. د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې ۵۸ زره مسلمانان شهیدان او ۱۳۷ زره نور ټپیان شوي دي.

له بده مرغه، نه د ترکیې حکومت او نه هم په سیمه کې عربي رژیمونو په غزه کې د اشغال او نسل وژنې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي، او نه یې حتی د بشري مرستو رسولو ډاډ ورکړی دی. د لوږې او تندې له امله ډله‌ییزې وژنې پیل شوې دي.

د اکتوبر د اوومې نیټې تر الاقصی توپان سمدلاسه وروسته، سره له دې چې "د الاقصی پر لور پوځونه" او داسې ورته غږونه وشول چې چارواکو ته د جدي شرعي مکلفیتونو یادونه کوي؛ خو بیا هم د اسراییلو اشغالګر ځواک، د جګړې او نورو قوانینو په ماتولو سره د هغو چارواکو د چوپتیا له امله نسل وژنې ته دوام ورکوي چې پوځونه یې قوماندې ته په تمه دي. په داسې حال کې چې امت له خپلو مشرانو څخه غوښتنه کوي چې "د غزې لپاره پوځونو ته حرکت ورکړي" دوی غزه امریکا، لویدیځ او نړیوالې ټولنې ته سپارلې ده چې د یرغلګرو قاتلانو هڅوونکي دي.

ابو عبیده، چې انځور یې د ترکیې په ګوټ ګوټ کې لیدل کیږي او د هغه ویناوې زموږ ټولو لپاره د اسلام جلال بیا راژوندی کوي، نه یوازې د قسام لپاره بلکې د ټولې غزې لپاره ویاند دی؛ په خپله وروستۍ وینا کې، هغه نه یوازې چارواکي بلکې د امت هغه عالمان او مشران هم مخاطب کړل چې د دوی په هڅولو کې پاتې راغلي دي. تر اوسه پورې، له 57 اسلامي هیوادونو څخه یو هم د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره اقدام نه دی کړی. ابو عبیده په ساده ډول موږ ته هغه مسؤلیت را په یاد کړ چې اسلام یې پر امت اچوي.

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې په استازیتوب به موږ له دې مسؤلیت سره سم، د عدالت او پراختیا ګوند له مرکزي دفتر څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاریون وکړو او اصلي مخاطبانو ته به مو د غزې د خلکو غږ ورسوو. موږ به د هغو مظلومو مسلمانانو چې د ۶۵۵ ورځو لپاره یوازې پاتې شوي،  او د هغو میندو چې په ژړا سره د خپلو وږو او تږو ماشومانو ټوټه شویو جسدونو ته الوداع وايي او د هغو پلرونو چې د ډوډۍ لپاره په قطار کې د انتظار پر مهال اعدام شوي، یادونه وکړو.

۱۴۴۷ه.ق کال د صفر دویمه

۲۰۲۵م کال د جولای ۲۷مه

وخت او ځای

ځای: د عدالت او پراختیا ګوند مرکزي دفتر (د ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاریون)

۱۴۴۷ه.ق کال د صفر دویمه

۲۰۲۵م کال د جولای ۲۷مه

وخت: ۷:۰۰ بجې ماښام د مدینې وخت

د بلنې ويډیو

 

 

 

2025 07 27 ANK GAZA ACTV POSTER

 

د فعالیت هشتوګونه

#طوفان_الأقصى

#الجيوش_إلى_الأقصى

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

#AksaTufanı

#OrdularAksaya

#ArmiesToAqsa

#AqsaCallsArmies

 

2025 07 27 ANK GAZA ACTV BANNER

 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر ولایه ترکیې وېب‌پاڼې وګورئ:

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې رسمي وېب‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې فېسبوک‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې اکس‌پاڼه

د حزب‌التحریر ولایه ترکیې ډیلي‌موشن ټلویزیون

د بنسټیز بدلون مجلې وېب‌پاڼه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې