چهارشنبه, ۱۲ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۸/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

بسم الله الرحمن الرحيم
د سوډان جګړه: د استعمار، خیانت او دوکې یوه کیسه

logo Sudan eng1

 

په سوډان کې د سوډاني پوځ (SAF) او د چټک ملاتړ ځواک (RSF) ترمنځ وحشیانه جګړه اوس خپل درېیم کال ته داخله شوې ده. ځینې اټکلونه ښيي چې د وژل شویو شمېر ۱۵۰ زرو ته رسېږي، چې دواړو لوریو پکې په سړو سینو وژنې، شکنجې او ډله‌ییز جنسي تېري کړي دي. همداراز د قومي تصفیې راپورونه هم شته، او بې‌ګناه خلک په بېلابېلو ښارونو، کلیو او د کډوالو کمپونو کې په وحشیانه ډول وژل شوي دي. دغې جګړې نه یوازې دا چې تر ټولو ستر نړیوال بشري ناورین رامنځته کړی، بلکې د نړۍ په کچه د بې ځایه کېدو تر ټولو لوی ناورین او د لوږې تر ټوله لویه تراژیدي یې هم زیږولې؛ داسې چې له پنځوس میلیونه نفوس څخه یې نیمایې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

خو له دې ټولو سره، دا جګړه «هیره شوې جګړه» او «یو نه لیدل کېدونکی او پټ ناورین» بلل شوې، ځکه چې د نړۍ پام دومره نه دی ور اوښتی او نه یې د نړیوالو رسنیو لخوا دومره پوښښ شوی چې باید شوی وای. له همدې امله، د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې یو نړیوال کمپاین پیل کړی، تر څو د نړیوالو پام هغه بشري ناورین ته واوړي چې د سوډان مسلمانان ورسره مخ دي.

دا کمپاین به نه یوازې د جګړې شاته پټې سیاسي اجنډاوې، سیمه‌ییز او نړیوال ملاتړي دولتونه او د هغوی د ملاتړ دلیلونه روښانه کړي، بلکې د سوډان تاریخ، او د وروستیو شخړو او اقتصادي ناکامۍ اسباب به هم بیان کړي. همداراز به دا کمپاین روښانه کړي چې ولې ډیموکراټیک نظام د سوډان ګڼې سیاسي، اقتصادي، قومي او ټولنیزې ستونزې نه شي حل کولی، او څنګه د خلافت دولت اسلامي رهبري کولای شي سوډان او د اسلامي نړۍ نورو هیوادونو ته یو روښانه، خوندي او سوکاله راتلونکی جوړ کړي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ

 [سورة الأنفال: ۲۴]

ژباړه: «ای مؤمنانو! د الله او رسول بلنه ومنئ، کله چې تاسو داسې څه ته رابولي چې تاسو ته ژوند درکوي...»

د حزب‌التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

۱۴۴۷هـ.ق کال د صفر ۱۰مه

۲۰۲۵م کال د اګست ۴مه

 

کمپاین په لاندې ژبو تعقیب کړئ:

انګلیسي

ترکي

آلماني

اردو

Kiswahili

فرانسوي

 

د کمپاین د پیلیزې په توګه د حزب‌التحریر مرکزي دفتر د ښځو برخې مطبوعاتي اعلامیه

«د سوډان جګړه: د استعماري تګلارو، خیانت او دوکې کیسه»

۱۴۴۷هـ.ق کال د صفر ۱۰مه

۲۰۲۵م کال د اګست ۴مه

دلته کلیک وکړئ

 

د کمپاین د اعلان ویډیو

عربي
https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025Ar.mp4

انګلیسي

https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025En.mp4

ترکي

https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025Tr.mp4
آلماني

https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025Germ.mp4

فرانسوي

https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025Fr.mp4

اردو

https://htmedia.htcmo.info/CMO_WS/2025/08/SDN_Camp_Trailer04082025Urdu.mp4

 

Sudan Flyer Eng

 

د فعالیت هشتګونه

#أزمة_السودان

#SudanCrisis

#SudanKrizi

#SoudanCrise

 

ټولنیزې رسنۍ

فیسبوک: QANITATHT1

https://www.facebook.com/QanitatHT1

ټویټر: @ALQANITAT

https://x.com/alqanitat

انستاګرام: @WOMEN_SHARIA

https://www.instagram.com/women_sharia?igsh=NTc4MTIwNjQ2YQ

COVER Sudan eng

Last modified onشنبه, 02 آګست 2025
اړوند مطلبونه:   « رمضان او د بریا لار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې