جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په امریکا کې خپلمنځي اختلافونه
بسم الله الرحمن الرحيم
په امریکا کې خپلمنځي اختلافونه

د امریکا کانګرېس د څلورو ورځو لپاره تاریخي فلج تېر کړ؛ ځکه جمهوري غوښتونکو په خپل منځ کې د یوه ویاند، چې په استازو مجلس کې د دوی مشري وکړي، پر ټاکلو شخړه کوله او ۱۴ ځله یې یو مشر ونه شو ټاکلی. وروستی ځل چې د استازو مجلس کې د مشر ټاکلو لپاره دومره هڅې ناکامې شوې؛ ۱۸۶۰ کال او د اختلاف او وېش سرکشه دوره وه چې بیا د امریکا د کورنۍ جګړې سبب شوه. د امریکا ځينو تاریخپوهانو سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې «امریکا له کورنیو جګړو څخه وړاندې حالت ته ورته بحران سره مخ ده.» له دغو لانجو سره سم د جنورۍ د ۶مې ګډوډۍ او بغاوت دوه کاله پوره شول او د کانګرس ځینو غړو نورو ته وریاده کړه چې څنګه د ټرمپ پارېدلي مینوال د دروزاو ترشا راغلل او د ډیموکراتانو پر مخکينۍ مشرې –چې له ټرمپ څخه د ټاکنو د غلا تور پرې پورې و- یې د برید پلان درلود.

له کله راهیسې چې بایډن واک ته رسېدلی، جمهوري غوښتونکي دومره واک نه لري، ځکه چې د کانګرس دواړه مجلسونه له هغه څخه ملاتړ کوي. خو دوې میاشتې وړاندې، منځمهاله ټاکنو جمهوري غوښتونکو ته په کم توپیر سره د استازو مجلس واک په لاس ورکړ؛ جمهوري غوښتونکو ۲۲۲ او ډیموکراټانو ۲۱۳ څوکۍ خپلې کړې. له دغې بریا وروسته جمهوري غوښتونکو د ټرامپ له ماتې وروسته لومړی ځل هیله پيدا کړه چې اوس کولی شي د بایډن اداره د محاسبې مېز ته را کش کړي او د راتلونکو دوو کلونو لپاره یې واک محدود کړي. د دې لپاره دوی باید لومړی د مجلس مشر ټاکلی وای چې د استازو مجلس د مشر په توګه کار وکړي، خو ګوند يې په خپل منځ کې وېشل شوی و.

دا کار باید دوی ته اسانه وای، خو نه و. یو ځای خو شخړه دومره زیاته شوه چې د استازو مجلس یو غړی له مت لګیتز سره –چې د هغې ډلې مشري یې کوله چې د جمهوري غوښتونکي کېوین مک کارتي د ټاکل کېدو مخه يې نیوله- له فزیکي شخړې را کش شو. بلاخره، په ۱۵مه هڅه کې، یکشنبه، د جنوري ۷مه، اکثریت مخالفو جمهوري غوښتونکو مک کارټي ته رایه ورکړه او د استازو مجلس مشر وټاکل شو، خو بیا هم شپږو جمهوري غوښتونکو خپله رایه ور نه کړه. مخالفان څه غواړي او د استازو مجلس د مشر په توګه د کېوین مک کارټي ټاکل به څه بدلون راولي؟

په لومړیو کې شلو جمهوري غوښتونکو مک کارټي ته منفي رایه ورکړه او ادعا یې کوله چې که څه هم هغه د دوی له ډلې دی؛ خو له فاسدو تشکیلاتو څخه دی. یوه محافظه کار شنونکي، ټکر کارلسن وویل: «مک کارټي په ځانګړي توګه محافظه کار نه دی. هغه له فکري اړخه د اګنوسټېزم پيرو دی. د امریکا د لابي‌ګرۍ ټولنه د هغه ټاکنیزه حوزه ده. د هغه په اند صادقانه سیاسي عقیده لرل ښه نه دي او غوسه یې راپاروي.» په هر حال، غوڅ اکثریت جمهوري غوښتونکو مک کارټي ته رایه ورکړه، ان ټرمپ چې ویلي یې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نوماندوي، له خپل ګوند څخه یې غوښتي چې پر مک کارټي راټول شي او ملاتړ یې وکړي: «جمهوري غوښتونکو، دا لویه بریا په لویه ماته او شرم مه بدلوئ... دا د لمانځلو وخت دی، تاسو یې وړ ياست! کېوین مک کارټي به خپله دنده ښه ترسره کړي.»

د مک کارټي پر وړاندې اپوزیسون رهبري کوونکو هغه دې ته اړ کړ چې لا فکري محافظه کاره لار غوره کړي. د استازو په مجلس کې د دغو کسانو کمېټه «د مجلس د آزادۍ کمېټه» نومېږي؛ د محافظه کاره ارزښتونو لپاره مبارزه کوي او د ټرامپ ډېر ملاتړي دي. مک ګیټز د هغو شپږ تنو له ډلې دی چې مک کارټي ته یې رایه ور نکړه، هغه پر خپله وېبپاڼه لیکلي: «موږ به هېڅکله د امریکا د پرمختګ او ودې لپاره بښنه ونه غواړو. موږ به هېڅکله د لغوه کولو فرهنګ ته تسلیم نه شو. د ولسمشر ټرمپ تر څنګ ودرېږئ او د هېواد د بیا جوړولو لپاره مبارزه وکړئ!»

د آزدۍ کمېټه په ۲۰۱۵ کې رامنځته شوه، که څه هم په یاده کمېټه کې ګډون عام نه دی، خو ویل کېږي چې د مجلس څلورمه برخه د دغې کمېټې غړي دي. په کانګرس کې واک متمرکز دی او د مجلس د ازادۍ ډلې او د ټرمپ «امریکا بیا پیاوړې کړئ» خوځښت د کار یوه موضوع همدا ده چې دلته قدرت متمرکز نه وي او دغه راز هغه «مرداب وچ کړای شي» چې دوی فکر کوي د فدرال تشکیلات دي. په داسې حال کې چې ډېری جمهوري غوښتونکي د خپل ګوند د دریځ پر وړاندې نه درېږي، یو څو یې دا کار ځکه ښکاره وکړ چې دا ګوند نور هم راډيکال لوري ته کش کړي. د جمهوري غوښتونکو په منځ کې دا راډیکال کېدل تر یوه حده د ډيموکراټ ګوند د راډیکال کېدو د زیاتېدو پر وړاندې غبرګون دی.

مک کارټي له ډېرو جوړجاړیو وروسته د مجلس د مشر په توګه ومنل شو؛ مثلاً د دې تسهیل کول چې یوازې د یوه کس رایه د دې لپاره بس ده چې مشر لرې کړي. پر دې سربېره، مک کارټي منلې چې د استازو مجلس په ځینو مهمو کمېټو کې به د مجلس د ازادۍ کمېټې غړو ته ځای ورکوي؛ مثلاً هغه کمېټې چې د قانون په تدوین او اصلاح کې یې خبره چلېږي. ده همداراز منلې چې د دولت د لګښتونو پر وړاندې د مخالفت په برخه کې به د مجلس د ازادۍ کمېټې پلوي کوي. د ډموکرات ګوند غړي، اریک سوالوېل د دې پر وړاندې شکایت وکړ او ویې وویل: «دوه کاله وړاندې یاغیانو کانګرس ماڼۍ ونه شوی نیولی، خو نن شپه مک کارټي هغوی ته اجازه ورکړه چې پر جمهوري غوښتونکي ګوند واکمن شي.» په راتلونکو میاشتو کې د اف بي آی د سیاسي رول، د کووېډ-۱۹ د منشا، د جنوري د شپږمې دسیسو او په ټاکنو کې د درغلیو په اړه د جنجالي څېړنو تمه کېږي. همدا راز د دې تمه هم کېږي چې د ډیموکراټانو نوی وړاندیز شوی قانون بند شي او د روان کال په پای کې چې د فدرال د پورونو ۳۱،۴ ټرېلیونه سقف او د فدرال راتلونکې بودیجه تر بحث لاندې ونیول شي، جنجال او ناورین به رامنځته شي. د استازو مجلس اوس دا واک لري چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د محافظه کارانو مبارزه له سره پيل کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر عبدالله رابین

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې