شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلاوې! (درېیمه برخه)

د حق پر پلویانو چې ظالمان حاکمان وي، په ظلم او زور خپل باطل پر خلکو ورتپي. دغه واقعیت په اسلامي خاورو کې د غربي دولتونو په ظالمانه کړنلارو کې ښکاره لیدل کېږي. هغوی په اسلامي خاورو کې ناپوه او جلاهان واکمنان کوي. د ډیموکراسۍ او ازادۍ په نوم د فساد او ناوړه اخلاقو خورېدو په لټه کې دي. خلک له اسلام څخه انحراف او ارتداد ته رابولي او ښځو او ماشومانو ته د ازادۍ ورکولو په شعار سره د اسلامي کورنۍ د له منځه تلو په هڅه کې دي؛ د «سیداو» او دې ته ورته هوکړو موخه همدا ده. هغوی په دې سره د اسلامي کورنۍ د له منځه وړلو په هڅه کې دي او مزدورې رسنۍ په دغو چټلو موخو کې مرسته ورسره کوي.

دغه واقعیت د دعوت پر لېږدونکو اغېز کړی. نو د حق دعوت یو شمېر لېږدونکي چې پر ځمکه د الله سبحانه وتعالی د قانون پلي کېدو غوښتونکي دي، داسې تصور کوي چې په دعوت کې یې ستونزه ده او له همدې امله نصرت نه تر لاسه کېږي. ځینې نور کېدای شي تر دې هم پښه وړاندې کړي او دعوت پرېږدي. دوی فکر کوي دعوت یې روح نه لري او ان ممکن ان خپل منهج بدل کړي؛ هغه منهج چې د بدلون راوستو لپاره یې له خپل دین او ایډیولوژۍ څخه استنباط او تبني کړ. دې چارې یې اراده هم کمزورې کړې او امکان لري چې د صحیح منهج په اړه د هغه د باور بې‌ثباته کېدو سبب شي، چې اوس یې تعقیبوي او له الهي وحی او حکیم شریعت څخه اخیستل شوی دی.

د نصرت موضوع د ځنډ دلیل د هغه چا په منهج پورې اړه نه لري چې د الله سبحانه وتعالی د دین پر اساس د بدلون په لټه کې وي؛ ځکه انبیاء علیهم السلام چې د الله سبحانه وتعالی تر ټولو غوره بنده‌ګان دي، هم د نصرت له ځنډ سره مخ شوي دي. د نصرت ځنډ د الله سبحانه وتعالی ابتلاء ده چې بنده‌ګان پرې ابتلاء کوي. پر دې موضوع د ټینګار لپاره قراني ایالت راغلی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿حَتَّىٰ إِذَا استَیئَسَ الرُّسُلُ وَ ظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّىَ مَن نَّشَاءُ وَ لَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ﴾ [یوسف: 110]

ژباړه: (پیغمرانو خپل دعوت او دښمنانو یې خپل مخالفت ته دوام ورکړ) تر دې چې رسولان نهیلي شول او (خلکو) ګمان وکړ چې درواغ ورته ویل شوي دي. په دې وخت کې مو له هغوی سره مرسته وکړه؛ څوک مو چې وغوښتل هغوی وژغورل شول او له ګنهکار قوم څخه زموږ عذاب او سزا نه لرې کېږي!

نوح علیه السلام خپل قوم ډېر دعوت کړ، خو هغوی دی درواغجن وباله، ملنډې یې پرې ووهلې، له پیراوانو سره یې ناوړه چلند وکړ او د مبارزې پرېکړه یې ورسره وکړه. نوح علیه السلام ۹۵۰ کاله په دې ابتلاء او ازمایښت کې پاتې شو. نوموړي په خپل دعوت کې ډېره هڅه کوله او هېڅکله نه ستړی کېده؛ پر دې ټولو هڅو او کوښښونو سربېره، د هغه د قوم ډېر کم شمېر کسانو ایمان راوړ. ده د خلکو له خوا د نه هرکلي له امله پر خپل منهج شک ونه وکړ، چې ګواکي فاسد نه وي؛ بلکې په قوي ایمان سره یې خپلې لارې ته دوام ورکړ... په دې اړه ډېرې بېلګې شته.

خو د مصیبتونو  د راپورته کېدو په وخت کې په بیړه د نصرت غوښتنه یوه انساني غریزه ده، ځکه انسان د الله سبحانه وتعالی له رحم پرته د غمونو اوږدېدل نه شي زغملی. مصیبت له یوې خوا د انسان هوډ کمزوری کوي او فعالیت یې سستوي، له بلې خوا د باطل پیراوان ډېروي او هغوی ته داسې ښيي چې پر حقه دي. دغه لیدلوری د دې لامل کېږي چې هغوی پر دعوتګرو خپل ظلم ډېر کړي چې په پایله کې یې پر هغوی مصیبت نور هم ډېرېږي او په نصرت غوښتنه کې بیړه کوي. له «خباب بن ارت» څخه روایت دی چې ویې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې سیوري ته پر څادر تکیه کړې وه، ما د سختیو او عذاب په اړه هغه ته شکایت وکړ او ومې ویل: «ایا موږ ته نصرت او بریا نه غواړې؟ ایا موږ ته دعا نه کوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسې حال کې چې د مخ رنګ یې سور شو، کېناست او ویې فرمایل:

«قَدْ كَانَ مَنْ قَبْلَكُمْ يُؤْخَذُ الرَّجُلُ فَيُحْفَرُ لَهُ فِي الْأَرْضِ، ثُمَّ يُؤْتَى بِالْمِنْشَارِ فَيُجْعَلُ عَلَى رَأْسِهِ فَيُجْعَلُ فِرْقَتَيْنِ، مَا يَصْرِفُهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ، وَيُمْشَطُ بِأَمْشَاطِ الْحَدِيدِ مَا دُونَ عَظْمِهِ مِنْ لَحْمٍ وَعَصَبٍ، مَا يَصْرِفُهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ، وَاللَّهِ لَيُتِمَّنَّ اللَّهُ هَذَا الْأَمْرَ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مَا بَيْنَ صَنْعَاءَ وَحَضْرَمُوتَ مَا يَخَافُ إِلَّا اللَّهَ تَعَالَى وَالذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ، وَلَكِنَّكُمْ تَعْجَلُونَ» (بخاری)

ژباړه: له تاسو مخکې داسې کسان وو چې د ځینو لپاره به یې ځمکه کیندله او هغه به یې پکې اېښودل؛ بیا یې «اره» راوړه او د هغوی پر سر یې اېښوده او دوې ټوټې یې کول؛ خو دغه عذاب هغه له خپل دین څخه لرې لرې نه کړ؛ ځينې یې په اوسپنیزو ښمنځو ږمنځ کېدل چې له غوښې به یې تېرېدې او هډوکو او عصبو ته به یې رسېدې؛ خو دغو عذابونو هغه له خپل دین څخه نه لرې کول!  قسم دې په الله وي چې دغه دین به داسې بشپړ او ځواکمن شي چې مسافر به له صنعا څخه تر حضرموت پورې ولاړ شي او په زړه کې به یې د الله له وېرې پرته د بل هېڅ شي وېره نه وي. مګر دا چې د لېوانو له کبله یې پر پسونو ووېرېږي؛ خو تاسو بیړه کوئ (صبر ولرئ!)        

هغه ځوروونکی واقعیت چې نن ورځ اسلامي امت ورسره مخ دی، هغه مهال پیل شو چې دولت یې (خلافت) وپاشل شو، کفارو یې ځمکې اشغال کړې او دا پاکې خاورې په داسې زندان بدلې شوې چې په هغه کې کفار او مزدوران د الله سبحانه وتعالی له دین سره جګړه کوي. په ښکاره ګناه کوي! تر ټولو سپک خلک یې حاکمان دي! هو، د کفارو په مزدورانو کې حکام، سرتېري، سیاستوال، روڼ‌اندي، خبریالان او نور شامل دي. د حج سورت د ایاتونو په اړه مې د «الظلال» تفیسر د لیکوال وینا خوښه شوه چې دغه واقعیت انځوروي. هغه وایي: «کېدای شي د نصرت ورکړې ځنډ او یا د دغه بهیر ورو کېدو علت دا وي چې تر اوسه د مومن امت جوړښت بلوغ ته نه دی رسېدلی او بشپړ شوی نه دی. تر اوسه اسلامي امت خپل ځواکونه نه دي سره یوځای کړي او د هغوی په راټولېدو او چمتو کېدو نه دي توانېدلي. که په داسې وخت کې نصرت رسېدلی وی، اسلامي امت په دغه دلیل چې په اوږدمهال کې یې د هغه ملاتړ نه شوی کولی، ژر یې له لاسه ورکاوه. نو که اسلامي امت الله سبحانه وتعالی ته ځان نږدې کوي او په دغسې حالت کې نصرت وځنډېږي، ستونزمنه نه ده؛ ځکه امت اوس له سخت درد او ځور سره مخ دی او له الله سبحانه وتعالی پرته بله تکیه نه شي پیدا کولی او یوازینی لوری چې د مصیبت په وخت کې د هغه لور ته رجوع کوي، الله سبحانه وتعالی دی او بس.

پر همدغه اساس، دغه امت له هغه حق، عدالت او خیر څخه سرغړونه نه کوي چې په واسطه یې الله سبحانه وتعالی نصرت ورکوي. کېدای شي د نصرت د ځنډ علت د هغه باطل پر وړاندې د مومن امت مبارزه وي چې په بشپړه توګه خلکو ته نه دی ښکاره شوی او که په دغسې حالت کې مومنان باطل له منځه یوسي او پرې برلاسي شي، هغه غولېدلي کسان چې تر اوسه یې د فساد د له منځه وړلو پر اړتیا باور نه دی کړی، د نصرت لپاره به چمتو شي او په پایله کې به د باطل ریښې د هغو بې ګناه کسانو په نفسونو کې ثابتې شي چې حقیقت ترې پټ شوی دی. 

الله سبحانه وتعالی غواړي چې باطل همداسې پاتې شي، څو فساد او زیان یې په بشپړه توګه خلکو ته ښکاره شي او په داسې حال کې له منځه ولاړ شي چې هېڅوک یې افسوس ونه کړي...!

کېدای شي د نصرت د ځنډ علت دا وي چې تر اوسه د حق، خیر او هغه عدالت لپاره فضا نه وي برابره چې امت عملي کاوه، او که په داسې حالت کې امت بریالی شوی وی، د فضا له مخالفت سره مخ کېده او هېڅ تصمیم یې نه شوی عملي کولی. مبارزه تر هغه دوام کوي چې څو نفسونه د حق د منلو او ساتنې لپاره چمتو شي. کېدای شي له همدې امله چې یوازې الله سبحانه وتعالی پرې پوهېږي، نصرت ځنډېده، قربانۍ ډېرېدې او دردونه زیاتېدل. پر دې سربېره، الله سبحانه وتعالی د مومنان دفاع کوي او بلاخره نصرت ورکوي. نصرت خپلې سختۍ او بیه. الله سبحانه وتعالی هغه وخت  نصرت ورکوي چې اسباب یې بشپړ چمتو، بیه یې پرې او د ساتنې، منلو او هرکلي لپاره یې فضا برابره شي.

﴿وَ لَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن یَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ﴾ [سوره الحج: 40]

ژباړه: په رښتیا سره چې الله سبحانه وتعالی له هغه چا سره مرسته کوي چې له دین څخه یې په دفاع کې مرسته وکړي. الله سبحانه وتعالی ځواکمن او ماتې نه منونکی دی (او هغه قدرت چې لري یي، خپل مخلص بنده‌ګان بریالي کوي او هېڅ شی نه شي کولی د هغه سبحانه وتعالی د ژمنو د ریښتیا کېدو مخه ونیسي).

د تاریخ په دغه وخت کې هغه کسان چې د اسلام د اقامې او د خلافت دولت له خوا د ځمکې پر مخ د اسلام د پلي کېدو لپاره فعالیت کوي، باید باور ولري چې منهج یې هغه تګلاره ده چې د بدلون او تغیر راوړلو وړ تیا لري؛ ځکه چې دا منهج د اسلام پر ایډیولوژۍ تکیه کړې او مقیاس یې شرعي احکام دي. پر دې سربېره، هغه حل لاره یې واقعي او له الهي وحی څخه اخیستل شوې چې په اصولو او فروع کې له صحیح اجتهاد څخه استنباط شوې ده. دغه پړاو پر منهج باور او ایمان سربېره، استقاومت او ثبات ته هم اړتیا لري چې الله سبحانه وتعالی پر موږ د نبوت پر منهج خلافت په وسیله رحم وکړي.

دوام لري....

الرایه جریده: ۴۱۸مه کڼه

لیکوال: استاد محمد جامع (أبو أیمن)

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې