پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
المان او فرانسه د روسیې پر وړاندې خپله پالیسۍ کې د امریکا پیروي کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
المان او فرانسه د روسیې پر وړاندې خپله پالیسۍ کې د امریکا پیروي کوي

د المان د دفاع وزیرې کریسټین لامبرشت سه شنبه وویل چې برلین اوکراین ته درې MARS-II راکټي سیستمونه ورکړي. لامبرشت زیاته کړه چې المان دې ته چمتوالی نیسي چې په مني کې اکراین ته درې پخپله اداره کېدونکې توپخانې او IRIS-T  هوايي دفاعي سیستمونه ورکړي. دا روښانه شوه چې المان اوکراین ته Gepard پخپله اداره کېدونکي د الوتکو ضد توپخانې ورکوي. (Pravda ورځپاڼه)

نن ورځ په ډاډ سره ویلی شو چې په تېره یوه نیمه میاشت کې جرمني او فرانسې د اوکراین د کړکېچ په اړه په بشپړه توګه خپله پالیسې پرېښې او پرېکړه یې کړې چې د امریکا پلان ته تسلیم شي. د دې پلان موخه، لکه څنګه چې ټول پوهېږي، دا ده چې د روسیې د پوځ ماشین مات کړي او روسیه په داسې یوه دولت بدله کړي چې هېڅکله د پوځي ځواک له لارې نړۍ ته ګواښ ونه کړي.

د ۲۰۲۲م کال د جون په ۱۶مه دریو بانفوذه اروپایي سیاستوالو؛ د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون، د جرمني لومړي وزیر اولاف شولټس او د ایټاليا لومړي وزیر ماریو ډراګي په یوځل اوکراین ته سفر وکړ. دغو دریو رهبرانو هغه وخت په ډاګه وویل چې د اوکراین او روسیې ترمنځ کړکېچ باید له ډيپلوماټیکو لارو حل شي. سربېره پردې جرمني د درنو وسلو اکمالات هم بند کړل. که څه هم د دغه سفر موخه په اروپایي اتحادیه کې د اوکراین شاملول وو، ډېری شنونکي وایي چې مکرون او شولټس هڅه کوله چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي قانع کړي چې روسیې ته امتیازات ورکړي.

خو تر دې لیدنې وروسته د دواړو لورو له رسمي څرګندونو ښکاره شوه چې په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی. اوکرایني لوري په ډېره هوښیارۍ د رسمي خبرو اترو له پیل مخکې دغو مېلمنو ته ایرپین او بوچا ښارونو ته سفر تنظیم کړی و؛ دا هغه ښارونه دي چې روسي سرتېرو د جګړې په لومړیو میاشتو کې ناوړه جنایتونه پکې کړي وو.

ظاهراً، د کيېف له سفر وروسته د اروپایي اتحادیې لوکوموټیو هیوادونه په دې قانع شول چې له روسیې سره خبرو اترو ته د اوکرایني چارواکو حاضرېدل ناشوني دي. د ایټالیا د لومړي وزیر ماریو ډراګي پلان هم بلاخره د نوموړي د ملاتړ کوونکو له لوري رد شو.

د بېلګې په توګه، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جون په ۲۸مه د G7 هیوادونو د ډلې له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې پر لاندې موضوعاتو خبرې وکړې:

«روسیه یې نه شي ګټلی او باید یې هم ونه ګټي. له اوکراین څخه زموږ ملاتړ او د روسیې پر وړاندې بندیزونه به په راتلونکو اونیو او میاشتو کې له اړتیا سره سم ډېریږي او دوام به کوي ... له همدې امله به موږ خپلو بندیزونو ته دوام ورکوو او د اوکراین او د دغه هېواد د خلکو ملاتړ به کوو، ترڅو اوکراین بشپړ بریالی شي او خبرې اترې به هغه وخت او په هغو شرایطو کېږي چې پخپله د اکراین خلک یې غواړي.»

 دوې ورځې وړاندې د دغې غونډې په پيل کې داسې پېښه وشوه چې د G7 هېوادونو مشرانو د برېتانیا د لومړي وزیر بوریس جانس په وړاندیز د ولادیمیر پوتین په نیمه لوڅو جامو ملنډې ووهلې.

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو ډراګي  اعلان وکړ، چې موږ باید د انرژۍ په برخه کې پر روسیې له تکيې څخه «ځان د تل لپاره خلاص کړو». نوموړي وویل چې هغه وخت ته ور ګرځېدل له تصوره لرې دي چې بیا پر روسیه تکیه وکړو. نوموړي زیاته کړه: «موږ باید هغه تېروتنې تکرار نه کړو چې د ۲۰۰۸ کال له بحران وروسته مو وکړې. د انرژۍ بحران د پوپولېزم د بیا راتګ سبب نه شي کېدی.» «موږ باید روسیې ته د خپلې پانګې لېږل بند کړو...»

د جون په ۲۸مه په ماډریډ کې د ناټو سرمشریزه ناسته وشوه چې د ناټو د غړو هېوادونو په ډله کې د سویډن او فنلنډ هېوادونو د شاملېدو په اړه پرېکړه پکې وشوه. د ناټو د سرمنشي، ینس سټولټنبرګ په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به اوس له روسیې سره پر پوله د ناټو ډېر غړي وویني او په ناټو کې به د دغو هېوادونو شاملېدل په بالتیک سیمه کې وضعت په اساسي ډول بدل کړي. یوه ورځ مخکې د دغه سازمان سرمنشي د هغو پلانونو په اړه خبرې وکړې چې غواړي د دغه اتحاد په ختیځه سیمه کې د چټک غبرګون ځواکونو شمېر ۷.۵ براره زیات کړي.

په دې اړه د روسیې غبرګون له خورا ډېر سوز او احساساتو ډک و. د روسیې ولسمشر پوتین وویل چې روسیه له سويډن او فنلنډ سره کومه ستونزه نه لري او په ناټو کې د دغو هېوادونو غړیتوب مسکو نه اندښمن کوي. پوتین وویل: «مهرباني وکړئ له ناټو سره یوځای شئ.»

نو د روسیې له لوري پر اوکراین د یرغل اصلي موخه چې د ناټو د پراخېدو مخنیوی و، د روسي چارواکو له لوري له پام وغورځول شو.

 د اوکراین او روسیې تر منځ د شخړې په پیل کې پوتین وویل، چا چې د روسیې موخو – د دوی په اصطلاح ځانګړي پوځي عملیاتو - ته د روسیې د رسېدو په لار کې خنډ جوړ کړی، موږ به یې په نښه کول ځان ته مشروع وګڼو. نن ورځ موږ وینو چې د غربي نړۍ نږدې ټول هېوادونه اوکراین ته هر ډول وسلې ورکوي. اوس ویل کېږي چې غرب اوکراین ته عصري هوایي دفاعي سیسټم او هوایي چلند برابروي.

د اوکراین پوځ په چټکۍ د ناټو د معیارونو پر لور حرکت کوي، ځکه چې د ناټو غړي هېوادونه نه یوازې دا چې اوکراین ته غربي وسلې ورکوي، اوکرایني پوځیان هم روزي. انګلستان له وړاندې په خپلو پوځي کمپونو کې د لسو زرو اوکرایني سرتېرو روزنه پیل کړې.

امریکا د خپل متحد برېتانیا په مرسته وکولی شول چې د اروپایي ټولنې مخکښ هېوادونه په پشپړه توګه د خپلې ارادې او تګلارې تابع کړي. جرمني او فرانسې هڅه کوله چې یوه خپلواکه پالیسي پرمخ یوسي، خو هڅې یې بې پایلې وې. داسې ښکاري چې امریکا نه غواړي چې د اوکراین د شخړې په حل کې بیړه وکړي، ځکه امریکا د اروپایي اتحادیې او چین لپاره ځانګړي پلانونه لري چې پلي کول به یې وخت ونیسي.

په پوځي ډګر کې وضعیت ته په کتو دا باید په یاد ولرو چې له ځینو تخنیکي بریاوو سره سره، له سټراټېژیک اړخه له شک پرته روسیه بایلونکې ده.

د اوکراین پوځ لا دمخه د زور له لارې د کریمیا د بېرته نیولو او د کریمیا پر پل -چې له روسیې سره یې د یوځای کېدو اصلي سمبول دی - د راکټي بریدونو په اړه خبرې کوي.

څو اونۍ وړاندې، اوکرایني چارواکو اعلان وکړ چې دوی به د دغه هیواد په سوېل کې د خرسون سیمه ازاده کړي. د روسیې لپاره هر ډول ماتې او شاتګ په هیواد کې د ننه او نړیواله کچه لویې ستونزې او ګواښونه را ولاړوي. له همدې امله به روسیه په خپل ټول توان هڅه وکړي چې د خرسون په سیمه کې د ډنیپر سیند ښۍ څنډه وساتي؛ دا سیمه یې په لومړیو کې ځان ته هیله‌بښونکې نه ګڼله، اوس به هلته د خپلو ځواکونو یوه لویه برخه ځای پرځای کړي.

د اوکراین په سوېل کې د جګړې شدت به په دې معنی وي چې روسیه د خپلو تش په نامه ځانګړو پوځي عملیاتو اصلي موخه وځنډوي او د ډونباس سیمه ټوله ونیسي. د روسیې په لاس د خرسون د سیمې ښۍ خوا ساتل ناشوني ښکاري، ځکه چې د اوکراین پوځ په دې سیمه کې نږدې ټول هغه پلونه ویجاړ کړي ، چې روسي سرتېري یې له لارې د ډنیپر سیند له کیڼ لوري، ښي لوري ته اوښتی شي.

نو د روسیې لپاره تر ټولو مهم هدف په اوکراین کې د دونباس د تارخي سیمې ساتل دي او دا چې نه غواړي د خرسون سیمه- چې لږ مهمه ده - هم له لاسه ورکړي. د سطرنج په دې لوبه کې، روسیه هڅه کوي چې یو پیاده وساتي او وزير له لاسه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د اوکراین جګړې د روسیې د پوځ او وسلو په اړه هغه افسانه افشا کړه چې ګواکي روسیه پیاوړی پوځ او وسلې لري.

اکراین په امریکايي HIMARS باندې د روسیې S300 او S400 هوايي دفاعي سیستمونه په نښه کوي، چې د روسیې د ادعا له مخې هر راز هوايي هدفونه په نښه کولی شي.

کله چې په خرسون کې د انتونوف پر پل د اوکرایني ځواکونو له لوري د برید انځورنه پر انټرنټ خپاره شول، د روسیې پوځ د خلکو د خندا شو. په دغو انځورنو کې لیدل کېږي چې روسي ځواکونه د برید د مخنیوي لپاره خپل دفاعي توغوندی هوا ته توغوي چې د برید مخه ونیسي، خو اکرایني ځواکونو د مخه خپله نښه ویشلې وه.

له شک پرته دې کار د روسیې تصویر خراب کړ؛ د منځني ختیځ دیکتاتورانو د روسي وسلې غوښتې او د دغو وسلو پلور د روسیې د پوځ د عاید یوه مهمه سرچينه وه.

د اوکراین په جګړه کې د روسيې کړنې نور د پام وړ اغېز نه لري؛ دوی یوازې غبرګون ښيي او د خپل ځان تر دفاع را محدود شوي. د روسیې ویجاړوونکي ايډیالوژیک ضعف ته په کتو به دا خورا ستونزمنه وي چې دا هېواد له دې برخلیک څخه ځان وساتي.

نن ورځ اصلي ګټه امریکا ته رسېږي. د روسیې د تیري له لارې امریکا پلان لري چې په اروپایي اتحادیه کې یو پیاوړی امریکایي پلوه ځواک رامنځته کړي، ځکه پر روسیه د بریالي کېدو په صورت کې به امریکایي پلوه اوکراین له شک پرته دواړو، ناټو او اروپایي ټولنې ته منلی وي.

په اوکراین کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر رییس

 فاضل حمزایف

ژباړه: محمد هارون رووفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې