جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پر مبدأ ثبات او جوړجاړی نه کول
بسم الله الرحمن الرحيم
پر مبدأ ثبات او جوړجاړی نه کول

پر مبدأ ثبات د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو د پیروۍ په مانا او جنت ته د تګ لاره ده. پر خپله مبدأ ثبات له الله او رسول سره د محبت او تر مرګه پر اسلامي عقیده د استقامت نښه ده.

ثبات په لغت کې تلپاتې‌والي يا هم د دليل پر اساس په دوامداره توګه پر يوه فکر پاتې کېدلو ته وايي. دغه راز ثبات د مېړانې او ښه فعاليت په معنا هم راځي. ثبات په اصطلاح کې په ټينګې ارادې سره د هدايت پر لارې استقامت، پر هغې ټينګ پاتې کېدو او د هغې په دوام اصرار ته ويل کېږي. د شیطاني وسوسو او نفسي غوښتنو تر پښو لاندې کول ثبات غواړي. ثبات د ګناهونو پرېښودو، توبې او الله سبحانه وتعالی ته د تقرب له لارې رامنځته کېږي. الله سبحانه وتعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو ته په خطاب کې فرمایلي دي:

﴿وَ إِن كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِى أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِىَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ وَ إِذًا لَّاتَّخَذُوكَ خَلِيلًا(73) وَ لَوْلَا أَن ثَبَّتْنَٰكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْءًا قَلِيلًا (74) إِذًا لَّأَذَقْنَٰكَ ضِعْفَ الْحَيَوٰةِ وَ ضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا﴾ [اسراء: 73-75]

ژباړه: نږدې وه دوی تا له هغه څه څخه چې موږ درته وحی کړي، په فتنه کې واچوي، تر څو ته پر موږ  (له وحی پرته) بل څه وتړې، نو په دې صورت کې به دوی تا د دوست په توګه غوره کړي. او که مو ستا قدمونه نه وای ثابت کړي، نږدې وه چې د دوی لور ته ورکوږ شې. که چېرې دې داسې کړي وای، نو موږ به هم په دنيوي ژوند کې او هم تر مرګ وروسته (د مشرکانو) دوه برابره سزا درکړې وای.

د الهي وحی پرېښودل فتنه او ستره ګناه ده او تر دې لا ستره ګناه پر دين او رسول الله تور پورې کول او د طاغوت حکم ته غاړه اېښودل دي. د ډیموکراسۍ حاکمیت، له ښکېلاکګرو کفارو سره ملګرتيا او ورسره د اړیکو عادي کول، د لمونځ کوونکو پر مخ د جوماتونو د دروازو تړل، د قرانکریم د حفظ د حلقو تړل، د کعبې د طواف مخنیوی، د حجرالاسود له ښکلولو او د يماني رکن له لمس څخه مخنیوی، په دین پورې د تهمت تړلو موارد دي. دا د هغو اساساتو پرېښودل دي چې الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې راوړي دي.

په يوه حديث کې چې مالک او حاکم روايت کړی، راځي چې:

«تَرکتُ فِیکُم أمرَینِ لَن تَضِلُّوا مَا تَمَسَّکتُم بِهِمَا؛ کِتَابَ اللهِ وَ سُنةَ  نَبِیِّهِ»

ژباړه: تاسو ته مې دوه شيان پرېښې دي، که پر هغو مو منګولې ولګولې، هېڅکله به ګمراه نه شئ: د الله کتاب  او د رسول الله سنت.

ټولې ګمراهۍ او انحرافونه د یادو دوو سرچینو د پرېښودلو له امله دي او له دغو دوو سرچینو پرته په بل هر څه کې د خپلو ستونزو د حل لټول ګمراهي بلل کېږي. له همدې امله علماء او اسلام پلوي د الله سبحانه وتعالی د دې لاندې قول پر دوام ټینګار کوي:

﴿رَبَّنَا لَا تُزِغ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَ هَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ﴾ [آل عمران: 8]

ژباړه: اې زموږ ربه! وروسته له هغه چې موږ ته دې هدايت وکړ (په سمه لار دې روان کړو) زموږ زړونه (له حق څخه) مه اړوه او موږ ته له خپل لوري څخه رحمت راوبښه، بېشکه ته غوره ورکوونکی يې.

پر خپله مبدأ ثبات؛ د منهج صحت، د ايمان قوت او پر الله سبحانه وتعالی د مومن باور په ډاګه کوي. دعوتګر تل د دین پر ضد شومو پلانونو پر وړاندې ویښ وي. د ټولنې تريخ واقعيت او انجماد، د دعوت له منلو د خلکو مخ اړول، د لارې اوږدوالی؛ دا ټولې ستونزې د دعوتګر پر ريښتينولۍ او اخلاص دلالت کوي او ژر به خپلې موخې ته ورسېږي، دعوت به یې تر کومه چې امکان لري، هغه ځای ته ورسیږي او هر څومره چې کافر، فاسق او فاجر د ده او د ده د دعوت پر ضد فعالیت وکړي، فعاليت به یې بې اغېزې وي، خو چې دی فکري ثبات ولري او پر دعوت ثابت پاتې شي او دغه راز الله سبحانه وتعالی به نصرت ورکړي او د ده د کړنو او باور د صحت تر ټولو ستر دلیل د الله سبحانه وتعالی نصرت او ملاتړ دی. «مَا ظَنُّکَ بِاثنَینِ اللهُ ثَالِثَهُمَا» د هغو دوو تنو په اړه څه ګومان کوې چې درېيم ورسره الله تعالی دی.

کله چې دعوتګر پر خپله مبدأ ثابت پاتې شي، خلک باور پرې کوي، پر خلکو اغېز کوي او سکون مومي. د مصیبت پر وخت ده ته ورځي او د حل لار ترې غواړي ـ الله د خپل امر سر ته رسوونکی دی ـ او هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندې وینا ورته کوي:

«وَاللَّهِ لَيُتِمَّنَّ اللَّهُ هَذَا الْأَمْرَ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِن صَنْعَاءَ إلی حَضْرَمُوتَ مَا يَخَافُ إِلَّا اللَّهَ أوِالذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ، وَلَكِنَّكُمْ تَستَعْجِلُونَ» (رواه بخاری)

ژباړه: قسم په الله! چې دا دین به داسې بشپړ او ځواکمن شي چې مسافر به له صنعاء تر حضر الموت پورې په داسې حال کې لاړ شي چې د الله تعالی له وېرې پرته به یې په زړه کې هېڅ وېره نه وي. دا وېره به هم نه لري چې لېوان یې پسونه وخوري. خو تاسو اوس هم تلوار کوئ - صبر ولرئ.

همدارنګه د تمیم الداري رضی الله عنه روایت ورته وړاندې کوي، چې ویې ویل له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل:

«لَیَبلَغَنَّ هَذَالأمرُ مَا بَلَغَ الَیلُ وَالنَّهَارُ، وَ لَا یَترُکُ اللهُ بَیتَ مَدَرٍ وَ لَا وَبَرٍ إلَّا أدخَلَهُ اللهُ هَذَا الدِّینَ، بِعِزِّ عَزِیزٍ أو بِذُلِّ ذَلِیلٍ؛ عِزّا یُعِزُّ اللهُ بِهِ الإسلَامَ وَ ذُلًّا یُذِلُّ اللهُ بِهِ الکُفرَ» (رواه احمد فی مسنده)

ژباړه: دغه امر (د اسلام دین) به هغه ځای ته رسېږي چې شپه او ورځ ور رسېدلي وي. الله سبحانه وتعالی دا دین تر هر کور او هرې خیمې پورې رسوي، هر کور ته عزت پرې وربښي او دښمنان یې ذلیلوي؛ هغه چا ته عزت ورکوي چې دا دین ومني او هغه څوک ذلیلوي چې مخالفت ورسره وکړي.

دعوتګر ستونزو او واقعیت ته نه تسلیمیږي، د وارخطا او بې ځایه حماسه ویونکو د غوښتنو تر اغېز لاندې نه راځي او له خپلو اساساتو  او ثبات څخه نه لرې کېږي. دغه راز په خبرو اترو کې غیر شرعي حللارو ته غاړه نه ږدي او د منځلاریتوب د حل مفکوره نه مني، ځکه حق ده ته د دې اجازه نه ورکوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلاف ګام پورته کړي. ان که یې له دعوت څخه ټول خلک مخ واړوي هم، دعوتګر له خپل دریځ څخه نه راټیټیږي. په دعوت کې د دې اجازه نشته چې څه دې په زړه وي ویې ومنې او څه چې د په زړه نه لګېږي پرې یې ږدې! د الله سبحانه وتعالی دین ته به یوازې هغه څوک نصرت ورکوي چې په هر اړخیز ډول یې ومني او په ژوند کې یې پلی کړي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت چې صادق مومنان پرې ثابت پاتې کېږي په لاندې ډول دی:

«تاسو دې ته رابولو چې شاهدې ورکړئ چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نه دي او محمد د الله رسول دی. ماته پناه راکړئ او ملاتړ مې وکړئ، ځکه قریش د الله د دین پر ضد راپورته شول او د هغه رسولان یې دروغجن وبلل، د حق پر ځای یې باطل غوره کړ. الله تعالی بې نیازه او ستایل شوی ذات دی.» الله سبحانه وتعالی په خپل دین کې سستو، بې ثباته او بدلېدونکو انسانانو ته اړتیا نه لري. د بېلګې په وړاندې کولو سره دا مقوله لا ښه واضح کېږي: په خپل موقف ثابت پاتې کېدل او د «احد احد» لفظ ویل د بلال بن رباح رضی الله عنه په دريځ کې یوه غوره بېلګه ده، چې هغه له خپل دريځ څخه تېر نه شو او بالاخره الله سبحانه وتعالی مرسته ورسره وکړه. خبیب بن عدي رضی الله د اسلام دښمنانو د هغه د سر وهلو لپاره راوغوښت او ورته ویې ویل: «خوښه دې ده چې د تا پر ځای د محمد سر ووهو او ویې وژنو؟»

هغه رضی الله عنه وویل: «قسم په الله چې دومره مې هم نه خوښیږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پښه کې اغزی ولاړ شي او ویې ځوروي.» دا خباب رضی الله عنه و چې د ام انمار په شکنجو یې صبر کاوه، چې کله یې ویلې شوې او سره اوسپنه پر تندي ورکېښوده او له ډېره درده یې غوښې اوبه شوې، خو بیا هم په خپل دریځ ولاړ و او کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ده له څنګ څخه تېرېده ویل به یې: «یا الله! له خباب سره مرسته وکړه!» ... که نورې بېلګې راوړو بحث اوږدېږي.

په پایله کې باید ووایو چې هر مسلمان باید پر دې پوه شي، چې پر خپله مبدأ ثبات په خپل ذات کې نصرت دی. د دین نصرت باید ټولیز او هر اړخیز وي، هر هغه څوک چې د دعوت شرف، مقام او د رسول الله پیروۍ ته ژمن وي، نو باید اسلام ته هر اړخیز او ژر نصرت ورکړي او ثابت پاتې شي. «اې رسول الله! له تا سره بیعت کوو، چې امر دې واورو پر ځای کوو یې. چې په هر حالت کې وو، که خوشاله وو او که غمجن او که سختي وي که اساني. امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوو، حق وایو او د هېڅ ملامت کوونکي له ملامتۍ وېره نه لرو.»  

نو دعوتګرانو ته پکار ده چې په سختۍ او اسانۍ کې یو بل ته د صبر سپارښتنه وکړي. دغه راز د ثبات او ثابت قدمو د اخلاقو خپلولو لپاره حریص وي! موږ د فتنو په زمانه کې ژوند کوو، زموږ په لاس کې د الله له کتاب او د رسول لله له سنتو پرته بل څه نشته چې منګولې پرې ټنګې کړو او ثابت قدمه شو. نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري دی، چې ماتې نه منونکی او با حکمته دی. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿إن تَنصُرُوا اللهَ یَنصُرُکُم﴾ [محمد: 7]

ژباړه: که د الله تعالی دین ته نصرت ورکړئ، هغه سبحانه وتعالی تاسو ته نصرت درکوي.

لیکوال: سعید الکرمی (ابوعبدالرحمن)

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې