جمعه, ۲۲ شعبان ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۲/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په لبنان کې نوي سیاسي بدلونونه
بسم الله الرحمن الرحيم
په لبنان کې نوي سیاسي بدلونونه

پوښتنه او ځواب

 

پوښتنه:
العربي الجدید وېب‌پاڼې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۱مه یو راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي؛ نواف سلام د سه‌شنبې په ماښام په بعبدا ماڼۍ کې له ولسمشر جوزف عون تر لیدنې وروسته، په داسې حال کې ووت چې یوه توره دوسیه یې په لاس کې وه، دا ښکاره نه شوه چې آیا هغه د کابینې د غړو نوملړ وړاندې کړی که نه. د یادولو وړ ده چې د څه باندې دوو کلونو سیاسي اختلافاتو له امله د لبنان د ولسمشرۍ څوکۍ تشه پاتې وه، خو د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۹مه د دغه هېواد پارلمان، جوزف عون د ولسمشر په توګه وټاکه. تر دغې ټاکنې یوازې څلور ورځې وروسته، د جنوري په ۱۳مه، جوزف عون، نواف سلام ته دنده وسپارله چې د لبنان نوی حکومت جوړ کړي. (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۵/۱/۲۰).

پوښتنه دا ده چې په لبنان کې څه پېښ شول چې د ولسمشرۍ تر دوه کلنې خلا وروسته سمدستي هوکړه وشوه چې د پوځ قوماندان جوزف عون ولسمشر وټاکل شي او یوازې څو ورځې وروسته نواف سلام د لومړي وزیر په توګه اعلان شي؟ دا بدلونونه ولې دومره چټک پېښ شول؟ آیا دا چټکتیا ښيي چې له وړاندې د لبنان د داخلي او بهرني سیاسي جوړښت د بدلون لپاره یو پلان جوړ شوی و او لا هم دوام لري؟ که دا یوازې د نورو سیمه‌ییزو بدلونونو په څېر یو عادي بدلون دی؟

ځواب:
د پورته پوښتنو د روښانه کولو لپاره، لاندې ټکي څېړو:

لومړی: د سیمې او نړۍ ستر سیاسي بدلونونه د لبنان د دغو چټکو تحولاتو اساسي لامل دی چې په پایله کې یې جوزف عون د لبنان ولسمشر وټاکل شو، او نواف سلام ته د نوي حکومت جوړولو دنده وسپارل شوه. د لا زیات وضاحت لپاره، لاندې ټکي څېړو:

۱. د یهودي رژیم له لوري د ایران د حزب د مشرانو تر ترور وروسته او د اوربند له کېدو مخکې، د ولسمشر د ټاکلو او د سیاسي تشې د ډکولو غوښتنې راپورته شوې. د دغو غوښتنو په سر کې د ایران د حزب سیاسي مخالفین وو، لکه د سمیر جعجع ډله، چې په ښکاره یې د غزې د جګړې د ملاتړ مخالفت اعلان کړی و. دا اقدامات د جګړې له شرایطو د ګټې اخیستنې یوه بڼه وه، چې د اروپایي استازو – چې د امریکایي استازي "هوکستین" د سفرونو پر مهال په لبنان کې حاضر وو- په همغږۍ ترسره شول. دا سفرونه عمدتاً د جګړې پر درولو او د اوربند پر کېدو متمرکز وو؛ خو د ایران حزب د لبنان د اپوزیسیون دا غوښتنې د نه منلو وړ او یو فرصت‌طلبانه اقدام باله.

۲. د تېرو دوو کلونو په جریان کې د ولسمشر د ټاکلو لپاره تر ۱۲ ناکامو غونډو وروسته، د لبنان بېلابېلو سیاسي قوتونو ناڅاپه د پوځ پر قوماندان، جوزف عون، توافق وکړ چې د ولسمشرۍ تشه ډکه کړي. ایران‌پلوه حزب مخکې اعلان کړی و چې د دوی ملاتړ له سلیمان فرنجیه سره دی (سرچینه: العالم چینل، ۲۰۲۵/۱/۷). فرنجیه د ایران په محور او د بشار اسد په نسکور شوي رژیم پورې تړلی شخصیت بلل کېږي. وروسته، سلیمان فرنجیه توافق ته د رسېدو په موخه له خپلې نوماندۍ پر شا شو.

۴. د ایران د محور پلویان، یعنې د ایران حزب او د أمل خوځښت، په لومړۍ غونډه کې جوزف عون ته رایه ورنه کړه، چې له امله یې ټاکنې بریالۍ نه شوې، ځکه چې نوموړي د اړتیا وړ دوه ‌پر درې (۸۶ رایې) حد نصاب ترلاسه نه کړ. خو په دویمه غونډه کې، له دې پارلماني ډلو سره تر ناستې وروسته، هغوی رایه ورکړه، او جوزف عون ۹۹ رایې ترلاسه کړې. دا رایه ‌ورکونه په داسې بڼه تنظیم شوې وه چې وښيی که د ایران حزب او د أمل خوځښت ملاتړ نه وای، نو جوزف عون به ولسمشرۍ ته نه و رسېدلی. که څه هم دا چاره د ایران ‌پلوه ځواکونو دوامداره نفوذ او د رایې ورکولو پر بهیر د دوی اغېز ښيي، خو دا چې دوی د سیاسي تعطل او خنډونو سیاست پرېښود - سره له دې چې وړتیا یې لرله - د دوی د شاتګ نښه ګڼل کېږي.

۴. د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه، نواف سلام د لبنان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د هغه معرفي په داسې ډول ترسره شوه چې د یوه سیاسي توافق لپاره د نوماند په توګه تبلیغ ورته وشو؛ داسې نه لکه د ایران د حزب او د هغوی د متحدینو نوماند، نجيب ميقاتي، یا لکه فؤاد مخزومي چې د سمیر جعجع ډلې، یعنې د ایران د حزب د مخالفینو نوماند و. په دې توګه، نواف سلام ته دنده وسپارل شوه چې د لبنان نوی حکومت جوړ کړي.

۵. نواف سلام پخوا د ایران حزب او د هغوی د متحدو قوتونو لخوا رد شوی و. د ایران حزب په ۲۰۱۹ کال کې، د سعد حریري له استعفا وروسته، د هغه نوماندي رد کړه او هغه یې "د امریکا نوماند" وباله، او په هغه وخت کې یې حسان دیاب د لومړي وزیر په توګه معرفي کړ. همداراز، د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۴مه د بیروت بندر تر چاودنې وروسته، د ایران حزب یو ځل بیا د نواف سلام نوماندي رد کړه.

۶. داسې ښکاري چې د لبنان د لومړي وزیر په توګه د نواف سلام ټاکل، د ایران حزب او د أمل خوځښت غوسه کړي دي. د الجزیرې شبکې خبریال د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه راپور ورکړی چې د حزب‌الله پارلماني ډلې د حکومت د مشرۍ لپاره هېڅ نوماند وړاندې نه کړ. د حزب‌الله د ډلې استازو د لومړي وزیر د ټاکلو لپاره له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته، د حزب استازي محمد حسن رعد خپګان څرګند کړ او ویې ویل: «ځینې هڅه کوي چې دا ډله له سیاسي صحنې لرې او حذف کړي.» هغه خبریالانو ته وویل: «موږ له ولسمشر سره په خپله لیدنه کې یو مثبت ګام پورته کړ، خو د مرستې لاس راته اوږد نه شو». نوموړي ټینګار وکړ چې حزب‌الله به له زغم او تدبیر څخه کار واخلي چې د لبنان ملي ګټې وساتي. یوې سرچینې، چې حزب‌الله ته نږدې ده، افشا کړه چې دا حزب او د هغه متحد، د نبیه بري په مشرۍ أمل خوځښت، د دې ملاتړ کاوه چې نجیب میقاتي یو ځل بیا د لومړي وزیر په توګه وګومارل شي. هغه توضیح ورکړه چې میقاتي ته د لومړي وزارت بېرته ورکول د هغه توافق یوه برخه وه، چې له سعودي استازي، یزید بن محمد بن فهد آل فرحان سره په لبنان کې وشو، او په پایله کې یې، حزب‌الله او أمل خوځښت تېره پنجشنبه د ولسمشر په توګه د جوزف عون له ټاکل کېدو سره موافقه وکړه. بی‌بی‌سي په دې اړه د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه د لبنان په پارلمان کې د ایران حزب د مشر له قوله راپور ورکړ چې د ولسمشر په توګه د جوزف عون ټاکل د هغه توافق یوه برخه وه، چې د سعودي له استازي سره په لبنان کې وشو، او د همدې توافق له مخې، حزب‌الله او أمل خوځښت د جوزف عون له ټاکل کېدو سره موافقه وکړه.

دویم: په دې توګه، د لبنان د بدلونونو لړۍ په همدې بڼه پر مخ ولاړه، چې په پایله کې یې د دغه هېواد پارلمان نوی ولسمشر وټاکه او د حکومت د جوړولو لپاره نوی لومړی وزیر وګومارل شو. که دا بدلونونه له نږدې وڅېړو، لاندې ټکي روښانه کېږي:

۱. موږ پوهېږو چې امریکا د لبنان له دغو سیاسي بدلونونو بشپړ رضایت لري؛ بلکې که دقیق ووایو، دا بدلونونه د امریکا تر څارنې او مدیریت لاندې پيښ شوي دي. جو بایډن په خپل یوه بیان کې وویل: «د لبنان د ولسمشر په توګه زه جوزف عون ته د ټاکل کېدو له امله مبارکي وایم». هغه زیاته کړه: «ولسمشر عون به پیاوړې مشري وکړي، په داسې حال کې چې لبنان او اسرایل به په بشپړ ډول اوربند ته ژمن وي، سلګونه زره خلک به خپلو کورونو ته ستانه شي، او لبنان به د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ پر لور لاړ شي. ولسمشر عون زما اعتماد لري، او زه بشپړ ډاډ لرم چې نوموړی د دغه پړاو لپاره مناسب مشر دی.» (سرچینه: سي‌ان‌ان عربي، ۲۰۲۵/۱/۹) همداراز، د سعودي ولیعهد، محمد بن سلمان، چې د امریکا له مهمو متحدینو دی، د جوزف عون د ټاکل کېدو مبارکي وویله. (سرچینه: الحرة، ۲۰۲۵/۱/۹)

په دې توګه، د لبنان وروستي سیاسي بدلونونه د دغه هیواد پر سر د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ پایله نه ده، بلکې د امریکا تر کنټرول لاندې پېښ شوي دي. لبنان د میشل عون د واکمنۍ پر مهال، چې د ایران د محور یوه برخه ګڼل کېده، د امریکا تر نفوذ لاندې و. اوسنی ولسمشر، جوزف عون، په ۲۰۱۷ کال کې د میشل عون –چې د امریکا مهره وه- لخوا د پوځ قوماندان وټاکل شو. یعنې جوزف عون له پیل څخه د امریکا د نفوذ تر چتر لاندې کس و. سربېره پر دې، امریکا آن په ۲۰۲۲ کې د لبنان د ولسمشرۍ تر تشې وړاندې او تر هغې وروسته د لبنان پوځ ته نظامي مرستې ورکولې. دا ښيي چې د امریکا او د پوځ د قوماندان جوزف عون ترمنځ اړیکه ډېره نږدې وه. همداراز، نواف سلام هم د امریکا له نفوذ څخه نشي وتلی، ځکه چې نوموړي خپل ټول زده‌کړیز او تدریسي ژوند په فرانسوي او امریکایي پوهنتونونو، او همداراز، په نړیوالو ادارو کې تېر کړی دی. د هغه وروستۍ رسمي دنده د نړیوالې محکمې د ریاست منصب و، چې دا هم د امریکا تر نفوذ لاندې نړیوال حقوقي بنسټ دی.

۳. په دې توګه، امریکا نن ورځ په لبنان کې د خپلې لوبې قواعد بدلوي. په تېرو وختونو کې، امریکا د خپل نفوذ د تثبیت لپاره پر ایران، د هغه پر محور، او د هغه پر متحدو ځواکونو تکیه کوله، خو اوس يې د دغو ځواکونو د لرې کولو او د نویو څېرو د ځای‌ناستي کولو پروسه پیل کړې چې په لبنان کې خپل نفوذ همغسې وساتي. لبنان تل د امریکا په ولکه کې و او لا هم همداسې پاتې دی، خو امریکا یوازې ظاهري بڼه او واکمنې څېرې بدل کړې دي.

۴. خو په اروپا پورې تړلي ځواکونه ښه پوهېږي چې د دوی قدرت او نفوذ د امریکا په پرتله ډېر کمزوری دی. فرانسه، چې د "پنځه اړخیزې کمېټې" د غړیتوب په چوکاټ کې شته، له ۲۰۲۳ کال راهیسې د جوزف عون د ولسمشرۍ نوماندۍ مخالفه وه، په داسې حال کې چې امریکا او سعودي عرب لا له هماغه وخت څخه د هغه نوم مطرح کړی و. (سرچینه: العربي الجديد، ۲۰۲۳/۹/۲۲) خو، بالاخره فرانسه اړ شوه چې دا انتخاب ومني. له بلې خوا، اروپایان د دې وړتیا نه لري چې د لبنان د ولسمشرۍ څوکۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي. سمیر جعجع، چې د پارلمان تر ټولو لویه نصراني ډله کنټرولوي، آن دا جرأت ونه کړ چې ځان د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړي، ځکه چې د ایران حزب سخت مخالف و. د ایران حزب په دې اړه واضح کړه: «موږ یوازې د سمیر جعجع پر وړاندې د ویټو حق کاروو، ځکه چې د هغه پروژه د لبنان لپاره تباه کوونکې ده.» (سرچینه: الشرق الأوسط، ۲۰۲۵/۱/۶) همداراز، د لومړي وزارت لپاره د فواد مخزومي نوماندي، چې د اپوزیسیون ګوندونو لخوا وړاندې شوې وه، رد شوه. (سرچینه: آر ټي، ۲۰۲۵/۱/۱۳) نو په اروپا پورې تړلي ځواکونه نشي کولی د لبنان درې مهمې څوکۍ (ولسمشر، لومړی وزیر، او د پارلمان مشر) تر خپل کنټرول لاندې راولي، او دا څوکۍ لا هم د امریکا د پیروانو په لاس کې دي.

۵. خو اروپایانو د لبنان وروستي سیاسي بدلونونه منلي دي. د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون، جوزف عون ته مبارکي وویله، او پر خپله رسمي ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه کې یې ولیکل: «دا ټاکنې د اصلاحاتو، د لبنان د حاکمیت د بېرته راګرځولو، او د دغه هېواد د پرمختګ لپاره لاره هواروي.» (سرچینه: الحرة، ۲۰۲۵/۱/۱۰) د فرانسې د ولسمشر خبرې د اروپایي قوتونو عمومي دریځ څرګندوي او ښيي چې هغوی د ایران د نفوذ کمېدو ته خوښ دي. دا د دې معنی لري چې اروپا د خپلو موخو یوې برخې، یعنې د ایران له محوره د لبنان لرې کېدو، ته رضایت ښودلی. اروپایان یوازې په "پنځه اړخیزه کمېټه" کې - چې د ولسمشرۍ تر تشې وروسته د لبنان د مسئلې د څېړلو لپاره جوړه شوې ده - پر خپل ګډون بسنه کوي. په دې کمېټه کې فرانسه د امریکا، مصر، او سعودي عربستان تر څنګ شته؛ په داسې حال کې چې قطر بیا د انګلستان د ګټو استازیتوب کوي.

دا په دې معنی ده چې امریکا نن ورځ په لبنان کې یوازینی برلاسی نړیوال لوبغاړی دی، او همدوی دي چې سیاسي څېرې بدلوي او د دغه هېواد سیاسي جوړښت بېرته تنظیموي. په داسې حال کې چې اروپایانو یوازې د ایران د نفوذ پر کمېدو رضایت ښودلی.

درېیم: خو په داخلي او بهرنۍ کچه د لبنان د بڼې د بدلون مسئله له لاندې مواردو څخه روښانه کېږي:

۱. په داخلي کچه ښکاري چې د ایران د حزب پر وسلو به محدودیتونه لا زیات شي. همداراز، د "مقاومت" اصطلاح، چې پخوا د لبنان د ولسمشرۍ په ویناوو او بیانیو کې تل یادېدله، اوس د نوي ولسمشر له خبرو او رسمي اعلامیو څخه په بشپړ ډول حذف شوې ده.

الف: د جوزف عون وینا د لبنان د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته حالت له دودیزو ویناوو سره توپیر درلود؛ د هغه په وینا کې روښانه پیغامونه شامل وو. تر ټولو مهم پیغام یې دا دی چې نوموړي «د دولت د انحصاري وسلو د کنټرول او تثبیت" پر اړتیا ټینګار وکړ، او دا یې د لبنان د حاکمیت د تقویې لپاره اساسي اصل وباله. (سرچینه: الحرة، ۲۰۲۵/۱/۱۰) همداراز، جوزف عون په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ: «د لبنان دولت – او بیا تکراروم، د لبنان دولت – به له اسرایلي اشغال څخه خلاص شي.» (سرچینه: سي‌ان‌ان عربي، ۲۰۲۵/۱/۱۰)

ب: نواف سلام د رسنیو هغو اټکلونو ته غبرګون وښود چې د وزارتونو د وېش په اړه یې کړې وې، په ځانګړي ډول د دودیزو ګوندونو ترمنځ د واک د ویشلو او د حزب‌الله او د أمل خوځښت د شرایطو د منلو په اړه، چې د دوی لاس ته د مالیې وزارت سپارل هم پکې شامل وو. هغه څرګنده کړه: «ما هېڅ ډلې ته د هېڅ وزارت د سپارلو ژمنه نه ده ورکړې. د مالیې وزارت، لکه د نورو وزارتونو په څېر، د هېڅ مذهب یا ډلې ځانګړې ملکیت نه دی.» نوموړي پر دې هم ټینګار وکړ چې غواړي حکومت د ۲۴ وزیرانو له ترکیب څخه جوړ کړي. (سرچینه: العربي الجديد، ۲۰۲۵/۱/۲۱)

۲. خو په بهرنۍ کچه؛ د وروستیو تحولاتو تر ارزونې وروسته لاندې ټکي څرګندیږي:

الف: د معمول پر خلاف د لبنان د ولسمشر او لومړي وزیر د ټاکلو پروسه کې د ایران هېڅ فعال رول ښکاره تر سترګو نه شو. که څه هم د لبنان د ایران‌پلوه حزب له دریځونو څخه د ایران د نفوذ څرکونه لا هم تر سترګو کېږي، خو حقیقت دا دی چې د ایران حزب او د هغه متحدینو د دې توان درلود چې د دغو بدلونونو مخه ونیسي، خو دا کار يې ونه کړ. له همدې امله، دا بدلونونه، چې «د امریکا کودتا» بلل شوي، په حقیقت کې د ایران له ضمني موافقې سره ترسره شول. د ایران نفوذ په عربي سیمه کې د کمېدو په حال کې دی. امریکا د سوریې د سیاسي بحران د حل مسئله ترکیې ته سپارلې، او ایران یې له دې بهیر څخه څنډې ته کړی، لکه روسیه یې چې د سوریې له معادلې بشپړه لرې کړه. دا د امریکا نوې سیمه‌ییزه تګلاره ده چې یوازې د بایډن په حکومت پورې محدوده نه وه، بلکې د ټرمپ حکومت به هم همدا لاره تعقیب کړي، بلکې دا تګلاره به په سوریه او لبنان کې نوره هم ژوره کړي او عراق ته به یې هم وغځوي. دا سیاست د یهودي رژیم له غوښتنو سره بشپړ مطابقت لري، او دا امکان هم شته چې دا د هغو ژمنو یوه برخه وي چې د بایډن اداره یې د یهودي رژیم په وړاندې تعقیبوي، ترڅو دا رژیم دې ته وهڅوي چې په لبنان کې له اوربند سره موافقه وکړي.

ب: داسې ښکاري چې د لبنان نوی ولسمشر ښه پوهېږي چې امریکا هغه په دې حساس پړاو کې د لبنان د اساسي بدلونونو لپاره واک ته رسولی دی. جوزف عون د خپلې لوړې مراسمو د وینا په پیل کې وویل: «ښاغلو استازو، تاسو ما ته د لبنان د ولسمشر په توګه ټاکلو سره ویاړ راکړ. دا تر ټولو ستر ویاړ دی چې ما ته را په برخه شوی، او دا تر ټولو دروند مسؤلیت دی چې زما پر اوږو اېښودل شوی دی. اوس زه د "لوی لبنان" د تاسیس تر سل کلن کېدو وروسته لومړی ولسمشر یم، اوس داسې حالت دی چې د منځني ختیځ تر ټولو حساس پړاو ته داخل شوي یو؛ دلته ایتلافونه پاشل شوي، رژیمونه نسکور شوي، او ان ممکن پولې هم بدلې شي.» (سرچینه: اندپینډنټ عربي، ۲۰۲۵/۱/۱۱) د همدې سرچینې په حواله؛ د جوزف عون لومړنی بهرنی سفر سعودي عرب ته ټاکل شوی دی. د لبنان ولسمشر، جوزف عون، نن شنبه اعلان وکړ چې لومړنی بهرنی سفر به یې سعودي عرب ته وي؛ هغه له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې سعودي ته د سفر بلنه ترلاسه کړې.

ج. له ټولو دغو تحولاتو څخه څرګندیږي چې امریکا دا ځل د لبنان د قضیې مسؤلیت سعودي عرب ته سپارلی، په داسې حال کې چې په تېر پړاو کې یې دا رول ایران ته ورکړی و. نو سعودي به د لبنان په چارو کې یو مهم رول ولوبوي، او دا هېواد به د لبنان د بیارغونې په بهیر کې هم اساسي ونډه لري. په ځانګړي ډول، دې ته په کتو چې تمه کېږي ایران به د نویو سوداګریزو او مالي بندیزونو تر فشار لاندې راشي، چې د ټرمپ حکومت به یې پرې تحمیل کړي. په دې توګه به سعودي په لبنان کې د ایران ځای ونیسي؛ دا ځای نیول به هم د سیاسي نفوذ له پلوه وي او هم د مالي مرستو له اړخه؛ په ځانګړي ډول د لبنان د بیارغونې بهیر؛ د پوځ پیاوړي کولو لپاره د لبنان د دولت ملاتړ؛ او د ایران د حزب د بې وسلو کولو په بهیر کې اسانتیا برابرول. دا پروسه ښايي لبنان له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو پر لور یوسي؛ په ځانګړي ډول دا چې ډونالد ټرمپ غواړي د سعودي او یهودي رژیم ترمنځ اړیکې ژر عادي شي.

څلورم: دا وحشتناک حالت به په لبنان او شاوخوا سیمو کې همداسې دوام وکړي، تر هغه چې الله سبحانه وتعالی خپل موعود امر ته تحقق ورکړي؛ اسلامي خلافت تأسیس شي، او دا ټول سیاسي ځواکونه له لبنان او د هغې له شاوخوا څخه محوه شي، لکه څنګه چې د یهودي رژیم پای ته رسېدل هم حتمي دي، لکه څنګه چې د اسد رژیم په سوریه کې له منځه ولاړ. هغه وخت به شام بیا، لکه تل، د اسلامي امت د تپېدونکي زړه حیثیت خپل کړي. موږ یقین لرو چې تر دغه جبریه دور او تسلط وروسته چې موږ پکې ژوند کوو، خلافت بیا راځي. احمد له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ. ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: بيا به ملک جبريه (د ديکتاتور نظامونو حاکميت) وي او دا به تر هغه وي چې د الله اراده وي او کله چې د الله خوښه شي، دا به هم پورته کړي. بيا به بېرته د نبوت په منهج خلافت حاکم شي. بیا چوپ شو.

او هر چېرته چې دا خلافت قایم شي؛ شام ته به رسېږي او دا به یې مرکز وي. طبراني له سلمه بن نفیل څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«عُقْرُ دَارِ الإِسْلامِ بِالشَّامِ»
ژباړه: د اسلام مرکز به په شام کې وي.

خلافت به د یهودي رژیم پر وړاندې جګړه کې، دغه اشغالګر دولت ته د پای ټکی کېږدي او فلسطین به په بشپړ ډول بېرته دارالاسلام ته راوګرځوي. بې شکه چې روڼ سهار د هغو کسانو لپاره نږدې دی، چې په تمه یې دي.

خو د الله سنت دا نه دي، چې له آسمان څخه پرښتې راکوزې کړي چې زموږ لپاره خلافت تأسیس کړي، او د دې پر ځای چې دښمنان مو موږ له منځه یوسو، پرښتې یې راته له منځه یوسي او موږ همداسې ورته ناست وو! بلکې الله سبحانه وتعالی پرښتې د نصرت او د بریا د زیري په توګه راکوزوي؛ د هغو خلکو د نصرت لپاره چې پر خپل رب ایمان لري او هدایت یې موندلی. په جګړه کې د صابرو مسلمانانو یو داسې لښکر چې په خپل امام پسې اقتدا کوي او تر شا یې د دښمنانو پر وړاندې جنګېږي. هغه وخت به د هغو کسانو له ډلې شو، چې دا ستر زېری ترلاسه کوي:

﴿نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف: ۱۳]
ژباړه: «د الله سبحانه وتعالی نصرت او فتحه ډېره نیږدې ده او مؤمنانو ته زیری ورکړه!»

۱۴۴۶هـ.ق د رجب ۲۳مه

۲۰۲م کال د جنوري ۲۳مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې