جمعه, ۲۲ شعبان ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۲/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سوډان کې د نظامي عملیاتو چټکتیا
بسم الله الرحمن الرحيم
په سوډان کې د نظامي عملیاتو چټکتیا

پوښتنه او ځواب

 

(ژباړه)

پوښتنه:

د «العربية نېټ» ویب‌پاڼې د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۴مه راپور ورکړ: «د سوډان پوځ او د هغوی متحد ځواکونه په تېرو ساعتونو کې د خرطوم ایالت سوېل ختیځو سیمو ته داخل شوي دي. دا ځواکونه له جزیره ایالت څخه دې سیمې ته رسېدلي دي.» همدارنګه، د «الیوم السابع» ویب‌پاڼې د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲مه راپور ورکړ: «د قاهرې خبري چینل خبریال په یوه بیړني خبر کې اعلان وکړ چې د سوډان پوځ د خرطوم ایالت د نیل په ختیځ کې یو شمېر کلي بېرته نیولي دي». تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۱مه، د چټک غبرګون ځواکونه د جزیره ایالت او د هغې د پلازمېنې، ود مدني، په محور کې د سوډان د پوځ له خوا مات شول. د جنوري په ۱۳مه، د چټک غبرګون ځواکونو مشر، «حمیدتي»، د یوه غږیز فایل له لارې چې ده ته منسوبېږي، په جزیره ایالت کې د خپلو ځواکونو ماتې تایید کړه. (سرچینه: الجزیره، ۱۳ جنوري ۲۰۲۵). له هماغه وخته، په پلازمېنه خرطوم، بحري او ام درمان ښارونو کې د جګړې مسیر په بشپړ ډول د سوډان د پوځ په ګټه بدل شو. پوځ وتوانېد څو مهمې او سټراتېژیکې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي او د پوځ د عمومي قوماندانۍ محاصره ماته کړي.

د جګړې په ډګر کې دا چټک او غیرعادي پرمختګونه د څه له امله رامنځته شول؟ آیا دا یوازې یو داخلي تحول دی، چې د سوډان د پوځ د ناڅاپي ځواکمنېدو او غیرمتوقع وړتیاوو له امله رامنځته شوی؟ که نه، دا جګړه نړیوال ابعاد لري، او باید د سوډان پر سر د نړیوالو قدرتونو د سیالۍ په چوکاټ کې تحلیل شي؟

ځواب:

د یادو پوښتنو د ځوابونو روښانه کولو لپاره، لاندې ټکي په تفصیل سره څېړو:

لومړی: په سوډان کې د نظامي نښتو چټکتیا

۱- هو، په سوډان کې د جګړو د چټکتیا کچه د پام وړ ده. له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د سوډان د حاکمو دوو اړخونو ترمنځ جګړه پیل شوه، جګړې د ځمکني کنټرول له پلوه په یوه محدوده دایره کې وې. دواړو اړخونو خپلې ساحې تر خپل واک لاندې ساتلې، او د تېرو میاشتو په جریان کې یې د یو بل پر وړاندې پرمختګ ډېر محدود و.

« د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۱۵مه د جګړې له پیل راهیسې، د سوډان پوځ هېڅ د پام وړ پرمختګ نه درلود، پرته له دې چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې یې د ملي راډیو ټلویزیون مرکز او د ام درمان څو نورې سیمې ونیولې. پوځ په دې موده کې د خپلو نورو نظامي مرکزونو د ساتلو لپاره یو دفاعي تاکتیک غوره کړی و.» (سرچینه: الراکوبة السوداني، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)

۲. خو د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له میاشتې راهیسې د جګړې میداني وضعیت بدل شو، ځکه چې د سوډان پوځ د خپلو ځواکونو د بیا تنظیمولو لړۍ پیل کړه، د پخوا په پرتله په جدي ډول جګړې ته داخل شو، او هغه تاکتیک یې چې «سټراټېژیک صبر» او «اوږده ساه اخیستل» نومېده، شا ته پرېښود. پوځ د چټک غبرګون ځواکونو پر وړاندې د جګړې محاذونه پرانیستل، د حلفایا پل او د سپین نیل سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستله، او د پلازمېنې مرکزي برخو او بحري خرطوم لوري ته یې خپله لار پرانیسته. له دې وروسته، د جګړې پرمختګ لا چټک شو، تر دې چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۱مه، پوځ وتوانېد ود مدني ښار، چې یو کال وړاندې د چټک غبرګون ځواکونو لخوا نیول شوی و، بېرته ونیسي. ود مدني، چې د جزیره ایالت پلازمېنه ده او د سوډان په مرکزي برخه کې موقعیت لري، یوه سټراتېژیکه سیمه ګڼل کېږي. د دغه ښار نیول د جګړې برخلیک ټاکونکی پړاو ګڼل کېږي، ځکه چې ود مدني د سوډان دویم تر ټولو لوی ښار دی، او مرکزي موقعیت یې د پوځ لپاره دا اسانتیا برابروي چې د نورو ایالتونو، په ځانګړي ډول د پلازمېنې اړوندو سیمو کې د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړي. پر دغه ښار د پوځ کنټرول د چټک غبرګون ځواکونو ته یوه سخته ضربه وه او د هغوی نظامي پلانونه یې ګډوډ کړل، ځکه چې د دې سیمې له لاسه ورکولو سره خرطوم سیمې ته د تجهیزاتو په استولو کې د دوی وړتیا کمزورې کړه. سربېره پر دې، د چټک غبرګون ځواکونو خپله مهمه عملیاتي اډه له لاسه ورکړه؛ له دغه ځایه یې د جزیره ایالت، سنار، سپین نیل، او د ختیځ سوډان پر ضد عملیات کول. د دې سیمې له لاسه ورکولو سره، د دې ډلې هیلي او نظامي سټراټیژي تر سختو محدودیتونو لاندې راغله. د انتقالي حاکمیت د شورا مشر او د پوځ عمومي قوماندان، عبدالفتاح البرهان، د ود مدني له بېرته نیولو وروسته د دې ښار د لیدنې پر مهال اعلان وکړ چې د چټک غبرګون ځواکونو پر هغو پاتې جنګیالیو د پراخو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي چې اوس د خرطوم دننه او شاوخوا سیمو کې دي. (سرچینه: اینډیپنډنټ عربی، ۲۰ جنوري ۲۰۲۵)

دوهم: د ود مدني له نیولو وروسته د سوډان د پوځ د بریدونو شدت:

۱. د سوډان پوځ اعلان وکړ چې له یو کال زیاتې جګړې وروسته یې د چټک غبرګون ځواکونو پر وړاندې د خرطوم د نفتو تصفیه‌خونه، چې د بحري خرطوم په شمال کې موقعیت لري، بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته. (سرچینه: بي‌بي‌سي، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)

۲. د «العربية» خبري شبکې خبریال د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د سوډان پوځ هغه محاصره ماته کړه، چې د چټک غبرګون ځواکونو د یو نیم کال لپاره د پوځ د عمومي قوماندانۍ پر مرکز لګولې وه. همدارنګه، له سوډان څخه ځايي راپورونه تأییدوي چې د پوځ ځواکونه توانېدلي چې د بحري خرطوم په مرکز کې تر سختو جګړو وروسته د یوه مهم نظامي مخابراتي مرکز محاصره هم پای ته ورسوي. (سرچینه: العربية، ۲۴ جنوري ۲۰۲۵)

۳. د سوډان پوځ په پلازمېنه کې خپل تر ټولو ستر نظامي پرمختګ وکړ. د پوځ ځواکونو، له خپلو متحدینو سره یو ځای، د دوو سټراتېژیکو مرکزونو محاصره ماته کړه؛ لومړی، د پوځ د قوماندانۍ عمومي مرکز چې د خرطوم په زړه کې موقعیت لري، او دوهم، د نظامي مخابراتو د قوماندانۍ مرکز. سربېره پر دې، دغه مرکزونه یې د پوځ له عمومي قرارګاه سره، چې د ام درمان په شمال کې د «وادي سیدنا» په سیمه کې موقعیت لري، وصل کړل. همدارنګه، پوځ وکولای شو «الجېلي» د تیلو تصفیه‌خونه، او د هغې شاوخوا نظامي او ملکي سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي. (سرچینه: الراکوبة السوډاني، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)

۴. «العربية نېټ» د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۴مه راپور ورکړ چې د سوډان پوځ او د هغوی متحد ځواکونه د تېرو ساعتونو په لړ کې د خرطوم ایالت سوېل ختیځو سیمو ته ننوتي. دا ځواکونه له جزیره ایالت څخه دې سیمو ته تللي دي.

۵. «الیوم السابع» د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۲مه راپور ورکړ چې د «قاهره» خبري شبکې خبریال په یوه بیړني خبر کې اعلان وکړ چې د سوډان پوځ د ختیځ نیل پر هغه کلیو بېرته کنټرول ترلاسه کړی چې د خرطوم ایالت اړوند دي.

درېیم: د چټک غبرګون ځواکونو د ایستلو لپاره د سوډان د پوځ پراخه جګړه

په دې توګه، د سوډان پوځ د جګړې دروازې په بشپړ ډول خلاصې کړې، ترڅو د چټک غبرګون ځواکونه د پلازمېنې له درېیو ښارونو څخه وباسي، او د دغو سیمو کنټرول بېرته پوځ ته وسپاري چې د دولت د سمبول حیثیت لري؛ په داسې حال کې چې عبدالفتاح البرهان د چټک غبرګون له ډلې سره هر ډول مذاکرات رد کړي دي. د دغو تحولاتو له ارزولو وروسته لاندې ټکي روښانه کېږي:

۱. د سوډان پوځ «سټراټیژیک صبر» او «اوږدې ساه اخیستو» ته شا کړې، خو دا بدلون یې د جګړې د دواړو لوریو د نظامي توازن له جدي اختلال پرته ترسره کړی دی. یعنې پوځ اوس غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره چټک اقدام وکړي. په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ کال د اپرېل له پیل راهیسې یې د دغه کار هوډ درلود، خو تر دې مهاله یې کوم ګام پورته نه کړ. دا ناڅاپي بدلون له ځانګړو عواملو پرته ممکن نه دی!

۲. که څه هم د چټک غبرګون ځواکونو ود مدني ښار له لاسه ورکړ او په پلازمېنه کې یې هم ماتې وخوړه، خو هغوی د جګړې له محاذونو څخه شاتګ کړی او د دارفور سیمې پر لور روان دي. دغه ځواکونه د دارفور د پنځو ایالتونو له ډلې څلور مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې لري. خو د دې پر ځای چې له دارفور څخه پلازمېنې ته د ملاتړ ځواکونه واستوي؛ برعکس، د پلازمېنې سیمې پرېږدي او دارفور ته شاتګ کوي. په حقیقت کې، د دارفور جګړې یو ځل بیا بېرته زور اخیستی، هلته د چټک غبرګون ځواکونه لاسبري دي. داسې ښکاري چې دا ډله په پلازمېنه کې تر خپل کنټرول لاندې سیمې پرېږدي چې د دارفور د جګړې پر صحنه خپل تمرکز وساتي. سربېره پر دې، د سوډان پوځ، د چټک غبرګون پر ځواکونو د بشپړ تسلیمېدو لپاره فشار نه دی راوستی، بلکې هغوی ته یې د دارفور پر لور د شاتګ لارې پرانیستې پرېښې دي!

۳. د دې بهیر نښې د «اینډیپنډنټ عربی» د ۲۰۲۵ کال د جنوري د ۲۰مې راپور کې لیدل کېږي؛ په دغه راپور کې ویل شوي چې د چټک غبرګون ځواکونه له «المنشیه» او «سوبا» پلونو څخه، چې د نیل ختیځ ته موقعیت لري، خپلو سیمو پر لور د شاتګ لپاره کار اخلي. دا سیمه تقریباً یوازینۍ لاره ده چې دوی د سوډان لویدیځ او په پای کې دارفور ته رسوي. د یاد راپور له مخې، د دې شاتګ لړۍ یوازې په نظامي ځواکونو پورې نه ده محدوده، بلکې د هغوی امنیتي پرسونل، کورنۍ، او ملګري هم ورسره روان دي. راپور زیاتوي: «په سوډان کې د چټک غبرګون ځواکونو د پرله‌پسې ناکامیو او تلفاتو شدت، هره ورځ د هغوی لویې ډلې اړ باسي چې د هغو محدودو او مشخصو لارو له لارې دارفور ته شاتګ وکړي، چې پوځ په قصدي ډول د هغوی لپاره خلاصې پرېښې دي». همدارنګه، راپور ټینګار کوي چې د چټک غبرګون ځواکونه په دارفور کې د نویو جنګیالیو جذب ته په پراخه کچه دوام ورکوي. له همدې امله، د چټک غبرګون ځواکونو خپل تمرکز د دارفور په سیمه کې د خپلو متحدو عربي قبیلو له منځ څخه د ځوانانو د جذبولو پر لور ډېر کړی دی؛ دوی د قبیلو پر مشرانو فشار راوړي چې د هغوی له لیکو سره یو ځای شي. دې ډلې د خپل رسمي ټلیګرام چینل له لارې اعلان کړی چې: یوشمېر قبیلو، چې د جنوبي دارفور په «کاس» او «عد الفرسان» سیمو کې مېشتې دي، له چټک غبرګون ځواکونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی، او ۵۰ زره جنګیالي يې له لیکو سره یو ځای شوي دي.

څلورم: نو دارفور د راتلونکې جګړې په ډګر بدلېدو لپاره چمتو کېږي؛ دلته د چټک غبرګون ځواکونه لاسبري دي او خپله ولسي اډه یې ګڼي؛

۱. د چټک غبرګون ځواکونو ویاند شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی توانېدلي د شمالي دارفور ایالت پر «الحلف»، «دریشقي» او «ماو» سیمو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. (سرچینه: اینډیپنډنټ عربی، ۲۰ جنوري ۲۰۲۵)

۲. سربېره پر دې، د شمالي دارفور په مرکز، الفاشر کې د چټک غبرګون ځواکونو او د پوځ وسله‌وال مقاومت ډلې، پولیسو، او محلي دفاعي واحدونو په ګډون د سوډان د ګډو ځواکونو ترمنځ سختې جګړې شوې دي. (سرچینه: فرانس ۲۴، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)

۳. سربېره پر دې، د جګړې د لوېدیځ محور په اوږدو کې، د چټک غبرګون ځواکونو پوځ او ګډو ځواکونو ته ۴۸ ساعته مهلت ورکړی و، ترڅو د دارفور له مرکز، الفاشر، څخه ووځي. له دې اخطاریې وروسته، د چټک غبرګون ځواکونو له څو لوریو پر دغه ښار پراخ بریدونه پیل کړل. د چټک غبرګون ځواکونو او د سوډان د پوځ او ګډو ځواکونو ترمنځ نښتې تر شپږو ساعتونو زیات دوام درلود او د جنوري د ۲۴مې سهار وختي لا شدیده شوه. (سرچینه: اینډیپنډنټ عربی، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)

۴. د دغو ټولو پېښو جریان دا څرګندوي چې د سوډان میداني تحولات پر یوه مشخص مسیر روان دي: د سوډان پوځ د دغه هېواد پر لا ډېرو سیمو کنټرول ترلاسه کوي، او لوېدیځ، په ځانګړي ډول دارفور، د چټک غبرګون ځواکونو ته پرېښودل کېږي. که دا بهیر بشپړ شي، نو سوډان به عملاً د وېش پر لور لاړ شي. د چټک غبرګون ځواکونه، چې د دارفور د پراخو سیمو (له الفاشر پرته) کنټرول لري، د دې توان یې درلود چې جزیرې ایالت او پلازمېنې ته د جنګیالیو او وسلو لېږلو ته دوام ورکړي. خو له ډېرو شعارونو او ادعاوو سره سره، هغوی له دې سیمو څخه شاتګ وکړ او د دارفور پر لور لاړل. دا وضعیت ښيي چې یو بهرنی ځواک دا میداني تحولات کنټرولوي، داسې چې د شطرنج د دانو په څېر د جګړې اړخونه له خپلې خوښې سره سم ځای پر ځای کوي، او د سوډان د وضعیت اصلي کنټرول یې په لاس کې دی!

پنځم: روښانه حقیقت دا دی چې چټک میداني تحولات د واشنګټن له نویو او پرلپسې دریځونو سره هممهاله پېښېږي؛

 د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۷مه، یعنې د بایډن د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې، امریکا د چټک غبرګون ځواکونه «د دارفور په لوېدیځ کې په نسل‌وژنې تورن کړل». د دې تور پر بنسټ، واشنګټن د چټک غبرګون ځواکونو د قوماندانانو او هغو اوو شرکتونو پر ضد مالي بندیزونه ولګول، چې ویل کېږي دا ځواکونه د متحده عربي اماراتو له لارې تمویلوي. خو یوازې څو ورځې وروسته، د جنوري په ۱۶مه، همدغې امریکا د سوډان د پوځ د قوماندان او د دې هېواد د عملي واکمن، جنرال عبدالفتاح البرهان، پر ضد بندیزونه ولګول او نوموړی یې «د بې‌ثباتۍ رامنځته کولو او د سوډان د ډموکراټیک انتقال د مخنیوي» په تور تورن کړ. د دې بندیزونو له مخې، په امریکا کې د البرهان ټولې شتمنۍ کنګل شوې. (سرچینه: بي‌بي‌سي، ۲۶ جنوري ۲۰۲۵)

۲. له دې روښانه کېږي چې د سوډان میداني تحولاتو ته باید د امریکا د سیاستونو د بدلونونو د مستقیم انعکاس او پایلې په توګه وکتل شي.

کله چې امریکا د سوډان قضیه تر څېړنې لاندې ونیوله او د جګړې پر دواړو ښکېلو خواوو یې بندیزونه ولګول، نو د جګړې اړخونو خپلې لیکې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د نوې نقشې پر اساس تنظیم کړې. امریکا د خپلو پالیسیو یوه غیرعلني ارزونه ترسره کوي، او د بایډن له ادارې څخه نوې ادارې ته د واک لېږد دا ارزونه لا مهمه کړې ده.

داسې ښکاري چې د امریکا نوی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د نړیوالو کړکېچونو د حل لپاره نوې تګلاره غوره کړې، چې هم د امریکا ګټې خوندي کړي او هم د هغه سیاسي موقف پیاوړی کړي. ټرمپ باور لري چې له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو لپاره جوړ شوي «ابراهیمي تړونونه»، د هغه له مهمو وسیلو څخه دي. هغه هڅه کوي چې دا تړونونه پراخ کړي او سوډان هم ورسره یو ځای کړي.

ټرمپ ان د خپلې ولسمشرۍ دورې تر رسمي پیل وړاندې، د «غزې معاملې» په تحقق کې ونډه لرله، او اوس غواړي د ځواک له موقفه خپل ځان د «سولې اتل» په توګه معرفي کړي. د واشنګټن په دغه نوی لیدلوري کې د سوډان او د هغه د کورنۍ جګړې خبره هم شاملېږي، ځکه چې ټرمپ غواړي سوډان له «ابراهیمي تړونونو» سره د یو ځای کېدو منلو ته اړ کړي.

په همدې لړ کې، د امریکا پخواني ډیپلوماټ او د افریقا د چارو څېړونکي، ډیویډ شین، وړاندوینه کړې چې د ټرمپ نوې اداره به په دې برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي، «په ځانګړي ډول ځکه چې د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر، مارکو روبیو، د سوډان موضوع ته ځانګړې لېوالتیا لري». هغه همدارنګه توضیح ورکړه چې د ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دورې د سوډان پر قضیه ځانګړی تمرکز درلود، او په هغه وخت کې وتوانېد چې د «ابراهیمي تړونونو» تر چتر لاندې د سوډان او د یهودي رژیم ترمنځ د اړیکو عادي کولو تړون یوې نتیجې ته ورسوي. (سرچینه: الحُرّة، ۲۵ جنوري ۲۰۲۵)

۳. دا موضوع د سوډان د بهرنیو چارو وزیر، علي یوسف، څرګندونې لا ډیره تاییدوي.

هغه افشا کړه چې د امریکا د سیاستونو د بیا ارزونې یو پلان شته، چې د امریکا د نوې ادارې له واک ته رسېدو وروسته به پیل شي. نوموړي زیاته کړه: «د امریکا له نوي حکومت سره د تعامل لپاره وخت شته». (سرچینه: الشرق ورځپاڼه، ۲۳ جنوري ۲۰۲۵)

همدارنګه، «اخبار السودان» ورځپاڼې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۵مه راپور ورکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، له خپل مصري سیال، بدر عبدالعاطي، سره لیدلي. دا ناسته د امریکا او مصر ترمنځ د سټراټیژیکو اړیکو د پیاوړتیا په چوکاټ کې ترسره شوه. په دې کتنه کې، دواړو وزیرانو د سوډان د وضعیت پرمختګونه وڅېړل او ټینګار یې وکړ چې پر ښکېلو اړخونو باید فشار واچول شي چې جګړه پای ته ورسېږي او بشري مرستې پراخې شي.

شپږم: له دې ټولو شواهدو ښکاري چې د سوډان میداني تحولات د ټرمپ د ادارې تر مستقیم مدیریت لاندې ترسره کېږي، چې لاندې موخې تعقیبوي:

۱. د امریکا د پلان د عملي کولو چټکتیا، چې له مخې یې د سوډان د وېش شرایط برابرېږي، ترڅو هېواد د دوو واشنګټن‌پلوه اړخونو ترمنځ ووېشل شي؛ داسې چې دارفور سیمه د چټک غبرګون ځواکونو او د هغوی د مشر، حمیدتي، تر کنټرول لاندې پرېښودل شي، او د سوډان پوځ د البرهان په مشرۍ، د دغه هېواد پر مرکزي او ختیځو سیمو کنټرول ولري. په پایله کې، سوډان به د دوو جلا واحدونو په توګه وویشل شي، او دا وضعیت به د «نوي واقعیت» په توګه پر سیمه تحمیل شي؛ ځکه چې حمیدتي پر دارفور بشپړ واک لري.

موږ وړاندې د دې پلان یادونه کړې وه؛ د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۱۹مه مو د یوې پوښتنې په ځواب کې توضیح ورکړه: «امریکا د سوډان د وېش لپاره شرایط برابروي، او کله چې یې ګټې وغواړي، دا کار به عملي کړي. لکه سوېلي سوډان یې چې بېل کړ، که اړتیا وي، دارفور به هم د یوې مستقلې سیمې په توګه له سوډان څخه بېل کړي. خو داسې ښکاري چې د دې بېلتون وخت لا نه دی رارسېدلی، او اوسني تحولات یوازې د دې بهیر لپاره چمتووالی دی». دا هماغه څه دي چې موږ مخکې ذکر کړي وو.

اوس داسې ښکاري چې د امریکا ګټې په چټکۍ سره د دې پر لور روانې دي چې دارفور هم د سوېلي سوډان پشان له سوډان څخه بېل کړي. دا مسله ډېر خطرناک ابعاد لري، او که ټرمپ دا پلان عملي کړای شي، نو سختې پایلې به ولري. له همدې امله، اسلامي امت باید د دې شوم پلان پر وړاندې ودرېږي، او د سوېلي سوډان د بېلتون په څېر، دا ځل چوپ پاتې نه شي!

۲. له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو پر لور د سوډان بېول او د ټرمپ له پلان سره یو ځای کېدو ته یې چمتو کول.

موږ مخکې، د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۹مه، د یوې پوښتنې په ځواب کې د سوډان او یهودي رژیم د اړیکو د عادي کولو په اړه داسې وضاحت ورکړی و: «دا اقدام له شرعي پلوه حرام دی، ځکه چې د یوه غاصب رژیم په رسميت پېژندنه ده؛ هغه رژیم چې فلسطین -د اسلامي امت یوه له تر ټولو سپېڅلو خاورو- یې اشغال کړی دی، پر مسلمانانو یې شپه او ورځ بریدونه کړي، د هغوی کورونه ویجاړوي، اولادونه یې وژني او شتمنۍ یې غصب کوي.»

سره له دې، «د سوډان انتقالي حاکمیت شورا اعلان کړی و چې د دې شورا مشر، عبدالفتاح البرهان، په خرطوم کې له ډیویډ کوهن سره لیدنه کړې، او دواړو د ګډو همکاریو د پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د امنیتي او نظامي همکاریو، په اړه خبرې کړې دي.» همداراز، د سوډان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دواړو لوریو «د خپلو اړیکو د عادي کولو د بهیر د دوام پر سر توافق کړی دی.» (سرچینه: د سوډان رسمي خبري آژانس، ۲ فبروري ۲۰۲۳)

اوس ښکاري چې ټرمپ دا بهیر لا په چټکۍ پرمخ وړي. د بایډن حکومت هڅه کوله چې د اړیکو عادي کول په تدریجي ډول عملي کړي، خو ټرمپ غواړي دا بهیر په بیړني ډول تطبیق کړي.

اووم: دا حقایق د سوډان د پېښو یو لا روښانه انځور وړاندې کوي او دا څرګندوي چې د دې تحولاتو تر شا اصلي ځواک واشنګټن دی، چې د جګړې لوری ټاکي او د خپلو ګټو لپاره یې اداره کوي.

نو په ځانګړي ډول د سوډان خلک او په ټوله کې مسلمانان باید درک کړي چې دا هغه جګړه ده چې لسګونه زره کسان پکې وژل شوي، تر ۱۲ میلیونو ډېر سوډانیان یې له خپلو کورونو بې‌ځایه کړي، په داسې یوه خاوره کې یې کرنیز نظام له منځه وړی، چې یو وخت «د نړۍ د خوړو ټوکرۍ» ګڼل کېده؛ دغه راز یې د سوډان مهم اقتصادي سکتورونه ویجاړ کړي دي. دا یوازې امریکا ته د دوو وفادارو اړخونو ترمنځ یوه بې‌ځایه جګړه ده!

البرهان او حمیدتي، او د دوی نږدې کړۍ، دا جګړه یوازې د امریکا د ګټو خوندي کولو لپاره پیل کړې، ترڅو په سوډان کې خپل نفوذ ټینګ کړي او اروپا ته وفادار ځواکونه له واکه پر شا کړي؛ همداسې شوي هم دي. خو د جګړې هېڅ یو اړخ د مسلمانانو د وینو حرمت او ارزښت ته پام ونه کړ! په داسې حال کې چې د هغوی پلویانو باید دا جنایتکارانه لاره بنده کړې وای؛ خو د یو اړخ پر ضد د بل اړخ د پارونې، بسیج او د وینې تویولو شدت، دوی دومره ړانده کړي چې دا یې هم نه دي درک کړي چې اسلام د مسلمانانو وینه تویول سخت تحریم کړي دي.

په صحیح حدیث کې، چې امام بخاري روایت کړی، الأحنف بن قیس وايي:

فَإِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِﷺ يَقُولُ: «ِإذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ. قُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ هَذَا الْقَاتِلُ فَمَا بَالُ الْمَقْتُولِ؟ قَالَ: إِنَّهُ كَانَ حَرِيصاً عَلَى قَتْلِ صَاحِبِهِ»

ژباړه: «ما له رسول‌الله ﷺ څخه واورېدل چې ویې فرمایل: کله چې دوه مسلمانان له خپلو تورو سره د یو بل پر وړاندې ودرېږي، قاتل او مقتول به دواړه په جهنم کې وي. ما وپوښتل ای رسول الله ﷺ، قاتل خو معلوم دی، خو مقتول ولې!؟ ویې فرمایل: ځکه چې هغه هم د بل د وژلو هوډ درلود

که دا جګړه نه یوازې دا چې د مسلمانانو ترمنځ وي، بلکې د امریکا او د هغې د متحدینو د ګټو لپاره هم وي، نو سزا به یې څه وي؟ بېشکه چې د دې پایله به لا سخته او ناوړه وي!

او په پای کې: ای د سوډان عزتمندو خلکو! حزب‌التحریر، د حقیقت مخکښ، هغه حزب چې خپل امت ته هیڅکله دوکه نه ورکوي، تاسو ته خطاب کوي!

تاسو هغه ملت یاست چې د خلیفه عثمان بن عفان (رضی‌الله‌عنه) دعوت مو ومانه، او په ۳۱ام هجري کال کې مو د اسلام بیرغ پورته کړ. له هغه وخته تر نن ورځې پورې، د پېړیو په اوږدو کې، تاسو د دغه ستر دین په لاره کې ثابت قدمه پاتې شوي یاست!

تاسو د علي بن دینار لمسیان یاست! هغه سړی چې د الله سبحانه وتعالی د کور زیارت کوونکو ته د خدمت په نیت يې، د «ابیار علي څاګانې» وکیندلې، او بیا يې د کفارو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې، خپله وینه توی کړه او له دوو عزتمندو برخلیکونو (بریا یا شهادت) یې یو ترلاسه کړ.

نن موږ پر تاسو غږ کوو چې د دغو درېیو سترو جنایتونه پر وړاندې ودرېږئ او اجازه مه ورکوئ چې خاوره مو نوروه چور شي:

۱. د سوډان تجزیه: وروسته له هغه چې د سوډان د بدن سوېل یې بېل کړ؛ اوس د دارفور د بېلولو هڅه کېږي.

۲. له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو تحمیل؛ هغه رژیم چې زموږ لومړنۍ قبله یې غصب کړې، د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې یې فساد خپور کړی او شپه ورځ د مسلمانانو وینې تویوي.

۳. دا د ورور وژنې جګړه؛ چې مسلمانان یې په خپلو کې سره اخته کړي او ګټه یې پردیو او د اسلام دښمنانو ته رسېږي.

نو راپاڅېږئ، او دا شومې دسیسې له منځه یوسئ!

د سوډان لپاره، یو واحد او قوي پوځ جوړ کړئ؛ داسې پوځ چې خپلې وسلې د خپلو مسلمانانو وروڼو پر ضد نه، بلکې د استعمارګرو دښمنانو پر ضد وکاروي، ځکه چې یوازې په همدې لار کې ستاسو عزت، سرلوړي او ستره بریا ده. الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾

ژباړه: «ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ بلنه ومنئ، کله چې تاسو هغه څه ته رابولي چې تاسو ته ژوند او عزت بښي.»

ایا تاسو به دغه الهي دعوت ته لبيک ووایئ؟

۱۳۴۶هـ.ق کال، د شعبان ۷مه

۲۰۲۵م کال، د فبروري ۶مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې