جمعه, ۲۲ شعبان ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۲/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د غزې خلک اجباري کډوالۍ ته اړ ايستل
بسم الله الرحمن الرحيم
د غزې خلک اجباري کډوالۍ ته اړ ايستل

پوښتنه او ځواب

 

پوښتنه:

الجزیره شبکې د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۶مه نېټه په خپله ویبپاڼه کې یو راپور خپور کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې پر اردن، مصر او یو شمېر نورو هېوادونو فشار راوړي، چې له غزې څخه ګڼ شمېر فلسطیني کډوال ومني. دغه اقدام تر هغه وروسته کېږي چې د دې سیمې پر وړاندې د اسراییلو جګړې پراخ انساني ناورین رامنځته کړی دی. کله چې له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا دغه وړاندیز لنډمهاله دی که اوږدمهاله، هغه ځواب ورکړ: «ممکن داسې وي او یا هغسې».

ایا دغه څرګندونې په دې معنا نه دي، چې ټرمپ د اردن او مصر چارواکي له سیاسي او ډیپلوماتیک اړخه له سخت فشار سره مخ کړي دي، سربېره پر دې چې هغوی ټینګار کړی و چې له دغه جبري بې‌ځایه کېدنې سره موافق نه دي؟ ایا دغه اقدام د ټرمپ لخوا د هغه پلان ښکارندويي کوي، چې غزه له خلکو خالي کړي او د یهودو له رژیم سره یې یو ځای کړي، په ځانګړې توګه په هغو شرایطو کې چې نه یوازې عرب حکامو، بلکې د اسلامي خاورو ټولو حاکمانو د دې موضوع په اړه مرګونې چوپتیا غوره کړې ده او هېڅ اقدام نه کوي؟ او ایا دغه تحولات د امریکا په سیاست کې د بدلون ښکارندویي کوي یا دا چې همغه مخکینی سیاست دی، خو یوازې کړنلاره یې بدله شوې ده؟

ځواب:

د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره باید لاندې ټکو ته پام وشي:

۱ـ ټرمپ د جوبایډن خلاف خپلې موخې په ښکاره توګه او له ابهام پرته بیانوي. بایډن هڅه کوله چې په مبهمو خبرو کې خلکو ته دا باور ورکړي، چې امریکا د «دوو دولتونو حللارې» د طرحې پلي کولو هڅه کوي، خو په عمل کې دا یوازې یو بې‌معنا شعار و. لکه څنګه چې الجزیره شبکې د ۲۰۲۴م کال د جنوري په ۴مه نېټه راپور ورکړ چې: د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د دوو دولتونو د حللارې لپاره څو موډلونه شته دي او اشاره یې وکړه چې په ملګرو ملتونو کې ځینې هېوادونه خپل ځانګړی پوځ نه لري. له دې خبرې ښکاري چې بایډن د داسې طرحې هڅه کوله، چې په هغې کې به دولت نظامي ځواک نه لري، خو ټرمپ برعکس د عامه افکارو غولولو ته اړتیا نه ویني او خپلې موخې په ښکاره توګه بیانوي. هغه د خپلو ټاکنیزو چارو پرمهال وویل: «کله چې د منځني ختیځ نقشې ته ګورم، اسراییل یوه کوچنۍ نقطه ښکاري او له ځان څخه پوښتنه کوم، چې ایا د لازیاتو خاورو د ترلاسه کولو لپاره لاره شته ده؟ ځکه اسراییل ډېر کوچنی دی.» (سرچینه: سكای نيوز، ۲۰۲۴/۸/۱۹) دغه څرګندونې په ښکاره توګه بیانوي چې ټرمپ د یهودي رژیم د پولو د پراخوالي هڅه کوي، له دې ډلې په لویدیځه غاړه کې په غیرقانوني توګه د ښارګوټو جوړولو ته مشروعیت ورکول او د نویو خاورو د نیولو لپاره زمینه برابرول او د دغو ښارګوټو پراختیا ده.

۲ـ دا موضوع ځکه د تایید وړ ده، چې امریکا د یهودي رژیم لپاره د خپل سفیر په توګه هغه کس ټاکلی، چې د ټرمپ لیدلوری منعکسوي. ټرمپ د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۱۳مه نېټه په خپله ټولنیزه شبکه «Truth Social» کې اعلان وکړ، چې مایک هاکابي یې دغه مقام ته ټاکلی دی او هغه یې داسې توصیف وکړ: «نوموړی له اسراییلو او د اسراییلو له خلکو سره مینه لري او د اسراییلو خلک هم په همدې کچه له هغه سره مینه لري. مایک به په منځني ختیځ کې د سولې د راوستلو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.» مایک هاکابي تر دې وړاندې هم د یهودي رژیم په ملاتړ په خپلو سرسختو دریځونو سره مشهور و. بي‌بي‌سي شبکې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۱۳مه نېټه د اسراییلو ۱۲ شبکې له قوله راپور ورکړ، چې هاکابي تل له اسراییلو څخه ملاتړ کړی دی او په ۲۰۱۵م کال کې یې ویلي وو: «د لویدیځې غاړې د یوځای کېدو لپاره د اسراییلو ادعا، د منهاتن لپاره د امریکا له ادعا څخه قوي ده.» سربېره پر دې په ۲۰۱۷م کال کې په ټولنیزو شبکو کې د هغه ویډیوګانې خپرې شوې، چې پکې ویلي یې وو: «د لویدیځې غاړې په نامه څه شی نشته دي. دا د یهودا او سامره سیمه ده. د ښارګوټو په نامه څه نشته دي، بلکې دا ټولنې، سیمې او ښارونه دي. همداراز د اشغال په نامه هم څه نشته دي.»

۳ـ دغه سفیر خپلې څرګندونې یو ځل بیا د اسراییل له اوومې شبکې سره په مرکه کې تکرار کړې او ویې ویل: «زه هېڅکله هغه څه نه وایم، چې باور پرې نه لرم. ما هېڅکله هم د "لویدیځې غاړې" اصطلاح نه ده کارولې، ځکه داسې څه نشته دي. زه د یهودا او سامره په اړه خبرې کوم او خلکو ته وایم چې هېڅ اشغال نشته دی.» هغه زیاته کړه: «په یاد ولرئ څومره چې ټرمپ د خپلې څلور کلنې ولسمشرۍ پرمهال د اسراییلو ملاتړی و، په تاریخ کې بل هېڅ ولسمشر دومره ملاتړی نه و. بیت المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند، د امریکا سفارت یې له تل‌ابیب څخه بیت‌المقدس ته ولېږداوه او د جولان لوړې یې د اسراییلو د قانونې خاورې په توګه په رسمیت وپېژندلې. دا ټول اقدامات د ټرمپ په دوره کې ترسره شول. سربېره پر دې د "دوو دولتونو حللارې" د پر مخ وړلو لپاره هېڅ هڅه ونشوه، ځکه دا طرحه نه عملي ده او نه هم د پلي کېدو وړ ده.» همدارنګه نوموړي ټینګار وکړ: «زه باور نه لرم چې د دوو دولتونو حللاره دې مشروع وي. دا دریځ مې له کلونو راهیسې غوره کړی او ټرمپ هم له همدغه نظر سره موافق دی، نو زه تمه لرم چې دا سیاست به دوام ومومي.» دا څرګندونې د فلسطین په اړه د ټرمپ سیاست روښانه کوي. هغه سیاست چې نه یوازې د لویدیځې غاړې مشروعیت تاییدوي، بلکې د غیرقانوني ښارګوټو جوړولو ته هم قانوني بڼه ورکوي.

۴ـ دا په دې معنا ده چې د ټرمپ دولت د فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره هېڅ نوې طرحه نه لري، پرته له دې چې د هغه دولت اندازه او حدود څنګه وي؛ بلکې د هغه سیاستونه د دې پر لور روان دي، چې د امریکا له لوري په رسمي ډول د لویدیځې غاړې یهودي ښارګوټي په رسمیت وپېژندل شي، لکه څنګه چې د امریکا د سفیر څرګندونې هم پر همدغه ټکي ټینګار کوي. نوموړي روښانه کړې چې ټرمپ هم له هغه سره په دغه لیدلوري کې موافق دی. ټرمپ څو ځله د هغه ستاینه کړې او دا په دې معنا ده چې د فلسطین د قضیې په اړه یې د نوموړي نظریات تایید کړي دي. دا سیاست هغه وخت لا ښه څرګندېږي چې ټرمپ هغه بندیزونه لغوه کړل، چې د بایډن په دوره کې د یهودي ښارګوټو پر اوسېدونکو د هغوی د غیرقانوني کړنو له امله لګول شوي وو. له همدې امله کله چې ټرمپ د "سولې" خبره کوي، په حقیقت کې دا د لویدیځې غاړې پر اشغالي سیمو د یهودي رژیم له بشپړ تسلط او په هغې کې د ښارګوټو له جوړولو پرته بل څه نه دي. د فلسطین خپلواکو جوړښتونو (فلسطينۍ ادارې) ته به د ځینو محدودو سیمو اداره کول وسپارل شي، داسې چې دغه اداره به د یهودي رژیم په خدمت کې وي او د "امنیتي همغږۍ" تر عنوان لاندې به خپلې دندې ترسره کوي، له فلسطینیانو څخه به مالیات راټولوي او له هغو څخه به د خپلو چارواکو معاشونه ورکوي او د عامه خدماتو په کچه به ځینې ښاري چارې مدیریت کوي.

۵ـ ټرمپ هڅه کوي چې ځان یوازینی کس معرفي کړي، چې د خپلو غوښتنو د پلي کولو او د سولې د رامنځته کولو توان لري. په دې لړ کې د سیمې واکمنان دوکه کوي او د دروغجنو ژمنو په وسیله یې خوشاله ساتي، لکه څنګه چې شیطان خپل پیروان غولوي. الجزیره شبکې د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۳مه راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د هغه ادارې په څلورو ورځو کې تر هغو لاسته راوړنو زیاتې ترلاسه کړې، چې د بایډن ادارې په څلورو کلونو کې کړې وې. ټرمپ ټینګار وکړ چې که د هغه مدیریت نه وای، د غزې د اوربند توافق به دغه اونۍ نهایي شوی نه و. همداراز ټرمپ اعلان وکړ چې سعودي به په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي، خو نوموړي وویل چې له سعودي څخه به وغواړي چې یو تریلیون ډالرو ته یې ورسوي. خو حقیقت دا دی چې دا توافق یوازې د یهودي رژیم لپاره یوه ګټوره معامله وه. د یهودي ورځپاڼې "یدیعوت احرونوت" د  ۲۰۲۵م کال د جنورۍ په ۱۴مه راپور خپور کړ، چې صهیونیستي رژیم به دا صلاحیت لري، چې هر وخت وغواړي همغه مهال به اوربند لغوه کولی شي. سربېره پر دې سپینه ماڼۍ به خپلې ټولې هڅې وکړي، ترڅو هغه بندیزونه لرې کړي، چې د بایډن دولت د ځینو یهودي ښارګوټو د اوسېدونکو پر ضد لګولي وو. همدارنګه د ټرمپ دولت به د ملګرو ملتونو د هغو محکمو پر ضد نړیوال کمپاین پیل کړي، چې د اسراییلو پر ضد یې د قضیو څېړنه او تعقیب پیل کړی، په ځانګړي ډول د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه د دفاع وزیر یواف ګالانت پر ضد، چې په جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد په جنایتونو تورن شوي دي.

۶ـ په همدې توګه ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دواړو دورو کې هغه که مخکینۍ ده او که اوسنۍ، په بشپړه توګه د یهودو د ګټو په خدمت کې دی. ان هغه نړیوال پرېکړه‌لیکونه چې امریکا او نورو لویو قدرتونو تصویب کړي وو او واشنګټن به تل نور هېوادونه د هغو پابندۍ ته رابلل، د ټرمپ لخوا یوازې د یهودي رژیم د ګټو په خاطر لغوه شول؛ همدارنګه ټرمپ د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه‌لیک په بشپړه توګه بې‌اعتباره اعلان کړ، چې لویدیځه غاړه یې اشغال شوې خاوره ګڼله او یهودي رژیم یې د ښارګوټو له جوړولو منعه کړی و. په دغو پرېکړه‌لیکونو کې راغلي وو، چې صهیونیستي رژیم باید له سیمې پر شا شي او د ۱۹۶۷م کال د جون ۴مې پولو ته ور وګرځي. سربېره پر دې هغه د ختیځ قدس په اړه د ملګرو ملتونو هوکړه‌لیکونه له پامه وغورځول، هغه هوکړه‌لیکونه چې د ښار دغه برخه یې د فلسطین اشغالي سیمه ګڼله. همدارنګه د جولان لوړو اړوند هغه هوکړه‌لیکونه یې هم لغوه کړل، چې دغه سیمه یې د سوریې د اشغالي خاورې په توګه په رسمیت پېژندله او په رسمي توګه یې د دغو سیمو د یوځای کېدو لپاره د یهودي رژیم د تصمیم مشروعیت تایید کړ. د ټرمپ دغه اقدامات څرګندوي چې هغه نه یوازې د ښارګوټو مشروعیت په رسمیت پېژني، بلکې هغه څه هم تثبیتوي، چې یهودي رژیم تراوسه په لویدیځه غاړه کې غصب کړي دي او ان د اوسنیو ښارګوټو د پراختیا او د نویو ښارګوټو د جوړولو اجازه هم ښايي ورکړي. په دې برخه کې لومړنی عملي ګام دا و، چې په ښارګوټو کې د هغو مېشتو کسانو د عفوې په اړه یې فرمان ورکړ، چې د بایډن په وخت کې له بندیزونو سره مخ وو.

۷ـ همدارنګه ټرمپ به د صهیونیستي رژیم د موقف د پیاوړي کولو لپاره د خپل پلان عملي کولو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د سیمې هېوادونه له دغه رژیم سره د اړیکو عادي کولو ته اړ کړي، ترڅو دا رژیم په رسمیت وپېژني او په فلسطین کې د هغه اشغال ته قانوني بڼه ورکړي. په دغه بهیر کې تر ټولو مهم نوماند هېواد سعودي عربستان دی، ځکه د دغه هېواد د وليعهد محمد بن سلمان او ټرمپ تر منځ اړیکې ډېرې نږدې او ټینګې دي. ټرمپ هم د سعودي او یهودي رژیم د اړیکو د عادي کولو بهیر تعقیبوي او دا امکان شته چې دا چاره ژر تر ژره عملي شي. د ټرمپ په مشرۍ د جمهوري غوښتونکي دولت غوښتنو ته د سعودي رژیم بشپړ تابعت، د هر هوښیار او ځیرک کس لپاره یو څرګند حقیقت دی. همدارنګه ټرمپ د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۳مه اعلان وکړ: «سعودي عرب به د امریکا په اقتصاد کې ۶۰۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي، خو زه به له دوی څخه وغواړم چې د پیسو دا اندازه تر یو تریلیون ډالرو پورې ورسوي (الحرة امریکایي شبکه،  ۲۳/۱/۲۰۲۵). همدارنګه ټرمپ وویل چې دغه توافق له محمد بن سلمان سره د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۲مه د چهارشنبې په ماښام د ټلیفوني اړیکې له لارې ترسره شو. دا په دې معنا ده چې د سعودي ولیعهد یوازې د ټلیفوني اړیکې له لارې د امریکا د ولسمشر غوښتنه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې د امریکا د اقتصاد د ملاتړ لپاره به سلګونه میلیارده ډالر ځانګړي کړي. له همدې امله کافي ده چې ټرمپ یوه بله ټلیفوني اړیکه ونیسي او له محمد بن سلمان څخه وغواړي چې له یهودي رژیم سره د اړیکو عادي کولو ته خپل چمتووالی اعلان کړي، ترڅو دا چاره هم له مقاومت پرته ترسره شي.

۸ـ له همدې امله که څوک د یهودي رژیم د ملاتړ په تړاو د ټرمپ پر چلندونو غور وکړي، نو په ښکاره به درک کړي چې د هغه څرګندونې د غزې د اوسېدونکو د ایستلو او له یهودي رژیم سره د دې سیمې د یوځای کولو په تړاو، د هغه د پخوانیو سیاستونو دوام دی. ځکه کله چې ترې وپوښتل شول، چې ایا دغه طرحه لنډمهاله ده که دایمي؟ ټرمپ ځواب ورکړ: «ممکن داسې وي او یا هغسې.» (الجزیره، ۲۶/۱/۲۰۲۵). هر څوک چې په دې اړه غور وکړي، په اسانه توګه درک کولی شي، چې دغه ډول څرګندونې د ټرمپ لپاره عادي دي. خو که پوښتنه وشي چې ایا ټرمپ په دغه اقدام سره د اردن او مصر مشران له سیاسي فشار سره مخ کړي دي، که څه هم هغوی له مخکې له دغه اجباري بې‌ځایه کولو سره مخالفت کړی و؟ باید وویل شي، چې ټرمپ دوی ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، د هغه لپاره دا مهمه نه ده چې دغه دواړه مشران دې له سیاسي فشار سره مخ شي که نه، ځکه هغه تر دې وړاندې هم په ډېر صراحت سره خبرې کړې وې. همدارنګه په ۲۰۲۴م کال کې یې ویلي وو: «کله چې د منځني ختیځ نقشې ته ګورم، اسراییل یوه ډېره کوچنۍ نقطه ښکاري. له ځانه مې وپوښتل: ایا د لازیاتو ځمکو د ترلاسه کولو لپاره کومه لاره شته ده؟ ځکه اسراییل ډېر کوچنی دی.» (سرچینه: سکای نیوز، ۱۹/۸/۲۰۲۴). د ټرمپ مخکنۍ خبرې په څرګند ډول د یهودي رژیم د ځمکنۍ پراختیا په اړه وې او اوس نوموړي د دې پراختیا لپاره خپله یوه حللاره بیان کړې ده. داسې ښکاري چې ټرمپ د سیمې د لاسپوڅو حکامو د چمتو کولو په حال کې دی، ترڅو هغوی دې ته اړ کړي چې دغه طرحه ومني او عملي یې کړي. دا همغه طرحه ده چې مخکې ځینو عربي رژیمونو، په ځانګړې توګه مصر او اردن ورسره خپل مخالفت څرګند کړی و. په بله وینا دا یو ازمویښتي ګام دی، ترڅو د خلکو غبرګونونه وازمویل شي، که چېرې دغه حاکمان خپل خلک تر فشار لاندې راولي او هغوی دې ته اړ کړي چې دغه اجباري بې‌ځایه کېدنه ومني، طرحه به عملي شي؛ خو که چېرې خلک د نظام د دغه خیانت پر وړاندې ودرېږي او د دې دسیسې د پلي کولو مخه ونیسي، چې په حقیقت کې له الله سبحانه وتعالی، د هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم او ټولو مومنانو سره خیانت دی، نو دغه پلان به تر هغه وخته وځنډېږي، چې ټرمپ یې مناسب ګڼي.

۹ـ موږ پوهېږو چې د اسلامي خاورو حاکمان په ځانګړې توګه هغه چې د فلسطین شاوخوا دي، نه له الله سبحانه وتعالی څخه حیا لري، نه د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم څخه او نه هم له مومنانو څخه. دوی ته د ټرمپ د اوامرو پر ځای کول لومړیتوب دی. د دغو حاکمانو غلامي د مبارکۍ په هغو پیغامونو کې له ورایه ښکاري، چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې د ټرمپ له بریا وروسته هغه ته واستول. په داسې حال کې چې ټرمپ هېڅکله له اسلام او مسلمانانو سره خپله دښمني نه پټوي او تل یې له صهیونیستي رژیم سره هر ډول ملاتړ ته د خپلو سیاستونو په لومړیتوب کې ځای ورکړی دی. سره له دې بیا هم دغه حاکمان د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ د بریا په موخه هغه ته په مبارکۍ ورکولو کې له یو او بل سره سیالي کوي.

الف) د RT اخبار العالم العربي شبکې د ۲۰۲۴م د نومبر په ۶مه راپور ورکړل: د سعودي رسمي خبري آژانس "واس" له قوله، د سعودي پاچا ټرمپ ته د بریا د مبارکۍ پیغام لېږلی دی او په هغه کې یې "د دواړو هېوادونو او دوستو ملتونو ترمنځ د تاریخي او ټینګو اړیکو" ستاینه کړې ده. همدارنګه هغه ټینګا کړی چې ټولې هڅې به یې د دغو اړیکو د لاپیاوړتیا او پراخوالي لپاره وي. په همدغه راپور کې راغلي، چې د ترکیې ولسمشر هم ټرمپ ته د بریا مبارکي ویلې ده. هغه د ایکس پر پلټفورم باندې په خپل پیغام کې لیکلي: «زما نږدې دوست ډونالډ ټرمپ ته د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا مبارکي وایم... هیله لرم چې د ترکیې او امریکا اړیکې تر پخوا لا پیاوړې شي.»

ب) له هغه وروسته الجزیرې د ۲۰۲۴م د نومبر په ۶مه د مصر د ولسمشر د مبارکۍ پیغام خپور کړ: «زه د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته صمیمانه مبارکي وایم... او هیله لرم چې د مصر او امریکا تر منځ ستراتیژیکې ګډې اړیکې او همداراز د دواړو دوستو ملتونو تر منځ اړیکې لاپیاوړې شي». د اردن پاچا هم ورته د مبارکۍ پیغام استولی دی: «د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا له امله ولسمشر ټرمپ ته صمیمانه مبارکي وایم. موږ له تاسو سره د بیاځلي همکارۍ لپاره سترګې په لار یو، ترڅو د اردن او امریکا تر منځ پخوانی شراکت لاپیاوړی کړو.» د پاکستان لومړي وزیر هم د ایکس پر پلټفورم لیکلي دي: «د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د تاریخي بریا مبارکي وایم! زه د امریکا له نوي حکومت سره نږدې همکارۍ سترګې په لار یم، ترڅو د پاکستان او امریکا تر منځ شراکت لا پیاوړی او پراخ شي.»

ج) ان په سوریه کې د نوې ادارې رئیس احمد الشرع هم په همدې لاره روان شوی او د ۲۰۲۵م کال د جنوري په ۲۰مه یې پر خپله فیسبوک‌پاڼه ولیکل: «زه د عربي سوریې د جمهوریت د مشرتابه او د خلکو په استازیتوب، د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي وایم.» هغه همداراز زیاته کړه: «موږ باور لرو چې ټرمپ همغه رهبر دی، چې منځني ختیځ ته سوله راوستلی او په سیمه کې امنیت ټینګولی شي.» دا همغه د اسلامي خاورو حاکمان دي. الله سبحانه وتعالی دې دوی هلاک کړي، څه ډول له حق څخه منحرفېږي!

۱۰ـ سره له دې موږ پوهېږو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت د خپلو صادقو او مخلصو پچیانو په مټ، د ټرمپ او د هغه د لاسپوڅو حکامو ټولې دسیسې شنډولی شي. له خپل ټاټوبي سره د فلسطین د مبارکې خاورې د خلکو ژمنتیا یو ثابت حقیقت دی. دا ښايي هر چا لیدلې وي، چې زرګونه فلسطینیان په سختو شرایطو کې خپلو کنډواله کورونه ته بېرته پلي روان وي او په دې توګه هغو ړنګو کورونو ته رسېدل یوه لویه بریا ګڼي. دوی په ښه توګه دا درک کوي، چې د فلسطین د خالي کولو لپاره به د ټرمپ دسیسې هېڅ پایله ونه لري، که څه هم لاسپوڅي مزدوران ورسره همکار وي، پرته له دې چې دا ټول به د دوی پر ضد بدل شي.

﴿وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِندَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ﴾ [ابراهیم: ۴۶]
ژباړه:‌ هغوی خپلې دسیسې په کار واچولې، خو د هغوی د هرې دسیسې خنثی کول به له الله (سبحانه وتعالی) سره وو؛ که څه هم د هغوی دسیسې دومره قوي وي، چې غرونه بې‌ځایه کړي.

هغه مهال به د فلسطین مبارکه خاوره خپل اصلي څښتن ته په لاس ورشي، چې دغه خاوره دارالاسلام وګرځي. ټول دغه غلام او لاسپوڅي حکام به له منځه لاړ شي او اسلامي دولت یعنې راشده خلافت به د الله سبحانه وتعالی په مرسته بېرته راوګرځي. له یهودو سره جګړه او د هغوی اشغال به، د الله سبحانه وتعالی په مرسته حتمي پای ته ورسېږي، لکه څنګه چې امام احمد په خپل مسند کې د حذیفه رضی الله عنه له لارې، له صادق او امین رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی:  

«... ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»
ژباړه: .... ورپسې به د نبوت په منهج خلافت تاسیس شي.

همدارنګه بخاري له عبدالله بن عمر رضی لله عنه څخه روایت کړی چې وایي:

«سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم يَقُولُ: «تُقَاتِلُكُمُ الْيَهُودُ فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ...»
ژباړه: ما واورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یهود به له تاسو سره وجنګېږي او تاسو به پر هغوی بریالي شئ ...

او مسلم هم له ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلنَّهُمْ...»
ژباړه:‌ تاسو به له یهودو سره حتمي جنګېږئ او هغوی به له منځه یوسئ ...

او هغه مهال به ځمکه د ځواکمن او عزیز الله سبحانه وتعالی د نصرت په نور سره وځلېږي.

۱۱ـ مګر لکه څنګه چې مخکې مو وویل، خو په دې وروستۍ پایله کې یې یو ځل بیا یادونه کوو:

الهي سنت داسې نه دي چې پرښتې دې له آسمان څخه راشي او زموږ لپاره دې خلافت تاسیس کړي او زموږ دښمنانو ته دې ماتې ورکړي؛ په داسې حال کې چې موږ دې کرار پر خپل ځای ناست وو، بلکې الله سبحانه وتعالی خپلې پرښتې د نصرت او د بریا د زیري په توګه یوازې هغو مومنانو ته استوي، چې پر خپل رب کلک ایمان لري او د هدایت لوړې درجې لري. دا د هغو مخلصو مسلمانانو لښکر دی، چې په جګړه کې صبر کوي، د خپل امام تابع وي او د هغه تر شا له دښمنانو سره جګړه کوي:

﴿بَلَى إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ﴾ [آل عمران: ۱۲۵]
ژباړه: هو، که چېرې زغم وکړئ او تقوا غوره کړئ او په همدغه وخت کې دښمنان پر تاسو یرغل وکړي، نو ستاسو رب به په پنځو زرو نښان لرونکو پرښتو سره ستاسو مرسته وکړي.

او په پایله کې به موږ د هغو کسانو له ډلې وو، چې دغه لوی زیری به ترلاسه کړي:

﴿نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف: ۱۳]
ژباړه: د الله سبحانه وتعالی له لوري مرسته او  نږدې فتحه ده، مومنانو ته زېری ورکړه.

 

ژباړن: صهیب منصور

۱۴۴۶هـ.ق کال د رجب ۲۸مه

۲۰۲۵م کال د جنوري ۲۸مه

Last modified onیکشنبه, 09 فبروری 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې