یکشنبه, ۰۶ ذیقعده ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د انګلستان خلک د یوه شپږ کلن ماشوم، ارتور لبینیو هیوز شکنجې ته حیران شول.

خبر:

دغه شپږ کلن ماشوم د خپل پلار  او مېرنۍ مور له لوري په وحشت ناکه توګه مړ شوی. دې پېښې په انګلستان کې د ماشومانو له ستونزو پرده پورته کړه، چې په دغه هېواد کې ماشومان له تاوتریخوالي سره مخ دي. آرتور د څو میاشتو بند په اوږدو کې، په فزیکي توګه وهل شوی، مسوم شوی او ورسره ناانساني چلند شوی، چې له مرګ وروسته یې پر بدن ۱۳۰ ټپونه وو. کارپوهان وایي چې د نوموړي له حالت او څېړنو معلومېږي، چې شکنجه شوی. ډي لارا هیرسن چې د غربي میډلن لنډ له پولیسو څخه دی  او د دې قضیې د څېړلو مسوولیت پر غاړه لري، وویل: «یقیناً دا د ماشومانو د ځورولو تر ټولو ناوړه قضیه ده، چې زه یې باید و څېړم، نوموړي زیاته کړه،  موږ ډېری وختونه نه پوهیږو چې د تړلو دروازو ترشاه څه تېږي، خو په دغه پېښه کې موږ واقعتونه ولیدل. سرچینه: (ګارډین).

تبصره:

د آرتور قضیه د ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي یوه کوچني بېلګه ده. په ۲۰۱۹م، کې د مارچ تر ۳۱مې، پورې ۵۴۳۸۰ ماشومان په انګلستان او ویلز کې د محلي چارواکو لخوا له دې امله ساتل کېدل، چې د غه ماشومان د خپلو والدینو یا سرپرستانو له لوري ځورول شوي وو. شاوخوا نیمایي ۵۲ سلنه لویان له ۱۶ کلنۍ مخکې له کورني تاوتریخوالي سره مخ کېږي، چې یوازې ۱۳ سلنه یې له کورني تاوتریخوالي خوندي دي. د ملي احصایې دفتر او د کوويډ ۱۹ وبا، دیوه داسې هېواد اصلي څېره ښکاره کړه چې په کې  د ماشومانو پر وړاندې سخت تاوتریخ والی دی، په داسې حال کې چې دغه هېواد نه یوازې دا چې د بشري حقونو د پلوۍ ویاړ لري، بلکې خپل ارزښتونه نورې نړۍ ته په فعاله توګه تبلیغوي. د ارتور په قضیه کې د انګلستان رسنیو د نومووړي مور او پلار ملامت وګڼل او د عامه تحقیقاتو غوښتنه یې وکړه.

د انګلستان دولت د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضې عادي ګڼي او یوازې د عامه تحقیقاتو غوښتنه کوي. په تېرو وختونو کې دا ډول څېړنې د دې لامل شوي، چې ټولنیز خدمات د ماشومانو پر وړاندې د ناوړه چلند په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي یا داسې قانون جوړ کړي، چې موخه یې له نااهله والدینو څخه د ماشومانو خوندي کول و. ډېری وختونه دا ډول څېړنې د انګلستان په ټولنه کې له ماشومانو سره د تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلي او دا کار د دې لامل شوی، چې ځینې خلک د سختو اقداماتو غوښتنه وکړي لکه : د تل لپاره له ظالمو والدینو څخه د ماشومانو جدا کول او د بیا زېږون حق ترې اخیستل. دا ډېره ناشونې ده، چې اوسنۍ دولت به د ماشومانو سره د ناوړه چلند په کمولو کې مرسته وکړي، ځکه چې له ماشومانو سره د زور زیاتي اصلي لامل فردي آزادي ده، چې حکومتونو، ټولنپوهانو او والدینو په وار وار له دې حقیقت څخه سترګې پټې کړې.

فردي آزادي یا انفرادیت د لودیځ سیکولرېزم یو مهم رکن دی او په غربي ټولنو کې ډېرې اړیکې پر همدې اساس ولاړې دي. فردی ازادي دا شرایط ږدي چې خلک باید خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړي، چې دا په خلکو کې د خودخواهۍ ذهنیت رامنځته کوي او خلک دې ته هڅوي چې مخکې له دې چې د نورو اړتیاوې پوره کړې باید خپلې اړتیاوې پوره کړې. سربېره پر دې فردي ازادي د دې لامل شوې، چې مسوولیت ته د بار په سترګه وګوري او د خپلو موخو د پوره کولو په لاره کې یې خنډ ګڼي.

له همدې امله په غرب او په ځانګړې توګه په تولنیز ډګر کې له مسوولیت څخه د خلاصون په خاطر اړیکې نیول کیږي یا پرېکږي، چې دا ټول په ټولنه کې ناوړه اغېزې لري. د دې کار په پایله کې په ټولنه کې په پراخه کچه زنا، د جنین سقط، بې وخته زېږون، له ماشومانو پرته ژوند کول، والدین د ماشومانو د روزنې لپاره لګښتونه نه ورکوي، میندې د خپلې دندې په خاطر خپل ماشومان پرېږدي، والدین خپل ماشومان د روزنې لپاره د پالنې کورنو یا وړکتونونو ته بیایې، په ټوله کې د ماشومانو سره د زور زیاتي لامل د انفرادیت مفکوره ده.

غربي دولتونه د فردي ازادۍ د اغېزو او هغو زیانونو په اړه چې د دوی ټولنو ته یې اړولي، په مبارزه کې پاتې راغلي، ځکه چې د دغه دولتونو دنده په ټولنه کې د افرادو د فردي ازادۍ برابرول دي، نه دا چې د افرادو پر ازادیو محدودینونه ولګوي. له همدې امله د دولت لومړنۍ دنده د فرد لپاره د اسانتیاوو برابرول دي، نه دا چې د ټولې کورنۍ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. د بېلګې په توګه کله چې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي بحث کیږي غربي حکومتونه د ماشومانو حقوق د دوی له مور او پلار څخه جلا ګڼي. په طبعي ډول، کومې حلارې چې د دا ډول فکر څخه رامنځ ته شوې وي،  تر ډېره بریده د ماشومانو مور او پلار د فردي ازادیو په ساتلو تمرکز کوي. نه په ټوله کورنۍ یا ټولنه کې. همدا لامل دی چې کورنۍ او ټولنه له ماشومانو سره د ناوړ چلند پر وړاندې هېڅ جمعي مسوولیت نه لري، ځکه چې قانون او مسوولیت یوازې په فردي کچه پلی کیږي.  

په اسلام کې د فردي ازادۍ مفهوم د انسان او الله سبحانه وتعالې تر منځ اړیکې او د فرد اړیکه یې په خپل ځان پورې محدوده ده لکه: په عبادت، خوراک، جامو او اخلاقو کې. هغه اړیکې چې په خلکو پورې اړه لري، افرادو ته اجازه ورکول کیږي، چې خپلې اړتیاوې پوره کړي ، خو په دې شرط چې د نورو کسانو حقوق تر پښو لاندې نه کړي. په هر ډول اړیکو کې مسلمانان اړ دي، چې د الله سبحانه وتعالې رضا په پام کې ونیسي او خپلې کړنې د شرعي احکامو مطابق برابرې کړي. کله چې دا قوانین پلي شي له انسان څخه ځانګړی شخصیت جوړوي، چې دا فرد به د انسان دوستۍ فکر لري نه د خودخواهۍ.

اسلام د کورنۍ ستاینه کړې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«تَزَوَّجُوا الْوَلُودَ الْوَدُودَ، فَإِنِّي مُكَاثِرٌ بِكُمْ الْأُمَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» ژباړه: له محبت کونکو او ډېر اولاد پیدا کوونکو ښځو سره نکاح وکړئ، ځکه چې زه (رسول الله) به د قیامت په ورځ د نورو امتونو پر وړواندې، په خپل امت ویاړم.  

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

{وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا}[الاسراء: ]

ژباړه: خپل اولادونه د بېوزلۍ له وېرې مه وژنئ، موږ به هغو ته هم روزي ورکړو او تاسو ته هم. په حقیقت کې د هغوی وژل ستره ګناه ده.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «كَفَى بِالْمَرْءِ إِثْمًا أَنْ يُضَيِّعَ مَنْ يَعُولُ»(رواح:ابو داود) ژباړه: د یو کس لپاره همدا ګناه بس ده، چې د خپلې کورنۍ حق پر ځای نه کړي.

په اسلام کې ماشومانو ته د رحمت په سترګه کتل کیږي او کورنۍ د ټولنې په ثبات کې مهم رول لري. نن ورځ فردي ازادي د غربي ټولنو جوړښتونه ګواښي، د کورنيو ارزښتونه تخریبوي او د مدني حقونو څخه سرغړونې کېږي. له شک پرته چې که د فردي ازادۍ مفکوره همداسې بې تفاوته پرېښودل شي، نو دا به د اسلامي او غیرې اسلامي ټولنو د ټوټې کېدو لامل شي. اسلام د سکولرېزیم د فردي ازادۍ یا خودخواهۍ په پرتله  کورنۍ او ټولنې ته زیات اهمیت ورکوي، نو لازمه ده چې په غرب کې مسلمانان د انفرادیت نیمګړیتاوې په ګوته او غیر مسلمانانو ته اسلام، یوازینی د ستونزو د حلارې په توګه وړاندې کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالمجید بهټيـ  ولایه پاکستان

۱۴۴۳هـ.ق، د جمادی الاول لومړۍ

۲۰۲۱م، د ډسمبر ۱۰مه

 ژباړن: محمد هارون روفي

د مطلب ادامه...

حزب التحریر ـ ولایه تونس د «همسة» تر عنوان لاندې د تونس خلکو ته تذکر ورکاوه، چې د تذکر ورکولو پر مهال یې یو تن د سیاسي چارواکو له لوري ونیول شو

  • خپور شوی په تونس

حزب التحریرـ ولایه تونس د «همسة» تر عنوان لاندې د تونس خلکو ته په خطاب کې تر دې شعار لاندې ټینګار کوي چې «شعار انقلاب و او دی، خلک غواړي چې رژیم رانسکور کړي». هغه رژیم چې په ۲۰۱۰م، د ډسمبر په ۱۷مه یې د خلکو پر وړاندې قیام وکړ، یو سیکولار او په غرب پورې تړلی رژیم و. همدا راز یې واضحه کړه، چې خلک د رژیم د نسکورېدو غوښتونکي شول، نه د ګډوډۍ، بلکې د داسې یو نظام غوښتونکي وو چې د همدې نظام ځای ونیسي، تر څو عدالت، حقوق او اقتصادي پرمختګ تضمین کړي. دا نظام د خلکو له عقیدې څخه د راپورته شوي نظام، یعنې اسلام او اسلامي حکومت دی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج له راشده خلافت پرته امکان نه لري. حزب التحریر د تونس له خلکو وغوښتل، چې الله سبحانه و تعالی ته ځان تسلیم کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر لاره ګامونه واخلي، تر څو په دنیا او اخرت کې سرلوړي شي.

د حزب التحریر شبابو د ۲۰۲۱م، د ډسمبر په ۱۶مه، چې د «حمسة» پر توزیع بوخت وو، د حزب التحریر یو غړی «سمیع بدري» د سیدي بوزید په ښار کې، چې د انقلاب زانګو بلل کېږي، د ملي ګارد له لوري ونیول شو او تر اوسه په زندان کې پروت دی. دا د ولسمشر قیس سعید هغه ادعا ناسمه ثابتوي چې انقلاب ته وفادار دی او اهداف یې تايیدوي.

د انقلاب اصلي غوښتنه د نظام رانسکورول او د هغو کسانو نیول وو، چې دغه شعار لېږدوي، د بدلون لپاره د خلکو غوښتنه د خپلو اسلامي اعتقاداتو پر اساس یادوي، چې هېڅوک یې مخنیوی نه شي کولای. تحقق یې د حزب التحریرـ ولایه تونس شبابو چې مخکینیو رژيمو بورقیبه او بن علي سره مخامخ شوي وو، زندانونو یې مخه ونه نیولی شوای. نن تر هغه ډېر د دې هوډ لري، چې د غرب ښامار او قانون جوړوونکی نظام او محلي مزدوران یې پورته کړي او پر ځای یې اسلام ځای پر ځای کړي او په دې لاره کې د جنایتکارانو له لوري د هغوی ځورول او زندان ته اچول یې کومه اغیزه نه لري. الله سبحانه وتعال فرمايي:

}يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ{[توبة:۳۲]

ژباړه: دا خلک غواړي چې د الله تعالی رڼا په خپلو پوکیو سره مړه کړي. خو الله تعالی د خپلې رڼا له بشپړولو پرته منونکی نه دی، که کافرانو ته دا هر څومره ناکاره هم وبريښي.

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په افغانستان کې د بشري ناورین حلاره د OIC ګوډاګۍ شورا له لوري د محدودو مرستو په ژمنه کې نه، بلکې د خلافت تر چتر لاندې د افغانستان او پاکستان په یووالي کې ده Featured

اوسمهال د افغانستان مجاهد مسلمانان له یو سخت بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي، چې له ۴۰میلیونو  کسانو څخه یې، نږدې نیمايي له لوږې سره مخ دي. سربېره پر دې د پاکستان واکمنان له دوی سره د مرستې پر ځای، له دې ناورین څخه ناوړه ګټه اخلي او غواړي د طالبانو رژیم اړ کړي چې یو ملي، ډیموکراتيک او په بشپړ غربي سبک یو لېبرال دولت ته غاړه کېږدي. دا ټول د اسلامي کنفرانس سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د فوق العاده غونډې له لارې مطرح شول، چې د امریکا، روسیې او چین استازو او همدا راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات سرپرست وزیر  او د جرمني، کاناډا، اسټرلیا او جاپان په ګډون ترسره شوه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه وینا کې وویل: «پاکستان له طالبانو غواړي چې د افغانانو د بشري حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې واوري.» په داسې حال کې چې دوی فکر کوي، ګواکي نړیواله ټولنه له بشري حقونو څخه سرغړونه نه کوي، خو دا د لمر په شان روښانه ده، چې په ناحقه یې افغانستان اشغال کړ، په لسګونو زره کسان یې شهیدان او په سلګونو زره نور یې ټپیان کړل. له دې ټولو سره سره د همدې نړیوالې ټولنې تش په نامه مشر، متحده ایالات وو، چې نږدې لس میلیارده ډالر یې په رڼا ورځ غلا کړل.

د اسلامي سازمان کنفرانس، د خلافت د تاسیس له لارې د مسلمانانو د عملي یووالي پر وړاندې خنډ دی. دوی د مصنوعي استعماري ملتونو تر منځ په همکارۍ کې شاملوي. پلورل شوي واکمنان د مسلمانانو د وېش مسوول دي او د همدې وېش د پیاوړي کولو لپاره کار کوي. همدې واکمنانو تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، په داسې حال کې چې د امریکا د اشغال پر مهال یې د امریکا ګوډاګۍ رژيم په ډېره بېړه په رسمیت وپېژندانده. هېڅ مسلمان واکمن پر افغانستان د امریکا ښکېلاک نه دی رد کړی او نه یې هم له بشري حقونو څخه د امریکا د سرغړونې پر وړاندې غږ پورته کړی دی، خو کله چې د طالبانو د حکومت خبره کېږي، همدا واکمنان ټول د امریکا خبره کوي. له طالبانو سره تر سپکو شرایطو لاندې د لږې مرستې ژمنه د رشوت په توګه کوي، تر څو پر طالبانو فشار راوړي چې نور امتیازات ورکړي. که همدا واکمنان یوازې پولې پرانېزي، نو مسلمه امت به په څو ورځو کې د خپلو مسلمانانو ټولې اړتیاوې پوره کړي. اوس د ډيورنډ استعماري کرښه پرېکړه کوي، چې څوک خواړه او اوبه تر لاسه کړي او څوک نه.

اې د پاکستان وسله والو! نور بس دی، افغانستان او پاکستان د مذهب، جغرافیې، تاریخ او کلتوري اړیکو له مخې یوه ټولنه ده. افغانستان یوه اسلامي خاوره ده او د قیامت په ورځ به له تاسو څخه زموږ د ماشومانو د لوږې او بې وزلۍ پوښتنه کېږي. د افغانستان د ملاتړ مسوولیت د نړیوالې ټولنې پر غاړه نه، بلکې د اسلامي امت پر غاړه دی. دا امریکا پلوه واکمنان له منځه یوسئ او د نبوت پر منهج د راشده خلافت په بیا تاسیس سره د ملت ډال بېرته جوړ کړئ. د افغانستان، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ مسلمانان ستاسو هرکلي ته چمتو دي. ملت خپل ځای ناستي ته سترګې پر لاره دی، چې وږي ماشومان یې ماړه شي، له کونډو سره مرسته وشي، مسلمان هېوادونه له کفارو څخه وژغوري او ټولې نړۍ ته د اسلام پیغام ورسوي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمايي:

{إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ}[حج: ۳۸]

ژباړه: بېشکه، الله تعالی له هغو کسانو څخه دفاع کوي چې ایمان یې راوړی دی. دا یقیني ده چې الله تعالی هېڅ یو خایین، د نعمت منکر نه خوښوي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

#Afghanistan

#أفغانستان

#Afganistan

د مطلب ادامه...

د پانګوال نظام تر چتر لاندې د سړک شبکې - د رغولو پر مهال ناورین Featured

  • خپور شوی په کینیا

 حزب التحریرـ کینیا له هغو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي، چې د انزو سمندر په پېښه کې یې خپلوان او د کورنیو غړي په سیلاب کې د بس د ډوبېدو له امله له لاسه ورکړل، همدارنګه په دې پېښه کې د ټپیانو لپاره د بېړنۍ روغتیا هیله لري. ادعا کېږي چې په دې پېښه کې ۳۳ کسان ووژل شول. 

دا باید روښانه ووایو چې دا ډول پېښې د انسان په کنټرول کې نه وي، خو انسان د خپلو کارونو د تر سره کولو مسوول دی، هغه که مسافر وي یا موټروان یا هم بل څه. همدارنګه د دولت لومړیتوب او مکلفیت د عمومي امنیت ټینګښت دی، چې د خپل رعیت لپاره داسې زیربناوې جوړې کړي، چې هغوی پرې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي او په دې سره د ټولو اوسېدونکو امنیت تامین کړي. سربېره پر دې، دولت باید پر داسې تدبیر کار وکړي، چې ډاډه شي د تګ راتګ ټول PSVS نقلیه وسایل د مسیر پیدا کولو وړتیا لري.

دا او له دې مخکې پېښې ښيي چې د سړکونو دا حالت ښايي نورې پېښې هم رامنځ ته کړي. د پراخ فساد له امله د سړکونو نښلول، هېڅکله نه شي کولای چې د دې کار مخه ونیسي، چې هره ورځ ترسره کېږي او د باران پر مهال، دغه سړکونه او صعب العبوره سیندونه د مرګ پر پلونو بدلوي. د خواشینۍ ځای دی چې ځینې سیمې ان د سړک یوه شبکه هم نه لري، خو بیا هم لوړ مالیات پرې لګول کېږي، چې د عادي اوسېدونکو ژوند یې سخت کړی دی. دا د پانګوال نظام او حاکمو نظامونو ماهیت دی چې عمومي ګټو ته لومړیتوب نه ورکوي. د قدرت لپاره په جګړه کې، پانګوال سیاسیون په هیلیکوپټرونو کې ګرځي او د رایو ورکولو لپاره جګړه کوي، خو پر ټلویزیونونو کې هغه کسان نه ویني چې په سیلاب کې ډوبېږي! دا د پانګوال نظام او رهبرانو اصلي تصویر دی چې د بېوزلو پر مرګ سترګې پټوي.

له همدې امله موږ حزب التحریر په کلکه اعلان کوو چې دا ناوړه حالت به تر فاسد پانګوال نظام لاندې تر هغه وخته پورې دوام ومومي، تر څو چې سیاسي بقا د عامه ګټو او انساني ژوند څخه پورته بلل کېږي. له همدې امله موږ پر ټولو خلکو غږ کوو چې د اوسني فاسد نظام څخه د اسلام بشپړ نظام لپاره، چې بنسټیز بدلون رامنځ ته کوي، ملاتړ او کار وکړي. په حقیقت کې، اسلام یوازینی نظام دی چې د مسافرینو د خوندیتوب په ګډون د عامه ګټو مسلې د متحرکو کښتیو د تفتیش او د زیربناوو د استحقاق له لارې لوی مسوولیت پر غاړه اخلي.

شباني موالیمو

د حزب التحریرـ کینیا مطبوعاتي دفتر استازی

 

د مطلب ادامه...

د ډنمارک دولت د اسلامي ارزښتونو پر وړاندې په جګړه کې ماتې وخوړه Featured

  • خپور شوی په ډنمارک

په دې وروستیو کې د دولت په سپارښتنه یوه لویه کلنۍ سروې خپره شوه، چې مسلمانانو پکې د جنسیت او عمر له نظره نیولو پرته، پر غربي سبک ژوند رد کړی دی. تش په نوم «د تابعیت سروې» تر عنوان لاندې له زرګونو مسلمانانو پوښتنه شوې، چې «ایا دې ته غاړه ږدي چې لور/ زوی یې له واده مخکې پر جنسي مقاربت اخته شي» اکثرو د «نه!» ځواب ورکړی دی.

په دغه څېړنه کې هغه مسلمانان هم شامل وو، چې له ۱۸ یا هم له دې څخه ټيټ عمرونه یې درلودل، دوی ته هم بد اخلاقي د منلو وړ نه وه. دا څېړنه ثابتوي، هغه شمېر ځوانان چې په ډنمارک کې زيږېدلي، په اختیاري توګه د اسلام باعزته ژوند غوره بولي. سربېره پر دې، د زنا په اړه هم د ښځینه او نارینه وو تر منځ په نظر کې کوم توپیر نه ليدل کېده.

د تشبیه وزیر په ډېرې بې شرمۍ سره د دغې څېړنې په اړه نظر څرګند کړی او «د ښځو په اړه ظلم» په خبرو کې یې لاسوهنه کړې ده، په داسې حال کې چې دغه څېړنه تاییدوي، چې دا د مسلمانې ښځې انتخاب دی، چې له فضیلت څخه ډک ژوند خوښوي، نه له شرم څخه ډک، لکه څرنګه چې مخکینیو څېړنو هم ښودلې ده!

له حکومت څخه لاره ورکه ده او پر مسلمانانو خپل مبتذل نظر تحمیلوي او په دې توګه له هرې وسیلې کار اخلي. ان د «لیسې ښوونکي او د فوټبال مربیان» یې هڅولي وو، چې د اسلامي کلتور پر وړاندې په «ارزشي جګړه» کې برخه واخلي. په دې سره، د ذهن د مهارولو ارزونې کال په کال ښيي چې مسلمانان تر اوسه پورې له خپل اسلامي هویت څخه لاس نه اخلي.

 مسلمانان سربېره پر دې چې په یو سیکولار هېواد کې دنیا ته راغلي او هلته لوی شوي دي، له قبیح ژوند څخه ډډه کوي؟ ځواب یې اسانه دی: د پاک فطرته انسان پوهېږي چې عزتمند ژوند په بشپړ اسلام کې دی. اسلام ښځو ته په اسلامي واقعي ارزښتونو لکه حیا، نجابت، وقار، فضیلت او په ډېر درناوي ښځو ته قایل دی. دا ارزښتونه په هغه فرهنګ کې نشته، چې د ډنمارک هېواد غواړي پر مسلمانانو یې تحمیل کړي.

که د ډنمارک هېواد دومره مغرور وي او باور لري چې کولای شي مسلمانان اړ کړي چې خپل اسلامي ارزښتونه پرېږدي، یوازې یو شی شته چې ووايي: دا هېڅکله نه کېږي!

له بل پلوه، موږ تمه لرو چې د ډنمارک هغه شمېر خلک چې د غربي ژوند سبک پرېږدي او اسلام غوره کوي، زیاتوالی ومومي.

د حزب التحریرـ ډنمارک مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د ډبرو د سکرو مافیا او په اسلامي خاورو کې د بدبختې پانګوالۍ پرمختګ

خبر:

انالله وانا الیه راجعون! په خواشینۍ سره خبر شوو، چې د اندونیزیا په جنوبي کلیمانتان، تناح بمبو سیمه کې د کانونو د غیرقانوني کندنې پر سر د شخړې له امله، وکیل جورکاني په وحشیانه توګه په چاقو وژل شوی دی. په دغه سیمه کې ډېرې ورته پېښې رامنځته شوي، چې یو څه وخت مخکې هم د ډبرو سکرو پرسر د شخړې له امله یو ښوونکی هم وژل شوی و. ځینې ژورنالیستان له دې امله وژل شوي وو، چې هغوی د هغه سیمو لپاره چې په پراخه کچه تېل پکې وو، په ډاګه کول او مبارزه یې کوله. دغه وکیل هم د غیرې قانوني کندنو له امله وژل شوی دی. ډیني اندیانا د ۲۰۲۱م، د نومبر د میاشتې په ۳مه، په یوه ټویټ کې وویل: «چارواکي د اصلي مجرمینو د پیداکولو ډېرې هڅې کوي، چې معلومه کړي ددې ناوړه کړنو ترشاه د چا لاس دی.»  

تبصره:

دغه ټويټ چې د اندونیزیایي قانون پوه له خوا خپورشوی و ، څرګنده کړه چې د ډبرو سکرو مافیایي صنعت څو اړخیز زیانونه رسولي. د یادولو وړه ده چې د ۲۰۲۱م، د جنوری په میاشت کې د سویلي کلیمتان په سیمه کې سخت سیلابونه راغلل، چې دا ډول سیلابونه په تېرو ۵۰ کلونو کې نه وو راغلي او په پایله کې یې ۵۴۳۶۳ کورونه له منځه ولاړل او ۷۶۹۶۲ کسان د سیمې پرېښودو ته اړ شول.

 د ډبرو سکرو صنعت نه یوازې چاپېریال ته ، بلکې انسانانو ته یې هم زیان رسولی او هغوی یې  له ناپوهۍ، جرمونو او تاوتریخوالي سره مخ کړي دي. دغه صنعت یا فابریکه د خپلو ګټو د ساتلو لپاره یو توراو قوي مافیايي ځواک جوړولای او هر ډول جرم ترسره کولای شي، ان که د انسانانو وژل هم وي. هغه خلک چه په دې ستراتیژیکو سیموکې چې له طبیعي سرچینوڅخه ډکې دي ژوند کوي، ډېری وختونه په ناپوهي او فقر کې ژوند کوي. د دوی ځمکې غصب شوې، له هغوی څخه یې ټول امتیازات اخیستي او په بدل کې یې یوازې لږ ډوډۍ ورکول کېږي.

له ولهی (د سیمې نوم) څخه یوه چاپیریال پوه ډوي ساوسنګ  د ۲۰۲۱م، د نومبر په ۱۶مه، بي.بي.سي ته وویل: «اندویزیا نه یوازې د ډبرو سکرو په کندنه او کارولو  بوخته وه، بلکې  د برېښنا او کانونو په سکتور کې یې هم کار کاوه. هغوی د خپلو کورنيو برېښنایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ډېره د ډبرو له سکرو څخه استفاده کوي. اټکل کیږي چې په ۲۰۲۱م، کې به تر ۱۱۰ میلیونه ټنه ډېر د ډبرو سکاره د برېښنایي تولید په فابریکو کې وکارول شي.

د ډبرو سکور په سکتور کې، د کان کېندنې جواز په دوامداره توګه ورکول کیږي، سره له دې چې دغه چاره د ځنګلونو د له منځه تلو لامل هم کیږي. دا کار د دې له امله کيږي، چې د چین غوښتنې پوره کړي، ځکه چین د اندونیزیا د ډبرو سکرو لپاره اصلي بازار دی. په ۲۰۲۰م، کې د اندونیزیا د انرژۍ او احصایې کتاب د معلوماتو پر اساس له اندنیزیا څخه چین ته ۱۲.۷۹ میلیونه ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي. ویل کیږي چې چین به د اندونیزیا د ډبرو سکرو د ښه کیفیت او قیمت له امله لاس وانخلي.

په اسلامي خاورو کې د پانګې پراختیا د دې لامل شوې، چې مسلمانان په بېلابېلو برخوکې له تبهاۍ سره مخ او قرباني شي. دغه بې عدالتي وروسته له هغه پیل شوه، چې په ټولنه کې پوهنه، د ژوند لیدلوری او چاپېریال له ویجاړتیا سره مخ شو، چې په پایله کې یې انسانان هم له کړاوونو سره مخ کړل. د پانګوالۍ پرمختایي پروژې هېڅکله د بشري پرمختګ لامل نه دي شوې او نه د چاپېریال د خوندي ساتلو لپاره کوم پروګرام لري. نو طبعي‌ خبره ده هغه کسان چې په دغه ستراتیژیکو او له طبعي سرچینو ډکو سیمو کې ژوند کوي، تل به له بې عدالتیو، بې وزلیو او دوکه/تېرایستلو سره مخ وي او همدانګه د کندنو له امله به چاپېریال هم چټل وي.

پانګوالۍ د انسانانو په وینو پرمختګ کړی: په ښاري سیمو کې د خلکو د لګښت زیاتوالی د کلیوالي سیمو د طبعي سرچینو له استخراج سره تړلي دي ، څومره چې لوړ پوړې ودانۍ، مجلل د تفریح ځایونه وي په همغه کچه د ښځو پر وړاندې جرمونه او تاوتریخوالي زیاتېږي. په کلیو او پانډو کې له طبعې زېرمو ناوړه ګټه اخیتسل کیږي او خلک یې د ناپوهۍ او بېوزلۍ په تیارو کې ساتل کېږي، ان ډېری وختونه د مافیايي ډلو له خوا د تاوتریخوالي سره مخ کیږي.  

دا ټولې ناخوالې له دې امله دي، چې په  ننني عصر کې د پانګوالۍ پرمختګ، د مالکیت د آزادۍ، سودي پورونو او د خصوصي پانګونو پر اصولو ولاړ دی، هغه چې د صنعتي نظم له ارزښتونو لکه سیکولریزم، او لېبرالیزم سره سمون لري. په دې توګه د پانګوالۍ  پرمختګ د انسانانو د بدبختۍ لامل شوی او الله سبحانه وتعالې داسې پرمختګ ته، چې په هغه کې انسان له بې عدالتۍ، زیان او تاوتریخوالي سره مخ کیږي باطل ګڼلی. په اسلامي خاورو کې د پانګوالۍ پرمختګ چاپېریال او اقلیم ته زیان رسولی او ناورین یې رامنځ ته کړی او اسلامي امت ته یې په فکري او ټولنیزه توګه هم زیان رسولی دی.

{وَلَوْ اَنَّ اَهْلَ الْقُرٰٓى اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكٰتٍ مِّنَ السَّمَاۤءِ وَالْاَرْضِ وَلٰكِنْ كَذَّبُوْا فَاَخَذْنٰهُمْ بِمَا كَانُوْا يَكْسِبُوْنَ}[الاعراف: ۹۶]

ژباړه: که د سیمو خلکو اېمان راوړی وای او تقوا یې غوره کړې وای، نو موږ به پر هغو له اسمان او ځمکې د برکتونو دروازې پرانیستې وای. خو هغوی درواغ وګڼل، نو موږ ځکه هغوی د هغې ناوړه ګټې اخیستنې په حساب ونیول.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: ډاکټر فیکا کومارا

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: محمد هارون

د مطلب ادامه...

د فتنې د مفهوم توضیح

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

ښاغلیه ستاسو د دغه قول پر اساس: «ایا داسې څوک نشته، چې دغه غلامان له واکه لرې او د انصارو سیرت تکرار کړي او په دې ډول د اسلام د حکم پلي کولو یعنې راشده خلافت د تاسیس لپاره موږ ته نصرت راکړي...؟» غواړم دغه حدیث شریف ته اشاره وکړم، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې فرمایلي دي: «إذا رأيتم الناس قد مرجت عهودهم، وخفت أمانتهم، وكانوا هكذا»  کله چې خلکو په خپلو ژمنو وفا نه کوله او په امانت کې یې خیانت کاوه او په دې ډول وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې ګوتې په یوبل کې ورکړې. د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته ودرېدم او ورته ومې ویل: قربان دې شم، هغه وخت چاره څه ده؟ ویې فرمایل: «الزم بيتك، وابك على نفسك، واملك عليك لسانك، وخذ ما تعرف، ودع ما تنكر، وعليك بأمر خاصة نفسك، ودع عنك أمر العامة» په کور کې اوسه او په خپل حال وژاړه، له خولې سره دې پام کوه، له شرعیت سره سم چې په څه پوهېږې، عمل پرې کوه او د شرعیت خلاف په کوم څه چې پوهېږې مه یې کوه. خپل ځان ته دې پام کوه، د خلکو عامې چارې هغوی ته پرېږده! دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرمان او هغه څه تر منځ چې تاسو موږ ورته دعوتوئ، تناقض لیدل کېږي. الله تعالی دې ستاسو په عمر کې برکت واچوي.

ځواب:

وعلیکم سلام ورحمت الله وبرکاته!

هغه حدیث چې تاسو ذکر کړی، پوره متن یې په ابو داود کې په لاندې ډول راغلی دی:

«حَدَّثَنَا هَارُونُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، حَدَّثَنَا الْفَضْلُ بْنُ دُكَيْنٍ، حَدَّثَنَا يُونُسُ بْنُ أَبِي إِسْحَاقَ، عَنْ هِلَالِ بْنِ خَبَّابٍ أَبِي الْعَلَاءِ، قَالَ: حَدَّثَنِي عِكْرِمَةُ، حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ، قَالَ: بَيْنَمَا نَحْنُ حَوْلَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم، إِذْ ذَكَرَ الْفِتْنَةَ، فَقَالَ: «إِذَا رَأَيْتُمُ النَّاسَ قَدْ مَرِجَتْ عُهُودُهُمْ، وَخَفَّتْ أَمَانَاتُهُمْ، وَكَانُوا هَكَذَا» وَشَبَّكَ بَيْنَ أَصَابِعِهِ، قَالَ: فَقُمْتُ إِلَيْهِ، فَقُلْتُ: كَيْفَ أَفْعَلُ عِنْدَ ذَلِكَ، جَعَلَنِي اللَّهُ فِدَاكَ؟ قَالَ: «الْزَمْ بَيْتَكَ، وَامْلِكْ عَلَيْكَ لِسَانَكَ، وَخُذْ بِمَا تَعْرِفُ، وَدَعْ مَا تُنْكِرُ، وَعَلَيْكَ بِأَمْرِ خَاصَّةِ نَفْسِكَ، وَدَعْ عَنْكَ أَمْرَ الْعَامَّةِ»

ژباړه: هارون بن عبدالله له فضل بن دکین او هغه له یونس بن ابي اسحاق او هغه له هلال بن خباب ابوالعلي څخه موږ ته حدیث بیان کړ، چې هلال وویل: عکرمه له عبدالله بن عمرو بن العاص څخه ماته حدیث بیان کړ، چې ابن عمرو وویل: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څنګ کې وو، چې د فتنې یادونه وشوه او ویې فرمایل: «کله مو چې خلک ولیدل، چې په خپلو ژمنو یې وفا نه کوله او امانت ته یې ارزښت نه ورکاوه او په دې ډول وو.» خپل ګوتې یې په یوبل کې ورکړې. راوي وایي: زه راپورته شوم، مخې ته یې ورغلم او ومې ویل: قربان مو شم! د حل لاره څه ده؟ ویې فرمایل: «په کور کې اوسه، له خولې سره دې پام کوه، له شرعیت سره سم چې په څه پوهېږې، عمل پرې کوه، او د شرعیت خلاف په کوم څه چې پوهېږې مه یې کوه. خپل ځان ته دې پام کوه، د خلکو عامې چارې هغوی ته پرېږده!» پای.

پورته او داسې نور احادیث چې د فتنې په اړه راغلي، د داسې ځانګړو شرایطو لپاره دي، چې حق او باطل په داسې ډول له یو بل سره ګډ وي، چې سره توپیر کول یې ناممکن بریښي. نو هغه چا ته چې حق او باطل ورته واضح نه وي، شرعي حکم یې په اړه همدا دی او د حق او باطل تر پېژندلو په کور پاتې شي، خو کله چې حق ورته واضح شو، پرې لازمه ده چې په حقه لاره حرکت وکړي.

دا امر هغه چا ته په پوره ډول واضح کېږي، چې د پورته حدیث په معنا او اساس باندې پوهېږي. د «وکانو هکذا» کلمې ته وګورئ او همدارنګه د راوي د «وَشَبَّكَ بَيْنَ أَصَابِعِهِ» قول توضیح ته، یعنې د خپلو لاسونو ګوتې یې په یو او بل کې ورکړې، چې له یو او بل سره ګډېدو ته اشاره ده او پر هغې باندې د امر کول مبهم شوي دي. دا ټول د حق او باطل پر ګډېدلو دلالت کوي. نو څرنګه مو چې مخکې وویل، تر هغه وخته به هغه شخص بې طرفه وي، تر څو چې حق او باطل وپېژندل شي او کله چې حق وپیژندل شو، نو ترې دفاع کول پرې واجب ده.  

له حق څخه ملاتړ که امر بالمعروف او نهی عن المنکر، که له مظلوم سره مرسته او یا هم د اسلامي دولت د تاسیس لپاره ـپه داسې حال کې چې نه وي ـ له قوت لرونکو کسانو څخه د نصرت غوښتل وي، داسې یو عمل دی، چې شرعي ادله یې واجب بولي او دلایل یې په لاندې ډول دي:

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه:

الله تعالی فرمایلي دي:

﴿وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [آل عمران: 104]

ژباړه: په تاسې کې باید څه داسې خلک هرو مرو وي، چې د نېکۍ لوري ته بلنه وکړي. په ښو امر او له بدو منع وکړي او کوم خلک چې دا کار وکړي، هماغوی په بریالي شي.

وقال تعالى: ﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر﴾[آل عمران: 110]

ژباړه: اوس په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسې یاست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره رامنځ ته شوې ده، تاسو په نیکۍ امر او له بدیو منع کوئ.

احمد له عبدالله بن عمر څخه روایت کړي او هغه وايي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل، چې هغه ویل:

«إذا رأيتم أُمتي تَهَابُ الظالم أن تقول له: إنك أنت ظالم، فقد تُوُدِّعَ منهم»

ژباړه: کله مو چې زما امت ولید چې له دې یې وېره درلوده، چې ظالم ته ظالم ووایي، نو هغه وخت یې شتون او نه شتون په یوه بڼه دي.

ابو داود روایت کوي، چې ابوبکر رضی الله عنه له حمد او ثنا وروسته وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، چې ویل یې:

«إِنَّ النَّاسَ إِذَا رَأَوُا الظَّالِمَ فَلَمْ يَأْخُذُوا عَلَى يَدَيْهِ، أَوْشَكَ أَنْ يَعُمَّهُمُ اللَّهُ بِعِقَابٍ»

ژباړه: کله چې خلک ظالم وویني او له ظلم څخه یې منع نه کړي، نو الله تعالی به هغوی ټول په داسې عاقبت مبتلا کړي.

ترمذي له حذیفه رضی الله عنه او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړي، چې ویې فرمایل:

«وَالَّذِي نَفْسي بِيَدِهِ، لَتَأْمُرُنَّ بِالمَعْرُوفِ، وَلَتَنْهَوُنَّ عَنْ المُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْهُ ثُمَّ تَدْعُوْنَهُ فَلا يُسْتَجَابُ لَكُمْ»

ژباړه: قسم په هغه الله چې زما ژوند یې په لاس کې دی، چې یا به امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ او یا دا چې پر تاسو به هم داسې حالت راځي او بیا به دعاء کوئ، خو دعاء به مو هم نه قبلیږي.

همدارنګه ابو داود او ترمذي له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«كَلاَّ، وَاللهِ لَتَأمُرُنَّ بالمَعْرُوفِ، وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ المُنْكَرِ، وَلَتَأخُذُنَّ عَلَى يَدِ الظَّالِمِ، وَلَتَأطِرُنَّهُ عَلَى الحَقِّ أطْرًا، وَلَتَقْصُرُنَّه عَلَى الحَقِّ قَصْرًا، أَوْ لَيَضْرِبَنَّ اللهُ بقُلُوبِ بَعْضِكُمْ عَلَى بَعْضٍ، ثُمَّ ليَلْعَننكُمْ كَمَا لَعَنَهُمْ»

ژباړه: قسم په الله تعالی چې یا به امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ او ظالم به له ظلم څخه منع کوئ، حق ته به یې رابولئ او په هغه کې به یې پرېږدئ او که داسې ونه کړئ، نو ستاسې په زړونو کې به اختلاف رامنځ ته کېږي، چې پر تاسو به لعنت وایي، لکه څرنګه یې چې پر هغوی لعنت ویلی دی.

ابو داود او ترمذي له ابو سعید خدري رضی الله عنه څخه روایت کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«أفْضَلُ الجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائرٍ»

ژباړه: بهترین جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې د حق وینا ده.

نسایي له ابي عبدالله طارق بن شهاب بجلي احمسي رضی الله عنه څخه نقل کړي، چې یو کس په داسې حال کې چې ځان یې تیار کړی و، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې وپوښتل: کوم جهاد غوره دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائرٍ» د ظالم پاچا پر وړاندې د حق وینا کول.

۲ـ له مظلوم سره د مرستې په اړه:

الله تعالی فرمایلي دي:

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال: 72]

ژباړه: که یې له تاسو څخه د دین په برخه کې مرسته وغوښته، نو پر تاسو یې مرسته فرض کېږي.

بخاري په خپل صحیح کې له عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«المُسْلِمُ أَخُو المُسْلِمِ لاَ يَظْلِمُهُ وَلاَ يُسْلِمُهُ... وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً، فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرُبَاتِ يَوْمِ القِيَامَةِ» مسلمان د مسلمان ورور دی، نه هغه یوازې پرېږدي او نه یې دښمن ته تسلیموي...او که څوک له چا غم لیرې کړي، الله تعالی به د قیامت د ورځې غم ترې لرې کړي. همدارنګه له انس رضی الله عنه څخه یې روایت کړي، هغه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا أَوْ مَظْلُومًا» له ورور سره دې که ظالم وي، که مظلوم مرسته وکړه! ویې ویل: یا رسول الله، له مظلوم سره مرسته خو ښکاره ده، خو له ظالم سره څه ډول مرسته وکړو؟ ویې فرمایل: له ظلم څخه یې منع کړه! همدارنګه براء بن عازب رضی الله عنهما روایت کړي، چې هغه وایي: «أَمَرَنَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم بِسَبْعٍ، ... وَنَصْرَ المَظْلُومِ» موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په 7   کړنو امر کړی، چې له هغې ډلې یو هم له مظلوم سره مرسته ده.

۳ـ د اسلامي دولت د نشت په صورت کې، د هغه د تاسیس لپاره د قدرت له څښتنانو د نصرت اخیستلو په اړه:

ابن هشام په سیرت کې له ابن اسحاق څخه نقل قول کوي «چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله د عربو په قبایلو د حج وخت رارسېده، هغو ته به ورتله او هغوی به یې د الله تعالی لوري ته رادعوتول او هغوی ته به یې خبر ورکاوه، چې دی نبي او رسول دی، له هغوی څخه به یې غوښتل، چې هغه ومني او ملاتړ یې وکړي، تر څو خپلو پیغام هغوی ته ورسوي. پای

ابوالفتح فتح الدین په عیون الأثر کې نقل قول کوي: «قاسم بن ثابت له علي بن ابي طالب څخه، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغه او ابوبکر وتل یاد کړل... نو ابوبکر وویل: له کومې قبیلې څخه؟ ویې ویل: له شعیبان بن ثعلبه څخه. ابوبکر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته متوجه شو او ویې ویل: مور او پلار مې ستا قربان شه! دوی د خپل قوم متنفذین (مشران) دي او په منځ کې یې مفروق بن عمرو، هانئ بن قبیصة، مثنی بن حارث او نعمان بن شریک دی...ابوبکر وویل: ضرور به مو اورېدلي وي، چې هغه رسول الله دی. نو هغه دلته دی. مفروق وویل: موږ خبر شوي یو، چې هغه یې ادعا کوي، نو اې قریشي وروره څه شي ته دعوت کوې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم رامخ ته شو او ویې ویل: «أَدْعُو إِلَى شَهَادَةِ أَنْ لا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللَّهِ، وَأَنْ تُؤْوُنِي وَتَنْصُرُونِي» دې ته دعوت کوم، چې د دې ګواهي ورکړئ، چې له الله تعالی پرته بل څوک د عبادت لایق نه دی او زه رسول الله یم، چې ما ته ځای او نصرت راکړئ. هاني خبرو ته ځان تیار کړ او ویې غوښتل چې مثنی بن حارث هم ورسره مل شي او ویې ویل: دغه مثنی بن حارث، لوی او زما جنګیالی دی. مثنی وویل: اې قریشي وروره! خبرې مې دې واورېد... خو موږ له یمامه او سمامه سره دوه تړونونه لرو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دغه دوه تړونونه واضح کړه. ویې ویل: د کسری ویالې او د عربو اوبه...او موږ له کسری سره تړون وکړ او هغوی هم له موږ څخه تعهد واخیست، چې موږ به نه نوی امر رامنځ ته کوو او نه به داسې چا ته پناه ورکوو، چې نوی امر رامنځ ته کوي. خو که خوښه دې وي، چې د عربو د اوبو په برخه کې دې ملاتړ وکړو، نو دا کار به وکړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو صادقانه خبره وکړه او بد ځواب مو ورنکړ او هغه څوک د الله تعالی دین ته نصرت ورکولی شي، چې هر اړخیز صلاحیت ولري...» پای.

په دې ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځواکمنو قبیلو څخه نصرت غوښته، چې له اسلام سره یو ځای شي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاتړ وکړي او په منځ کې یې د الله تعالی حکم نافذ شي؛ خو هغوی رد کړه، چې الله تعالی وغوښتل... او رسول الله صلی الله علیه وسلم مصعب مدینې ته ولېږه، انصارو دعوت ومانه او د دویم عقبه په بیعت کې یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ، چې له هغې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ او هلته یې دولت تاسیس کړ... .

ابن هشام په سیرت کې وايي: «ابن اسحاق وویل: وروسته مصعب بن عمیر مکې ته راوګرځېد، یو شمېر انصار مسلمانان له هغو حج کوونکو سره چې لا هم په شرک کې وو، حج ته ولاړل، تر هغې چې مکې ته ورسېدل، د تشریق په منځنیو ورځو او په عقبه کې یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خبرو ژمنه وکړه. کله چې الله تعالی د هغوی په تقدیر کې خپل تکریم، د خپل رسول نصرت، د اسلام عزت او د شرک او مشرکینو ذلت نغښتی و... هغه وايي: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لټه پسې راووتو... وایي: جومات ته داخل شو، چې عباس هلته و او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ورسره و، له سلام وروسته ورسره کېناستو... کعب وایي: وروسته حج ته ولاړو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مو د ایام تشریق وسطي ورځې وټاکلې. هغه وایي: کله چې د حج له مراسمو څخه خلاص شوو او هغه شپه راورسېده، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مو ژمنه کړه وه... وایي: په هغه شپه په خپلو خیمو کې له قوم سره ویده شوو، تر څو چې د شپې یو پر درېیمه برخه تېره شوه، له خیمو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژمنې په موخه راووتو، په ارامه به بیرون راوتو او عقبې ته نیږدې راټول شوو، چې دري اویا سړي وو او دوې ښځې راسره وې: نسیبة بنت کعب یعنې ام عمارة د بني مازن بن الحارث له نجونو څخه او اسما بنت عمرو بن عدی بن نابي د بني سلمه له نجونو څخه، چې په ام منیع باندې مشهوره وه... وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په خبرو پیل وکړ او قران یې تلاوت کړ، د الله تعالی لوري ته یې دعوت او اسلام ته یې تشویق وکړ او وروسته یې وفرمایل: له تاسو سره بیعت کوم، په دې شرط چې څه ډول مو له ښځو او اولادونو دفاع کوئ، په همدې ډول به له ما هم دفاع کوئ. هغه وایي: براء بن معرور هغه مبارک له لاسه ونیو او ویې ویل: بلې قسم په هغه الله چې ته یې په حقه نبي رااستولی یې، له تا څخه به داسې دفاع کوو، لکه څنګه یې چې له خپلو رازونو څخه کوو. نو اې رسول الله له موږ سره بیعت وکړه! قسم په الله چې موږ د حلقې او جګړې خلک یو او دا مو نسل په نسل له خپلو مشرانو زده کړي دي...! بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه ستاسو او تاسو زما یاست. دغه راز له چا سره مو چې جګړه کوله جګړه ورسره کوم او له چار سره مو چې سوله کوله، سوله ورسره کوم... ویې ویل یا رسول الله! که موږ په دې وفا وکړو، زموږ اجر به څه شی وي؟ ویې ویل: جنت. ویې ویل: لاس دې خلاص کړه، لاس یې خلاص کړ او له هغه سره یې بیعت وکړ. وایي: بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خیمو ته مو ولاړ شئ! وایي: بیا عباس بن عبادة بن نضلة هغه ته وویل: په هغه ذات قسم چې ته یې په حقه رالېږلی یې، که ستاسو خوښه وي سبا ته به په تورو سمبال له خپل اهل سره درسره یو ځای کېږو! وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تر اوسه دا دنده نه ده راکړل شوې، خو خپلو خیمو ته مو وروګرځئ...

بیهقي په دلایل النبوه کې رانقل کړي او وایي: حسن بن محمد بن اسحاق له ابن زبیر محمد بن مسلم څخه موږ ته خبر راکړ، چې هغه ته جابر بن عبدالله انصاري رانقل کړي دي... چې موږ له شعب عقبة سره ژمنه کړې، نو یو او دوه کسه راټول شوو، تر څو چې ټول په یوه ځای کې راټول شوو او ومو ویل: یا رسول الله په څه شي له تا سره بیعت وکړ. ویې ويل: له ما سره بیعت وکړئ کله مو چې امر واورېد، نو د قوت او کمزورۍ په حالت کې به اطاعت کوئ او د پراخۍ او تنګلاسۍ په حالت ک به امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ، په داسې ډول چې له الله تعالی سره خبرې کوئ او له ملامتۍ به نه وېرېږئ او ما ته به نصرت راپه برخه کړئ. کله چې یثرب ته درغلم له ما څخه به دفاع کوئ؛ له ټولو هغو شیانو چې د خپلو ښځو او اولادونو دفاع کوئ، او ستاسو اجر جنت دی... نو د هغه پر لوري ورپورته شوو یوه یوه له هغه سره بیعت کاوه، له موږ څخه یې شرط اخیسته او په مقابل کې یې د جنت ژمنه راسره کوله...» پای

دغه ټول او دې ته ورته دلایل، حرکت کول واجب ګرځوي. بې تفاوته پاتې کېدل یوازې د فتنې په حالت کې وي؛ په داسې حال کې چې سړی حق او باطل نه پېژني او کله یې چې حق وپېژانده، نو پرې واجب ده، چې حق ووایي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي. د مظلوم ملاتړ وکړي او د اسلامي دولت «راشده خلافت» د تاسیس لپاره، په شرعي طریقه له ځواکمنو کسانو نصرت وغواړي. دا عمل د خلافت په نشت کې واجب دی او په دې برخه کې بې تفاوتي لویه ګناه ده. که مسلمانان په ځانګړي ډول صالحین د ښکاره حق د نصرت په برخه کې بې تفاوته او په کورونو کې ارام کېني، نو فساد په رامنځ ته شي، باغیان او باطل پرستان به سر راپورته کړي او د خلکو پر اوږو به ورسواره شي.

لکه مخکې مو چې وویل، شرعي نصوص په داسې حالت کې بې تفاوتي نه یوازې دا چې ردوي، بلکې حق ته نصرت ورکول واجبوي.

دا دې هغه حدیث معنی وه، چې په اړه مو یې پوښتنه کړې وه، یعنې هغه د فتنې حالت دی، چې حق او باطل سره تفکیک نه شي...  

اې محترمه پوښتنې کوونکیه! دا زموږ له لاندې خبرې سره څه اړیکه لري: «موږ د مسلمانانو لښکرو ته مخ وراړوو: ایا په تاسو کې داسې څوک نشته چې د الله تعالی، د هغه د رسول او مومنانو په اړه د حکامو خیانت ته نه ووایي؟ ایا په تاسو کې داسې څوک نشته چې په خپل دین او عزت غیرت وکړي، د الله تعالی د دښمنانو پر وړاندې ودریږي، له هغوی سره اړیکه پرې او قدرت یې وپاشي...؟ ایا په تاسو کې داسې څوک نشته چې د دغو نامردو نامردیو ته د پای ټکی کېږدي او د انصارو سیرت پلي کړي. نو له موږ سره د اسلام د حکم د قایمولو یعنې راشده خلافت د تاسیس په پار نصرت راکړئ. انتهی ښکاره ده او هغه د الله تعالی د دین د نصرت لپاره دعوت دی او همدارنګه د کفارو د رېښو له منځه وړل او هغو کسانو ته نه ویل دي، چې له الله تعالی، رسول الله او مسلمانانو سره خیانت کوي... نو دا فتنې ته دعوت او پکې ګډون نه دی، بلکې د حق دعوت واضح دی، چې په هغې کې اختلاف نشته.

نو کوم ځای یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث سره په ټکر کې دی...! ایا کتاب الله او د رسول الله سنتو ته د مسلمانانو رابلل، د ظالمانو او کافرانو مخنیوی او د دین نصرت ته مثبت ځواب ورکول د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دین سره په ټکر کې کېدای شي!؟

الله تعالی دې پر تا رحم وکړي! په دې امر کې فکر وکړه...! الله تعالی دې موږ ټولو ته د اسلام او مسلمانانو په عزت کې توفیق راکړي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو رشته

ژباړن: حبیب الله حبیب

د مطلب ادامه...

د فلسطین په پاکه خاوره کې د ناوړه دسیسو په اړه د حزب التحریر له لوري د ترسره شوي ټولیز لاریون د وینا متن

  • خپور شوی په فلسطین

ټول ثنا او صفت د الله سبحانه وتعالی دي چې فرمایي:

(إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ ‌وَيَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ * وَلَمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ) [اشوري: ۴۲-۴۳)

ژباړه: هغو کسانو ته جزا شته چې پر خلکو ظلم کوي او د حق په نوم پر ځمکه ظلم روا بولي. د هغوی لپاره دردونکی عذاب دی؛ خو که څوک عفوه وکړي، دا کار له ارزښته ډک دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجه الوداع کې خلکو ته پخبرو کې وویل:

«فَإِنَّ دِمَاءَكُمْ وَأَمْوَالَكُمْ وَأَعْرَاضَكُمْ ‌حَرَامٌ ‌عَلَيْكُمْ كَحُرْمَةِ يَوْمِكُمْ هَذَا كَحُرْمَةِ شَهْرِكُمْ هَذَا كَحُرْمَةِ بَلَدِكُمْ هَذَا لِيُبَلِّغِ الشَّاهِدُ الْغَائِبَ، لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّاراً يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ»(مستبرک)

ژباړه: ستاسو شتمني، ابرو او د بېلابېلو پوستکو درلودونکي خلک د نن ورځې غوندې په دغه میاشت او هېواد کې سپڅلي دي. نو حاضرین دي غایبینو ته خبر ورکړي چې له ما وروسته کفر غوره نه کړي او پخپلو کې ښکېل نه شي.

په خلیل الرحمن ښار کې خلکو ته:

دغه سپڅلی ښار اوسمهال د ډار په یوه کړۍ کې راګېر دی، هغه ډار چې په انفرادي ډول او یا د داسې کسانو له لوري راوړل شوی چې له الله سبحانه وتعالی څخه نه ډارېږي او د مسلمانانو د وینې توییدنې مخنیوي په بدل کې هېڅ نه کوي.

دوی پر متقابل درناوي تېری کوي او ټینګې شوې اړیکې سره بېلوي. دوی د پلار او زوی، مور او زوی، د کور د نجونو، خوندینو او مور او همدارنګه د نورو تر منځ د اړیکو خرابېدو اور بلوي، الله سبحانه وتعالي فرمایي:

(فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا ‌أَرْحَامَكُمْ * أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ) [محمد: له ۲۲-۲۳]

ژباړه: که له دغه فرمان سرغړونه وکړئ، نو تمه کېږي چې په ځمکه کې به فساد وکړئ او له دوستانو سره به مو اړیکې پرې شي. هغوی هغه کسان دي چې الله سبحانه وتعالی له خپل رحمت څخه لېرې کړي، غوږونه یې کاڼه کړي او سترګې یې ړندې کړې دي.

په خلیل الرحمن ښار کې خلکو ته:

موږ نن ورځ له تاسو سره درېږو، څو دا کچه او میزان سم شي او د دوی رښتیا ووینو. همدارنګه له تاسو سره یوځای دا دریځ غوره کوو چې الله سبحانه وتعالی ساتونکی دی او له موږ څخه د شیاطینو زیان لېرې کړي. هغه پوښتنه چې باید ځواب ورته وویل شي، د فلسطین چارواکو او د دوی د نظامي وسایلو په اړه ده چې دوی د دغې سیمې د بې نظمۍ له منځه وړلو لپاره جدي دي او که دوی پخپله د دغو جرمونو برابرېدو لپاره زمینه برابروي؟

د فلسطین واکمنۍ د سوزولو او فیر کولو فعالیت پرېښود، پر دې سربېره چې د هغوی د مخنیوي وړتیا یې درلوده. دې څه یوازې پر دې بسنه وکړه چې خلکو ته نصحت وکړي او هغوی یې پر دې پر غور کولو بوخت کړل چې دا د پېښو د مخنیوي لپاره هڅې دي.

هغه کسان چې ډزې یې کړې او کورونو، هټیو، او موټرونو ته یې اور ورته کړی، په نومونو او د اوسېدو له ځایونو سره یوځای خلکو ته معلوم دي او همدارنګه امنیتي بنسټونه او د هغوی استخبارات یاد کسان ښه پېژني. نو څنګه دوی همداسې پرښودل شوي، نه دي نیول شوي؛ که دوی ونیول هم شي، له څو ورځو وروسته بیرته خوشي کېږي.

خو پر ځای یې ډېری دغه یرغلګر ګناهکاران یا د فلسطین واکمنان دي او یا د هغوی په جامه کسان کې دي. نو ایا دغه کسان د وروستیو پېښو په تړاو وضاحت ورکولی شي؟!

که د فلسطین واکمني د دغو جرمونو په درېدو چې جدي وي، نو اصلي مجرمین او تیري کوونکي دې وڅاري، یعنې هغه کسان چې اشغالګرو ته د ظلم کولو زمینه برابروي. دوی اوس هم د هغو کسانو تر شاه دي چې وسلې لېږدوي او د یهودیانو پر وړاندې یې کاروي. که څوک غرنۍ سیمې ته ولاړ هم شي، هلته یې هم څاري.

د فلسطین چارواکي او د هغوی امنیتي بنسټونه دا وسله نه ویني چې د خلکو امنیت، ژوند او شتمني ګواښي. په داسې حال کې، هغه وسلې چې د یهودیانو پر وړاندې کارول کېږي، ګورو چې هغوی د خپلو سرچینو پیدا کېدو په لټه کې دي، څو ناوړه ګټه ترې واخلي. څوک چې دا څه لېږدوي، ایا د دې څه لپاره وضاحت ورکولی شي؟

د فلسطین واکمني نن ورځ له تاسو سره دوکه کوي، ځکه جنایتکاران د هغوی تر نظر لاندې کار کوي او د دغو جنایتونو نه مخنیوی د دې لامل کېږي چې د هر کور په ویجاړېدو او د خلکو شتمنیو ته په زیان رسولو کې شریک شي.

اې خلکو: د فلسطین د واکمنۍ او تشکیلاتو ډېره بودجه د امنیتي خدمتونو لپاره وي، هغه بودجه چې د خلکو حالت ته له کتو پرته ټاکل شوې او دې مالیې د خلکو ژوند ډېر اغېزمن کړی دی. یاده مالیه د کاله څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي.

خو په بدل کې دغه واکمني د خلکو امنیت نه شي خوندي کولی، هغوی ته په هر ډول خدمتونو وړاندې کولو کې پاتې راغلې ده. ښوونځي او روغتونونه نه دي جوړ شوي او همدارنګه له مسجدونو هم ساتنه نه ده شوې. نو دا پیسې او مالیه چېرته ځي او چېرته ده دغه مالیه چې د یاد هېواد د خلکو په ساتنه کې ترې ګټه واخیستل شي؟

د ابراهیم علیه سلام د هېواد خلکو!

د وژنو ترسره کول، سوزول او ویجاړی رامنځته کول حرام او له تعصبه ډک عمل دی او عاملین یې  باید پیدا کړي.

دغه کارونه خلاف عمل دی او د اختلافونو رامنځته کېدو ښودنه کوي. موږ دا خبره کوو او هر توری یې مانا کوو. نو په همدې اساس کورنیو ته خبرداری ورکوو چې دغه احساساتي کړنې نور اختلافونه هم راپورته کوي.

همدارنګه کورنیو ته وایو چې هغو مو نه درک کوي او ستاسو تر منځ کینه نوره هم ډېروي. هغوی داسې کسان دي چې له تاسو ګټه اخلي او د اختلافونو له امله مو ټوټې ټوټې کوي.

اې د ابراهیم خلیل ښار خلکو!

د اسلام د دښمنانو د پروژو پر وړاندې ستاسو قوي حالت دښمنان نور غوسه کوي، تاسو د تمیم وقف ساتلی، د روسیې د موخو په مقابل کې مو د هغه د برخو ساتنه کړې او همدارنګه مو د هغې د نفوذ مخه نیولې ده. تاسو پوتین تحریک کړی، یهودیان مو غوسه کړي او همدارنګه مو د فلسطین واکمني او د هغو دسیسې ښکاره کړي دي.

تاسو د خلکو او کارمندانو له ملاتړه برخمن یاست او د ټولنیز امنیت تګلارې په نوم د فلسطین د واکمنۍ له غلا کېدو څخه مو ساتنه کړې ده. تاسو د امریکا، اروپا او د هغوی د ناوړه یوځوالي عملیاتو او چټلو هوکړو پر وړاندې درېدلي یاست او هغه ته نه ویلي دي. لکه د (سیډاو) هوکړه. 

ستاسو روښانه او قوي دریځ د فلسطین واکمني او د هغو تر شاه کسانو د دې ښار خلک تنګ کړي دي. نو پر همدغه اساس، له کورنیو ناوړه ګټه اخیستنه او فساد له مخکې پلان شوي وو. هغه تورې څېرې چې د ښار د پاشل کېدو لپاره کار کوي، د ښار د نسکورېدو په هڅه کې دي.

پر دې سربېره، تاسو په دې ښار کې د یهودیانو پر حرص پوهېږئ او ټول پر دې پوهېږي چې «شبک» اجنسي کې څه جرمونه روان دي، یعنې د عربو ښار چې په ۱۹۴۸ م کال کې اشغال شو. خو د شبک رییس څو ورځې وړاندې په رحم الله کې څه وکړل؟ 

د خلیل الرحمن له ښار او خلکو سره مینه:

موږ له دې خوند اخلو چې تاسو د الله سبحانه وتعالی تقوا ولرئ او د الله سبحانه وتعالی دغه وینا دریاده کړئ، چې فرمایي:

(وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ ‌مَا ‌اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَاناً وَإِثْماً مُبِيناً) [احزاب: ۵۸]

ژباړه: او هغوی چې ایمان لرونکو نارینه او ښځینه وو ته د خپل کار ترسره کېدو زیان رسوي، د ښکاره ګناه مرتکب شوي دي.

موږ تاسو ته د هغې ورخې په اړه خبرداری درکوو چې الله سبحانه وتعالی به زموږ سترګې او زړونه پټ کړي او الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(إِنَّهُ مَنْ يَأْتِ رَبَّهُ ‌مُجْرِماً فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَى * وَمَنْ يَأْتِهِ مُؤْمِناً قَدْ عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُولَئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَى) [طحا: ۷۴-۴۵]

ژباړه: هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی په حضور کې حاضرېږي، د هغوی لپاره دوزخ دی، هلته نه مري او نه ژوند کوي. هر ایمان لرونکی کس د  الله سبحانه وتعالی حضور ته حضورېږي چې نېک اعمال یې ترسره کړي وي، داسې کسان لوړې درجې لري.

موږ تاسو له هغه څه څخه منع کوو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ترې منع کړي یاست:

«لَا تَحَاسَدُوا، وَلَا تَنَاجَشُوا، وَلَا تَبَاغَضُوا، وَلَا تَدَابَرُوا، وَلَا يَبِعْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَيْعِ بَعْضٍ، وَكُونُوا عِبَادَ اللهِ إِخْوَاناً الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ، وَلَا يَحْقِرُهُ التَّقْوَى هَاهُنَا» وَيُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ «بِحَسْبِ امْرِئٍ مِنَ الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ، ‌كُلُّ ‌  الْمُسْلِمِعَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ، دَمُهُ، وَمَالُهُ، وَعِرْضُهُ»

ژباړه: کینه مه کوئ او هغه د اختلافونو لوړېدو لپاره مه وړاندیز کوئ، بېزاري او دښمني مه کوئ. کله چې څوک په دې معامله کې بوخت وي، تاسو ځانونه مه ورسره بوختوئ او د وروڼو او خدمت کوونکو غوندې شئ. مسلمان د مسلمان ورور دی، نه پر هغه ظلم کوئ او نه هغه ته سپکاوی کوي. تقوا همدا ده او درې ځلې یې ورته په سینه اشاره وکړه. دا د مسلمان لپاره ستر شر دی چې خپل مسلمان ورور سپک وګڼي. د یو مسلمان وینه، مال او عزت له خپل ایماني ورور سره خوندي دی.

نو له الله سبحانه وتعالی وډار شئ او د ناپوهئ له بلنې څخه ډډه وکړئ. له الله سبحانه وتعالی ووېرېږئ او د الله سبحانه وتعالی بنده ګان او پخپلو کې وروڼه شئ. که په کوم څه کې دښمني او کینه وکړئ، نو د الله سبحانه وتعالی دغه وینا تاسو ته بسنه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ ‌فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً) [نساء: ۵۹]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، د الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او اولوالامر اطاعت وکړئ. هر کله مو چې په کوم څه کې دښمني درلوده، د  هغو په حل کې له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم مرسته وغواړئ. که په الله سبحانه وتعالی او د اخرت په ورځ ایمان لرئ، دغه کار ستاسو لپاره غوره او عاقبت یې بهتره دی.

اې د خلیل الرحمن ښار اوسېدونکو!

ګواښ ډېر دی او هغه اور چې د خورېدو په حال کې دی، ټولو ته رسېږي او خبرداری درکوو چې تاسو به د دغه اور وچ لرګي شئ.

اوسنۍ پېښه چې رامنځته کېږي، عادي نه ده. نو دښمنانو ته وخت مه ورکوئ او وړاندې تر دې چې اختلافات ډېر شي او وروسته د پېښمانۍ فرصت نه وي، پخپلو منځونو کې شته مسایل اصلاح کړئ. .

په وروستیو کې:

په هره پېښه کې د الله سبحانه وتعالی د قوانینو پلي کېدو لپاره بیه ورکوو. موږ دغه بیه له خپلو عزتونو، ماشومانو وژل کېدو، د ځمکې لاندې کېدو او د امنیت په له لاسه ورکولو سره پرې کوو. هغه قرباني چې زموږ پر مغز، زړه، عزت، نجونو او هلکانو برید پکې شامل وي. که پر موږ د الله سبحانه وتعالی احکام پلي شي، نه به مو وینه تویېږي، نه به مو پیسې او شتمني له منځه ځي، نه به مېرمنې او ماشومان ډارېږي او اړیکې به مو نه پرې کېږي.

نو هڅه وکړئ چې ستاسو په لاسونو د الله سبحانه وتعالی احکامو پلي کېدو ته زمینه برابره شي، څو هغه څه پایته ورسېږي چې پر تاسو تپل شوي او هغه وخت به تاسو د الله سبحانه وتعالی له لوري پر درکېدونکو بریاوو خوشحاله شئ.  الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَيَوْمَئِذٍ ‌يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ) [روم: ۴-۵]

ژباړه: او پر هغه ورځ به مومنان پر خپله بریا خوښ شي. الله سبحانه وتعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي چې مرسته یې وغواړي او الله سبحانه وتعالی د ستر قدرت څښتن دی.

اې الله سبحانه وتعالی! د مسلمانانو زړونه سره یوځای کړه، ستا له طرفه د هغوی تر منځ مینه ډېره کړه، بر هغوی رحم وکړه، بښنه ورته وکړه، د تکبر له طرحو څخه یې وساته او له خپل ملاتړه یې برخمن کړه.

اې الله سبحانه وتعالی! هغه چا ته سزا ورکړه چې موږ ځوروي، زموږ پر وړاندې وسلې پورته کوي او زموږ پر عزت برید کوي. اې الله سبحانه وتعالی! ستا په قدرت او هغې دفاع سره چې ته له موږ سره مرسته کوې، موږ له زیان څخه وساته، څو ستا دین بیا پر پښو ودروو، ستا امر ته ښه راغلاست ووایو او د ظالمانو مخه ونیسو.

اې الله سبحانه وتعالی! د فلسطین اوسنۍ واکمنۍ ستاسو د دین پر وړاندې خیانت وکړ او ستا له بنده ګانو سره یې هم خیانت وکړ. نو ستا نصرت راپه برخه کړه او پخپل پاک روح او فریښتو له موږ سره مرسته وکړه. زموږ سینې پر هغه څه خوښې کړه چې خپل یارانو ته یې ورکوې. پر دښمنانو دې رحم مه کوه.

الحمدلله رب عالمین! ټول ثنا او صفت د الله سبحانه وتعالی دي.

حزب التحریر ـ ولایه فلسطین

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

{إنْ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ} حکم یوازې الله تعالی لره دی

  • خپور شوی په سیاسي

په 2021/11/28مه، قرغیزستان پارلمانې ټاکنې وکړې. دا ځل د تېرو ځلونو سره په ټکر کې مختلط سیستم کارول شوی؛ رایه اچونه احزابو ته د هېواد په سطحه د تناسبي سیستم پر اساس ترسره کېږي، همدارنګه رایه ورکول ځانګړي کاندید ته په ځانګړې حوزه کې په اکثریت سیستم ورکول کېږي او هیواد به په ګڼو حوزو وویشل شي. کمپاین د نومبر تر 27مې دوام مومي.

یو مسلمان باید پر شرعي حکم ټینګ وي، د دې لپاره غواړو د قرغیزستان خلکو ته د پارلماني ټاکنو شرعي حکم روښانه کړو. د شرعي حکم پېژندلو لپاره دا اړینه ده چې د پارلماني ټاکنو واقعیت، د پارلماني استازو او پارلمان له کړنو، حقوقو او مسوولیتونو څخه وڅېړو او وروسته به یې شرعي حکم روښانه کړو.

د قرغیزستان اساسي قانون په ( 76 ماده، 80 ماده، 85 ماده) مادو کې روښانه کېږي، چې د پارلمان اساسي دندې: قانون جوړونه، تصویب، د قوانینو اصلاح او تفسیر ، لومړي وزیر، د هغه مرسیتالان او د وزیرانو پلاوي غړو ته د باور رایه ورکول، د نړیوالو تړونونو تصویب یا لغوه ، څارنه او حساب ورکونه... دغو کړنو ته په کتو ښکاري چې درې اولنۍ کړنې شرعاً روا نه دي، څلورمه کړنه؛ څارنه او حساب ورکونه، په شرعیت کې روا ده؛ که د شرعي احکامو پر اساس وي.

1-                        په اسلام کې د قانون جوړولو صلاحیت یوازي الله سبحانه وتعالی لري او دا سمه نه ده چې یو مسلمان قانون جوړونکی شي، الله سبحانه وتعالی خالق دی. په شرعي حکم ځان پوهول او له بحث کولو پرته پرې عمل کول واجب دي. همدارنګه دا هم روا نه ده چې یو مسلمان دې شرعي احکام د ټاکنې او اختیار موضوع وګرځوي. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

{وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالاً مُبِيناً} [احزاب:36]

ژباړه: هېڅ یو مومن او هېڅ یوه مومنه دا حق نه لري چې کله الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم په یوې موضوع پریکړه وکړي او بیا (د الله سبحانه وتعالی او رسول صلی الله علیه وسلم د پریکړې پر خلاف) هغه د خپلې موضوع د پریکړي واک ولري او څوک چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له امر څخه سرغړاوی وکړي، هغه په څرګنده ګمراهۍ کې وغورځیدی.

له اوسنيو واکونو سره، پارلمان لویدیځه مفکوره ده، چې سیکولرېزم (د ژوند او دولت څخه د دین بیلتون) څخه سرچینه اخلي، هغه ځای چې شتمن د پارلمان غړو په مرسته خلکو ته قانون جوړوي. دا له اسلام سره په ټکر کې ده، په اسلام کې قانون جوړونکی یوازی الله سبحانه وتعالی دی.

2-                        حکومت ته د باور ورکول، لکه د کفري احکامو پلي‌کولو واک ورکول دي. حکومت په ډموکراتیکو نظامونو کې اساسي قانون او نور قوانین، چې د بشر په لاس جوړ شوي، نه د الله سبحانه وتعالی لخوا، پلي کوي. په دي کې شک نشته چې د کفري احکامو پلي کول په خلکو روا نه دي، ځکه الله سبحانه وتعالی امر کړی چې حکم کول به د شرعیت پر اساس وي.

{وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيراً مِنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ * أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ}[المائده:۴۹-۵۰]

ژباړه: او (تاته اې محمده امر کوو چې) د هغوی په منځ کې په هغه څه حکم وکړه چې الله په تا نازل کړي دي، او د هغوی له هیلو پیروي مه کوه، پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې ونه غورځوي، یوه ذره دې هم له هغه هدایت(قرآن) څخه و نه ګرځوي چې تا ته الله تعالی درلیږلی دی. که دوی(د الله له حکم څخه) مخ وګرځوی، پوه شه چې الله تعالی غواړي هغوی د کړو ګناهونو لپاره په بلا او مصیبت اخته کړي. بیشکه ډیری خلک  له(شرعي احکامو) څخه سرغړونه کوي. (که دوی د الله تعالی له قانون څخه مخ اړوي) نو بیا د جاهلیت پریکړه غواړي؟ په داسې حال کې هغه خلک چې پر الله تعالی باور لري، د هغوی په نزد له الله تعالی څخه بل غوره پریکړه‌کوونکی نشته.

هغه حکومت ته د باور ورکول حرام دي، چې له شرعیت پرته په بل څه حکم کوي.

3-                        د کنوانیسونونو او نړیوالو تړونونو تصویب په اړه، نړیوال تړونونه د اساسي قانون او نورو بشري قوانینو پر اساس رامنځ ته شوي، په همدي تړونونو کې له اسلامي قانون سره ښکاره مخالفت شته. ډیری وخت يې کفارو ته پر مسلمانانو لوړوالی ورکړی، چې دا په شرعیت کې نشته، الله سبحانه وتعالی فرمايي:

{وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً}[النسأ؛۱۴۱]

ژباړه: الله د کافرانو لپاره په مسلمانانو باندي د برلاسه کیدو هیڅ کومه لاره نده جوړه کړي.

4 – د حکومت څارنه او ترې حساب غوښتل د شرعي احکامو پر اساس پر مسلمانانو واجب دي، له قرآن او سنتو څخه دا په ډاګه کېږي، چې څارنه او حساب غوښتل په امر بالمعروف او نهی عن المنکر کې راځي. الترمذی په خپل سنن کې، چې حذیفه بن الیمان له رسول الله څخه نقل کړی:

«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلَتَنْهَوُنَّ عَنْ الْمُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَاباً مِنْهُ ثُمَّ تَدْعُونَهُ فَلَا يُسْتَجَابُ لَكُمْ»

ژباړه: زما دې په هغه ذات قسم وي، چې زما ساه د هغه په لاس کې ده، یا به امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ، یا به ډیر ژر الله تعالی له خپل لوري پر تاسو عذاب راولي او کله چې پر الله تعالی غږ کوئ دعا به مو نه قبلیږي.

ابو عیسی وايې: دا حدیث حسن دی. مګر له دولت څخه څارنه او ترې حساب غوښتل، د بشري قوانینو پر اساس جایز نه دي.

داسې ښکاري چې په پارلمان کې یوازینی جایز کار حساب ورکول دي، خو د شرعي اصولو پر اساس. نو که څوک غواړي چې ځان نوماند کړي، باید څو عوامل په نظر کې ونیسې، چې نوماندي يې له شرعیت سره په ټکر کې رانشي، په لنډ ډول لاندې دي:

الف – د بشري قوانینو ردول، د کفري نظامونو ردول او د کفر پلي کوونکي حکومت ته د اعتماد رایې څخه سرغړونه، خلکو ته په ښکاره ډول ووایې او څرګنده کړي چې د کفري سیستم پر ځای د اسلامي سیستم د تاسیس هڅه کوي، هغه چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم په تګلاره راشده خلافت دی او د ټاکنو په ګټلو سره عملاً پر ټولو ټینګ واوسي.

ب – خپل پروګرامونه له قران او سنتو څخه اخیستل او د بریا په صورت کې یې د پارلمان ماڼۍ د حقیقت ویلو او له دولت څخه حساب‌غوښتل، د اسلام پر اساس وګرځوي.

ج – په داسې یوې ډلې یا حزب کې غړیتوب چې له اسلام پرته پر بل څه عمل او دعوت ورته کوي. لکه نشنلیزم، سیکولر احزاب او داسې نور. که چیرې په کوم حزب کې غړی شو، د حزب پروګرام باید له قرآن او سنتو څخه اخیستل شوی وي او موخه یې د کفري نظامونو له منځه وړل او د اسلام تاسیس وي. حزبونو ته هغه وخت د نوماند کېدو جواز شته، چې اسلام ومني، د خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي او کفري نظامونه له منځه یوسي او همدارنګه له هغو حزبونو سره ټاکنیز ائتلاف جایز نه دی، چې د اسلام پر اساس نه وي.

همدارنګه د پارلماني ټاکنو هغه نوماند ته رایه ورکول جواز نه لري، چې په یادو شرایطو عمل ونه کړي. ځکه رایه ورکول یو ډول استازولي ده او دا استازولي په حرامو کارونو کې روا نه ده. باید په حلالو کارونو کې وي، یوه کس یا سازمان ته رایه ورکول، چې د الله سبحانه وتعالی پر ځای قانون جوړونه کوي یا کفري احکام پلي کوي او یا له شرعیت سره په ټکر کې تړونونه تصویب کړي یا هم له دولت سره له اسلام پرته په بل څه حساب کتاب وکړي.

ځینې مسلمانان په پارلمان کې د نوماندېدو لپاره توجیهات راوړي، چې پارلمان ته په ننوتلو سره به د مسلمانانو ګټې خوندي کړي لکه، د مسجدونو او مکتبونو جوړول او د حجاب بندیز پر وړاندي درېدل... په پارلمان کې د مسلمانو غړو په ډېرېدو سره د اسلامي دولت تاسیس او نور... دوی هېره کړې چې د مسلمانانو دا ګټې له شرعیت سره په ټکر کې دي او که نه. دوی هېره کړې چې په ځینو اسلامي هېوادونو کې همداسې کسان وو، چې په پارلمان کې یې غړیتوب ترلاسه کړ، خو پایله یې په اسلام او مسلمانانو د بدبختیو راوستل وو. ښه مثال یې د مصر الکنانه پېښه وه.

ځینې مسلمانان وایې چې په ټاکنو کې نه ګډون، اسلامي دعوتګران له ټولنې څخه بیلوي...دا سمه نه ده. په ټاکنو کې نه ګډون د انزوا په مانا نه ده، بلکه اسلامي دعوتګران باید ټولنې ته ننوځي او تعامل ورسره وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې له ټولنې سره په جګړه کې و، خو هېڅ کله يې له کفارو سره قدرت شریک نه کړ. د هغه صلی الله علیه وسلم وینا روښانه کوي، چې په اسلام منګولي ولګوو او له اسلام پرته بل څه ونه منو، هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«وَاَللّهِ لَوْ وَضَعُوا الشّمْسَ فِي يَمِينِي، وَالْقَمَرَ فِي يَسَارِي عَلَى أَنْ أَتْرُكَ هَذَا الْأَمْرَ حَتّى يُظْهِرَهُ اللّهُ أَوْ أَهْلِكَ فِيهِ مَا تَرَكْتُهُ» (سیرت ابن حشام)

ژباړه: قسم په الله تعالی، که هغوی لمر راته په ښي لاس او سپوږمۍ راته په چپ لاس کې راکړي، چې دا کار پریږدم، خو زه به دا کار(دعوت) تر هغې پورې پرینږدم چې یا یې الله تعالی بریالی کړي او یا یې زه په لاره کې ووژل شم

هېڅکله به د قرغیزستان چارواکې یوه کس یا ډلې ته له پروتنیو شرعي شرایطو سره د نوماندۍ اجازه ورنکړي. نو یوازینۍ لاره داده چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړو، له حرامو څخه لیري شو. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

{وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ}[الانعام:153]

ژباړه: دغه راز د هغه لارښوونه داده چې زما لاره سمه لار ده، نو تاسې په همدې لاره لاړ شئ او په نورو لارو(چې ما منع کړي یاست) مه ځئ، چې تاسو به د الله له لارې څخه(منحرف) او تیت کړي. دا هغه هدایت دی چې الله تعالی درکړی دی، تر څو تاسې پرهېزګار شئ (او له مخالفت څخه یې ډډه وکړئ).

حزب التحریر قرغیزستان

 

د مطلب ادامه...

اسلام د فقر ستونزه څه ډول حل کوي؟

  • خپور شوی په سیاسي

ملګرو ملتونو په خپله یوه بیانیه کې وویل: «د ځمکې پر مخ تقریباً ۶میلیارده انسانان ژوند کوي، چې د پرمختګ په حال کې هېوادونو اوسېدونکي تقریباً ۴،۳میلیارده دي او له دې ډلې ۳میلیارده د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې ورځني اید یې دوه امریکایي ډالره دي ان ۱،۲میلیارده یې داسې داسې کسان دي، چې ورځني اید یې له یوه امریکایي ډالر څخه کم دي.»

په مقابل کې یې غربي احصایې ښيي، چې صنعتي دولتونه د نړۍ د ٪۹۷ امتیازونو څښتنان دي او همدارنګه قاره پیما توغندي جوړونکي شرکتونه ٪۹۰ امتیازونه، لاسته راوړنې او محصولات لري او د ٪۸۰  پرمختګ په حال کې هېوادونو ګټې د استثمار له لارې د شتمنو دولتونو لاس ته لویږي.

۳۳،۳٪ د پرمختګ په حال کې هېوادونه له پاکو او د څښلو وړ اوبو څخه محروم دي، ٪۲۵یې د اوسېدو مناسب ځای نه لري، ٪۲۰ یې صحي د اړتیا وړ خدمتونو ته لاسرسی نه لري، ٪۲۰ ماشومان تر پینځم ټولګي ښوونځي ته دوام نه شي ورکولی او ٪۲۰ د ښوونځي زده کوونکي له خوارځواکۍ سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ دریو شتمنو کسانو پانګه د ۴۸ فقیرو هېوادونو له پانګې سره سمه ده. د نړۍ د ۲۰۰ شتمنو کسانو پانګه د نړۍ ټولې پانګې ٪۴۱ پانګه جوړوي او دا په نړۍ کې د پانګوال اقتصادي نظام محصول دی.

 اوس مو هغه کسانو مو وپېژندل چې فقر یې رامنځ ته کړی؟

د فقر جوړښت او د فقیرانو له منځه تګ د پانګوال اقتصادي نظام له امله دی، چې د یوې مشخصې یعنې پانګوالو او میلیاردرانو په خدمت کې دی، څو دغه د لګښت وړ او د دوی په حسابونو کې بنده پانګه وڅرخیږي. له اوله تر اخره چې د ملګرو ملتونو بیانیه وڅېړو، د دغه نظام حرص او چټلۍ ډېرې راته په ډاګه کېږي.

امریکایي لیکوال روجر تیري په خپل کتاب «جنون الاقتصاد» کې وایي: «امریکایان په دې پوهیږي، چې په امریکا کې ستونزې شته، خو نه پوهیږي چې دا ستونزې څه دي او ولې دي. تر دې مهم دا چې د ستونزو په حل نه پوهږي، یوازې د ناروغۍ په نښو بوخت دي. په حقیقت کې د ځينو ستونزو د حل په نامه، ستونزې لا زیاتوي او دا ستونزې نظام رامنځ ته کړي دي. دوی پرته له دې چې نظام تغییر کړي د ستونزو حل غواړي، چې دا ناممکنه ده. په حقیقت کې زموږ د اقتصادي نظام د پلي کولو په برخه کې ستونزه نشته، بلکې زموږ اقتصادي نظام پخپله یوه ستونزه ده. په قطعي ډول زموږ د اقتصادي نظام جوړښت ستونزه ده او کوچنۍ حلارې او همدارنګه د محصولاتو ښکته او پورته کول زموږ ستونزې نه شي حل کولی. کله چې غواړو لوړو موخو ته ورسیږو، نو باید ستونزې له بېخه او رېښو سره وباسو، باید له یوې فاسدې ونې، د ځينو څانګو په ماتولو بسنه ونه کړو. موږ ته پکار ده، چې د خپل اقتصادي نظام اساسات او فرضیې وڅېړو او له حقیقت څخه یې پرده پورته کړو.»

 په لوړه کچه د دوی فاسد نظریات، چې اقتصادي نظام یې پرې درولی او د هغې په وسیله د خلکو له چارو سرغړونه کوي، له لاندې خبرو څخه عبارت دي: نسبي ستونزه د کالیو او خدمتونو کمښت او د معاصر انسان د عضوي حاجاتو پوره کولو ته بسنه نه کوي او وایي هر څومره چې انسان د ژوند د مدنیت لوړې مرتبې ته رسیږي، هغومره یې ستونزې هم زیاتیږي. هغه پانګې او طبیعي منابع چې په کایناتو کې الله تعالی خلق کړي، د ټول بشر لپاره یې نه کفایت کوونکي وبلل او د دې ادعا یې وکړه، چې دا هماغه ستونزه ده، چې ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده. همدرانګه د خپلو دا ډول ناسمو نظریاتو پر اساس یې نورې د خندا وړ نظریې وړاندې کړي او پر داسې قواعدو یې هوکړه وکړه، چې د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې د پانګې د حصول کیفیت د خلکو په وسیله کنټرولوي. په همدې دلیل یې پیسې د خدماتو وړاندې کولو ذاتي وسیله وګرځولې او د خپل ګومان پر اساس یې هغه څه چې د استهلاک او انتاج تر منځ توازن رامنځ ته کوي، پیسې دي. په همدې دلیل هر هغه څوک چې شتمني ولري، کولی شي، له مالکیت او واک څخه یې ګټه واخلي او وروسته ترې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

  د دې قاعدې پر بنسټ، چې د توزیع یوازینی شی پیسي وي، د پانګوال اقتصادي نظام وایي، چې یوازې هغه کسان د ژوند کولو حق لري، چې د کالیو په تولید او خدماتو کې ونډه اخلي او هغه کسان چې دا شرایط نه لري، کمزوري تولد شوي او دا حالت پرې راغلی، نو دا ډول کسان د ژوند کولو حق نه لري او نه شي کولی چې د خپلې خاورې له پانګې څخه خپلې اړتیاوې پوره کړي. ځکه دوی پیسې نه لري او اوسنۍ پایله یې دا ده، چې یوازې په امریکا کې ۳۸میلیونه فقیر خلک اوسیږي.

خو اسلام چې کله ستونزه حل کوي، هغې ته د یوې انساني ستونزې په سترګه ګوري، پرته له دې چې وسایلو ته یې پام وکړي. اسلام د فقر ستونزه په ډېر دقت سره څېړي او اساسي حلارې ورته وړاندې کوي او دا یې په ډاګه ویلي چې د فقر ستونزه د پانګو او ګټو ناسم او ټولو وګړو ته د نه وېش له امله ده، په دې مانا چې دا فقر د هېوادونو نه، بلکې د اشخاصو دی.

د فقر، مسکین او ابن السبیل (مسافر) په اړه زیات ایاتونه او احادیث راغلي، چې د خلکو پام وراړوي او بیانوي چې دا یوه ستونزه ده او حل ته اړتیا لري. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ﴾  [حج: 28]

ژباړه: او تنګلاسو محتاجانو ته یې هم ورکړي.

﴿وَمَا تُنفِقُواْ مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ﴾ [بقره: 272]

ژباړه: نو کوم مال چې تاسې یې په خیرات کې ولګوئ، د هغه پوره ثواب به در کړل شي او هېڅکله به پر تاسې ظلم ونه شي.

﴿لِلْفُقَرَاء الَّذِينَ أُحصِرُواْ فِي سَبِيلِ الله﴾  [بقره: 273]

ژباړه: له بل هر چا زیات د مرستې وړ هغه بې‌وزله دي، چې د الله تعالی په کار کې داسې نښتي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره هېڅ ډول هلې ځلې نه شي کولی.

‏﴿إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ﴾ [توبه: 60]

ژباړه: دا زکات خو په اصل کې د فقیرانو، مسکینانو او هغو کسانو لپاره دی چې د صدقو او زکات د برخې مامورینو دي او همدارنګه د هغو کسانو لپاره دی، چې زړونه په لاس راوړل یې مقصد وي او دا د بنده ګانو د ازادولو، پوروړو او  د الله تعالی د رضا په خاطر له مسافرو سره د مرستې کولو لپاره دي.

﴿مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ﴾ [حشر:۷]

ژباړه: الله تعالی چې هر څه (مالونه) د دغو کلیو د خلکو څخه د خپل رسول لوري ته وروګرځوي، هغه د الله د رسول، د هغه د خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو دي.

﴿إِن تُبْدُواْ الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاء فَهُوَ خَيْرٌ لُّكُمْ﴾ [بقره: 271]

ژباړه: که خپل خیراتونه په ښکاره توګه ورکړئ، نو دا هم ښه ده او که په پټه یې اړو کسانو ته ورکړئ، نو دا ستاسې لپاره ډېره غوره ده.

﴿وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ﴾ [بقره: 184]

ژباړه: او هغه څوک یې چې توان نه لري، نو وړ خلکو ته یې دې کفاره ورکړي.

‏ ﴿أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ ‏(14) يَتِيماً ذَا مَقْرَبَةٍ ‏(15) أَوْ مِسْكِيناً ذَا مَتْرَبَةٍ﴾‏ [بلد 14-16]

ژباړه: یا د لوږې په ورځ خواړه ورکول، په ځانګړي ډول خپلوان یتیم ته، یا په خاورو ناست مسکین ته.

په همدې ډول له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه احادیث روایت شوي، چې فرمایي:

«أیما أهل عرصة أصبح فیهم امرؤ جائع فقد برئت منهم ذمة الله تعالی»

ژباړه: که په یوه سیمه یا اهل کې کوم وږی وي، نو د الله تعالی له ذمې څخه بیرون دی.

د ټولو هغو دلایلو ټولګه چې د انفاق، د صدقاتو د حکم، د زکات د احکامو او همدارنګه د یتیم، فقیر، مسکینانو او مسافرو  سرپرستۍ ته یې خلک تشویق کړي دي. نو دا ټولو دلایل په ښکاره ډول بیانوي، چې اقتصادي ستونزه د افرادو له فقر څخه عبارت ده. په همدې دلیل د خلافت دولت په تاریخ او تر ټولو سختو شرایطو کې خلک د ګدایي لپاره په لارو کې ناست نه وو، ځکه د خلافت دولت د خپل رعیت اساسي اړتیاوې لکه خوراک، څښاک، پوشاک، د اوسېدو ځای، زده کړې، طبابت او امنیت پوره کولې او دا هغه وخت و، چې امت د خلافت تر سیوري لاندې ژوند کاوه؛ هغه دولت چې په عمل کې دولت و، نه د مالیاتو او محصولات دولت.

خو اوسمهال پر امت د پانګوالۍ نظام حاکم دی. موږ وینو چې د دولت اساسي پروګرام پر خلکو ظلم او تاوتریخوالی دی، همدارنګه د خلکو وږي کول او د هغوی له زړونو د امنیت لرې کول دي. د بېلګې په ډول د سوډان انتقالي حکومت هغه کارکوونکي له دندو لرې کړل، چې د سرو زرو په کان کې یې کار کاوه او د خپلو کورنیو نفقه یې برابروله. د دې لپاره له خپلو سیمو د خلکو لرې کول، چې استثماري شرکتونو ته قدرت ورکړي او خاوري یې لوټ کړي، په پوځ کې د ځوانانو ګومارل، چې هېڅ ګټه نه لري او همدارنګه پر دوکاندارانو او د خلکو پر ژوند د سخت او ناوړه حالت راوستل، چې هېڅ د زغم وړ نه دي او خپلې سیمې یې په جهنم ورته بدلې کړې او هر وخت بریدونه پرې کوي. مالیې او محصولات یې ورته لوړ کړي او له کالیو او خدماتو ملاتړ نه کوي، زموږ د خاورو شتمنۍ یې د استعمار په واک کې ورکړي، چې عیش ورباندې وکړي، په داسې حال کې چې موږ په فقر او ناوړه حالت کې ژوند کوو.

نړۍ اوسمهال یوه با رعایته (عدالت پرسته) دولت ته اړتیا لري، نه د مالیاتو او محصولات اخیستونکي دولت ته؛ داسې یوه دولت چې یو ډاډمن، امن او ارامش لرونکی او همدارنګه سکینت لرونکی ژوند رامنځ ته کړي. قسم په الله تعالی چې تر هغو به داسې ژوند رامنځ ته نه شي، تر څو چې اسلامي نظام د نبوت پر منهج د راشده ثاني خلافت له لارې پلی نه شي.  

لیکوال: استاد مجاهد آدم – ولایه سوډان

ژباړن: حبیب الله حبیب

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې