سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د فرانسې دولت لخوا مسلمانو ښځو ته د لامبو د ځانګړو جامو (بورکيني) اجازه ورکول، د دغه دولت اسلام ضد اجنډا نه پټوي.
بسم الله الرحمن الرحيم
د فرانسې دولت لخوا مسلمانو ښځو ته د لامبو د ځانګړو جامو (بورکيني) اجازه ورکول، د دغه دولت اسلام ضد اجنډا نه پټوي.

د فرانسې اداري محکمې د ۲۰۲۲ ز کال د می پر ۲۶مه د ګرینوبل ايالت په الپین ښار کې وويل؛ دا اداره هغه قانون لغوه کوي چې پر بنسټ يې په عامه ځایونو لکه ساحلونو کې د مسلمانو مېرمنو د لامبو پر ځانګړو جامو بندیز لګېدلی.

دا اقدام د هغو فعالانو لخوا وستايل شو، چې په ټولنه کې مختلفو افکارو او اديانو ته د ازادۍ ورکولو ملاتړي دي او دا يې يوه بريا وبلله.

د NDTV تلويزيوني شبکې پر ويبپاڼه په خپره شوې مقاله کې راغلي:

«د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ در مانین پر خپل ټوېټر د محکمې د پرېکړې هرکلی کړی او دا یې یو ښه خبر بللی.»

ورځپاڼه زیاتوي: «دا حکم تر اوږدې مودې شخړو وروسته یو پرمختګ دی خو د فرانسې د سیکولر ارزښتونو ملاتړي یې د هغو کسان پر وړاندې راپورته کړي چې د بورکیني پر اغوستلو بندیز تبعیض بولي.»

مسلمانې ښځې باید په فرانسه کې نوي بدلون ته د پرمختګ په سترګه ونه ګوري، ځکه همدا اوس پر حجاب بندیز شته او په وروستیو کې مو ولیدل چې یوه فرانسوي په عامه ځای کې پر دوو مسلمانو مېرمنو برید وکړ، چې دا کار له اسلام سره د دوی کرکه څرګندوي.

مسلمانې ښځې باید د دغې محکمې له لوري دوی ته  د بورکیني اغوستلو د اجازې په ورکړه و نه غولیږي، ځکه هغه حقونه چې الله سبحانه وتعالی دوی ته ورکړي، له دې سره د پرتلې وړ نه دي. دا هم باید هېر نه کړو چې ډېری مسلمانې ښځې د حجاب د بندیز له امله زده کړو، روغتیایي خدمتونو او اقتصادي حقونو ته محدود لاسرسی لري.  

هغه ښځې چې په وېره کې ژوند کوي او هره ورځ  له ناوړه چلند او تبعیض سره مخ دي، هېڅکله دا ډول امتیازونه بریا نه بولي. د اروپا تش په نامه لېبرال سیکولر خیالي نړۍ کې مسلمانې ښځې  هره ورځ له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي او هغوی ته د لږکیو په سترګه کتل کیږي.

دا ډول امتیازونه له هغه عزت او درناوي سره هېڅ د پرتلې وړ نه دي، چې په خلافت دولت کې مسلمانو ښځو ته ورکول کیږي. په خلافت کې نه له دوی سره ناوړه چلند کیږي او نه په عامه ځایونو کې پرې برید کیږي. په اسلامي شريعت کې د ښځو د عزت ساتلو لپاره قوانين وضع شوي او د سرغړوونکو لپاره يې مجازات ټاکل شوي دي.

{وَلَا يَأْتَلِ أُوْلُوا الْفَضْلِ مِنكُمْ وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُوْلِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ * إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ}[نور:۲۲-۲۳]

ژباړه: او په تاسو کې شتمن او د پراخۍ خاوندان دې قسم نه کوي چې دوی به نږدې خپلوانو، مسکينانو او د الله په لار کې مهاجرينو ته نفقه نه ورکوي، دوی بايد عفوه او تېرېدنه وکړي، ايا تاسو نه خوښوئ چې الله درته مغفرت وکړي او الله بښخونکی او مهربان دی. بېشکه، هغه کسان چې پر پاکلمنو، ناخبره مومنو ښځو باندې تور پورې کوي، پر دوی په دنيا او اخرت کې لعنت دی او د دوی لپاره ستر عذاب دی.

اسلامي ارزښتونو ته روان سپکاوی د دې ښکارندوی دی، چې سيکولران د اسلام له ځواک څخه ښه خبر دي، دوی پوهېږي که اسلام نړيوال نظم په لاس کې واخلي، نو خلک به د انسانانو په لاس له جوړو شویو قوانیونو څخه خلاص کړي، چې له امله یې په ځمکه کې سخت ظلم روان دی. اسلام په خپل عظمت سره ټول باطل قدرتونه او چارواکي له منځه وړي او د انسانانو تر منځ عدالت تامینوي؛ همدا لامل دی چې د نړۍ مشران يې پر وړاندې مبارزه کوي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې مسلمانان د اسلام د حاکمیت لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي، ترڅو یو ځل بیا  ښځو ته په ټولنه کې درناوی وشي او ریښتنی مقام يې ورکړل شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکنه: عمرانا محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړه: محمد هارون رؤفي

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې