شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په پاکستان کې سیاسي تشه
بسم الله الرحمن الرحيم
په پاکستان کې سیاسي تشه

د یوې اونۍ په جریان کې د پیسو د نړیوال صندوق تر امر وروسته په پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو نرخونه ۶۰روپیو ته لوړ شول او پټرول هم له ۱۵۰ څخه ۲۱۰ پاکستانیو روپیو ته لوړ شول. په دې سره یو ځل بیا د پاکستان واردونکی سیسټم نوی ریکارډ خپل کړ. د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي ای) مخکنی ریکارډ د اوسني دولت (د پاکستان مسلم لیګ ـ نواز) له خوا له کومې کتنې پرته مات شو او بیې یې ۶۰روپۍ لوړې شوي دي.

کله چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د پیسو د نړیوال صندوق په امر د پټرولو بیې لوړې کړې، مخالفو ملاتړو او د پاکستان د ډیموکراټیک خوځښت چې د پاکستان مسلم لیګ ـنواز ګوند هم پکې شامل دی،  پر وړاندې یې مخالف غبرګون وښود. د پاکستان تحریک انصاف پر حکومت په لعنت ویلو سره د (مهنګي مکاو) لاریون (د انفلاسیون ختمولو لاریون) ته دوام ورکړ. په دغه لاریون کې د انفلانسیون د ماتولو غوښتنه شوې وه. هغوی یوازې له شعارونو سره سړکونو ته راووتل، خو د پټرولو بیو لوړېدو په تړاو یې څه ونه ویل.

اوس چې د پاکستان مسلم لیګ ـ نواز په واک کې دی، دغه ګوند هم د پیسو د نړیوال صندوق په امر د پټرولو بیې لوړې کړې او پر ټولو عامو وګړو ور وتپل شوې. نن چې د پاکستان تحریک انصاف په واک کې نشته او په مخالف لوري کې دی، د هغوی پر وړاندې دا ډول څرګندونې کوي. په حقیقت کې همدا د پاکستان تحریک انصاف دی چې نن ورځ پر حکومت لعنت وایي. اوسنی حکومت هم دې مسألې ته له کومې حلارې پیداکېدو پرته همدې چارې ته دوام ورکوي.

دا مهمه نه ده چې مشر څوک دی، که موږ د اوسني کپیټلیستي نړیوال سیسټم یوه برخه وو، په داسې سیسټم کې د پټرولو د بیو کمېدو لپاره هېڅ حلاره نشته. نو اوسني واکمنان په دې تمه دي چې د پاکستان ټول مسلمانان له دې بدبختۍ سره مخ کړي. دوی ټول کپیټلېزم ته ژمن دي او له دې پرته بل څه نه ویني.

کپیټلېزم د عامه شتمنۍ له ټولو اقتصادي سرچینو دفاع کوي، لکه پټرول چې د کپیټلېستانو په باور باید شخصي شي. همدارنګه د دغې عامې شتمنۍ په شخصي کېدو سره د پټرولو څښتن ستره ګټه تر لاسه کولی شي. 

اقتصادي برابري د ملکیت په ډولونو کې د توپیر له منځه وړلو لامل کېږي، څو پانګه ووېشله شي او د تراکم مخه یې ونیول شي. عامه ملکیت د یوې ټولګډونه ټولنې په توګه ملکیتونه د عمومي خدمتونو لکه: مدني توکي، اوبه، خوراکي توکي او انرژي اړین بولي.

اسلام عمومي ملکیت لري چې د عمومي خدمتونو لپاره ځانګړی شوی دی. خلافت باید پانګه د عمومي خدمتونو ګټې د خلکو د اړتیاوو پر پوره کېدو ولګوي او په ورته مهال یې د خصوصي کېدو مخه ونیسي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ الْمَاءِ وَالْكَلَأِ وَالنَّارِ»

ژباړه: مسلمانان په دریو څیزونو کې شریک دي، اوبه، څړځایونه او اور.

اوس پرې خبرې نه کوو چې څوک مشر دی. اوس هغه وخت دی چې پر اساسي موضوع بحث وشي، چې هغه د دوی په لاس جوړ شوی سیسټم دی. همدا وارېدوونکی سیسټم دی چې موږ له اقتصادي اړخه د پیسو نړیوال صندوق ته تسلیموي. دا هغه سیسټم دی چې پر ټولو خلکو تپل شوی او د دغه سیسټم په تړاو چې هر مشر خبرې کوي، خلکو ته درغجنې هیلې ورکوي.

هغه څه چې باید بحث پرې وشي او څرګند شي، په پاکستان کې د سیاسي تشې شتون دی، چې له یوې خوا د پاکستان مسلم لیګ ـ نواز شته او بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند دی، چې دواړه د پاکستان د مسلمانانو د ستونزو لپاره حل لاره او څرګند دید نه لري. دغه دواړه ګوندونه د پیسو د نړیوال صندوق او امریکا پیروي دي.

د پټرولو د بیو مسألې ته په کتو سره موږ پیدا کوو چې په اوسني سیاسي سیسټم کې هېڅ لوبغاړی دې مسألې ته حلاره نه لري او دا هغه ستونزې دي چې نن ورځ د پاکستان پر مسلمانانو ور تپل شوې او ورسره مخ دي.

دغه سیاسي تشه باید د اسلام په سیاسي نظام سره ډکه شي. دا څه موږ ته هغه دید راکوي چې د اسلام په اقتصادي تګلارو سره خپلواک اقتصاد ورغوو. معلومه خبره ده چې د لودیځو هېوادونو له خوا د کپیټلیستي نظام په پلي کېدو د پاکستان مسلمانان هم له ننګونو سره مخ دي.

د دعوت لېږدونکي باید پر دې پوه شي چې اوس د پاکستان لپاره تر ټولو مهم وخت دی او د اسلامي امت بچیان باید راپورته شي. په داسې وخت کې چې هېڅ سیاسي لوبغاړی د هغې مسألې د حل لپاره حلاره نه لري چې اوسمهال د پاکستان مسلمانان ورسره مخ دي. نو اوس د دعوت لېږدونکو مسؤلیت دی چې د پاکستان خلکو ته د اسلامي نظام حلارې وړاندې کړي.

اې دعوتګرو! تاسو دا وړتیا لرئ چې د بل «مصب ابن عمیر» غوندې شئ. اوس هغه وخت نه دی چې چوپ پاتې شئ. اوس هغه وخت رارسېدلی چې د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت په بیا تاسیس سره د پاکستان مسلمانان له دې بدبختۍ وژغورئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفترته

حزب التحریر ـولایه پاکستان

لیکوال: قسیم عبدالله

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې