جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نېکمرغه عيد الأضحى د رارسېدو له امله د حزب التحریر- ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر د تبريکۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
د نېکمرغه عيد الأضحى د رارسېدو له امله د حزب التحریر- ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر د تبريکۍ پیغام

 

د حزب التحریر ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر، دعوتګرانو، مجاهدينو او ټول اسلامي امت ته د عيد الأضحی د رارسېدو له امله مبارکي وایي او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړي چې زموږ او ستاسو طاعات، عبادات، زحمتونه او د نړيوال قدرت په توګه د پراخ او پياوړي اسلامي دولت د تأسيس او اسلام د حاکميت په لاره کې ټولې مبارزې، سرښندنې او قربانۍ قبولې کړي.

عيد الأضحی (د قربانۍ اختر) هر کال اسلامي امت ته د خوښيو او خوشاليو پر راوړلو سربېره، د غوره او ستايل شوي ابراهيمي سنت ياد را تازه کوي. د قربانۍ اختر موږ ته ابراهیم علیه السلام را یادوي، ځکه د هغه شخصيت او سيرت د مؤمنانو لپاره تر ټولو غوره بېلګه ده.

«قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ» ﴿الممتحنه:۴﴾

قطعاً تاسو ته ابراهيم علیه السلام او هغه کسان چې له هغه سره ملګري وو، (د پیروۍ لپاره) غوره نمونه دي.

د ابراهيم عليه السلام ياد مو، د هغه د ملت په اړه فکر ته بيايي، چې څه ډول د هغه پر ملت، دين او طریقه باندې په منګولو ټينګولو سره له نورو ملتونو، ارزښتونو او نظامونو څخه ځانونه آزاد کړو. هو؛ د ابراهيم ملت د ژوند هغه ډول دی؛ چې يوازې له اسلام سره معنی مومي.

د ابراهيم عليه السلام د ملت پیروي دا ده، چې یوازې الله متعال، د هغه شریعت او قوانين په ولايت سره ونيسو او له کفر، نړيوالو کفري مفکورو، بنسټونو، سازمانونو او دولتونو څخه بیزاري او برائت اعلان کړو او د معاصر نمرودي بت (نړيوال سېکولرېزم) پر ککرۍ د حق د تبر داسې ځواکمن ګوزار وکړو، چې بشري حقونه، د ښځو حقونه، نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه، دولت-ملت، ملي پولې، ملي‌ګټې او نور اندامونه يې دړې وړې او له منځه لاړ شي.

هو؛ ابراهيم علیه السلام داسې خصوصیات لرل چې الله سبحانه وتعالی د هغه ملت او صفات موږ ته د بېلګې او امت په توګه وړاندې کړل.

«إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِّلَّهِ حَنِيفًا» ﴿النحل:۱۲۰﴾

له شک پرته ابراهیم (د ټولو فضایلو جامع) امت یا پېشوا او د (الهي فرمان) مطیع او حقپال (له باطل او بديو څخه ګوښه کېدونکی) و.

 هغه د الله سبحانه وتعالی په لار کې تر ټولو غوره قرباني ورکوونکی و او د حق د حاکميت په لاره کې یې يوازې پر الله سبحانه و تعالی توکل درلود. کله به چې د الله سبحانه وتعالی حکم ورته راغی، نو په زړه کې له هېڅ حرج او تشویش پرته يې د هغه امر ته لبيک وايه او عملي کاوه يې. تر ټولو سختو آزموینو ته يې چمتوالی ښود  او خپل عزیز او د زړه ټوټه يې د قربانۍ تر تېغ لاندې څملاوه. هغه موږ ته راوښوده چې آن د سالم فطرت په واسطه هم کولای شو نمرودي نظامونه وپېژنو او د هغو بتان و نړوو. په دې شرط چې د اوسنيو نمروديانو له اور څخه ونه وېرېږو او الله سبحانه وتعالی پر هر څه غالب وګڼو.

هو؛ که د الله سبحانه وتعالی پر حکم، قضاوت، سليم عقل او سالم فطرت باندې منګولې ټینګې کړو، نو کولی شو په ډېرې اسانۍ د اوسني نړيوال نظم غير انساني‌والی درک کړو. معاصر بتان؛ ارزښتونه، بنسټونه، سازمانونه او مفکورې یې وپېژنو او پر الله سبحانه وتعالی باندې په بشپړ توکل او د هغه پر نصرت باندې د باور له لارې ټول هغه افکار، احساسات او تشویشونه، چې د الله سبحانه وتعالی د دین د اظهار پر وړاندې خنډ کيږي، له ځانه ليرې کړو. خو دا هله شونې ده چې د ابراهيم عليه السلام په څېر د «حنیف» صفت خپل کړو، د حق پر لار روان شو، په دغه لار کې د پرتو ستونزو او کړاوونو پر وړاندې زغم او استقامت ولرو او يوازې پر الله سبحانه و تعالی توکل وکړو.

قُلْ صَدَقَ اللَّهُ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿آل‌عمران: ٩٥﴾

ووايه؛ الله سبحانه وتعالی رښتيا ويلي، نو د ابراهيم عليه السلام د ملت (دين او طریقې «اسلام») څخه پیروي وکړئ، ځکه هغه حق ته تمايل درلود او له مشرکانو څخه نه و.

د حزب التحریر- ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

Last modified onدوشنبه, 11 جولای 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې