جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 ذولقعده 1443

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 09 جون 2022 م

شمېره:      ۲۶/ ۱۴۴۳

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له شک پرته چې د قاضیانو قانوني تعقیب د بشر په لاس د جوړ شوي قانون او هوس پایله ده

ولسمشر قیس سعید د یوه حکم په صادرلو سره ۵۷ قاضیان په دې تور له دندو ګوښه کړل، چې په فساد او توطیو کې ښکېل وو او د ترهګرۍ په قضیو کې یې مشکوک کسان یا مظنونین پټول. په دې اړه د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر لاندې ټکو ته اشاره کوي:

  1. دا موضوع پر قضائیه قوې د کنټرول لپاره د ولسمشر قیس سعید د ناامیده هڅو یوه برخه ده، چې خپل سیاسي مخالفین له منځه یوسي. دا هڅه وروسته له هغه کوي چې د ۲۰۲۲م کال، د فبروري په ۱۲مه، د نوې شورا د ځای پر ځای کولو سره د عالي قضائیه شورا په ګومارلو کې پاتې راغی.
  2.  د ولسمشر حکمونه او فرمانونه د بشر په لاس جوړ شوي رژیمونو کې مقننه بې کفایتي تاییدوي، چې یوازې د ظالم واکمن یا د لابیانو د یوې ډلې، سیاسي متخصصینو او له بهر څخه د دوی د بادارانو چوپړ ته یې ملا تړلې ده.
  3. نن ورځ قاضیان د حاکمې نظامي شورا له لوري د قضائیه قوې د کورني کولو د ناوړه هڅو پر وړاندې یوه تاریخي جګړه کوي. د دوی جګړه لکه څرنګه چې د وروسته پاتې رسنیو له لوري انځور شوې، د یوې ډوډۍ او میاشتني معاش لپاره نه ده، بلکې د انقلاب د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره یوه برخلیک ټاکونکې جګړه ده. دوی د استقامت او مقاومت د وروستنیو کنډکونو استازیتوب کوي او نن ورځ د تاریخي حق سره مخ دي: یا به د خلکو د حقونو د تضمین او د انقلاب اهدافو ته د رسیدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، یا به بې عدالتي ته غاړه ږدي او د پولیسو د دولت په بیا رغونه کې به د بن علي د دورې په پرتله ډیره ونډه اخلي، چې نه به موږ او نه هم د تونس خلک یا راتلونکي نسلونه راضي وي.

موږ د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر د ۱۴۴۳هـ.ق کال، د ذوالقعدې ۸مه، چې د ۲۰۲۲م کال د جون له ۷مې سره سمون خوري، قاضیانو ته په دې پرانیستي لیک کې خطاب کوو: موږ دوی ته د فساد او تبعیض څخه د پاک قضاوت د شتون د یقیني کولو لپاره سیاسي او مطبوعاتي موقف په لاس ورکوو، ترڅو د خلکو حقونه خوندي کړي او د حاکمانو سره محاسبه وکړي، چې په تونس کې زموږ خلک په ځانګړې توګه قاضیان، علماء، فقهاء، د اسلامي قوانینو عظمت او عدالت ته وګوري او هغه تطبیق کړي.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[إِنَّ اللهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللهَ كَانَ سَمِيعاً بَصِيراً]

ژباړه: «مسلمانانو! الله تعالی تاسو ته حکم کوي چې امانتونه د هغو اهل ته وسپارئ. کله چې د خلکو په منځ کې فیصله کوئ، نو په عدالت سره یې وکړئ، الله تعالی تاسو ته په دې سره ډېر لوی نصیحت کوي. په باوري توګه الله تعالی اورېدونکی او لیدونکی دی» [نسأ: ۵۸]

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې