جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مسجدالاقصی او قدس د یهودي کولو طرحه؛ د مسلمانانو مسولیت څه دی!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسجدالاقصی او قدس د یهودي کولو طرحه؛ د مسلمانانو مسولیت څه دی!؟

(څلورمه برخه)

په مخکینۍ برخه کې مو د اسلامي امت د تاریخ پر یوه سخت پړاو خبرې وکړې؛ هغه پړاو چې صلیبیانو پر اسلامي خاورو، په ځانګړي ډول شام او مسجدالاقصی بریدونه وکړل. د شام او مسجدالاقصی په مبارکه خاوره کې، کابو ۹۰ کاله پرلپسې نه د اذان غږ واورېدل شو او نه لمونځ پکې ادا شو. ټول مسلمانان دې خاورې ته له راتګ څخه منع او ټول تر سره کېدونکي عبادات او احکام پکې ځنډېدلي وو. په دې برخه کې په عام ډول د اسلامي امت د دې دورې د تاریخ مهمې پېښې او درسونه او په خاص ډول د مسجدالاقصی پېښې څېړو.  ځکه تاریخي پېښې راتلونکو نسلونو ته ډېر عبرتونه او درسونه لري. د صلیبي جګړو پر مهال موږ د بیزو او خنزير د وروڼو د برید شاهدان وو. اوسنۍ توره دوره هم د اسلام پر وړاندې د همغو صلیبي اربابانو او د هغوی د مزدورانو د جګړو دوام دی.

لومړی درس: د مسجدالاقصی پر وړاندې د تاریخ په اوږدو کې، په ځانګړي ډول د صلیبي جګړو پر مهال د شرقي او غربي کفارو دښمني او فساد ښکاره وو او لا هم روان دي. پر مسجدالاقصی باندې، له دې امله چې دا ځای د امت په زړه کې ځانګړی ځای لري، هدفمندانه او پرلپسې جګړې شوې دي؛ په دوو پېړیو کې یې ۹ بریدونه پرې وکړل. دښمن تل هڅه کړې چې د اسلام، مسلمانانو او اسلامي افکارو او شعائرو پر وړاندې دسیسې جوړې کړي؛ پر مسجدالاقصی بریدونه یې یوه برخه ده. مسجدالاقصی چې صلیبیانو ونیو، غوښتل یې ویې نړوي او لمونځ یې پکې منع کړ؛ خو چې مسلمانانو فتح کړ، هېڅ مسیحي یې په کلیساوو او عبادت‌ځایونو کې له عبادت څخه منع نه کړ. په حقیقت کې د مسلمانانو دا کار د عمر فاروق رضی الله عنه (د مسلمانانو عادل خلیفه) د عمري عصر پر ژمنه وفا وه. دا د قیامت تر ورځې د اسلامي امت لپاره عبرت دی، چې د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او هوکړو له لارې د مسجدالاقصی پر ضد د مسیحیانو تلپاتې دښمني ده.

دویم درس: د اصحاب کرامو په وخت کې د اقصی د ازادولو انګېزه او لېوالتیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وصیت له کبله وه او له اقصی سره مینه او ازادول یې د امت په عقیده پورې تړلي دي. له کفارو څخه د اقصی ازادول د مسلمانانو د یووالي لامل شو؛ کله چې مسجدالاقصی اشغال و، مسلمانانو هېڅ وخت جهاد ونه دراوه، تر دې چې د حطین له برخلیک ټاکونکې جګړې وروسته یې د ازادۍ تاج ور پرسر کړ. اوسمهال یې هم باید د ازادولو محرک او انګېزه قومي او ملي نه، بلکې ایماني او عقيدوي وي؛ ځکه دا ډول عقیدې ټولې ناکامې شوي دي. اقصی یوازې هغه کسان ازادولی شي، چې له الله سبحانه وتعالی سره یې د صدق او اخلاص تړون کړی وي. لکه: نورالدین زنګي، ظاهر بیبرس او صلاح الدین ایوبي.

درېيم درس: د اسلامي امت ماهیت او صفتونه؛ اسلامي امت یوه معتبره سرچینه او اساسي ماهیت لري، چې اصل یې ثابت دی او  هر وخت د خپل رب امر ته غاړه ږدي.

﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَ فَرْعُهَا فِى السَّمَاءِ﴾ [ابراهیم: 24]

ژباړه: ایا ته نه ګورې چې الله سبحانه وتعالی څه ډول په یوه مثال کې پاکه وینا (د توحید کلمه)له داسې پاکې ونې سره تشبیه کړې، چې اصل یې (په ځمکه کې) ثابت دی او فرع (ښاخ) یې په اسمان کې دی.

عالمانو د امت د یووالي او د یوې واحدې رهبرۍ تر چتر لاندې راوستلو په برخه کې ګټور رول لوبولی دی او د نور الدین زنګي په وخت کې امت متحد شو. دغه فضل او غوره والی د متقي عالمانو د زیار او هڅو له امله دی، چې د مقدساتو او خاورو د ازادولو په برخه کې یې امت او د امت رهبران هڅولي دي:    

«إنَّ العُلَمَاءَ وَرَثَةُ الأنبِیَاء وَ إنَّ الأنبِیَاءَ لَم یُوِّرَثُوا دِینَارًا وَ لَا دِرهَمًا، إنَّمَا وَرَثُّوا العِلمَ، فَمَن اَخَذَهُ اَخَذَ بِحَظٍّ وَّافِرٍ» (صحیح بن حبان)

ژباړه: عالمان د انبیاوو وارثان دي، له انبیاوو څخه دینار او درهم په میراث نه دي پاتې؛ بلکې له هغوی څخه علم په میراث پاتې دی، څوک چې هغه زده کړي، په حقیقت کې یې لوی کار کړی دی.

د نور الدين زنګي او صلاح الدین ایوبي په شان لویو رهبرانو د جهاد په دوران کې له عالمانو سره نږدې اړیکې او ناسته پاسته لرله او سرلښکر یې وو، که به لښکر کامیابېده او که به ناکامېده. په دې کې د اوسنیو عالمانو لپاره ښکاره عبرت دی؛ ځکه اوس هم د صلیبیانو د وخت په څېر د مسجد الاقصی په حق کې سستي او ناغېړي کېږي؛ نو دا د عالمانو لپاره یو درس دی چې یو ځل بیا امت متحد کړي او د دوی دا کار د امت د عزت بېرته را ګرځولو او مقدساتو د ازادولو پيلامه شي.

څلورم درس: د تاریخ په اوږدو کې کفار پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي، قرانکریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت د دغې موضوع غوره شاهدان دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَا یَرقُبُونَ فِى مُؤْمِنٍ إِلًّا وَ لَا ذِمَّةً وَ أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُعْتَدُونَ﴾ [توبه: 10]

ژباړه: (دوی) له هېڅ مومن سره د خپلوۍ او تړون خیال نه ساتي او همدوی تیری کوونکي دي.

امام بغوي (رح) په خپل تفسیر کې ویلي: «مشرکان له ټولو مومنانو سره دښمني لري، یعنی مشرکان پر مسلمانانو د برید پر مهال هر ډول تړون تر پښو لاندې کوي او هېڅ ډول ملګرتیا ته هم ژمن نه پاتې کېږي.» کفارو تل له مسلمانانو سره خپل تړونونه مات کړي، چې د بېلګې په ډول په الرها، معرة النعمان او قدس کې د صلیبیانو او په سمرقند او بخارا کې د مغولو تړون ماتولو ته اشاره کولی شو، چې د مسلمانانو پر وړاندې یې د خیانت توره وچلوله. کفار به اوس هم له مسلمانانو سره پر کومه ژمنه ونه درېږي او د خپلو ګټو لپاره به هر ډول نړیوالې هوکړې او تړونونه تر پښو لاندې کړي. نو دلته د مسلمانانو لپاره یو عبرت دی چې خپله وینه، دین او ناموس له کفارو څخه په امن کې ونه بولي. الله سبحانه وتعالی له ټولو هوکړو او نړیوالو تړونونو څخه زیات صادق دی او مسلمانان باید د کفارو پر وړاندې د جهاد اراده وکړي، تر څو له هغوی څخه اسلامي خاورې ازادې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِى الْحَرْبِ فَشَرِّد بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ﴾ [انفال: 57]

ژباړه: که مو هغوی د جګړې په ډګر کې ولیدل او پرې برلاسي شوئ، هغوی ووهئ او سره تیت یې کړئ، چې هغه کسان چې د دوی تر شاه دي (د هغوی ملاتړ کوي) عبرت ترې واخلي (تیت پرک شي او بیا سر راپورته نه کړي).

پنځم درس: داسې انګېرل کېږي چې کفار متحد دي، په داسې حال کې چې سره وېشل شوي او یو له بل سره دښمنۍ لري؛ خو بیا هم د اسلامي امت پر وړاندې د جګړې لپاره یو موټی وي. دا مسله د اسلامي امت پر وړاندې د صليبيانو په جګړو کې ښکاره ده. د بېلګې په ډول؛ د ختيځ روم (قسطنطینې) کليسا او لوېدیځ روم (اروپا) کلیسا سره له دې چې په خپل منځ کې یې ډېر وخت جګړې کړې وې؛ خو د مسلمانانو پر وړاندې سره یو شوې؛ د اروپا پاچاهان هم همداسې درواخلئ. د اسلامي امت لپاره په دې کې درس دا دی چې کفار که یو له بل سره دښمنان هم وي؛ خو د اسلامي امت پر وړاندې یو کېږي. همداسې امریکا او اروپایي هېوادونه سره له دې چې له یو بل سره دښمنۍ لري؛ خو د اسلام پر وړاندې جګړه کې یو موټی دي. نو په ټوله کې چې خبره د اسلام پر وړاندې د جګړې او شر رسولو وي، د کفارو تر منځ هېڅ توپیر نشته.

دا د اسلامي امت او مسجدالاقصی پر وړاندې د صلیبي جګړو د وخت ډېر ښکاره درسونه وو. حقیقت دا دی چې د اسلامي امت او مسجدالاقصی پر وړاندې د صلبیانو دسيسې او پلانونه پای ته نه دي رسېدلې. په بله برخه کې به پر هغو نوو جګړو بحث وکړو چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو شرير سازمان تر چتر لاندې، په بېلابېلو نومونو د صلیبي جګړو ځایناستې شوې دي. همدا راز به د خلافت تر راپرځېدو وروسته د برېتانيا د حاکمیت پر مهال د فلسطین پر وړاندې د غرب او صهیونیستانو د دسیسو په اړه خبرې وکړو.

لیکوال: حمد طبیب

ژباړن: حبیب الله حبیب

۱۴۴۳هـ.ق، د شوال ۲۴مه

۲۰۲۲م، د می ۲۶مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې