جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
که واقعي خلافت وای، ټرامپ به یې هېڅکله د سپکاوي جرئت نه و کړی...!
بسم الله الرحمن الرحيم
که واقعي خلافت وای، ټرامپ به یې هېڅکله د سپکاوي جرئت نه و کړی...!

(ژباړه)

د امریکا ولسمشر ټرمپ، د نړیوال اېتلاف غړو په شتون کې وویل: «په را روانه اونۍ کې به ډېر ژر، د خلافت تر واک لاندې سیمو باندې زموږ تسلط سل پر سله اعلانیږي.» (منبع: بي بي سي)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ، د داعش خود خوانده(خپل سري) خلافت تر حاکمیت لاندې سیمو، په تسلط افتخار وکړ. دا ویاړ یې د داعش پر ضد د نړیوال اېتلاف غړو د استازو، مسلمانانو او هغو عربو په شتون کې اعلان کړ،چې د اسلامي خاورو د استازیتوب دعوا لري. دې خود خوانده استازو، له شرم او خجالته د اسلامي امت د دښمن پر وړاندې سر پورته نه کړ. نه هم دغو ګوډاګیو غلامانو، په اسلامي خاورو کې د الله سبحانه وتعالی د دښمنانو، له مکر، فرېب او جګړې څخه حیا وکړه. بلکې د دې حکامو پستي، ذلت او خیانت تر دې رارسېدلی، چې په بې شرمۍ د اسلامي خاورو او مسلمانانو پر وړاندې له کفارو سره په شراکت او مرستې ویاړي. په حقیقت کې په دې اېتلاف کې د دغو حکامو ذلت او خواري داسې ده، لکه د پسونو په شان، چې د ذبحې کولو په طرف یې یوړل، وروسته یې د کفر مرکز(واشنګټن) ته بېول، څو دا کافر او د الله دښمن (ټرامپ) د داسې بې کفایته او خاینو حکامو په شتون کې داسې افتخار وکړي، لکه یو ډارن کس چې د چنجي او غوماشې په وژلو وویاړي.

هو، ټرامپ د دې چټلو څېرو په حضور کې افتخار کوي، چې د اېمان غیرت پکې نه لیدل کېږي او له بې غیرتۍ، ذلت او خوارۍ یې څېرې ډکې دي. د یادولو خو دا ده چې ټرمپ په څه ویاړي؟! ټرامپ د داعش تر حاکمیت لاندې سیمو په نیولو ویاړي او دعوه کوي، چې سل سلنه به دا سیمې ونیسي. پوښتنه دا ده، چې کومې سیمې؟! د خود خوانده خلافت ډلې تر حاکمیت لاندې سیمې چې پخپله یې دا خلافت اعلان کړی. ډېره عجیبه ده!!

  ټرمپ او ټول پوهیږي، چې هغه د داعش په اړه غږیږي. هو ټرامپ او ټول پوهیږي چې داعش ډله اسلامي دولت نه دی او د اسلامي دولت یو اصل هم نه لري، دا خو لا ډېره لرې ده چې د واقعي خلافت لوی او ځواکمن دولت وي. هغه خلافت چې غږ به یې اسمانونو ته پورته شي او خپل عظمت به ټولې نړۍ ته ورسوي. هغه خلافت چې دښمنان یې له وېرې له لرې او نږدې لړزېږي. ټول خلک د هغه د عدل او انصاف هیله لري. د نړۍ ځواکمنان به هغه ته پناه وروړي او حساب به ورکوي. لکه څنګه چې یو وخت فرانسې د مسلمانانو له خلیفه څخه وغوښتل څو اسیر پاچا یې ورته ازاد کړي.

اې ټرامپه! که واقعي خلافت وای، نو ته او ملګري به دې د حساب او جزا له وېرې مړه شوي وئ. خو لکه څنګه چې موږ پوهېږو ته هم پوهېږې ټول هغه جنایتونه چې په عراق، افغانستان او سوریه کې دې وکړل، د واقعي خلافت د رامنځته کېدو له وېرې وو. لکه څنګه چې اوس د همدې موخې لپاره دغې لارې ته دوام ورکوئ. ته دا له سپکو ډک ویاړونه او څرګندونې د غولېدلو زورورو په مخ کې نندارې ته ږدې، چې د بې کفایته حکامو پاتې شونې خوري. هغه حکام چې غواړي تا غوندې بد اخلاقه کافران، د خپلې بې اساسه چوکۍ د ساتلو لپاره راضي وساتي. خو دا یو حقیقت دی چې تا دا خبرې د اسلام د واقعي څېرې او اسلامي خلافت د بدنامولو لپاره کړي. همدا راز یې د اسلامي خلافت د عظمت د راکمولو او د مسلمانانو د منحرفولو لپاره کوې. ته په دې هڅه کې یې چې مسلمانان ذلیل او خپل فرمانبردار وګرځوې، څو وکولای شي هغوی له خپلې برخلیک ټاکونکې قضیې یعنې د نبووت پر منهج د اسلامي خلافت له تاسیسولو لرې کړې.

اې ټرامپه! څنګه چې ته پوهېږې، موږ ته هم دا مسله واضح ده او یقین لرو؛ خو له بده مرغه چې ته د اسلامي خاورو له واقعي استازو سره نه یې مخ شوی. تا په دې فرمان منونکو اشخاصو کې غیرت او مېړانه نه ده لیدلې. بلکې ټولو په تا غوندې شیطانانو او نورو کم عقلو حکامو ځان پلورلی. هغو کسانو چې د ناڅېزې دنیا په بدل کې یې خپل غیرت او مېړانه له لاسه ورکړې. څو په قدرت او خپلو بې بنسټه چوکیو پاتې شي.

اې ټرامپه! دا هېله ګور ته یوسه. ته نه شې کولای د واقعي اسلامي خلافت پاکه او صافه څېره بدنامه کړې. سره له دې چې ټولې مزدورې رسنۍ ستا د دروغو او انحرافاتو په خدمت کې دي. سر بېره پر دې چې ستاسو خونخوار ځواکونه او زموږ په خاورو کې مو مزدور ځواکونه ستاسو په خدمت کې دي او سر بېره پر دې چې تاسو زموږ په خاورو کې قتل، شکنجې او په زنځیرونو تړل پیل کړي دي. سربېره پر دې دردوونکو مسایلو بیا هم وینئ چې اسلامي امت د نبووت پر منهج د اسلامي خلافت د تاسیس لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي. ته وینې چې اسلامي امت خپله برخلیک ټاکوونکې قضیه، اسلامي خلافت ټاکلی. یقیناً اسلامي امت څو چې د اسلامي خلافت، هغه خلافت چې نړیوالو ته د اسلام رسول خپله وجیبه بولي او پر تا او تاته ورته کسانو چې پر خلافت، اسلام او مسلمانانو حملې کوئ، عذاب او هلاکت رانه ولي، نه کیني.

اې ټرامپه! کاش ته عاقل وای، چې په تاریخ پوه شوی وای او له خپلو هم دینانو دې عبرت اخیستی وای. له هغو کسانو چې د خلافت دولت ته یې جزیه ورکوله! دا مه وایه چې ته او هېواد دې امریکا د دوی په شان نه یاست او تا دې زور او قوت مغرور نه کړي. له شکه پرته چې هېواد دې، د مسلمانانو ډېرې ډلې او خلک په وینو ولړل. خو د جګړې هر ډګر ته چې داخل شوي یاست، په پای کې تښتېدلي یئ. دا په داسې حال کې ده چې تاسو د اسلام له واقعي لښکر، د خلافت دولت له پوځ سره نه یئ مخ شوي. نو هغه وخت به څه وکړئ چې د خلافت دولت له داسې اردو سره مخ شئ، چې سر او پای یې نه معلومیږي! زه به دوه پېړۍ مخکې د الجزایرو له والي سره تړون دریاد کړم، څو پوه شئ چې څه ډول مو د خلافت دولت ته جزیه ورکوله او د خلافت دولت مو کیښتیو او خلکو ته د تېرېدو اجازه ورکوله. یا دا چې دا واقعیت دې هېر کړی؟ اې د تاریخ هېرونکیه! ستا سترګې څرګند واقعیتونه نه ویني. د اسلام او مسلمانانو د واقعیتونو له لیدلو ستا او ستا د ملګرو سترګې ړندې دي. تاسو پوهېږئ، چې مسلمانان په هېڅ وجه ماتې نه مني. که په یوه ډګر کې جګړه هم بایلي، تر پای یې نه بایلي او په هېڅ وجه له خپلو غوښتنو د دښمانانو پر وړاندې نه ناهیلي کېږي.

اې ټرامپه! دا به ستا لپاره کافي نه وي، چې مسلمانان د الله سبحانه وتعالی په لار کې مرګ دومره خوښوي، لکه ته او پیروان دې چې د دنیا ژوند خوښوئ؟! که په دې مسله باور نه لرې، د روغیتا له وزارت څخه دې، د ځواکونو د ټپیانو او مړو پوښتنه وکړه. د رواني ناروغیو له روغتون څخه دې، د ځواکونو د رواني ناروغانو پوښتنه وکړه. د هغو ځواکونو چې د افغانستان د وینو د سیند له ژرندې ژغورل شوي!

اې ټرامپه! مخکې تر چې خلک دې ستا له دروغو او فریب څخه خبر شي، دوی دې جګړې ته واستول، سره له دې چې تاسو د خلافت اسلامي دولت له اردو سره نه یئ مخ شوي. نو هغه وخت به څه ډول وي چې د اسلامي دولت له لښکر سره مخ شئ؟! له شک پرته چې ستا راتلونکی، ستا د نیکه او د هغه د لښکر له راتلونکې څخه بدتر ده.

اې ټرامپه! کله چې د نبووت پر منهج خلافت تاسیس شي، نو تا ته هېڅ د دې چانس نه درکوي چې عسکر دې د اسلامي خاورو هېوادونو ته ولېږې. بلکې برعکس که د حکومت لپاره د مرکز پاتې شو، نو د اسلامي دولت عسکر به د خپل حکومت په مرکز کې ووینې. اې ټرامپه! په دې پوه شه چې هېڅکله به دې د دولت، قدرت او ویاړ نوم په خوله کې پاتې نه شي. نور به نه شې کولای د خلافت پر وړاندې سپکاوی وکړې. هغه ورځ به د دې ارمان وکړې، چې کاشکې پیدا شوی نه وای.

هو! اې ټرامپه! که واقعي خلافت وای هېڅکله به تا او ملګرو دې پر خلافت د برید جرئت نه درلود او هېڅکله به مو ځان ته د دې جرئت نه ورکاوه، څو خلافت ته په ټيټه سترګه وګورئ او د اسلامي خلافت لویي کمه کړئ. لا دا خو لرې ده چې له خلافت سره وجنګېږئ او د خلافت پر خاورو په تسلط وویاړئ. نو موږ صبر کوو، څو الله سبحانه وتعالی زموږ او ستاسو تر منځ حکم وکړي. هغه څه چې الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې او یقیناً چې هغه سبحانه وتعالی له خپلې ژمنې نه ګرځي.

له الرایه جریدې څخه

لیکوال: خلیفه محمد

ژباړن: حبیب الله

Last modified onدوشنبه, 18 مارچ 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې