- مطابق
د ۲۰۲۳م کال د مې په ۱۰مه بېلابېلو رسنیو راپورونه ورکړي چې د هند په دوو ښارونو؛ بهوپال او حیدراباد کې شاوخوا ۱۶ مسلمانان نیول شوي. په دغو راپورونو کې پر حزب التحریر تور پورې شوی او یو «ترهګر» سازمان یاد شوی چې د هند پر وړاندې د جګړې نیت لري. په راپورونو کې د ځینو «بهرنیو» استخباراتي ادارو په ګډون، بېلابېلې استخباراتي ادارې د «نامعلومو» سرچینو په توګه ماخذ نیول شوي. له نیول شوو کسانو سره د حزب التحریر له لوري چاپ شوي کتابونه د تورونو اساس بلل شوي. له هغه وخت راهیسې په انلاین ډول بېلابېل تورونه خپرېږي؛ ځینې یې دغه ۱۶ نیول شوي مسلمانان په تامیل ناډو ایالت کې د حزب التحریر د غړو له هغې قضیې سره تړي چې اوس روانه ده. ان ځینو مشهورو هندي رسنیو؛ لکه India Today او Economic Times هم هغه اصول تر پښو لاندې کړل چې پر خپلو وېبپاڼو یې دغه ډول راپورونه خپاره کړي. دوی پرته له دې چې د حزب التحریر په اړه لومړني حقیقتونه وګوري، ورکړل شوی «روایت» یې خپور کړ. دلته غواړو د خلافت او حزب التحریر لنډه پیژندنه وړاندې کړو. حزب التحریر یو سیاسي حزب دی چې رسول الله صلی علیه وسلم یې د خپل کار الګو ګرځولی او د هغه پر منهج په اسلامي نړۍ کې د خلافت د بیا تاسیسولو لپاره کار کوي.
خلافت: خلافت د حکومتولۍ نظام یا سیسټم کوم ناپېژانده سیسټم نه دی چې نړۍ یا د هند خلک ورسره اشنا نه وي. د حکومتولۍ دغه سیسټم څو پېړۍ پر هند واکمن و او د دغه سیسټم تر واکمنۍ لاندې هند خپله زرینه دوره پیل کړه. دغه اسلامي نظام د هند امنیت، خوندیتوب او سوکالي ډاډمنه کړه؛ دغه وخت هند د نړۍ د خوراکي توکو ټوکرۍ بلل کېده. هند د نړۍ د ټول تولید ۲۵ سلنه برخه تولیدوله. خلافت په اسلام کې د حکومتولۍ نظام دی چې اساس یې پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې کېښود. رسول الله صلی علیه وسلم د دغه دولت مشري کړې او تر ده وروسته یې دوام موندلی. په دغه سیسټم کې خلیفه د ټولو هغو سیمو د مشرۍ لپاره ټاکل شوی کس دی، چې د خلافت قلمرو ګڼل کېږي؛ په دغه قلمرو کې هم مسلمانان شاملېږي او هم ذمي. خلیفه دا واک لري چې (کله په واک کې وي) خپل وزیران، قاضیان او همدارنګه د بېلابېلو اداري څانګو یا ریاستونو مشران وټاکي او دوی په یادو چارو کې د خلیفه استازیتوب کوي. خلیفه د سلا مشورې لپاره یو مجلس ټاکلی شي چې د شورا (دامت مجلس) ورته وايي. په اسلامي نظام کې پر مسلمانانو د شریعت د پلي کولو عمومي مسولیت په ټولیز ډول د مسلمانانو له لوري د مسلمانانو خلیفه ته د بیعت له لارې ورکول کیږي. خلیفه مکلف دی چې شریعت (له قانون او حدیث څخه اخیستل شوی قانون) پلی کړي. شرعي احکام شخصي او عامه چارې تنظیموي. عامه چارې د حکومتولۍ، اقتصاد، ټولنې او نړیوالو اړیکو مسلې تنظیموي. د شخصي چارو په تړاو؛ په دين او عبادت کې هيڅ جبر نشته او هغه شخصي چارې چې په حکومتولۍ، اقتصاد او ټولنې پورې تړلې وي، له شرعي احکامو سره سمې تنظیمېږي.
د خلافت تاریخ: دا یو تاریخي ثابت شوی حقیقت دی چې د اسلامي نړۍ لپاره د حکومتولۍ د نظام په توګه خلافت د پیغمبر صلی علیه وسلم له وخت وروسته له مدینې څخه پیل او تر ۱۹۲۴ کال پورې یې دوام وکړ او په همدغه کال په ترکیه کې د مصطفی کمال لخوا رسماً له منځه یووړل شو. که په لنډه توګه ووایو؛ له لومړیو پنځو خلیفه ګانو وروسته چې د رسول الله صلی علیه وسلم اصحاب وو، خلافت په نننۍ سوریه کې د امویانو، له هغه وروسته په ننني عراق او ایران کې د عباسیانو او ورپسې په نننۍ ترکیه کې د عثمانیانو لاس ته ولوید. تر واحد خلیفه لاندې خلافت ته دوام ورکول د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې په څرګند ډول ثابت دي او د دې کار نه ترسره کول د ټولو مسلمانانو د ګنهکاریدلو لامل کیږي. په تاریخ کې څو ځله د لنډ وخت لپاره د واحد خلیفه د شتون په اړه بحثونه راپورته شوي او د راتلونکو نسلونو له لوري حل شوي دي. کله چې د ۱۹مې پیړۍ د صنعتي انقلاب په پایله کې اروپايي دولتونو استعماري پرمختګ پیل کړ؛ په افریقا او اسیا کې د خلافت د قلمرو اړوندې ځینې سیمې د دغو اشغالګرو دولتونو له لوري اشغال شوې، خو په ټوله کې خلافت -چې هغه وخت یې مرکز په ترکیه کې و- مقاومت کاوه. په ۱۹۱۴ کال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال خلافت له جرمني سره یو ځای شو چې د برتانیې او فرانسې پر وړاندې جګړه وکړي. په جګړه کې تر ماتې وروسته په خلافت پورې تړلې سیمې په بېلابېلو اداري واحدونو وویشل شوې. دغه اداري واحدونه وروسته پر هغو ناکامو دولتونو بدل شول، چې نن ورځ په شمالي افریقا، منځني ختیځ او اسیا کې د بېلابیلو لویو اسلامي هیوادونو په نوم پیژندل کیږي. که هند ته ځانګړې اشاره وکړو؛ له ۱۹۱۸ (له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته) تر ۱۹۲۴ پورې د خلافت د پایښت په اړه ډاډ کم و؛ د هند په ګډون د ټولې نړۍ د مسلمانانو لویه اندېښنه دا وه چې خلافت څنګه وپایي. دغه وخت په هند کې د خلافت غوښتنې مشهور غورځنګ پیل شو؛ د دغه غورځنګ په پیلوونکو کې د علي وروڼو (مولانا شوکت علي او محمد علي جوهر) پشان د مسلمانانو مشران وو چې ان نا مسلمانانو یې د خلافت غوښتنې د غږ ملاتړ کاوه. دا هغه وخت و چې مهاتما ګاندي د ۱۹۲۱ کال په جون کې په «ځوان هند» اونیزه کې لیکلي چې ان که په هند کې کوم مسلمان نه وي هم، باید د ټولو احتمالي ګواښونو پر وړاندې د خلافت دفاع وشي. د استعمار د بې عدالتیو په له منځه وړلو کې د خلافت د رول په اړه د هغه نظر خورا څرګند و. په تېرو ۱۴۰۰ کلونو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ډېرو ژبو د خلافت او د هغه د شرعي احکامو په اړه پرېمانه کتابونه ليکل شوي چې په کتاب پلورنځیو او انټرنېټ کې د لاسرسي وړ دي. پر دې سربېره؛ لکه څنګه چې د الله سبحانه و تعالی قانون دی چې د حق او باطل ترمنځ مبارزه دوام لري؛ باطل لوری له پېړیو راهیسې خپلو ماشومانو ته درواغ تدریسوي او د انسانانو د ژوند په ښه کولو کې د اسلام د حکومتولۍ ستر رول له پامه غورځوي. له بلې خوا با انصافه خلک هم شته چې دا یې درک کړې چې ټول بشر د اسلام او مسلمانانو پوروړی دی؛ ځکه چې د بشر په ژوند کې یې مثبت بدلون راوړی.
حزب التحریر: حزب التحریر هغه سیاسي حزب دی چې په ۱۹۵۳ کال کې د جلیل القدر عالم، سیاسي مفکر او قاضي شیخ تقي الدین نبهاني له خوا جوړ شو. دغه حزب د پیغمبر صلی علیه وسلم د سیرت پر اساس په اسلامي هیوادونو کې د اسلام د حکومتولۍ د نظام (خلافت) د بیا تاسیس لپاره د عامه افکارو د رامنځته کولو لپاره کار کوي. په دغو هڅو او دعوت کې د معاصرو ستونزو د حل لپاره د اسلامي حل لارو وړاندې کول، سیاسي فعالیت او په پای کې په اسلامي هیوادونو کې د سیاسي بدلون د رامنځته کولو لپاره له وسلې پورته کولو پرته کار کول شامل دي. په هغو هېوادونو کې چې د مسلمانانو شمېر کم دی او لږکي ګڼل کېږي؛ حزب د دغو مسلمانانو ټولنه هڅوي چې له اسلام څخه دفاع او د خپل اسلامي هویت ساتنه وکړي. په فعالیت کې یې له شرعي اړخه د معاصرو اقتصادي، ټولنیزو او د حکومتولۍ د ستونزو لپاره د اسلامي حل لارو څېړل، د هغو واکمنانو د بې عدالتیو پر وړاندې د ټولنې د ټولو خلکو ويښول شامل دي، چې ډیری یې د استعماري دولتونو له ملاتړ څخه برخمن دي او نه پریږدي چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د سیاسي احیا لپاره کار وشي. حزب په نړیواله کچه د خلکو راپورته کولو لپاره په خپله طریقه کې د خپل شرعي مکلفیت پر اساس له فکري وسیلو څخه کار اخلي. د سیاسي بدلون د رامنځته کولو لپاره د افرادو یا ډلو لخوا هر ډول تاوتریخوالی د خپل غوره کړي منهج خلاف بولي. حزب د شرعي اصولو پر بنسټ خپل اساسي قانون مسوده خپره کړې او راتلونکي خلافت ته یې د سپارښتنې په توګه تیار او د لاسرسي وړ کړی. که هېوادونه د حزب پر وېبپاڼو او خپروونکو بندیزونه ونه لګوي، افکار او نظرونه یې عمومي او ټولو ته ښکاره دي او د هغه څه تر شا بل مخالف نظر نه لري چې عمومي یې خپروي. حزب د خپلو غړو لپاره شرط دا اېښی چې له حزب سره به کار کوي. حزب التحریر نن ورځ د ځینو نا اسلامي هېوادونو په ګډون تر ۴۰ زیاتو هېوادونو کې فعالیت کوي او له تاسیس راهیسې یې له خپل منهج څخه هېڅ ډول انحراف نه دی کړی.
اې خلکو! حزب التحریر هېڅکله خپلو خلکو ته درواغ نه وايي او موخه یې داده چې بشر د پانګوالۍ له غلامۍ او د خپلو اخلاقو له زوال (انحطاط) څخه د هغه اسلامي عدالت تر چتر لاندې وژغوري، چې هېڅکله پر خلکو ظلم نه کوي. دا کار د هغو پیغمبرانو او رسولانو په پیروۍ کوي چې مشري یې د کائناتو د سرور محمد صلی الله علیه وسلم پر غاړه ده او د خپل کار په بدل کې له خلکو د څه تمه نه لري. حزب التحریر د ظالمانو له بې عدالتۍ څخه نه وېرېږي او نه هم د ملامتونکو د ملامتۍ پروا ساتي. حزب التحریر پوهېږي چې غرب او د دوی غلامان هڅه کوي چې د هغه متمدن بدیل د لټون لپاره د خلکو مخه ونیسي چې نړۍ د حرص، ګډوډۍ او سیکولر نژاد پرستۍ له منګولو څخه ژغوري. نو دغه شیطاني قوت غواړي چې د اسلام او حزب التحریر – چې د اسلام حامل دی- حقیقت د خلکو له سترګو پټ کړي. دوی د اسلام او حزب د نوم بدولو کوښښ کوي چې د نړۍ مظلوم خلک له هغه خیر څخه بې برخي کړي چې د حزب التحریر په لاسونو کې دی. له شک پرته هغه څه چې حزب التحریر یې لري، د بشر لپاره لوی خیر او د اوسني نړیوال نظم لپاره هغه متمدن بدیل دی، چې خلک د انسانانو په لاس جوړو شوو نظامونو په پایله کې رامنځته شوو مصیبتونو څخه ژغوري.
[هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ]
ژباړه: «هغه، هغه ذات دی چې خپل رسول یې له هدایت (قران) او حق دین سره لېږلی دی، ترڅو هغه پر ټولو دینونو برلاسی کړي، که څه هم پر مشرکانو دا کار سخت تمامیږي.» [توبه:۳۳]
حزب التحریر – هند
۱۴۴۴هـ.ق، د ذولحجې ۵مه
۲۰۲۳م کال، جمعه، د جون ۲۳مه