جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د عمران خان کیسه
بسم الله الرحمن الرحيم
د عمران خان کیسه

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په محکمه کې د فساد او یاغیتوب ضد تورونو د ځوابولو پر مهال په ډراماټیکه توګه د بلوا ضد پوليسو له لوري ونیول شو. د خان پلویان سړکونو ته راووتل، موټرونه یې وسوځول، پر پوځي اډو او د ځینو قوماندانانو پر کورونو یې بریدونه وکړل. په پاکستان کې د تېرو لومړیو وزیرانو نيول او بندي کول نوې پیښه نه ده، خو د پوځ پر وړاندې دا ډول کړنې بې ساري وې. د عمران خان او پوځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ښې وې؛ خو له دې وروسته ترینګلې دي.

د پاکستان پوځ تر تجزیې وروسته لومړۍ لسیزه کې واک په لاس کې واخیست؛ ځکه چې د پاکستان د مشرانو لومړني نسل له ستونزو سره د مقابلې وړتیا نه لرله. کله چې سړه جګړه پیل شوه او پاکستان د شوروي اتحاد پر وړاندې د امریکا د مهار له سټراټیژۍ سره یو ځای شو؛ پوځ یې خپل رول ثابت کړ. له دې سره پاکستان ته پرېمانه پوځي تجهیزات او پوځي او اقتصادي مرستې راغلې او پوځ یې د پاکستان اصلي واکمن کړ. پوځ د وخت په تېریدو خپل زور ډېر او له سوداګرۍ څخه نیولې تر ځمکې او شتمنیو پورې خپلې اقتصادي ګټې تشکیل او زیاتې کړې. نن ورځ د پاکستان پوځ، هم پوځ دی او هم یو شرکت. همدا لامل دی چې پوځ د پاکستان له ۷۶ کلن عمر څخه ۳۱ کاله مستقیماً په واک کې دی او حکومت کوي. پوځ که ظاهراً په حکومت کې نشته خو سیاسیون جوړوي، ځای پر ځای کوي یې او له دوی څخه د نورو پر وړاندې د توازن رامنځته کولو کې کار اخلي. کله چې یو ملکي سیاستوال ډېر ځان غوښتونکی شي یا د پوځ رول وننګوي؛ ګوښه کېږي یا په  ۱۹۷۹م کال کې د ذوالفقار علي بوټو پشان په دار ځړول کېږي.

پوځ په ۲۰۱۰ کلونو کې چې پاکستان د بدلېدو په حال کې و او وضعیت یې ګواښه؛ عمران خان ته مخه کړه. د ترهگرۍ پر وړاندې د امریکا له جگړې څخه د جنرال مشرف ملاتړ او د هغو ډلو مخنیوي چې د کشمیر د ازادولو هڅه یې کوله، نه یوازې دا چې هغه ته د "بېشرف" لقب ورکړ، بلکې د پوځ اعتبار یې هم تر پوښتنې لاندې راووست. پوځ د ۲۰۰۰ لسیزې په نیمایي کې له بېنظیر بوټو سره خبرې پیل کړې. د دغو خبرو په پایله کې د بېنظیر بوټو میړه، اصف علي زرداري له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ ولسمشر شو او په ۲۰۱۳ کې بېرته نواز شریف واک ته راوستل شو. پوره یو نسل پاکستانیان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه او پر افغانستان د امریکا یرغل کې رالوی شو؛ دغه نسل مشرف، زرداري او شریف له خپلو احساساتو سره په ټکر کې لیدل. اقتصاد هم سخت زیانمن شو؛ ځکه چې د زرداري په څېر مشران د ملي پالیسۍ پلي کولو پرځای په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاتې کېدو ته ډېر لېواله وو. په ۲۰۱۳ کې چې د زرداري پر ځای نواز شریف راغی، وضعیت لا خراب شو. د پوځ لوړ پوړي چارواکي اندیښمن وو چې نوی نسل ورځ تر بلې افراطي کیږي؛ ځکه چې رژیم، اقتصاد او واکمنان د دوی له احساساتو سره په بشپړ ټکر کې وو. له همدې امله د پوځ لوړ پوړو چارواکو عمران خان ته مخه کړه.

عمران خان د کرېکټ په ډګر کې بریالی لوبغاړی تېر شوی او په ۱۹۹۲ نړیوال کپ کې د پاکستان ملي ټیم لوبډلمشر و. خان چې یو ملي اتل شوی و، له کرېکټ څخه تر مخه ښې وروسته یې په پاکستان کې د سرطان د درملنې د لومړي روغتون د جوړولو بنسټ کېښود. په ۱۹۹۶کې یې د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند جوړ کړ او سیاست ته یې مخه کړه. خو دوې لسیزې په وچه دښته کې پاتې و؛ ځکه چې ګوند یې د ده له خپلې څوکۍ پرته په ملي اسامبلۍ کې د هرې څوکۍ لاسته راوړلو لپاره مبارزه وکړه. خان په ۲۰۱۳ کال کې د خیبر پښتونخوا ایالتي اسامبلي وګټله او له دې وروسته یې د امریکا ضد خبرو او د فساد ضد شعارونو په مرسته خپل هویت جوړ کړ. د پوپولېسټي سیاست په دوره کې خان د مدینې دولت، د هوساینې دولت، عدالت او فساد له منځه وړلو شعارونه ورکول. دا وخت پاکستان په سخته اقتصادي ګډوډۍ کې و او سیاستوال د هېواد په لوټولو بوخت وو. د سیاست په ډګر کې له اوږده انتظار وروسته دوو مهمو خبرو د خان بخت بدل کړ. لومړی دا چې پوځ د یوه داسې کس په لټه کې و، چې پر نظام باور بېرته راژوندی کړی شي. بل دا چې د خان ګوند د ده او د ده د شخصیت پر محور رامنځته شوی و، نو پوځ هم هغه څه وکړل، چې تل یې کوي. پوځ یو شمېر سیاستوال اړ کړل چې خپل ګوندونه پرېږدي او له خان سره یو ځای شي. دغو دوو لاملونو عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان لومړی وزیر کړ.

له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۱ د پوځ او عمران خان ترمنځ اړیکې ډېرې ښې وې. خان تل د پوځ ستاینه کوله او د هېواد د ملا تیر یې باله. خو د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې عمران خان خپل برخلیک وټاکه.

د راپورونو له مخې جنرال باجوه عمران خان ته یو یادښت ولېږه چې د پوځ په پرسونل کې د ځینو کسانو د ادلون بدلون په اړه خبر ورکړي. دا کار تل کېږي؛ ترفیع، تقاعد، تبدیلي او نور د پوځ د مشر لخوا ټاکل کېږي بیا یې ملکي دولت اعلانوي چې د ډېموکراسۍ انځور وړاندې کړي. خان باید په احتیاط قدم اېښی وای، ځکه چې ډګر جنرال فیض حمید، چې د خان د راپورته کېدو پلان یې جوړ کړی و، د آی اس آی له مشرۍ د یوې قل اردو قومندانۍ ته تبدیل شو. دا د جنرال باجوه لپاره سره کرښه وه چې هیڅ ملکي وګړی باید ترې د تېرېدو فکر ونه کړي. جنرال باجوه په برېتانیا کې له شریف کورنۍ سره خبرې وکړې، ترڅو د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ (PDM) ته چې د عمران خان ضد سیاستوالو ایتلاف و او د واک په لټه کې و، یو چانس وکړي. دا خبره د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د عدم اعتماد رایې سره خپل اوج ته ورسېده؛ کله چې عمران خان هغو ټولو سیاستوالو یوازې پرېښود چې له هغه سره یوځای شوي وو او واک ته په رسیدو کې یې مرسته ورسره کړې وه.

عمران خان په پټه خوله له واکه لرې کېدل ونه منل او د ویناوو، لاریونونو او اعتراضي غونډو کمپاین یې پیل کړ او ادعا یې کوله چې ګوښه کېدل یې بهرنۍ دسیسه وه، چې امریکا د جنرال باجوه په همکارۍ جوړه کړې وه. خان دا هم ویل چې له ده وروسته زاړه غله بېرته واک ته رسیدلي چې له مودو راهیسې یې دغه هېواد لوټ کړی.

خان فکر کوي چې د خلکو ملاتړ ورسره دی؛ د ده پر ځای راغلی دولت له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دی او د پوځ نوي مشر لا ځان نه دی ثابت کړی؛ نو په دغې مبارزه کې د ده اړخ پیاوړی دی. داسې ښکاري چې جنرال باجوه او جنرال منیر دواړو د عمران خان د ملاتړ په اړه ناسمه محاسبه کړې او ګومان يې کړی و چې دوی هم د پوځ همیشنۍ تګلاره تعقیبولی او د شطرنج دانې په خپله خوښه خوځولی شي. پوځ هڅه کوي چې د عمران خان د کمزوري کولو لپاره په پاکستان کې له عدلي بنسټونو نیولې تر رسنیو، بېلابېلې لارې وکاروي. خو عمران خان په بریالیتوب عامه افکار د پوځ پر وړاندې جوړ کړل او پوځ د هغه حکومت په ملاتړ تورنوي، چې له غلو ډک دی. له پوځ سره تل د خلکو ملاتړ و، ځکه خو دا وضعیت ورته نا اشنا دی. پوځ اوس په خپل لاس روزل شوو کسانو سره مخ دی چې له جګړې پرته له مبارزې لاس نه اخلي.

عمران خان په داسې حال کې د آزادۍ په نوم د لاریونونو  غوښتنه کوي چې د محکمې بېلابېلې قضیې یې په مخ کې دي. د سترې محکمې هغه حکم د خان دریځ نور هم پیاوړی کوي، چې د نیمه پوځي ځواکونو لخوا یې د خان نیول ناقانوني وبلل. دا به وروسته معلومه شي چې د دغو دوو دښمنو ډلو ترمنځ چې غواړي د پاکستان واک ترلاسه کړي، معامله کېږي که نه.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عدنان خان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې