پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نصرت؛ د خلافت د تاسیس لپاره د قدرت ترلاسه کولو شرعي لار
بسم الله الرحمن الرحيم
نصرت؛ د خلافت د تاسیس لپاره د قدرت ترلاسه کولو شرعي لار

الله سبحانه وتعالی د قدرت په ورکړه لومړني مسلمانان عزتمن او سرلوړي کړل او په قران کې يې په نېک نوم د دوی یادونه وکړه. الله سبحانه وتعالی هغه دوې ډلې چې د اسلامي دولت د تاسیس کولو ماموریت یې بشپړ کړ، انصار او مهاجرین وبلل. مهاجرین هغه کسان وو چې د الله سبحانه وتعالی د دین لپاره یې هجرت وکړ او انصار هغه وو چې دوی ته یې نصرت (مادي ملاتړ) ورکړ. مهاجرت د اسلامي دولت د جوړولو اعلان او اسلامي خاورې (دارالاسلام) ته د هجرت پیل و؛ نصرت هم د همدغه هجرت یا دارالاسلام د تاسیس لپاره ورکړل شو. که انصار او نصرت نه وای، هجرت او مهاجرین به هم نه وو. نو دا څنګه شونې ده چې یو مسلمان د قران د تلاوت پر مهال د مهاجرینو او انصارو بیان شوی فضلیت ښه ویني؛ خو بیا هم د هجرت او نصرت ارزښت له پامه وغورځوي؟

دا چې موږ پر هغه نصرت بحث کوو چې تر هغه وروسته هجرت وشو، نو اړينه نو خامخا بايد د رسول الله صلی علیه وسلم سیرت ته مراجعه وکړو او د هغه لار تعقیب کړو. په مکه کې د رسول الله صلی علیه وسلم ټولې هڅې د دارالسلام پر رامنځته کولو راڅرخېدلې. رسول الله صلی علیه وسلم د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره یوه څرګنده تګلاره تعقیب کړه څو د دارالاسلام تر جوړېدو وروسته د مسلمانانو راتلونکي نسلونه دغه تګلاره لکه څنګه چې وه، هغسې تقلید کړي. په حقیقت کې د دارالاسلام د رامنځته کولو لپاره د دغې ښکاره او روښانه تګلارې تعقیب،  یوه واجبي او حتمي چاره ده.

تر هجرت درې کاله وړاندې، د نبوت پر لسم کال د رسول صلی الله علیه وسلم تره، ابو طالب وفات شو. ابوطالب، پیغمبر صلي الله علیه وسلم ته یوه اندازه نصرت او خوندیتوب برابر کړی و او دا نصرت د دې سبب شوی و چې رسول الله صلی علیه وسلم په ډاډه زړه د اسلام دعوت پر مخ یوسي. رسول صلی الله علیه وسلم درک کړه چې د مکې ټولنه نه اسلام په ژوره توګه اغېزمنه کړې او نه د اسلام او اسلامي مفاهيمو په اړه عامه رایه مثبته ده. په دغه حالت کې الله سبحانه وتعالی رسول الله صلی علیه وسلم ته امر وکړ چې نصرت ولټوي. د نصرت لغوي معنی بشپړ او ښه ملاتړ دی. نصر د بې عدالتیو د قربانیانو ملاتړ ته وايي؛ انصار بیا هغو کسانو ته وایي چې د مظلومانو دفاع کوي. د ابن هشام په سیرت کې د «ثقیف له قبیلې څخه د نصرت ترلاسه کولو په موخه د رسول الله صلی علیه وسلم هڅې» په باب کې راځي:

وَلَمّا هَلَكَ أَبُو طَالِبٍ، نَالَتْ قُرَيْشٌ مِنْ رَسُولِ اللّهِ ﷺ مِنَ الأَذَى مَا لَمْ تَكُنْ تَنَالُ مِنْهُ فِي حَيَاةِ عَمّهِ أَبِي طَالِبٍ، فَخَرَجَ رَسُولُ اللّهِ ﷺ إلَى الطّائِفِ يَلْتَمِسُ النّصْرَةَ مِنْ ثَقِيفٍ، وَالْمَنَعَةَ بِهِمْ مِنْ قَوْمِهِ، وَرَجَاءَ أَنْ يَقْبَلُوا مِنْهُ مَا جَاءَهُمْ بِهِ مِنْ اللّهِ عَزّ، وَجَلّ فَخَرَجَ إلَيْهِمْ وَحْدَهُ

«کله چې ابوطالب وفات شو، قریشو رسول الله صلی علیه وسلم ډېر وځوراوه، د هغه (صلي الله علیه وسلم) د تره په ژوند یې دومره نه شو ځورولی. رسول الله صلی علیه وسلم د ملاتړ او خوندیتوب ترلاسه کولو لپاره ثقیف ته ولاړ، له ثقیف قبیلې یې وغوښتل چې هغه څه ته غاړه کیږدي، چې پر ده صلي الله علیه وسلم نازل شوي. ثقیف ته یوازې تللی و.»

له ابن عباس رضي الله عنه څخه د ابن حجر په فتح الباري، تحفة الاحوذي او الکلام کې روایت کیږي او همدارنګه حکیم، ابو نعیم او بیهقي په دلایل کې له صحیحو سندونو سره روایت کړی چې ابن عباس له علي بن ابي طالب څخه نقل کوي چې وايي:

لَمَّا أَمَرَ اللَّهُ نَبِيّه أَنْ يَعْرِض نَفْسَه عَلَى قَبَائِل الْعَرَب، خَرَجَ وَأَنَا مِنْهُ وَأَبُو بَكْر إِلَى مِنًى، حَتَّى دَفَعَنَا إِلَى مَجْلِس مِنْ مَجَالِس الْعَرَب

«کله چې الله سبحانه وتعالی رسول الله صلی علیه وسلم ته امر وکړ چې د نصرت ترلاسه کولو لپاره عربو قبیلو ته ورشي، ما او ابوبکر تر منا پورې، له عرب قبايلو څخه د يوې قبيلې تر مجلس پورې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ملتیا وکړه

نو ثابتیږي چې د نصرت ترلاسه کولو لپاره په یوه ځانګړي وخت کې عربو قبیلو ته ورتګ د الله سبحانه و تعالی خوښه او امر دی او دا خبره په پورتني حدیث کې چې له علي بن ابي طالب څخه نقل شوی، ښکاره ده. د دغه امر وخت ځکه ځانګړی دی چې رسول صلی الله علیه وسلم د ابوطالب تر مړینې وروسته خپل خوندیتوب او ملاتړ له لاسه ورکړ. قریشو اجازه نه ورکوله چې د الله سبحانه وتعالی پر لور د خلکو رابللو ته دوام ورکړي، د دې ترڅنګ رسول الله صلی علیه وسلم له دې نهیلی شوی و، چې د مکې ټولنه به د ده ماموریت ومني، ځکه چې په مکه کې عامه رایه د اسلام پر ضد وه. نو رسول الله صلی ته امر وشو چې د دعوت د پیاوړي کولو او هغه مقام ته د اسلام د رسولو لپاره د نصرت په لټه کې شي، چې د حکومت کولو، واک درلودلو او احکامو د هر اړخیز پلي کولو جوګه شي. رسول صلی الله علیه وسلم د نصرت ترلاسه کولو هڅه له طایف څخه پیل کړه. طایف هغه وخت د عربو جزیرې یوه پياوړې قبیله ګڼل کېده او د عرب قبیلو ترمنځ یې ځانګړی عزت او مقام درلود. همدا د ولید ابن مغیره د کینې سبب و؛ هغه به ویل چې قران ولې د محمد صلی علیه وسلم پر ځای د مکې او طایف پر مشرانو نه دی نازل شوی. بیا دا ایت نازل شو:    

[وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْءانُ عَلَى رَجُلٍ مِنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ]

ژباړه: «او دوی وایې چې: ولې دغه قران د دوو ښارونو (مکې او طایف) پر يوه مشر سړي نه دی نازل شوی؟» [الزُخرُف: ۳۱]

د طایف د خلکو پیاوړتیا له دې هم ښکاري چې ان د اسلامي دولت له تاسیس وروسته هم طایف په اسانۍ فتحه نه شو؛ ډېر وخت محاصره و، دواړو لورو ته درانه تلفات واوښتل او اړتیا وه چې د دوی د مقاومت ماتولو لپاره له منجنیق څخه کار واخیستل شي.

رسول الله صلی علیه وسلم طایف ته لاړ چې د هغه ځای له مشرانو او اشرافو سره وګوري. هغه صلي الله علیه وسلم د طایف له درې قومي مشرانو سره ولیدل او له دوی سره یې د اسلام او نصرت په اړه خبرې وکړې. دا چې د دغې قبیلې مشرانو د نصرت ورکړه رد کړه، رسول الله صلی علیه وسلم بېرته نهیلی راستون شو. دا د نصرت ترلاسه کولو د هڅو پيل و. رسول الله صلی علیه وسلم له طایف څخه راستون شو او له مکې بیرون په یوه څنډه کې له مطعم ابن عدي سره پاتې شو؛ د حج په موسم کې یې د نورو عرب قبیلو له مشرانو څخه د نصرت ترلاسه کولو په موخه لیدنې پیل کړې. دغو مشرانو د نن ورځې دولتونو د مشرانو حیثیت درلود. د ابن هشام په سیرت کې د نصرت د ترلاسه کولو په موخه  له قبیلو سره د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د لیدلو په باب کې راغلي دي چې ابن اسحاق وايي:

(ثُمّ قَدِمَ رَسُولُ اللّهِ ﷺ مَكّةَ، وَقَوْمُهُ أَشَدُّ...، فَكَانَ رَسُولُ اللّهِ ﷺ يَعْرِضُ نَفْسَهُ فِي الْمَوَاسِمِ إذَا كَانَتْ عَلَى قَبَائِلِ الْعَرَبِ يَدْعُوهُمْ إلَى اللّهِ، وَيُخْبِرُهُمْ أَنّهُ نَبِيّ مُرْسَلٌ، وَيَسْأَلُهُمْ أَنْ يُصَدّقُوهُ وَيَمْنَعُوهُ حَتّى يُبَيّنَ (لَهُمْ) اللّهُ مَا بَعَثَهُ بِهِ)

«رسول الله صلی علیه وسلم بیرته مکې ته راوګرځید، د هغه د دین پر وړاندې د خلکو (قریشو) دریځ تر پخوا لا سخت شوی و ... رسول الله صلی الله علیه وسلم د حج په موسم کې بیلابیلو قبیلو ته ورغی او د الله سبحانه وتعالی لور ته یې راوبلل. ورته ویې ویل چې دی صلی الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی پیغمبر دی او له دوی یې غوښتل چې اېمان پرې راوړي او تر هغه وخته یې ملاتړ او ننګه وکړي چې څو الله سبحانه وتعالی هغه څه چې پر ده صلي الله علیه وسلم یې نازل کړي، اظهار (حاکم) کړي.»

د سیرت په کتابونو کې راځي چې رسول الله صلی علیه وسلم به د حج په موسم کې له مخورو او د واک خاوندانو سره کتل. د ابن هشام د سیرت په «پیغمبر صلی علیه وسلم به د حج په موسم کې له عربو سره کتل» باب کې راځي چې ابن اسحاق وایي:

فَكَانَ رَسُولُ اللّهِ ﷺ عَلَى ذَلِكَ مِنْ أَمْرِهِ، كُلّمَا اجْتَمَعَ لَهُ النّاسُ بِالْمَوْسِمِ أَتَاهُمْ يَدْعُو الْقَبَائِلَ إلَى اللّهِ وَإِلَى الإِسْلاَمِ، وَيَعْرِضُ عَلَيْهِمْ نَفْسَهُ وَمَا جَاءَ بِهِ مِنْ اللّهِ مِنْ الْهُدَى وَالرّحْمَةِ، وَهُوَ لا يَسْمَعُ بِقَادِمِ يَقْدَمُ مَكّةَ مِنْ الْعَرَبِ لَهُ اسْمٌ وَشَرَفٌ، إلا تَصَدّى لَهُ فَدَعَاهُ إلَى اللّهِ وَعَرَضَ عَلَيْهِ مَا عِنْدَهُ

«رسول الله صلی علیه وسلم د نصرت او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره نه ستړې کیدونکي او  دومداره هڅې کولې، هرکله به چې د حج په موسم کې خلکو له رسول الله صلی علیه وسلم سره لیدل، نو ده صلي الله علیه وسلم به قبیلې د الله سبحانه و تعالی او اسلام لور  ته رابللې؛ ځان به یې ورپېژانده او هغه لارښوونې به یې ورته بیانولې چې الله سبحانه و تعالی نازلې کړې وې. د عربو قبایلو  له مخورو او  مشرانو څخه هېڅ داسې څوک نه شته چې مکې دې راغلی وي او رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره کتلي وي او هغه یې د الله لور ته نه وي رابللي. »

د همدغو هڅو په دوام رسول الله صلی علیه وسلم له بني کلب سره ولیدل، خو هغوی یې غوښتنه ونه منله. وروسته یې د یمامې له بني حنیفه سره د دوی په خپل ځای کې وکتل؛ هغوی د نورو عربو پر خلاف په ډېره سپین سترګۍ چلند ورسره وکړ. رسول الله صلی علیه وسلم له بني عامر ابن صعصعه څخه ورته غوښتنه وکړه، هغوی په دې شرط د دغې غوښتنې منلو ته تیار وو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته به واک دوی ته رسېږي؛ خو رسول الله صلی علیه وسلم د دوی شرط ونه مانه. وروسته یې د یمن له کنده قبیلې سره ولیدل، هغوی هم له ده صلي الله علیه وسلم وروسته د واک ترلاسه کولو غوښتنه وکړه خو رسول الله صلی علیه وسلم یې دا ډول نصرت ورکول ونه منل. وروسته یې له بکر بن وائل سره ولیدل، دوی ځکه د رد ځواب ورکړ چې د فارس امپراتورۍ په ګاونډ کې اوسیدل. رسول الله صلی علیه وسلم بیا له بني ربیعه څخه لیدنه وکړه، هغوی هېڅ ځواب ور نه کړ. وروسته رسول الله صلی علیه وسلم بني شیبان قبیلې ته ورغی، دوی هم د فارس امپراتورۍ په ګاونډ کې اوسیدل. بني شیبان وویل چې دوی تیار دي چې یوازې د عربو پر وړاندې له رسول الله صلی علیه وسلم څخه ملاتړ وکړي، خو د فارسیانو پر وړاندې دا کار نه شي کولی؛ رسول الله صلی علیه وسلم دوی ته وفرمایل: 

«ما أسأتم الرد إذ أفصحتم بالصدق، إنه لا يقوم بدين الله إلا من حاطه من جميع جوانبه»

«ښه مو وکړل چې څرګند او ریښتینی ځواب مو راکړ، خو د الله دین ته هغه څوک نصرت نه شي ورکولی چې بشپړه او هر اړخیزه احاطه پرې ونه کړي (د دین هره برخه ونه مني) .»

سره له دې چې ډېرو قبیلو د رد ځواب ورکړ، خو رسول الله صلی علیه وسلم بیا هم د نصرت ترلاسه کولو هڅه کوله. هغه صلي الله علیه وسلم هېڅ وخت په دې لار کې دوه زړی او نهیلی نه شو او نه یې خپله لار بدله کړه. . «زاد المعاد» کې له الواقدي څخه روایت دی چې:

وَكَانَ مِمّنْ يُسَمّى لَنَا مِنْ الْقَبَائِلِ الّذِينَ أَتَاهُمْ رَسُولُ اللّهِ ﷺ وَدَعَاهُمْ وَعَرَضَ نَفْسَهُ عَلَيْهِمْ بَنُو عَامِرِ بْنِ صَعْصَعَة، وَمُحَارِبُ بْنُ حصفة، وَفَزَارَةُ، وَغَسّانُ، وَمُرّةُ، وَحَنِيفَةُ، وَسُلَيْمٌ، وَعَبْسُ، وَبَنُو النّضْر،ِ وَبَنُو الْبَكّاءِ، وَكِنْدَةُ، وَكَلْبٌ، وَالْحَارِثُ بْنُ كَعْبٍ، وَعُذْرَةُ، وَالْحَضَارِمَةُ، فَلَمْ يَسْتَجِبْ مِنْهُمْ أَحَدٌ.

«هغه قبیلې چې موږ ته معلومې دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم د نصرت او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ورغلی و، دادي: بنو عامر بن صعصعه، محارب بن حفصه، فزاره، غسان، مرة، حنیفه، سلیم، عبس، بنو نضر، بنو بکا، کنده، کلب، حارث بن کعب، عذرة، او حضارمة. له دغو قبیلو څخه یوې هم مثبت ځواب ور نه کړ

رسول الله صلی علیه وسلم د نصرت ترلاسه کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړ، تر دې چې الله سبحانه وتعالی د نصرت په ورکولو خپل دین سرلوړی کړ. د ابن هشام په سیرت کې له ابن اسحاق څخه نقل کېږي چې:

"فَلَمّا أَرَادَ اللّهُ عَزّ وَجَلّ إظْهَارَ دِينِهِ وَإِعْزَازَ نَبِيّهِ ﷺ وَإِنْجَازَ مَوْعِدِهِ لَهُ خَرَجَ رَسُولُ اللّهِ ﷺ فِي الْمَوْسِمِ الّذِي لَقِيَهُ فِيهِ النّفَرُ مِنْ الأَنْصَارِ، فَعَرَضَ نَفْسَهُ عَلَى قَبَائِلِ الْعَرَبِ، كَمَا كَانَ يَصْنَعُ فِي كُلّ مَوْسِمٍ. فَبَيْنَمَا هُوَ عِنْدَ الْعَقَبَةِ لَقِيَ رَهْطًا مِنْ الْخَزْرَجِ أَرَادَ اللّهُ بِهِمْ خَيْراً."

«کله چې الله سبحانه وتعالی وغوښتل چې خپل دین حاکم او اظهار کړ، خپل پيغمبر ته اعزاز ورکړي او خپله ژمنه پوره کړي؛ رسول صلی الله علیه وسلم د حج په موسم کې د عربو قبیلو د مشرانو لیدلو ته ورغی چې له انصارو سره یې وکتل. هغه صلی الله علیه وسلم د تل په څېر دوی ته خپل ځان وروړاندې کړ. رسول الله صلی علیه وسلم په عقبه کې د خزرج قبیلې له خلکو سره وکتل او دوی هغه کسان وو چې الله سبحانه وتعالی د نصرت د فضیلت لورینه پرې کړې وه.»

د خزرج قبیلې هغو خلکو د رسول الله صلی علیه وسلم غوښتنه ومنله او له اوس قبیلې سره د خپلې شخړې د حل په موخه مدینې ته ستانه شول. یو کال وروسته یې بیا دوولس کسان راغلل او په عقبه کې یې له پیغمبر صلی علیه وسلم سره ولیدل. دا د عقبې لومړی بیعت و. وروسته چې مصعب ابن عمیر د مدینې ټولنه تیاره کړه، مشرانو یې له پیغمبر صلی علیه وسلم سره ولیدل او د نصرت او ملاتړ ورکولو ژمنه یې ورسره وکړه. دوی یو ځل بیا له پیغمبر صلی علیه وسلم سره په عقبه کې ولیدل او له ده صلي الله علیه وسلم څخه د اطاعت کولو ژمنه یې وکړه؛ دا د رسول الله صلی علیه وسلم په څنګ کې او د هغه په ملاتړ د جنګ کولو ژمنه وه. د ابن هشام په سیرت کې د دغه بیعت پر مهال له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کېږي چې:

ثُمّ قَال: أُبَايِعُكُمْ عَلَى أَنْ تَمْنَعُونِي مِمّا تَمْنَعُونَ مِنْهُ نِسَاءَكُمْ وَأَبْنَاءَكُمْ. قَالَ: فَأَخَذَ الْبَرَاءُ بْنُ مَعْرُورٍ بِيَدِهِ ثُمّ قَالَ: نَعَمْ وَاَلّذِي بَعَثَك بِالْحَقّ (نَبِيّاً) لَنَمْنَعَنّك مِمّا نَمْنَعُ مِنْهُ أُزُرَنَا، فَبَايِعْنَا يَا رَسُولَ اللّهِ، فَنَحْنُ وَاَللّهِ أَبْنَاءُ الْحُرُوبِ وَأَهْلُ الْحَلْقَةِ وَرِثْنَاهَا كَابِرًا (عَنْ كَابِرٍ)

«بيا يې وويل: زه له تاسو څخه دا ژمنه اخلم، چې تاسو به زما داسې ساتنه کوئ لکه د خپلو ښځو او ماشومانو چې کوئ. البراء بن معرور د رسول الله صلی علیه وسلم لاس ونیو او ویې ویل: په هغه ذات قسم چې ته یې په حقه پیغمبر رالیږلی یې، موږ به ستا همداسې ساتنه وکړو، لکه د خپلو اولادونو چې کوو؛ نو اې د الله رسوله، زموږ ژمنه واخله، پر الله قسم چې موږ جنګي او وسله‌وال خلک يو؛ دا موږ ته د خپلو پلرونو او نیکونو میراث دی.»

له دې سره د الله سبحانه وتعالی ژمنه پوره او اسلامي دولت تاسیس شو.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دوو کارونو د ترسره کولو په موخه د نصرت ترلاسه کولو په لټه کې و: لومړی: د خپل رب د حکم د پر ځای کولو په موخه د ملاتړ ترلاسه کول او د خنډونو لرې کول. دویم: یوه دولت او حاکمیت ته د اسلام رسول. د لومړۍ موخې په تړاو، حکیم په خپل مستدرک کې د جابر رضی الله عنه او د دوو شیخانو (بخاري او مسلم) پر استناد روایت کړی دی. جابر رضي الله تعالی عنه فرمايي:

كان رسول الله ﷺ يعرض نفسه على الناس... فيقول: هل من رجل يحملني إلى قومه، فإن قريشاً قد منعوني أن أبلغ كلام ربي؟ قال: فأتاه رجل من بني همدان فقال: أنا. فقال: وهل عند قومك منعة؟ قال: نعم. وسأله من أين هو فقال: من همدان. ثم إن الرجل خشي أن يخفره قومه -أي ينقضوا عهده- فأتى رسول الله ﷺ فقال: آتي قومي فأخبرهم ثم ألقاك من عام قابل. قال: نعم

«رسول الله صلی علیه وسلم به خلکو ته ورتللو او ورته ويل يې: قریش ما د خپل رب له خبرو منع کوي، ایا داسې څوک شته چې ما يې خپل قوم ته ورولي؟ له بني حمدان څخه یو کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: زه يم. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل ایا ستا خلک زور لري؟ هغه وويل: هو. بيا يې ترې وپوښتل: له کومه ځايه راغلی يې؟ هغه سړي وويل: له بني همدان څخه: دغه کس وېرېده چې قوم به یې یوازې پریږدي او خپله ژمنه به ترسره نه شي کړی، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته یې وویل: زما خلک راځي، له هغوی سره خبرې وکړه، زه به راتلونکی کال درسره ووینم. پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: سمه ده.»

د ابن هشام په سیرت کې له ابن اسحاق څخه روایت شوی چې:

فكان رسول الله يعرض نفسه في المواسم على قبائل العرب يدعوهم إلى الله وإلى نصرته، ويخبرهم أنه نبي مرسل، ويسألهم أن يصدّقوه ويمنعوه حتى يبين عن الله ما بعثه به

«پیغمبر صلی علیه وسلم به د حج په موسم کې له عربو قبیلو سره لیدل او دوی ته یې د الله پر لور بلنه ورکوله چې ده صلي الله علیه وسلم ته نصرت ورکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم به دوی ته ویل چې دی صلي الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی ریښتینی پیغمبر دی او دا چې پر ده صلي الله علیه وسلم اېمان راوړي او تر هغې یې ننګه او ملاتړ وکړي، څو الله سبحانه وتعالی هغه څه چې پر ده صلي الله علیه وسلم یې نازل کړي، اظهار (حاکم) کړي.»

نو دا د هغه نصرت غوښتنه وه، چې په مرسته یې پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپل دعوت پرمخ وړلی شو.

د نصرت ترلاسه کولو د دویمې موخې -دولت او حاکمیت ته د اسلام رسول- په تړاو رسول صلی الله علیه وسلم له بني شعبان سره خبرې وکړې، خو دوی ونه منله. رسول صلی الله علیه وسلم دغه راز له بني عامر ابن صعصعه او بني کنده سره وکتل او دوی له پیغمبر صلی الله علیه وسلم وروسته د واک د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه، خو رسول صلی الله علیه وسلم د دوی دا مشروط نصرت ونه مانه. د دې هڅو په پایله کې له اوس او خزرج قبیلو سره د نصرت بیعت وشو. د عقبې دویم بیعت په اصل کې د جګړې بیعت و. د نصرت تر غوښتلو وړاندې به رسول صلی الله علیه وسلم دوی لومړی اسلام ته رابلل. په ابن هشام سیرت کې له زهري څخه روایت کیږي چې: 

 ((أَنّهُ أَتَى بَنِي عَامِرِ بْنِ صَعْصَعَةَ فَدَعَاهُمْ إلَى اللّهِ عَزّ وَجَلّ وَعَرَضَ عَلَيْهِمْ نَفْسَهُ فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ مِنْهُمْ - يُقَالُ لَهُ بَيْحَرَةُ بْنُ فِرَاسٍ وَاَللّهِ لَوْ أَنّي أَخَذْت هَذَا الْفَتَى مِنْ قُرَيْشٍ ، لَأَكَلْتُ بِهِ الْعَرَبَ ، ثُمّ قَالَ أَرَأَيْتَ إنْ نَحْنُ بَايَعْنَاك عَلَى أَمْرِك ، ثُمّ أَظْهَرَك اللّهُ عَلَى مَنْ خَالَفَك ، أَيَكُونُ لَنَا الْأَمْرُ مِنْ بَعْدِك ؟ قَالَ الْأَمْرُ إلَى اللّهِ يَضَعُهُ حَيْثُ يَشَاءُ قَالَ فَقَالَ لَهُ أَفَتُهْدَفُ نَحُورُنَا لِلْعَرَبِ دُونَك ، فَإِذَا أَظْهَرَك اللّهُ كَانَ الْأَمْرُ لِغَيْرِنَا لَا حَاجَةَ لَنَا بِأَمْرِك))

«هغه صلی الله علیه وسلم بني عامر بن صعصعه قبیلې ته ورغئ او دوی یې د الله سبحانه وتعالی لور ته راوبلل او خپل ځان یې ورته وړاندې کړ (یعنې د خپل ځان لپاره یې د نصرت غوښتنه وکړه). له دوی څخه یو کس چې  بهره بن فراس نومیده وویل: که زه (له قریشو څخه) دغه کس ته ځای ورکړم، نو د هغه په مرسته به ټول عرب لاندې کړم. بیا یې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وویل: که موږ له تا سره د نصرت بیعت وکړو او الله دې پر دښمنانو برلاسی کړي؛ نو له تا وروسته به قدرت (دولت) موږ ته ورسیږي؟ رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: قدرت (حکومت) د الله سبحانه وتعالی دی او الله سبحانه وتعالی به یې هغه چا ته ورکړي چې خوښه یې وي. هغه کس وویل: د ټولو عربو غشي به زموږ پر سینو لګېږي او چې بریالی شې، نو له تا وروسته به قدرت بل څوک اخلي! هیڅکله نه، موږ ستا حکومت ته اړتیا نه لرو.»

له دې پیښې معلومیږي چې عرب پر دې ښه پوهیدل چې رسول صلی الله علیه وسلم د نصرت په ترلاسه کولو د څه شي په لټه کې دی او هغه د یو دولت او حاکمیت د ترلاسه کولو لپاره له یوې زوروې قبیلې څخه د ملاتړ او نصرت غوښتل وو. دوی پوهیدل چې ټول عرب به د دغه دولت او حاکمیت پر وړاندې درېږي. نصرت ورکوونکې قبیلې باید د پیغمبر او نوي جوړ شوي دولت د ساتلو لپاره جګړه وکړي. د همدغې قربانۍ په بدل کې بنو عامر او بني کندې قبیلو د رسول صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د واک د ترلاسه کولو غوښتنه کوله او د دغه شرط د منلو په صورت کې نصرت ورکولو ته تیار وو. په یثریب کې اوس او خزرج قبیلې وې چې له شرط پرته او یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا په خاطر یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ساتلو او د اسلام د پلي کولو لپاره رسول صلی الله علیه وسلم ته نصرت ورکړ.   

انصارو په عقبه کې له رسول صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ. د بیعت پر مهال د خبرو پیل د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تره، عباس بن عبدالمطلب وکړ. د ابن هشام په سیرت کې له کعب بن مالک څخه روایت دی، چې عباس انصارو ته وویل:

(يَا مَعْشَرَ الْخَزْرَجِ... فَإِنْ كُنْتُمْ تَرَوْنَ أَنّكُمْ وَافُونَ لَهُ بِمَا دَعَوْتُمُوهُ إلَيْهِ وَمَانِعُوهُ مِمّنْ خَالَفَهُ فَأَنْتُمْ وَمَا تَحَمّلْتُمْ مِنْ ذَلِكَ وَإِنْ قَالَ فَقُلْنَا لَهُ قَدْ سَمِعْنَا مَا قُلْت، فَتَكَلّمْ يَا رَسُولَ اللّهِ فَخُذْ لِنَفْسِك وَلِرَبّك مَا أَحْبَبْت)

«اې د خزرج خلکو! ... که فکر کوئ چې هغه کار کولی شئ چې بلنه یې درکړل شوې او له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه به د هغه د دښمنانو پر وړاندې ساتنه وکړئ؛ نو بیا دغه مسولیت ته اوږه ورکړئ. که فکر کوئ چې کله درشي، ورته شا کوئ او یوازې يې پرېږدئ؛ نو ښه ده چې اوس یې پرېږدئ.»

د عباس رضي الله تعالی عنه د دغو خبرو له اوریدو وروسته انصارو رسول صلی الله علیه وسلم ته وویل، موږ هرې هغې ژمنې ته تیار یو چې ته یې له موږ څخه غواړې. پیغمبر صلی الله علیه وسلم د قران کریم څو ایتونه تلاوت کړل او اسلام له سپارښتنې او هڅونې وروسته یې وفرمایل:

«أُبَايِعُكُمْ عَلَى أَنْ تَمْنَعُونِي مِمّا تَمْنَعُونَ مِنْهُ نِسَاءَكُمْ وَأَبْنَاءَكُمْ»

«زه له تاسو څخه دا بیعت اخلم چې تاسو به له ما داسې ساتنه کوئ، لکه له خپلو ماشومانو او ښځو یې چې کوئ. »

له دې سره براء د رسول صلی الله علیه وسلم لاس ونیو او ویې ویل، «موږ له تا سره بیعت کوو، په الله قسم چې موږ د جنګ خلک یو او یوه ډله لرو. دا ویاړ موږ ته له نیکونو پاتې دی.» ابو الهيثم بن التيهان د براء خبرې پرې کړې او ویې ویل، «موږ له یهودو سره تړون لرو او تیار یو چې دغه تړون مات کړو، خو که دغه تړون مات کړو او الله سبحانه وتعالی تاته واک درکړي؛ هغه وخت به موږ پریږدې او خپلو خلکو ته به ورشې؟» پیغمبر صلی الله علیه وسلم موسکی شو او ویې فرمایل:

«بَلْ الدّمَ الدّمَ وَالْهَدْمَ الْهَدْمَ أَنَا مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مِنّي ، أُحَارِبُ مَنْ حَارَبْتُمْ وَأُسَالِمُ مَنْ سَالَمْتُمْ»

«ستاسو وینه زما وینه ده او ستاسو تباهي زما تباهي ده. زه له تاسو څخه یم او تاسو له ما څخه یاست. له چا سره چې جنګېږئ، زه هم ورسره جنګېږم او له چا سره چې سوله کوئ، زه هم سوله ورسره کوم.»

بیا روایت کیږي چې،

أَنّ الْقَوْمَ لَمّا اجْتَمَعُوا لِبَيْعَةِ رَسُولِ اللّهِ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَسَلّمَ قَالَ الْعَبّاسُ بْنُ عُبَادَةَ بْنِ نَضْلَةَ الْأَنْصَارِيّ ، أَخُو بَنِي سَالِمِ بْنِ عَوْفٍ يَا مَعْشَرَ الْخَزْرَجِ ، هَلْ تَدْرُونَ عَلَامَ تُبَايِعُونَ هَذَا الرّجُلَ ؟ قَالُوا: نَعَمْ قَالَ إنّكُمْ تُبَايِعُونَهُ عَلَى حَرْبِ الْأَحْمَرِ وَالْأَسْوَدِ مِنْ النّاسِ فَإِنْ كُنْتُمْ تَرَوْنَ أَنّكُمْ إذَا نُهِكَتْ أَمْوَالُكُمْ مُصِيبَةً وَأَشْرَافُكُمْ قَتْلًا أَسْلَمْتُمُوهُ فَمِنْ الْآنَ فَهُوَ وَاَللّهِ إنْ فَعَلْتُمْ خِزْيُ الدّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَإِنْ كُنْتُمْ تَرَوْنَ أَنّكُمْ وَافُونَ لَهُ بِمَا دَعَوْتُمُوهُ إلَيْهِ عَلَى نَهْكَةِ الْأَمْوَالِ وَقَتْلِ الْأَشْرَافِ فَخُذُوهُ فَهُوَ وَاَللّهِ خَيْرُ الدّنْيَا وَالْآخِرَةِ قَالُوا: فَإِنّا نَأْخُذُهُ عَلَى مُصِيبَةِ الْأَمْوَالِ وَقَتْلِ الْأَشْرَافِ. فَمَا لَنَا بِذَلِكَ يَا رَسُولَ اللّهِ إنْ نَحْنُ وَفّيْنَا ( بِذَلِكَ ) قَالَ الْجَنّةُ. قَالُوا: اُبْسُطْ يَدَك. فَبَسَطَ يَدَهُ فَبَايَعُوهُ وَأَمّا عَاصِمُ بْنُ عُمَرَ بْنِ قَتَادَةَ فَقَالَ وَاَللّهِ مَا قَالَ ذَلِك الْعَبّاسُ إلّا لِيَشُدّ الْعَقْدَ لِرَسُولِ اللّهِ صَلّى اللّهُ عَلَيْهِ وَسَلّمَ فِي أَعْنَاقِهِمْ. وَأَمّا عَبْدُ اللّهِ بْنُ أَبِي بَكْرٍ فَقَالَ مَا قَالَ ذَلِكَ الْعَبّاسُ إلّا لِيُؤَخّرَ الْقَوْمَ تَلِك اللّيْلَةَ رَجَاءَ أَنْ يَحْضُرَهَا عَبْدُ اللّهِ بْنُ أُبَيّ ابْنِ سَلُولَ ، فَيَكُونَ أَقْوَى لِأَمْرِ الْقَوْمِ. فَاَللّهُ أَعْلَمُ أَيّ ذَلِكَ كَانَ

«کله چې دا ټوله ډله د بیعت لپاره چمتو شوه، نو عباس بن عباده بن نزله الانصاري چې د بني سليم بن عوف له خپلوانو څخه و، ټولو ته په خطاب کې وویل: تاسو پر هغو مسولیتونو پوه شوئ، چې تر بیعت کولو وروسته ستاسو پر اوږو بارېږي. دوی وویل: هو، پوه یو. ده وویل: د دغه بیعت معنی دا ده چې تاسو باید له هر قوم سره وجنګېږئ، نو که مو د پیغمر صلی الله علیه وسلم د ساتلو لپاره شتمني له منځه لاړه شي او مشران مو ووژل شي او بیا تاسو دی صلي الله علیه وسلم یوازې پرېږدئ؛ نو ښه ده چې اوس یې پرېږدئ. ځکه چې د ژمنې او بیعت له ورکولو وروسته د هغه د ماتولو پایله په دنیا او اخرت کې ذلت دی. که پر دې هر څه سربېره دغه بیعت ته چمتو یئ، نو (پيغمبر صلی الله علیه وسلم) درسره بوزئ؛ دا د دنیا او اخرت خیر دی. له دې وروسته ټولو حاضرینو وویل، زموږ د ژوند او شتمنیو پر وړاندې د ټولو ابتلاوو سربېره، موږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ځان سره بيايو. اې پیغمبره، موږ ته ووایه چې که دغه ژمنه سرته ورسوو، نو په بدل کې یې زموږ لپاره څه دي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: جنت. دوی وویل، لاس دې راکړه. پیغمبر صلی علیه وسلم خپل لاس ور اوږد کړ او دوی ټولو بیعت ورسره وکړ»

مدینې ته د هجرت موخه دا وه چې د قدرت د ترلاسه کولو له لارې دولت تاسیس او اسلام پلی کړي او انصارو د بیعت له لارې د دغه ملاتړ او ساتنې ضمانت کاوه. دا د نصرت دویم ډول دی، چې موخه یې د اسلامي دولت او حاکمیت رامنځته کول دي.

په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی له حکم سره سم د نصرت ترلاسه کولو په موخه د رسول صلی الله علیه وسلم نه ستړې کیدونکې هلې ځلې، په دغو هلو ځلو کې پر ځور او کړاوونو سربیره په خپله تګلاره کې له کوم بدلون پرته د هغه استقامت او زغم دا په ډاګه کوي چې د نصرت د لټولو حکم د الله سبحانه وتعالی قاطع امر و او پرې واجب و. دا د اسلامي دولت د تاسیس او ژوند ته د اسلام د بیا راګرځولو تګلاره ده او په دغه مسیر کې زړه نازړه کېدل او تزلزل جواز نه لري.

نو هر حزب یا ډله چې د یوه دولت په توګه د اسلام پلي کولو لپاره کار کوي؛ پر دوی واجب ده چې د قدرت ترلاسه کولو لپاره د رسول صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم د قدرت له څښتنانو نصرت وغواړي. نن ورځ د نصرت د ورکړې خلک یا د قدرت څښتنان د اسلامي هیوادونو پوځونه دي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم قبیلې د اوسنیو دولتونو په توګه په پام کې نیولې او په هغو قبیلو کې یې له هغو کسانو نصرت غوښت چې قدرت یې درلود. نن ورځ دا خبره پر اسلامي لښکرو او ځینو اسلامي هیوادونو کې پر لویو قبیلو پلې کېږي، چې د حکومت او واک بدلولو وس لري. حزب التحریر دغه ډول د قدرت له څښتنانو څخه د خلافت د تاسیس له لارې ژوند ته د اسلام د بېرته راګرځولو په موخه د نصرت ترلاسه کولو لپاره کار کوي.

د حزب التحریر لخوا د نصرت غوښتنه چې ژوند ته د اسلام د بیا راګرځولو  لپاره کار کوي، یو سیاسي عمل دی. هغه کسان چې د مادي نصرت ورکولو وړتیا لري، د واک څښتنان دي او داسې لارې لري چې د حاکمیت او واک بدلولو لپاره حزب التحریر ته ځواکونه بسیج کړي. حزب التحریر له بېلابیلو لارو د قدرت له څښتنانو غواړي چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړي. د قدرت څښتنان باید د دغو فاسدو واکمنانو د له منځه وړلو او حزب التحریر ته د قدرت سپارلو لپاره بسیج شي. سربیره پردې، حزب التحریر له امت سره کار کوي چې د قدرت څښتنان دغه لوی مسولیت ته داوږو ورکولو لپاره چمتو کړي.

نصرت ورکول د دې ترڅنګ چې واجب دي، اوس یو خورا مهم او بیړنی کار دی. ټولنې په اوسني نظم کې لاندې شوې او خپله هېڅ واک نه لري. له همدې امله یوازې د اسلام د تطبیق لپاره د خلکو په قانع کولو بدلون نه شي راتلی. نو اسلام په اساسي ډول یوازې د نصرت د ورکړې له اهل څخه د قدرت او واک په ترلاسه کولو سره پلی کېدی شي، خو تر دې وړاندې لازمه ده چې په ټولنه کې اسلامي افکار حاکم او عامه رایه او فضا د اسلام پلي کولو ته چمتو شي.

د نصرت د ترلاسه کولو چاره ډیره مهمه او اړینه ده، په دې معنی چې د دولت تاسیس او د الله سبحانه وتعالی د بيرغ پورته کېدل په همدغه ستر شرعي حکم پورې تړلي دي. اړینه ده چې نور دغه په خیانت پسې خیانت -چې امت ورسره مخ دی- له منځه یوړل شي او نور د ما أنزل الله خلاف حکم ونه شي. امت د پانګوال نظام تر تسلط لاندې دی. له خواریو، غميزو، مصیبتونو او لویو کړاوونو سره مخ دی. دا چې د نصرت غوښتنه د واک او قدرت له خاوندانو او هغو کسانو کېږي چې د اسلام د دعوت د ملاتړ لپاره په حکومت کې د بدلون راوستلو لپاره د واک او قدرت وسیلې لري؛ نو د مسلې جدي‌والي او بیړني‌والي ته په کتو د دوی مسولیت خورا مهم دی. له شک پرته، که دوی خپل مسولیت ادا کړي، نو اجر یې هم همدوره لوی دی. نو دغه اجر او مقام څه دی؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید د مدینې د انصارو فضیلت او مقام ته وګورو چې هغه وخت یې نصرت ورکړی.

سرچينه: الوعی مجله ۲۵۸- ۲۵۹ ګڼه

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې