سه شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب‌التحریر ولایه پاکستان غزې په پنځو ساعتونو کې ۴۰۰ شهیدان ورکړل!

 

په دې مبارکه میاشت کې د داسې وحشتونو له بیان څخه الفاظ عاجز دي. د نتنياهو یهود او د ټرمپ امریکا په هغو سلو الوتکو سره د خوب په حال کې بې‌ګناه مسلمانانو باندې زور ازمايي چې امریکایي جنګي بم‌غورځوونکې هم پکې شاملې وې. هغوی د ملکي وګړو پر خیمو په دې پلمه بمبار وکړ چې ګواکي هلته د مقاومت یو شمېر کسان دي. دوی دا ټول بریدونه د «اوربند» تر نامه لاندې دوکې سربېره او له هغه څخه په استفادې وکړل!

که دا د جرمونو مور نه ده، نو څه دي!؟ بلکې تر دې لویه جفا، د مسلمانانو د حکامو او پوځونو خیانت دی! هغوی د دغو جنایتکارانو لاسونه پرې کولای شوای، خو پرې یې نه کړل.

نو دا څنګه خیانت دی؟ دا څنګه رذالت دی؟ او په سقر کې به کوم عذاب ورته تیار شوی وي؟ رسول الله ﷺ فرمایلي دي:

«مَا مِنِ امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِمًا فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلاَّ خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ وَمَا مِنِ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِمًا فِي مَوْضِعٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ إِلاَّ نَصَرَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ نُصْرَتَهُ»

ژباړه: «څوک چې خپل مسلمان ورور په داسې ځای کې چې حرمت او عزت یې له منځه ځي، یوازې پرېږدي (او مرسته يې ونه کړي)، الله سبحانه وتعالی به په داسې ځای کې هغه یوازې پرېږدي، چې الهي نصرت ته به اړتیا لري او هغه څوک چې له خپل مسلمان ورور سره په داسې ځای کې مرسته وکړي چې حرمت او عزت یې له منځه ځي، نو هغه ته به الله سبحانه وتعالی په داسې ځای کې نصرت ورکړي، چې دی یې غواړي او اړتیا ورته لري.»

د حزب‌التحریر ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
سه‌شنبه، د ۱۴۴۶هـ.ق کال د رمضان ۱۸مه

د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۸مه

 

 

 

Last modified onیکشنبه, 23 مارچ 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې