- مطابق
حزبالتحریر ولایه تونس د ۲۰۲۵م د مارچ پر ۲۸مه، چې د ۱۴۴۶هـ د رمضان المبارک ۲۸مه وه، د جمعې تر لمانځه وروسته د تونس له فتح جوماته د غزې د نصرت او د صهیوني-امریکایي یرغل پر ضد یو ستر ولسي لاریون ترسره کړ، چې اهلالتونس الزیتونه ورته بلنه ورکړې وه. په دې لاریون کې د تونس له خاورینو، دیندوستو خلکو پراخ ګډون شوی و.
په لاریون کې د دې شعار لوحې
«اې پوځونو! څه درباندې شوي، کله چې درته وویل شي د الله په لاره کې ووځئ، نو پر ځمکه درانده کېنئ؟»!
د تونس د حزبالتحریر د غړي، استاد محمد الناصر شویخه د نیولو په غبرګون هم لوحې پورته شوې وې، چې د هغه د نیونې لامل یې د امریکا له دښمن پوځ سره په تونس کې د ترسره شوو ګډو پوځي تمرینونو نیوکه وه.
پر یوې لوحې لیکل شوي وو:
«اې د تونس نظامي محکمې! د دښمن امریکا سره د پوځي تمرینونو نیوکه جرم نه دی»!
او پر بلې لیکل شوي وو:
«اې د تونس نظامي محکمې! هغه ازاد کړئ چې د غزې ملاتړ یې کړی»!
په سیمه کې ګڼې نورې لوحې هم پورته شوې، چې د اسلامي هېوادونو پوځونو ته یې د فلسطیني وروڼو د ملاتړ غږ ورساوه.
لاریون د تکبیرونو او تهلیلونو سره پیل شو، د پلازمېنې د اصلي واټونو له لارې د «شارع الثورة» تر سړک پورې وغځېد، او د حزبالتحریر د یو ځوان لخوا پای ته ورسېد. هغه په خپلې وینا کې د اسلامي هېوادونو پوځونه د ظالمو واکمنانو تر لرې کولو وروسته، د فلسطیني وروڼو د ملاتړ وجیبې ته راوبلل.
دا لاریون د غزې پر مسلمانانو د بیا پیل شوې وحشیانه نسلوژنې پر وړاندې ترسره شو، ترڅو حزبالتحریر ولایه تونس یو ځل بیا دا ټینګار وکړي چې له فلسطینیانو سره پر خپل عهد ولاړ دی، او د نبوت پر منهج د دویمې خلافت راشده دولت د اقامې لپاره خپل دعوت ته دوام ورکوي؛ دا د الله وعده او د رسول الله ﷺ زېری دی.
د حزبالتحریر ولایه تونس د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۶هـ.ق کال د رمضان ۲۸مه
۲۰۲۵م کال د مارج ۲۸مه
- د لاریون شیبې -
https://hizb-uttahrir.info/pa/index.php/dawahnews/%D9%BC%D9%88%D9%86%D8%B3/4657#sigProId8c45a8bc49
- د فعالیتونو هشتګونه -
#طوفان_الأقصى
#الجيوش_إلى_الأقصى
#الأقصى_يستصرخ_الجيوش
#AksaTufanı
#OrdularAksaya
#ArmiesToAqsa
#AqsaCallsArmies
د لا زیاتو معلوماتو لپاره د حزبالتحریر ولایه تونس پاڼې وګورئ:
د حزبالتحریر ولایه تونس رسمي وېبپاڼه
د حزبالتحریر ولایه تونس فېسبوکپاڼه