سه شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب التحرير/هالنډ: «په امستردام کې لاريون، د غزې د ملاتړ لپاره حرکت!»

د غزې د مظلومو مسلمانانو د ملاتړ په موخه، او دا چې د غزې پر ضد د روانې نسل‌وژنې، قتل او قحطۍ په اړه د مسلمانانو پوهاوی زیات شي او مسولیت یې وریاد شي، حزب التحرير/هالنډ د ۲۰۲۵م کال د اپرېل پر ۶مه، یکشنبه، په امستردام ښار کې د «د غزې د ملاتړ حرکت» تر سرليک لاندې يو ستر لاريون تنظيم کړ.

دغه لاريون له ټاکلي ځايه پيل شو او د امستردام ښار پر واټونو خپور شو، ګډونوالو پکې د غزې د ملاتړ شعارونه ورکول، د اسلامي امت د پوځونو د راپاڅولو لپاره غږونه يې پورته کول او د ذلیلو او خوارو حکامو، په ځانګړي ډول د مصر او اردن د رژيمونو، د نسکورېدو غوښتنه یې کوله. دغه راز، شعارونو د کافر غرب دروغ او توطئه بربنډوله، او د هغوی د فاسدو نړیوالو بنسټونو ړنګېدنه یې افشا کوله. دا يو ستر لاریون و چې ګڼ شمېر مسلمانانو، اوسېدونکو او د پلورنځیو خاوندانو پکې ګډون کړی و. د لاريون په وروستۍ برخه کې يوه غونډه هم وشوه، چې د قرآنکريم د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. ورپسې د حزب التحرير/هالنډ د مطبوعاتي دفتر استازي، اُکې پالا، يوه وينا واوروله، چې پکې يې د مسلمانانو د غږ اوچتېدو او د غزې د مظلومو مسلمانانو د درد په اړه د هغوی د دريځ څرګندولو ارزښت ته اشاره وکړه.

همداراز، نوموړي د بایکاټونو، مرستو او پرله‌پسې دعاګانو پر اغېزناکتوب هم خبرې وکړې. اُکې پالا خپله وينا د هغه پوهاوي او بصیرت په اړه خبرو سره پای ته ورسوله چې اسلامي امت یې باید ولري، څو له هغه ذلت او سپکاوي څخه خلاص شي، چې له اوږدې مودې راهيسې پرې اخته دي. هغه څرګنده کړه چې امت بايد قرباني ورکړي، د خپلو ظالمو واکمنانو پر ضد راپورته شي او هغوی نسکور کړي، د امت پوځونه دې ته اړ کړي، چې د فلسطین سپېڅلې خاورې پر لور حرکت وکړي، تر څو دا خاوره او سپېڅلی مسجد الاقصی ازاد کړي، او په غزه کې هغه نسل‌وژونکې جګړه ودروي، چې جنایتکار یهودي رژیم له اووه‌لسو میاشتو راهیسې پیل کړی دی.

په اروپا کې د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
يکشنبه، ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال ۸مه / ۲۰۲۵م کال د اپریل ۶مه

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې