- مطابق
(ژباړه)
له عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«أحب الأسماء إلی الله عز وجل عبد الله وعبد الرحمن»
ژباړه: الله سبحانه وتعالی ته تر ټولو غوره نومونه عبدالله او عبدالرحمن دي.
په دغه حدیث شریف کې دې ته اشاره شوې، چې الله سبحانه وتعالی ته تر ټولو غوره نومونه هغه دي چې په هغو کې الله سبحانه وتعالی ته د بندګۍ نسبت شوی وي؛ ځکه هغه صفت پکې بیان شوی چې یوازې الله سبحانه وتعالی یې لایق دی او بل هېڅوک یې وړ نه دي، هېڅ مخلوق پکې برخه نه لري او دغه امر په حقیقت کې د خپلو مخلوقاتو په نسبت د الله سبحانه وتعالی الوهیة دی. همدارنګه د بنده په تر ټولو غوره ځانګړنې اقرار کوي، چې بل هېڅوک یې لیاقت نه لري او انسان د سترګو د رپ په اندازه پخپل ټول ژوند کې ترې وتلی نشي، چې همدا د الله سبحانه وتعالی لپاره د بندګۍ صفت دی. پر همدغه اساس نوم له خپل مسمی سره سم راغلی او مسمي د خپل رب بندګۍ ته په نسبت ورکولو سره عزتمن کېږي؛ په دې توګه د دغه نامه لپاره فضلیت پیدا کېږي.
نن ورځ مسلمانان له غرب او غربي نومونو څخه د اغېزمنېدو له امله خپل بچیان په پردیو او بې معنا نومونو سره نوموي، چې دا د مسلمانانو د ذلت او بېعزتۍ ښکارندویي کوي. ډېر ژر به هغه ورځ راورسېږي، چې ټول بشریت د خپل رب بندګۍ ته راوبولو؛ ځکه خلافت به هر شی اصلاح کړي، ان د خلکو نومونه هم. خلک به ډېر ژر پر خپلو اولادونو د نومونو د اېښودلو په برخه کې د هغوی له واقعیت سره سم، چې د الله سبحانه وتعالی بندګي ده، سیالي وکړي.
ژباړه: بهیر «ویاړ»