شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
تر پنځو شیانو مخکې پنځه څیزونه  پنځه مهم فرصتونه
بسم الله الرحمن الرحيم
تر پنځو شیانو مخکې پنځه څیزونه پنځه مهم فرصتونه

(ژباړه)

له عمرو بن میمون څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کس ته نصیحت کاوه او ورته ویې فرمایل:

«اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ: شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغْلِكَ، وَحَيَاتِكَ قَبْلَ مَوْتِكَ» (السنن الكبرى للنسائي 10515)

ژباړه: پنځه شیان تر پنځو څیزونو مخکې غنیمت وګڼه: ځواني دې تر بوډاتوب مخکې، روغتیا دې تر ناروغۍ مخکې، شتمني دې تر فقر او بېوزلۍ مخکې، وزګارتیا او سهولت دې تر مصروفیت مخکې او  ژوند دې تر مرګ مخکې.

دغه حدیث شریف موږ هغه عمل ته هڅوي، چې الله سبحانه وتعالی ته د نږدې کېدو لامل کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ هڅولي یو، چې د وخت او فرصت تر ضایع کېدو وړاندې هغه غنیمت وګڼلو. لومړی فرصت چې باید غنیمت وګڼل شي، هغه د مستحبو عبادتونو په ترسره کولو کې له بوډاتوب او کمزورۍ وړاندې ځواني ده؛ ځکه فرض عباداتونه تل د توان په اندازه وي. دویم تر ناروغۍ وړاندې د روغتیا فرصت یو غنیمت دی؛ ځکه روغتیا هغه عنصر دی چې له مسلمان سره د الله سبحانه وتعالی د اوامرو په ترسره کولو کې مرسته کوي او د یو انسان د روغتیا نشتون هغه عذر دی، چې ډېری کړنې او تکلیفونه ساقطوي. پر همدغه اساس هغه کس چې ناروغ دی، نه ګناهکار کېږي، خو د هغه ثواب هم نشي ترلاسه کولی، چې د نېکو عملونو په ترسره کولو یې لاسته راوړلی شوی.

دغه موضوع د مال په اړه هم صدق کوي؛ ځکه مال د مسلمان لپاره هغه رزق او فرصت دی، چې د اسلام او مسلمانانو په لاره کې یې انفاق کړي، نو په واسطه یې خپل اخرت ابادولی شي. پر همدغه اساس مال او شتمني د یو لوی ثواب د ترلاسه کولو لپاره ښه فرصت دی، هغه فرصت چې د پیسو په نشتون کې یې له لاسه ورکوي. پر دې سربېره په حدیث شریف کې د وخت او زمان یادونه هم شوې ده، ځکه وخت داسې شی دی چې یو مسلمان یې باید تر ضایع کېدو وړاندې د الله سبحانه وتعالی په اطاعت او پیروۍ کې استفاده کړي او که نه نو د قیامت په ورځ به افسوس کوي.

لکه څنګه چې په حدیث شریف کې مرګ او ژوند ته اشاره شوې ده؛ ژوند هغه عمر دی چې الله سبحانه وتعالی د انسان لپاره ټاکلی او انسان ته په همدغه ژوند کې د عبادت او عمل لپاره یو ښه فرصت دی او بس. یعنې کله چې وفات شي، نو عمل یې قطع کېږي، د توبې دروازه تړل کېږي او بیا د حساب نوبت رارسېږي.

پر موږ لازمه ده چې له ژوند څخه د الله سبحانه وتعالی د خوښۍ او رضایت د لاسته راوړلو په موخه ګټه واخلو او د هغه سبحانه وتعالی د رضایت د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړو. وړاندې تر دې چې دغه پنځه شیان مو له لاسه ووځي او ناوخته شي، باید ګټه ترې واخلو؛ ځکه چې د الله سبحانه وتعالی له لوري یو فرصت دی.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې له موږ سره د هغو چارو په ترسره کولو کې مرسته وکړي، چې د هغه سبحانه وتعالی د خوښۍ او رضایت لامل کېږي او موږ د هغو تکړه او هڅاندو خلکو په ډله کې حساب کړي، چې د الله سبحانه وتعالی د رضا وړ دي! اللهم آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې