شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له امتحان او غلبېلېدو وروسته څه پېښېږي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
له امتحان او غلبېلېدو وروسته څه پېښېږي؟

(ژباړه)

عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې ویې فرمایل:

«يُوشِكُ أَنْ يَأْتِيَ زَمَانٌ يُغَرْبَلُ النَّاسُ فِيهِ غَرْبَلَةً، تَبْقَى حُثَالَةٌ مِنَ النَّاسِ، قَدْ مَرِجَتْ عُهُودُهُمْ وَأَمَانَاتُهُمْ وَاخْتَلَفُوا، فَكَانُوا هَكَذَا وَشَبَّكَ بَيْنَ أَصَابِعِهِ» (رواه ابوداود/3840)

ژباړه: ډېر ژر به هغه وخت راورسېږي چې خلک به غلبېل کېږي او کم ارزښته انسانان به پاتې کېږي، هغه چې عهد او میثاقونه یې ګډوډ شوي او په اختلاف کې راګېر شوي دي (د الله پیغمبر خپلې ګوتې له یو بل څخه تېرې کړې) او ویې فرمایل، د دغو ګوتو په څېر.

د شیخ عبدالمحسن بن حمد العَباد په حواله په شرح ابوداود کې راغلي: «يُغَرْبَلُ النَّاسُ فِيهِ غَرْبَلَةً» یعنې خلک امتحان او ازمویل کېږي، ترڅو نېک خلک له ناوړه خلکو څخه بېل شي او کم‌ارزښته انسانان د غنمو او اوړو د غلبېلولو پرمهال د هغو وښو او پوستکو په څېر دي، چې په غلبېل کې پاتې کېږي. خالص مواد لاندې تویېږي او پوستکي یې د غلبېل له سوریو نه وځي او پاتې کېږي. پر همدغه اساس هغه کسان چې پاتې کېږي، په حقیقت کې د ناخالصو موادو او د غنمو د پوستکو په څېر دي، چې د غلبېل له سوریو نشي وتلی او هېڅ خیر پکې نشته دی.

دغه تشبیه داسې کس کړې چې د نفس له هوا څخه نه دی غږېدلی، بلکې د امت اوسنی وضعیت یې په لنډ ډول بیان کړی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم د شام او هغو پېښو په اړه چې هلته رامنځته کېږي او همدارنګه د عراق، مصر، یمن، سوډان او نورو اسلامي خارو په اړه، چې اوسېدونکي یې خپل رب ته ژاړي او چیغې وهي، خبره کوي؛ هغه ځای چې امت د ابتلاء او ازمویښت په غلبېل کې غلبېلېږي او د خپل دین پر اساس امتحان او ازمویل کېږي، ترڅو د ایمان د مدعیانو هغه اصلي څېره بربنډه کړي، چې له دین څخه ناوړه استفاده کوي او د خپلو عایدو سرچینه یې ګڼي. همدارنګه د ټولو «خوږژبو» منافقینو رښتینی هویت څرګند کړي؛ لکه د اوبو پر سر هغه ځګ چې له منځه ځي او یوازې هغه څه پاتې کېږي چې خلکو ته ګټه لري.

هو نن ورځ واقعیت دا دی چې امت امتحان او ازمویل کېږي، ترڅو له هر ډول عیب او نیمګړتیا څخه پاک شي او چټلۍ او ناپاکۍ ورڅخه لرې شي؛ په دې توګه یوه پاکه او خالصه ډله پاتې شي او هغه مهال به پر دوی د الله سبحانه وتعالی نصرت او بریا نازله شي؛ ځکه د الله سبحانه وتعالی نصرت یوازې د پاکو او پرهېزګارو خلکو په برخه کېږي. نو اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امته! صبر غوره وکړئ، ځکه له تاسو سره د نصرت او خلافت ژمنه شوې ده.

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت راپه برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو ستونزې او سختۍ حل او بلاوې او مصیبتونه ورڅخه لرې شي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې