شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې هغو کسانو چې د الله د لیدو لېوال یئ، خوشاله اوسئ!
بسم الله الرحمن الرحيم
اې هغو کسانو چې د الله د لیدو لېوال یئ، خوشاله اوسئ!

(ژباړه)

د صحیح البخاري په شرحه فتح الباري کتاب کې په «من احب لقاءالله احب الله لقاءه» باب کې په کم بدلون سره له ابو موسی څخه روایت شوی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«من أحب لقاء الله أحب الله لقاءه، ومن كره لقاء الله كره الله لقاءه»

ژباړه: هر څوک چې له الله سره لیدل خوښوي، الله هم ورسره لیدل خوښوي او هر څوک چې له الله سره لیدل نه خوښوي، الله هم له هغه سره لیدل نه خوښوي.

مومن پر هغو نعمتونو چې الله سبحانه وتعالی په جنت کې ورته برابر کړي او پر هغو بشارتونو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورکړي، ایمان لري. پر همدغه اساس د الله سبحانه وتعالی د لیدو لېوالتیا لري او د ترلاسه کېدو لپاره یې بیړه کوي. په بدل کې یې الله سبحانه وتعالی هم د هغه د لیدو لېواله دی. خو کافر پر الله سبحانه وتعالی ایمان نه لري او پر هغه لوی عذاب باور نه لري، چې الله سبحانه وتعالی ورته تیار کړی دی. پر همدغه دلیل د الله سبحانه وتعالی د لیدو لېوال نه دی او د هغه لپاره بیړه نه کوي. الله سبحانه وتعالی هم د هغه لیدل نه خوښوي.

نن ورځ څومره کسان له موږ څخه د الله سبحانه وتعالی د لیدو لېوال دي؟ هغه څوک چې نېک عملونه ولري، د الله د لیدو لېوال دی. هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی د اوامرو د پلي کولو په لاره کې ثابت او ټینګ ولاړ وي، د الله سبحانه وتعالی د لیدو لېوال دی. هغه څوک چې موخه یې د الله سبحانه وتعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم رضایت وي او هغه څوک چې د مسلمانانو چارو ته پاملرنه او رسېدګي کوي، د الله د لیدو لېوال دی.

هغه کس چې د ځمکې پر مخ د الله سبحانه وتعالی د احکامو د بیا پلي کېدو لپاره هڅه کوي، د الله د لیدو لېوال دی؛ هغه څوک چې دنیا ورته کوچنۍ او بې ارزښته ښکاري او خپل ځان د الله سبحانه وتعالی د رضایت د تر لاسه کولو په لار کې کوچنی ګڼي، د الله د لیدو لېوال دی؛ هغه کس چې د الهي ژمنې د پرځای کېدو په موخه د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره کار کوي یا د هغو کسانو ملګرتیا کوي چې په دې لاره کې فعالیت کوي، په حقیقت کې د الله د لیدو لېوال دی. نو اې هغو کسانو چې د الله د لیدو لېوال یئ، تاسو ته د الله د محبت زیری درکول کېږي!

اې ربه! د نبوت پر منهج راشده خلافت ژر راپه برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو ستونزې او کړاوونه پای ته ورسېږي! اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. مین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې