شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خیر القرون
بسم الله الرحمن الرحيم
خیر القرون

(ژباړه)

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«خير الناس قرني ثم الذين يلونهم ثم الذين يلونهم.» (رواه البخاري)

ژباړه: غوره کسان هغه دي چې زما په وخت او عصر کې ژوند کوي (صحابه) او بیا هغه کسان چې تر دوی وروسته راځي (تابعین) او وروسته هغه کسان چې په دوی پسې راځي (تبع تابعین).

تر ټولو غوره خلک صحابه، تابعین او تبع تابعین دي، چې د اسلام دین یې تر موږ پورې رسولی دی. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ستایلي او ان هغه وخت او عصر یې هم ستایلی، چې دوی پکې ژوند کاوه؛ ځکه د دوی صدق او نیکي د هغه عصر د نیکۍ په معنا ده. دا هغه څه دي چې لوی تابعي قاسم بن مخیمره رحمه الله په څرګنده توګه بیان کړي دي. هغه فرمایي: «ستاسو د عصر نیکي، په حقیقت کې ستاسو د حکومت په نیکۍ پورې تړاو لري. پر همدغه اساس هر کله چې ستاسو حکومت صالح وي، ستاسو عصر به هم صالح وي او هر کله چې ستاسو حکومت فاسد وي، هغه عصر به مو هم فاسد وي.» له همدې امله د دغه دین د لېږد عزت د دوی په برخه شو.

هغه حقیقت چې په دغه حدیث شریف کې بیان شوی، اوس یې پخپلو سترګو وینو. ځکه په وروستیو پېړیو کې هېڅ خیر نه دی پاتې او له داسې ناوړه حالت سره مخ شوي یو، چې له حقیقت څخه یې یوازې الله سبحانه وتعالی خبر دی.

کله چې د اسلامي امت اوسني علماء او مفکرین وینو، چې ځانونه یې پخپلو شیطانانو پلورلي، نو باید تعجب ونه کړو؛ ځکه په هغه چا کې به څه خیر وي، چې د حق لارې د دعوت‌ګرو او هغه غوره امت پر ضد مبارزه کوي، چې د خلکو د هدایت لپاره راوتلي دي؟

د دغو ورځو خیر به په څه شي کې وي، په داسې حال کې چې قرآن له صحنې ایستل شوی او عمل نه پرې کېږي؟ په دغو پېړیو کې به څه خیر وي، په داسې حال کې چې د اسلامي امت عزت او دبدبه د خپلو حکامو له امله د فساد کندې ته ولوېدل، امت د خپل دښمن تابع شو او د هغه له اوامرو څخه پیروي کوي؟

په هغه پېړۍ کې څه خیر دی، چې د امت حکام، د امت پر دښمنانو بدل شوي او پر وړاندې یې مکر او فرېب کوي؟ په داسې حال کې به خیر چېرې وي، چې اسلامي امت له یوې پېړۍ راهیسې له خلیفه پرته ژوند کوي، هغه خلیفه چې تر شاه یې جګړه کېږي او هغه ته پناه وړل کېږي؟

اې ربه! موږ ته د نبوت په منهج راشده خلافت را په برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو ستونزې او سختۍ حل شي او له هغوی څخه بلاوې او مصیبتونه لرې شي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې