شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له امت څخه د ضرر لرې کول، له قدرت څخه یوازې د خاینو حکامو په ګوښه کولو سره ممکن دی
بسم الله الرحمن الرحيم
له امت څخه د ضرر لرې کول، له قدرت څخه یوازې د خاینو حکامو په ګوښه کولو سره ممکن دی

(ژباړه)

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَقَدْ رَأَيْتُ رَجُلًا يَتَقَلَّبُ فِي الْجَنَّةِ فِي شَجَرَةٍ قَطَعَهَا مِنْ ظَهْرِ الطَّرِيقِ كَانَتْ تُؤْذِي النَّاسَ» (رواه مسلم/۴۸۷۴)

ژباړه: په جنت کې مې یو کس د ګرځېدو په حال کې ولید؛ ځکه نوموړي هغه ونه چې د مسلمانانو د ازار او ځورېدو سبب وه، له لارې څخه پرې کړې او لرې کړې وه.

اسلام د عبادت، عمل او پاکۍ دین دی؛ دغسې د همکارۍ، ټولنې، حکومت او سیاست دین هم دی. دغه حدیث شریف مسلمانانو ته خبر ورکوي چې باید هڅه او عمل وکړي، داسې چې خپل مسلمان ورور ته له ضرر او زیان رسولو ډډه وکړي. له شک پرته دغه شرعي حکم په دین کې واضح او څرګند دی؛ خو هغه څه چې د امت یو شمېر بچیان پرې نه پوهېږي، دا دي چې درباري علماوو دغه حدیث امت ته داسې نه دی واضح کړی چې تر ټولو ناوړه او ستر زیان د ظالمو حکامو له لوري دی، چې له ډېر وخت راهیسې یې د دغه امت په حق کې بې‌درېغه ظلم او زیاتی کوي.  

ځینو کسانو دغه حقیقت هېر کړی او کله چې د مسلمانانو له ازار او ځورولو څخه د ځان ساتلو په اړه څه وایي، د هغه چا په اړه خبرې کوي " چې د جنت په نعمتونو کې د ګرځېدو په حال کې و او د جنت له نعمتونو څخه یې خوند اخيست؛ ځکه هغه ونه یې له لارې څخه پرې او لرې کړې وه، چې د مسلمانانو د ځورېدو لامل کېدله" خو هغه لاسپوڅي حکام هېروي، چې شپه او ورځ پر مسلمانانو ظلم کوي او زیان ور اړوي؛ لکه حکام چې له دې پوښتنې څخه مستثنا وي. هغه کسان چېرې دي چې راپورته شي او دغه اغزي (حکام) د امت له لارې لرې کړي ؟ هغه کس چېرې دی چې د غاړو په پرې کولو سره د ظالمو حکامو پر وړاندې راپورته شي، تاج او تختونه یې له منځه یوسي او پر ځای یې د عدل دولت یعنې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت حاکم کړي؟

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت راپه برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو ستونزې او سختۍ حل شي او له هغوی څخه بلاوې او مصیبتونه لرې شي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې