هجری قمری نېټه : 20 رمضان 1446
میلادی نېټه : پنج شنبه, 20 مارچ 2025 م
مطبوعاتی دفتر
(ژباړه)
د ۲۰۲۵م کال، د مارچ په ۱۸مه، سه شنبه سهار، یهودي رژیم له وحشته ډکه ټولوژنه بیا پیل کړه او د اور کمربندونو او د ۱۲۰ جنګي الوتکو له لوري د وحشتناکو بمباریو په ترسره کولو سره یې ویجاړي رامنځته کړه او وینې یې وبهولې. د دغو هوايي بریدونو له امله تر ۴۰۰ ډېر کسان شهیدان شوي او تر ۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی. د غزې د دولتي اطلاعاتي دفتر د راپور له مخې، د دغو بریدونو ۷۳ سلنه قربانیان ماشومان، ښځې او زاړه دي: ۱۷۴ ماشومان، ۸۹ ښځې او ۳۲ لوړ سن لرونکي کسان.
د غزې خلکو د وینو په سیلاب کې یوه ویروونکې شپه تېره کړه. د دوی د اتلسمې روژې پېشنمی له وینو او د بدن له ټوټو سره ګډ شو. سترګې د دغو وحشتونو له امله رډې پاتې دي او زړونه له وېرې پښو ته رسېدلي، خو امت او د هغوی پوځونه د مرستې لپاره راپورته نه شول. خاین حکام، چې په خپله د دغو جنایتونو ملګري دي، خلک یې یوازې پرېښي دي. سیسي دوی لا پسې محاصره کړي او فشار یې ورباندې زیات کړی، په داسې حال کې چې د اردن پاچا، اردوغان او د اماراتو حکام د یهودو پوځ ته خواړه، اوبه او سون توکي برابروي. په دې منځ کې، د غزې خلکو ته ان د یهودو له اجازې پرته د یوې مړۍ ډوډۍ اجازه نه ورکول کېږي! په داسې حال کې چې سلګونه ټنه خوراکي توکي د سرحدونو تر شا د داخلېدو اجازې ته منتظر پراته دي او خراب شوي. دغه خاین حکام یوازې د غزې پر خلکو د دسيسو لپاره غونډې او کنفرانسونه جوړوي او داسې حللارې لټوي چې د دوی بادار، امریکا، پرې خوشاله شي.
د غزې خلک د دغو ظلمونو له امله حیران شوي، زړونه یې پښو ته رسېدلي، ښځو او ماشومانو د مرستې چیغې وهلې، خو د اسلامي خاورو د پوځونو افسرانو او عسکرو وجدان هیڅ ونه ښورېد. دوی د مظلومیت په حالت کې خپل روحونه الله سبحانه وتعالی ته وسپارل چې د مسلمانانو د پوځونو د سستۍ او بېپروايۍ شکایت یوسي. په امت کې هم هېڅوک نه دي راپورته شوي چې د ټرمپ او نتنیاهو په څېر متکبران او جنایتکاران پر خپل ځای کېنوي او د دوی وحشتونو او ګستاخۍ ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. له همدې امله، دوی له سزا خوندي پاتې شول، د مسلمانانو سپېڅلې وینې یې تویې کړې، دسیسې یې جوړې کړې او د غزې راتلونکی یې داسې وټاکه، لکه چې دوی یې مالکین وي.
د یهودو جنایتونه شدید شوي، خو مسلمانان رمضان نور د تېر په څېر د بریا او د حق او باطل د جلاوالي میاشت نه ګڼي. بلکې دغه میاشت، په تېرو دوو کلونو کې، د غزې د خلکو د قتل، ظلم او بېکورۍ میاشت ګرځېدلې. دا هغه میاشت ده، چې یهودو د کفر او جنایت سرلارې، امریکا، په اشاره، خپل وحشیانه جنګ بیا پیل کړ؛ هماغه ورځ، چې د بدر د جګړې کلیزه وه، هغه جګړه چې الله سبحانه وتعالی "یوم الفرقان" نومولې ده.
نو امت او د هغوی پوځونه به تر کومه منتظر په تمه وي!؟ ایا نه وېرېږي چې د الله سبحانه وتعالی قهر او عذاب به پرې نازل شي!؟ ایا نه وېرېږي چې الله سبحانه وتعالی به یې پر ځای بل قوم راولي!؟ ایا نه پوهېږي چې هماغه الله سبحانه وتعالی چې لمونځ، روژه، حج او زکات یې فرض کړي، د خپلو مظلومو وروڼو مرسته یې هم فرض ګرځولې ده!؟
﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال: ۷۲]
ژباړه: «که یې له تاسو څخه په دین کې مرسته وغوښته، پر تاسو يې مرسته فرض ده.»
نو کله به امت او د هغوی پوځونه د دغو خاینانو ماڼۍ ونړوي، د سایکس-پیکو تحمیلي سرحدونه به له منځه یوسي او د الله اکبر او لا اله الا الله په نارو به د فلسطین سپېڅلې خاورې د ازادۍ او د خلکو د ژغورنې لپاره ګام پورته کړي!؟
﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (٤) بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [روم: ۴-۵]
ژباړه: «او په هغه ورځ به مومنان د الله تعالی په نصرت خوشاله شي، چې هغه هر چا ته چې غواړي نصرت ورکوي او هغه نه ماتېدونکی او مهربانه دی.»
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفترـ د ښځو څانګه
۱۴۴۶ هـ.ق کال، د رمضان ۲۰مه
۲۰۲۵م کال، د مارچ ۲۰مه
د صدور ګڼه: ۰۹۶/ ۱۴۴۶
ژباړن: اسرار تکل